Announcement

Collapse
No announcement yet.

بریالیتوب ته به رسو ، هېواد به له جګړې او فق&a

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بریالیتوب ته به رسو ، هېواد به له جګړې او فق&a


    ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندانو نه عبدالقیوم کرزي دکمپاین دپیل په ورځ (د سلواغې ۱۳) د زرګونو مینه والو په غونډه کې د خپل راتلونکي دولت خط مش یا کړنلاره اعلان کړ. ښاغلي کرزي چې د خپلو ټاکنیزو سیالیو په لمړۍ ورځ خبرې کولې، په ادارو کې د اصلاحاتو پر راوړلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې "په ټول توان هڅه کوم چې د خپل متعهد او متخصص ټیم په درلودلو داسې یو حکومت رهبري کړم چې هم د تېرو دولسو کلونو لاسته راوړنې حفظ او تقویت شي او هم د بې عدالتیو او قانون ماتونې پر وړاندې په جدي توګه مبارزه وشي."

    هغه وویل، مونږ تر بریالیتوب پورې یو ګام فاصله لرو، بریالیتوب ته به رسیږو او هېواد به له جګړې او فقر نه ساتو. ښاغلي کرزي په خپل وینا کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښه اقتصادي اړیکې افغانستان او د هغه ګاونډیان سره نږدې کولی شي. هغه د خپل راتلونکي حکومت د بهرني سیاست د استراتیژۍ اړوند وویل، د منطقې او نړۍ په کچه د فعالې دیپلوماسۍ، مسالمت آمیزو او ښو لارو نه استفاده کوي. په سیمیزو اړیکو کې د توازن د اصل رعایت او د نړۍ له هېوادونو سره د ښو او پراخو اړیکو هڅه د قیوم کرزي د بهرني سیاست له مهمو ټکو څخه ول.
    د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند په هېواد کې د سولې او امنیت پر راوړلو ټینګار وکړ او د خپل وینا په ترڅ کې یې د سولې پروسې او ملي پخلاینې ته اشاره وکړه. د فساد پر وړاندې مبارزه د قیوم کرزي د وینا یوه برخه وه. هغه د رشوت او بډو اخیستلو یا ورکولو په موخه د دولتي بیروکراسي د پروسې پر اصلاح ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې، قانون باید د فساد پر وړاندې جدي عمل وکړي. پر دې سربېره، د قیوم کرزي په کړنلاره کې د خلکو او بشر حقونو په برخه کې هم اشاره شوې ده او د اساسي قانون په رڼا کې د بیان ازادۍ نه ساتنه شوې ده او د لوړو زده کړو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی، د کورني او بهرني مهاجرینو د حقوق د تأمین او د معلولینو او معیوبینو د بنیادي حقونو د تأمین په موخه یادونه شوې ده.
    په دغه کړنلاره کې همدارنګه د معارف او لوړو زده کړو د کچې پر لوړولو ټینګار شوی دی او ویلي یې دي چې د ځوانانو په ملاتړ به پورتني موارد په خپل کاري لمړیتوبونو کې راولي. د کارموندنې د زمینې برابرول د عبدالقیوم کرزي د ویاندۍ له نورو مهمو ټکو څخه وو.
    ښاغلی قیوم کرزی د خپلو پروګرامونو د شرحې په جریان کې د مینه والو له هڅونې سره مخ کېده. ددغه سترې غونډې ډېریو مینه والو د کړنلارې د طرحو نه په ملاتړ عبدالقیوم کرزی د راتلونکې دولت د رهبرۍ لپاره یوه مناسبه ټاکنه وبلل.د عبدالقیوم کرزي ټاکنیز ټیم چې د تداوم او اصلاح تر شعار لاندې ټاکنیزو سیالیو ته راوتلی، تر دې دمه د هېواد د میلیونونو مینه والو د ملاتړ سره مخامخ شوی دی

    Last edited by Bost Bastan News; 02-18-2014, 11:29 AM.
Working...
X