افغان امنیتی ځواکونوته د امنیت سپارل په ښه وجه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پخپله کلنۍ وینا کې د متحدو ایالتونو د څواکونو شمیر باندی په هغه ستراتیژی ولاړدی کوم یو چی امریکا ، ایتلافی ملګرو او افغان حکومت په لیزبون کی په 2010 کال کی موافقه کړی وه .. دغه امنیتی بدلونه ډیر په ښه وجه روان دی. اوس مهال افغان امنیتی ځواکونو دډیرو افغانانو لپاره امنیت ټینګ کړی اوډیری پوځی عملیاتونه دوی ترسره کوی. افغان امنیتی ځواکونود ایتلافی ځواکونو په مرسته په بريالۍ توگه دښارونو له منځه ډیری نښتې او تاوتریخوالی ایستلې دي. او دا هغه نښی او نښانی زموږ او زموږ د ملګرو بریالیتوب ښیی
له دی نه وروسته امنیتی لیږد به په افغانستان کی په دی اړه لری چی افغان ځواکونه تر څه حده کولی شی چی دا بریالیتوبونو ته دوام ورکړی. افغان امنیتی ځواکونو ته به دامنیت سپارلو لړی په دوامداره توګه روانه وی او موږ به خپل رول د محاربوی حالت څخه دافغان ځواکونو روزنی او سمبالونی ته واړه وو او افغان ځواکونه به وشی کولی چی د 2014 تر پایه به ټول امنیتی چاری به خپل لاس کی ونیسی.
