د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوځل بيا د عبدالحکيم شجاعي په نامه، په اروزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان د نيولو امر وکړ.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې دغه کس په هېڅ کوم امنيتي ارګان پورې اړه نه لري او تېره ورځ (د زمري په ٢٨مه) يې امنيتي ځواکونو په تېره د اروزګان ولايت پوليسو ته امر کړی، چې دغه نامسوول وسله وال قوماندان ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
حکيم شجاعي، چې په اصل کې د غزني ولايت اوسېدونکی دی، څو مياشتې مخکې يې د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې تر سلو زيات پښتانه، له کوم جرم او ګناه پرته په ډېر ناوړه ډول سره ووژل.
په دې اړه د بست باستان خبري اژانس د يوه ځانګړي رپوټ له مخې، د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي وايي، چې حکيم شجاعي د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليل په مرسته دا ټول جنايتونه ترسره کوي.
هغه مهال د دغه ولايت لسګونو اوسېدونکو د ټېلېفون پر ليکه د کندهار ولايت خبريالانو ته ويلي وو، چې د حکيم شجاعي ظلمونو غرونو ته خېژولي دي او دا مهال په غرونو کې پټ دي.
اوسمهال يو ځل بيا د دغه ولايت لسګونه سپين ږيري او مخور کابل ته راغلي او د ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدلو کميسيون ته يې شکايت کړی او وايي، چې دغه کس لسګونه تنه بې ګناه وګړي وژلي، ډبولي، د دوى کورونه لوټ کړي او نور جرمونه يې کړي دي.
د کورنيو چارو وزير جنرال مجبتى پتنګ د تېر لمريز کال (د ليندۍ پر ٢٣مه) د ولسي جرګې د شکايت اورېدلو کميسيون ته وويل، چې ډېر ژر به شجاعي د قانون منګولو ته وسپاري، چې هغه وخت يې د هغه د نيولو امر هم صادر کړ.
په دويم ځل بيا هم د کورنيو چارو وزير جنرال مجتبى پتنګ د تېر لمريز کال د مرغومي مياشتې پر ١٦مه د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې ژمنه وکړه، چې په يوه اوونۍ کې دننه به عبدالحکيم شجاعي ونيول شي.
چارواکي وايي شجاعي يوځل ونيول شو خو د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي هغه په خپل ضمانت خوشې کړ.
دا مهال ولسي جرګې د شکايت اورېدلو کميسيون مشر ويلي، چې شجاعي په تېرو درېيو کلونو کې تر ١٢٠ زيات بې ګناه ولسي وګړي وژلي، چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ولسي جرګې غړی عبيدالله بارکزي طلوع نيوز ټلويزيون ته ويلي: ((دغه کس د افغانستان د خلکو قاتل دی، د خلکو کورونه يې چور کړي، د خلکو کورونو ته يې اور اچولی، د خلکو باغونه يې سوځولي دي، له خلکو يې موټرونه او موټرسايکلونه ګرځولي دي او آن بدناموسۍ يې اړولې دي.))
خو حکيم شجاعي له آزادۍ راديو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې دی اوس هم د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د اروزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دی او د ١٥٠ تنو سيمه ييزو پوليسو مشري کوي.
په اروزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو دغو زړه بوږنوونکو کړنو خلک سخت ځورولي او پړه يې نېغ په نېغه پر کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي ارګانونو وراچوي.
د حکيم شجاعي له خوا د وژل شوو خلکو له خپرو شوو تصويرونو څرګندېږي، چې سپين ږيري کسان او ماشومان يې له کوم جرم پرته له تېغ تېر کړي دي.
د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو د ناوړه کړنو او ظلمونو له امله، خلکو شکايتونه کړي دي؛ خو دولت پام نه دی ورته کړی.