اند- د بریتانیا یوې ورځپاڼې د سې شنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي چې سعودي عربستان په پام کې لري چې په مدینه منوره کې د حضرت پیغمبر (ص) زیارت ونړوي او د هغه مبارک د هډونو په شمول هر څه نامعلوم ځای ته یوسي. بلفاسټ ټیلګراف ورځپاڼې لیکلي چې که سعودي عربستان دا کار وکړ نو د مسلمانانو ترمنځ به ژور درز رامنځته شي.
ورځپاڼه وايي چې دا لانجمن وړاندیز د هغه مشورتي سند برخه دی چې یوه مخکښ سعودي عالم چمتو کړی او په مدینه کې د نبوي مسجد سرپرستانو ته یې سپارلی دی.
د حضرت پیغمبر اکرم (ص) زیارت، چې په مدینه منوره کې دی، د مسلمانانو لپاره له مکې مکرمې وروسته دوهم ستر او مقدس زیارت دی چې زیات خلک یې زیارت ته ورځي.
د حضرت رسول اکرم (ص) د زیارت د نړولو پلان یوه بل سعودي عالم، چې په مکه مکرمه کې د سپېڅلو ځایونو او زیارتونو د ورانولو مخالف دی، رابرسېره کړ.
د حضرت رسول (ص) د زیارت د نړولو په پلان کې، چې په ۶۱ مخونو کې ترتیب شوی دی، له اوسني ځایه جنتة البقیه هدیرې ته د رسول اکرم (ص) د مبارک بدن د وړلو سپارښتنه کوي او وايي چې هلته به یې څوک نه پېژني چې په کوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.
تراوسه پوري رسماً په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا دا پلان به عملي شي او که نه شي.
د سعودي عربستان حکومت پخوا په دې تاکید کړی و چې د اسلام په مقدسو ځایونو کې هر راز تغییر او بدلون به په خورا غور راولي.
سعودي په تېرو کلونو کې د صحابه وو ګڼ زیارتونه نړولي او تر وسه وسه یې هڅه کړې چې زیارت کوونکي د هغو زیارت ته پرېنږدي.
د اسلامي میراث د څېړنیز بنسټ یا فونډېشن ريیس ډاکتر عرفان العلوي وايي چې نبوي جومات او د پیغمبر (ص) زیات هم سنیانو او هم شیعه ګانو ته تقدس لري او د هغو د ورانولو هره هڅه به ناکراري وپاروي.
دی وايي چې دا کار د اسلام د دوو لویو څانګو یا مذهبونو ترمنځ د فرقه پالنې اور هم بلولی شي.
د ده په وینا هسي هم د عراق او سوریې د شخړو له کبله د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ اختلاف زیات شوی دی.
سعودي پولیس عموماً زیارتوال نه پرېږدي چې د حضرت رسول د زیارت کټارو ته نژدې شي. دوی دا کار شرک ګڼي
په راپور کې داسي ښوول شوي چې ګواکي د حضرت پیغمبر د زیارت په نړولو یوازې شیعه مسلمانان خوابدي کېږي، حال دا چې اکثره سنیان له سلفیانو سره په دې ډول مواردو کې د نظر یووالی نه لري.
ویل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د سلفي عربانو یوه جدي غوښتنه دا وه چې د بامیان د مجسمې له نړېدو وروسته دې په بلخ کې حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب زیارت ونړول شي خو د طالبانو رژیم ونه پایید او د هغوی ارمان نیمه خوا پاتې شو.
راپورونه وايي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د عراق په موصل کې ډېر تاریخي زیارتونه او جوماتونه نړولي دي. د هغو په منځ کې یو هم د حضرت یونس (ع) زیارت دی چې په بمونو یې الوزولی دی.
په لاندې ویدیو کې د حضرت یونس ع د زیارت نړول وینئ:
په دې (لاندې) ویدیو کې د داعش غړي وینئ چې د پیغمبر حضرت یونس ع قبر په څه بې رحمۍ ویجاړوي:
ورځپاڼه وايي چې دا لانجمن وړاندیز د هغه مشورتي سند برخه دی چې یوه مخکښ سعودي عالم چمتو کړی او په مدینه کې د نبوي مسجد سرپرستانو ته یې سپارلی دی.
د حضرت پیغمبر اکرم (ص) زیارت، چې په مدینه منوره کې دی، د مسلمانانو لپاره له مکې مکرمې وروسته دوهم ستر او مقدس زیارت دی چې زیات خلک یې زیارت ته ورځي.
د حضرت رسول اکرم (ص) د زیارت د نړولو پلان یوه بل سعودي عالم، چې په مکه مکرمه کې د سپېڅلو ځایونو او زیارتونو د ورانولو مخالف دی، رابرسېره کړ.
د حضرت رسول (ص) د زیارت د نړولو په پلان کې، چې په ۶۱ مخونو کې ترتیب شوی دی، له اوسني ځایه جنتة البقیه هدیرې ته د رسول اکرم (ص) د مبارک بدن د وړلو سپارښتنه کوي او وايي چې هلته به یې څوک نه پېژني چې په کوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.
تراوسه پوري رسماً په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا دا پلان به عملي شي او که نه شي.
د سعودي عربستان حکومت پخوا په دې تاکید کړی و چې د اسلام په مقدسو ځایونو کې هر راز تغییر او بدلون به په خورا غور راولي.
سعودي په تېرو کلونو کې د صحابه وو ګڼ زیارتونه نړولي او تر وسه وسه یې هڅه کړې چې زیارت کوونکي د هغو زیارت ته پرېنږدي.
د اسلامي میراث د څېړنیز بنسټ یا فونډېشن ريیس ډاکتر عرفان العلوي وايي چې نبوي جومات او د پیغمبر (ص) زیات هم سنیانو او هم شیعه ګانو ته تقدس لري او د هغو د ورانولو هره هڅه به ناکراري وپاروي.
دی وايي چې دا کار د اسلام د دوو لویو څانګو یا مذهبونو ترمنځ د فرقه پالنې اور هم بلولی شي.
د ده په وینا هسي هم د عراق او سوریې د شخړو له کبله د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ اختلاف زیات شوی دی.
سعودي پولیس عموماً زیارتوال نه پرېږدي چې د حضرت رسول د زیارت کټارو ته نژدې شي. دوی دا کار شرک ګڼيپه راپور کې داسي ښوول شوي چې ګواکي د حضرت پیغمبر د زیارت په نړولو یوازې شیعه مسلمانان خوابدي کېږي، حال دا چې اکثره سنیان له سلفیانو سره په دې ډول مواردو کې د نظر یووالی نه لري.