Announcement

Collapse
No announcement yet.

په زابل کي دریمه ورځ هم لاریون وشو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • په زابل کي دریمه ورځ هم لاریون وشو

    له کله چي دټاکنودشکایاتوکمیسون دنولس(۱۹)بریالي کاندیدانو رايي باطلي اعلان کړې، له هغي ورځي څخه په زابل کي پرله پسې لاریونونه روان دي، چي همدانن ورځ هم یوشمیر زابليانو په مرکز کلات ښارکي پراخ لاریون وکړ.
    دغوخلکوله دولت نه په جدي ډول غوښتنه کوله چي ددوى ورکړل شويورایو درناوی وکړي، ځکه چي په زابل کي یوه رایه هم دسرپه بدل ورکړل شوې ده.
    لاریون کونکي چي دمرکزکلات په مرکزي چوک باندي راګرځیدلي وو ویل يي چي دټاکنوپه ورځ له زیاتوتهدیدنوسره لاس په ګریوان ووخوبیايي هم دراتلونکي لپاره په داسي حال کي ځان ونه سپماوو،چي له یوي خواپه شاجوى ولسوالۍ ، شملزو ولسوالۍ کي پریوشمیررایه ورکونکوباندي دماینونوچاودني هم وشوې. او د ډیرو خلکوژونديي واخیستى خو دوى دخوشبینۍ په خاطررایه ورکړه او د شکایاتوکمیسون ورنه خپل حق له دوي نه واخیستى.
    هغوى دخپلوشعارونوپه ترڅ کي ویل چي دشکایاتودکمیسون دپریکړوسره په پوره ډول مخالف دي، که چیري يې حق ترلاسه نه شو، ددوى لاریونونه به ترپلازمیني پوري ورسیږي.

    بايد وويل سي چي دا يوازي زابل ولايت نه دئ چي د ټاکنو په نتايجو کي د درغليو پر ضد مظاهرې کوي، بلکي نن د هيواد په شمال تخار ولايت کي هم مظاهره چيانو د سمنګان او تخار ترمنځ لاره بنده کړې وه او همدا راز په زرګونو کسانو په هرات ولايت کي په دې باب مظاهرې وکړې.
    همدا راز پرون په بغلان ولايت کي يوه غټه مظاهره سوې وه، چي له سره يې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوله.
Working...
X