فتو ی نمبر (۲۳۲) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : محمد رفیق خان / کنړ ـ ــ افغانستان
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته۔ داسلام ستر علمی شخصیت علامه ابو الفضل صاحب ته اور دبینوا اداري تھ سلامونھ وړاندي کوم۔
علامھ صاحب ما پوښتنھ دادہ چي پښتني میرمني (ښځي) په تندي يا مخ باندي خال جوړوي آیا دا کار جواز لري ؟ اودوهمه پوښتنه مي داده چي ايا په موبايل باندي عکاسي يا تصوير اخستل هم ناروا دئ ، بيله دې چي فرنټ شي او خارج ته راووزي ، ستاسو محترم تحقيق په دې اړه څه دی ؟
دجواب په هيله .
الجواب وهو الموفق للصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم . محترمه ! د اولي پوښتني جواب دي دادئ چي خالونه وهل د ښځي دپاره ناروا دي ، د صحيح البخاري په يوه حديث ضريف کښي راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي چي لعنت د خدائ دي وي پر هغه ښځه باندي چي وبلي ښځي ته خالونه وروهي ، او دارنګه بر هغه ښځه باندي چي دا ددې غوښتنه کوي چي ددې پر تندي او مخ وغیره باندي بله ښځه خالونه ورووهي .
ددوهمي پوښتني جواب دادئ چي د موبایل په ذريعه پوټو اخستل داسي ناروا دئ لکه دا نور مشهور پوټو ګان چي ناروا دي ، کوم علمآء چي د مشهورو تصاويرو او د مبايل د عکسونو په منځ کښي فرق کوي نو هغه د تصویر او د عکاسۍ د حراموالي له أصلي راز او علت څخه غافل دي .
بلکي د موبايل عکاسي او تصوير اخستل تر دغي شناخته عکس اخستلو نور زيات خطرونه هم لري ، له چا سره چي د مسلمانــــــــۍ او ديــــــــــانت خيال وي بايد د موبایل له عکاسيو او تصوير اخستلو څخه بې ضرورته منع او اجتناب وکړي .
والسلام .
دارالافتآء أبوالفضل . benawa.com
سرپاڼه
