1391لمریز کال د غبرګولي۱۷مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې د چین د پیترولیمو د ملي شرکت له لوی رئیس ښاغلي ژان ژیمینګ سره د بیجینګ په ښار کې په خپل استوګنځي کې وکتل.
په دغه کتنه کې د چین د پیترولیمو د ملي شرکت رئیس د آمو سیند د نفتي حوزې د انکشاف د تړون د موثر تطبیق د ژمنې پر نوې کولو سربیره چې تیر کال یې دغه تړون ګټلی و، د آمو سیند د ګاز لرونکو سیمو او همدا راز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان او بیا چین ته د پایپ لاین د غزولو لپاره د اقتصادي او تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو په برخه کې د دغه شرکت لېوالتیا څرګنده کړه او په دې اړه یې د افغانستان له اړخه د مرستې غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د دا ډول نوښت او پروژې اهمیت ته په کتنې سره چې په بشپړه توګه د افغانستان په ګټه دی، وویل: موږ د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ له چین سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې وینو.
حامدکرزي د کانونو وزیر وحیدالله شهراني ته چې په دغه کتنه کې حاضر و، لارښوونه وکړه چې په نیږدې راتلونکي کې دې د افغانستان د حکومت او د چین د پیترولیمو د ملي شرکت ترمنځ د همکاری جامع او مناسب چوکاټ برابر او دکابینې د غونډې له منظوری وروسته دې د چین له لوري سره لاس لیک کړي او د عملي کولو لپاره دې په اقدام لاس پورې کړي.
په دې کتنه همدا راز پریکړه وشوه چې د چین د پترولیمو د ملي شرکت یو پلاوی به د افغانستان د حکومت او د دغه شرکت ترمنځ د یاد شوي موافقه لیک د لاس لیک لپاره په روانه میلادې میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
د یادولو وړ ده چې د چین د پیترولیمو ملي شرکت په نړی کې د نفتو او ګازو اوم لوی شرکت دی چې تیر کال د نړیوالې داوطلبی له لارې د آموسیند د نفتو د حوزې د دریو بلاکونو دنفتو د استخراج قرارداد یې ترلاسه کړ او د سږکال د میزان په میاشت کې داستخراج کارپیلوي.