فتو ی نمبر (۲۵۷) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : قیاس ابراهيم خيل / ننګرهار / أفغانستان .
قدرمن مفتی صاحب دالله (ج) دی ډیراجردرکړی .
1-که دچاڅخه د سهاد لمونځ قضاشی یوازی فرض بیرته راګځولی شی اوکه سنت به هم راګرځوی.
2*پوښتنه می داده که یوسړی مړشی اونوموړی سړی ایماندار وی اوایمان تیرکړی البته دملایکو په سوال اوځواب کی کامیاب شی نوموړی شخص به دقیامت ترورځی چرته وی.همدارنګه که یوسړی دوزخی وی هغه به چرته وی. مننه-------------------------- ستاسی د ځواب په انتظار
الجواب وهو الموفق للصواب : نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
محترمه داولي پوښتني جواب دادئ چي د حنفي فقهي د فتاوی ؤ مطابق چي د سهار قضايي لمونځ د اولي ورځي تر زواله پوري راګرځوي نو سنت به هم ورسره راګرځوي ، او که يې د اولي ورځي تر زواله پوري لمونځ نه راوګرځوۍ نو بيا به صرف د سهار لمونځ راګرځوي نه سنت .
[الموسوعة ج ۳۴ ص ۳۷ /۳۸] .
خو ما چي د سهار د سنتو د أهميت په باره کښي کوم تحقيق کړئ دئ نو د هغه په نتيجه کښي ځما نظر دادئ چي د سهار سنت که بې له فرضو قضا سي او که سره له فرضو نو په هر وخت کښي چي وي بايد راوګرځول سي .
.................................................. ...............................
ددوهمي پوښتني جواب دادئ چي کله چی انسان په قبر کښي کيښودل سي نو بدن خو يې په قبر کښي وي ، پاته سوه روح دده نو که دغه انسان جنتي ؤ او په همغه ډول په سوال او جواب کښي کاميابه سوئ ؤ لکه چي تا ذکر کړيدي نو اروحان ددغه ډول انسانانو يو مشخص ځائ نلري ، بلکي د مرتبو په اعتبار يې د اروحانو مقامات سره مختلف دي ؛ ځکه پدغه ډول انسانانو کښي نبیان هم داخل دي ، شهيدان هم داخل دي ، صالحين او صدیقين هم داخل دي ، بيا د أنبيآؤ په منځ کښي تفاوت سته ، دارنګه دصديقينو ، شهيدانو او صالحينو په منځ کښي د مرتبو په اعتبار تفاوت سته ، نو پدې وجه ددوۍ د اروحونو ځايونه سره مختلف دي چي مکمل تفصیل يې دلته طوالت (درازي) پيښوي .
البته دونه قدر بايد ووايم چي ددغسي قسم انسانانو د هر يوه روح د الله پاک په نزد په يوه معزز مقام کښي استوګه کوي [القيامة الصغری ص ۹۴] .
او ابن القيم جوزيه (رحمه الله) په خپل کتاب «الروح ص ۱۲۱» کښي پدې اړه ذکر کړيدي چي پدې کښي د علمآؤ قولونه مختلف دي : چا ويلي دي چي د مؤمنانو اروحونه (که شهداء وي که غيرشهداء) به په جنت کښي وي (کچيري له جنت څخه کبيرې ګناه يا پور منع نه کړل) دا قول د أبي هريرة او د عبدالله بن عمر (رضي الله عنهما) دئ .
او ځينو ويلي دي چي د مؤمنانو اروحونه به په دروازه د جنت کښي په فنآء کښي اوسيږي ، او له جنت څخه به ودوۍ ته نعمتونه او رزق راوړل کيږي .
او ځينو داسي ويلي دي چي اروحونه به ددوۍ د قبرو په فناګانو کښي وي .
او امام مالک (رحمه الله) ويلي دي چي ماته دا خبره رارسیدلې ده چي روح ايله ده هر ځائ چي غواړي هلته ځي .
او له امام أحمد (رحمه الله) څخه روايت سوئ دئ چي ارواح د مومنانو به په جنت کښي وي ، او د کفارو روحونه به په اور کښي وي .
او يوې ډلي د صحابه و او تابعينو ويلي دي چي د مومنانو اروحونه په نزد دالله (جل جلاله) دي ، نور يې ودې خبري ته توضيح نه ده ورکړې او په همدغه ډول مجمل قول يې کړئ دئ .
او له يوې ډلي دصحابه ؤ او تابعينو څخه دا ډول نقل سوئ دئ چي د مومنانو اروحونه به په «جابية» کښي او د کفارو اروحونه به په «برهوت» کښي وي کوم چي يو څاه دئ په «حضرموت» کښي .
او صفوان بن عمر ويلي دي چي له عامر بن عبدالله څخه ما پوښتنه وکړه چي ايا د مومنانو اروحونه ټول سره جمع (يعني په یو ځائ کښي) دي ؟ ده راته وويل (يعني چي هو ! ) د مومنانو اروحونه د قيامت تر ورځي پوري په هغه مځکه کښي يې ذکر راغلئ دئ : «ولقد کتبنا في الزبور من بعدِ الذکر أنّ الأرضَ يرثها عبادي الصالحون » [سورة الأنبيآء : ۱۰۵] .
او کعب ويلي دي چي د مومنانو اروحونه په «عليين» کښي دي کوم چي په اوم اسمان کښي يو ځائ دئ ، او د کفارو اروحونه په سجين کښي دي ، کوم چي په اوومه طبقه مځکه کښي د ابليس تر لښکر لاندي يو ځائ دئ . (دا مشهور او عمده قول دئ) .
او يوې ډلي بيا ويلي دي چي د مؤمنانو اروحونه د زمزم په څاه کښي دي ، او د کافرانو اروحونه د «برهوت» په څاه کښي دي (کوم چي مخکښي ذکر سو) .
او سلمان فارسي (رضی الله عنه)ويلي دي چي د مؤمنانو اروحونه په برزخ د مځکي کښي دي هر چيري چي يې خوښه وي هلته ځي ، او د کفارو اروحونه په «سِجِّين» کښي دي .
يوې ډلي بيا ويلي دي چي د مؤمانو اروحونه د آدم (عليه السلام) په راسته طرف کښي دي ، او د کافرانو اروحونه يې په چپه طرف کښي دي .
او يوې ډلي بيا ويلي دي چي د اروحانو ځائ هغه دئ کوم چي په هغه ځائ کښي الله پاک ددوۍ تر بدنو له مخه benawa.comددوۍ تخليق کړئ دئ .
(د مزيد تفصيل دپاره دي کتاب الروح وکتل سي ) .
والسلام ومن الله التوفيق ـ
