جگپوړى فرانسوي جنرال وينسينت ديسپورتس : په افغانستان کې د امريکا ستراتيژي ناکامه شوې ده. 03-07-2010 12:25 am
پاريس (فرانس پريس) فرانسوي جنرال : د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي ناکامه ده. یوه افجګپوړي فرانسوي جنرال په یوه تبصره کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه ، وویل چې په غانستان کې د امریکا ستراتیژي نتیجه نه ورکوي.ده وویل چې په افغانستان کې حالات اوس تر بل هر وخت ډېر خراب دي. د فرانسې د کورني دفاعي پوهنځي ريیس وینسینت دیسپورتس د پاریس لي موند ورځپاڼې ته وویل چې د افغانستان لپاره د مخکیني امریکايي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل له لوري جوړه شوې ستراتیژي ناکامه ده او نتیجه یې نه ده ورکړې. د افغانستان وضعیت اوس تربل هروخت ناوړه دی. ده وویل د افغانستان لپاره د امريکا ستراتيژي ناکامه شوې او په نږدې راتلونکي کې داسې نه ښکاري چې بریالۍ شي. ښه دا ده چې امريکا پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي. ده زياته کړې مک کرسټل په دې ډېر ستایل شوی چې په افغانستان کې یې د ملکي تلفاتو په کمولو کې د پام وړ هلې ځلې کړي او د کرزي په شمول یې افغانان له ځانه خوشاله کړي دي حال دا چې دا ټول درواغ او له حقيقته ليرې خبرې دي. دیسپورتس همداراز د ولسمشر بارک اوباما پر هغې پرېکړې نیوکه وکړه چې په دسمبر کې یې وکړه او پراساس یې افغانستان ته دېرش زره نور سرتېري واستول. ده وویل :«هرڅوک پوهېږي چې په افغانستان کې د عسکرو په ډېرښت جگړه نه گټل کيږي.