Announcement

Collapse
No announcement yet.

: دمنصور«حلاج» شخصيت 2 :دعلمآؤ اهانت کول :

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • : دمنصور«حلاج» شخصيت 2 :دعلمآؤ اهانت کول :

    فتو ی نمبر (۲۳۲) .
    مفتي :
    ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

    پوښتونکئ : نثاراحمد صالح / محمد رفيق خان / کنړ أفغانستان .

    سلامونه اونیکي هیلي مي ومنی!
    محترم علامه صاحب د ټولو ښیګڼو تر څنګ یو بل څه چه زه ډیر خوشحاله یم چه تاسو ځني برخمن یاست هغه شاعري ده، خو زما پوښتنه هم لږ په شاعري پوري مربوط ده.
    منصور څوک وه؟ ایا داد انالحق خبري چه کیږي ټوله حقیقت لري که مکمل معلومات راکی دمنصور په هکله ډیر به خوښ سم . په مینه
    وخت به راځي چه غاښ دزهرو به ښامار نلري
    منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري
    کاروان
    نثار أحمد .
    داسلام ستر علمی شخصیت علامه ابو الفضل صاحب ته اور دبینوا اداري تھ سلامونھ وړاندي کوم۔
    مولانا صاحب پوښتنه مي داده چي که څوک علماؤ ته په سپک نظر باندي ګوري نو په دي اړہ دشریعت څه حکم دہ او یا کھ څوک علماؤ پسي سپکي کوي او کنزلي ورتھ کوي نھ دي پھ اړہ ھم دشریعت معلومات راکړۍ نو ډیرہ مننه به مووي . رفيق
    الجواب وهو الموفق للصواب :
    نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
    د لدُن په مقابل کښي نظر څه دئ
    و فولادو ته حجَر او مَدَر څه دئ
    وَسایل د عبور تا لره پکار دي
    اولياوو ته د بحر ګذر څه دئ
    چي يې وخوړل د يار د خنجر واري
    پر هغو زړونو أثر د خنجر څه دئ ؟
    ته له عقل او هنر څخه کار اخله
    ميخوارانو لره عقل او هنر څه دئ ؟
    چي ښامار د ازار څوک پر بشر وخوري
    د هغه غريب علاج او منتر څه دئ ؟
    پريږده بُت او بتخانه او «أبوالفضل»
    د ريا په مَواعظو باور څه دئ ؟
    من نميګويم «أنا الــــــــــــــحق» يار ميګويد بګو
    چون نميګويم أنا الحق چون مرا دلدار ميګويد بګو
    محترمه وروره ! دادي ډيره مهمه پوښتنه کړېده ، د منصور په باره کښي مفصل بيان به ستا د پوښتني پخاطر انشآء الله په «بيلابیلو ليکنو» کښي وروسته له ترتيبه درته نشر کړو .
    د الله (جل جلاله) د ډيرو أولياوو په باره کښي د علماوو نظرونه مختلف ثابت سويدي ؛ په وجه ددې چي له دوۍ څخه ظاهره داسي شیان صادر سويوي چي د شريعت له رويه د ډيرو سختو اعتراضو مَورد وي ، تاته به د خضر او موسی (عليهما السلام) قصه معلومه وي چي سره له دې چي موسی (عليه السلام) به ټينګه وعده له خضر سره وکړه چي ستا پر کار باندي به زه اعتراض نکوم ، خو کله چی به خضر (عليه السلام) يو کار وکړ نو ده به دفعتًا اعتراض باندي وکړ .
    امام رباني (رحمه الله رحمة واسعة) د منصور په اړه ليکلي دي چي له منصور څخه چي کوم شیان صادر سويدي نو د طريقت له نګاه خو بې موږ معذور وبولو ، ليکن د شريعت په رڼا کښي دده کارونه خامخا د اعتراض مَوارد وو .
    بهر حال منــــــــــــصـــــــــــــور په حقيقت کښي د الله (عز وجل) د لاري له زمريـــــانو څخه يو ستر زمرئ ؤ ، خو په دُنيا کښي يې حالت د ابتلاء تر داسي اندازې پوري رسيدلئ ؤ چي ډيرو علماوو د کفر فتوا باندي صادره کړېوه ، او ډير اوس هم دهغې فتوا په سترګه ورته ګوري ، خو کوم تحقيق چي پدې باره کښي له ما سره موجود دئ هغه به د وعدې مطابق انشآء الله درته راسي ، دلته په همدغه اکتفا وکړه ، د سوالو او پښتنو ځائ دداسي تفصیلاتو نه دئ .

    د دوهم ورور د پوښتني جواب دادئ چي د شريعت د ټولو کتابو دا فيصله ده چي د عالِم توهين ، سپکاوئ او بې احترامي پدې سبب چي عالم دئ کــــــفـــــــر دئ ، که يو چا د عالم بې عزتي پدې وجه وکړه چي ته عالم يې نو دا سړئ کافر دئ .
    او له دې څخه ماسيوا د هر مسلمان بې عزتي او بې احترامي لويه ګناه ده ، او د عالِم بې عزتي چي په دغه نیت نه وي چي ته عالم يې بيا بيخي غټه ګناه ده ، البته پدغه صورت کښي کفر نه دئ .
    پدې باره کښي موږ په تيرو فتواو کښي کړئ دئ هلته دي وکتل سي .
    په کتاب « حرمة أهل العلم» کښي د علمآؤ په اړه داسي راغلي دي چي د علمآؤ په غوښو زهــر ګډ دي (يعني د علماوو آبرو او عزت ته په بې عزتي کتل داسي دي لکه يو زهر داره شي ته چي سړئ لاس وروړي ) چا که د علماوو غوښي وخوړلې (یعني مستقيمًا يې د عالم بې عزتي وکړه) نو هغه سړئ مړ سو (يعني خپل ديني حيات او ژوند يې برباد کړ ) او چا که د علماوو غوښي بوۍ کړې (يعني د علمآؤ بې عزتي يې په زړه کښي خوښه وه ، او يا يې د دوۍ له عـــــــــــزت څخه د فــــــــــاع نه کوله ) نو دغه سړئ به ناجوړه سي (يعني په دینی ناجوړي به مبتلا سي) .
    دارنګه نبي (صلی الله عليه وسلم) په یوه حديث کښي فرمايلي دي چي چا که له عالم سره روغبړ وکړ نو ګواکي له ما سره يې وکړ ، او څوک که له عالم سره کښينستئ نو ګواکي له ما سره کښينستئ ، او چا که له عالم سره محبت وکړ نو ګواکي له ما سره يې وکړ ، او چا که له عالم سره بغض وکړ نو ګواکي له ما سره يې وکړ .

    والسلام
    سرپاڼه benawa.comبېرته
Working...
X