Announcement

Collapse
No announcement yet.

د قرآن کريم په اړه معلومات

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د قرآن کريم په اړه معلومات

    د قرآن کريم په اړه معلومات 30-06-2010 12:42 AM
    راليږونکى: احسان الله
    ١- قرآنکريم په حضرت محمد مصطفٰى (ص) باندې نازل شوى دى.
    ٢- په قرآنکريم کې ټول ١١٤ سورتونه دي.
    ٣- په قرآنکريم کې د الله جل جلاله لفظ ٢٦٩٧ کرته راغلى دى.
    ٤- د قرآنکريم انگريزي ترجمه په لومړي ځل اليگرينډر روس په کال ١٦٤٩ کې وکړه او په کال ١٦٦٩ کې د لندن څخه چاپ شوه.
    ٥- د حضرت ابوبکر صديق (رض) د خلافت په موده کې ٧٥ صحابه کرامو قرآن کريم ته کتابي شکل ورکړى و.
    ٦- په قرآن کريم کې تر ټولو لوى سورة (بقره) ده.
    ٧- په قرآنکريم کې تر ټولو کوچنۍ سوره الکوثر ده.
    ٨- د قرآن کريم لومړنى حافظ حضرت محمد مصطفٰى (ص) او دوى (ص) په زمانه کې نور ٢٢ حافظان وو.
    ٩- د قرآنکريم تلاوت په لومړي ځل په لوړ غږ حضرت عبدالله مسعود (رض) کړى و.
    ١٠- قرآنکريم د سرو زرو په اوبو لومړى قطبه د امير معاويه د خلافت په موده کې وليکه.
    ١١- په قرآن کريم کې ټول ٣٢٣٧٦٠ حروف دي.
    ١٢- په قرآنکريم کې مکي سورتونه ٨٦ دي او مدني سورتونه ٢٨ دي.
    ١٣- په قرآنکريم کې تر ټولو زيات د الف تورى ٤٨٨٧٢ واره راغلى دى.
    ١٤- په قرآنکريم کې تر ټولو کم د ظ تورى ٨٤٢ واره راغلى دى.
    ١٥- په قرآن کريم کې زبر ٥٣٢٣٢٣ واره زير ٣٩٥٨٢ واره مد ١٧٧١ واره پيش ٨٨٠٤ او شد ١٢٨٤ واره راغلي دى.

    پرنټ کول سرپاڼه ملګري ته لیږل
Working...
X