زما اکثره وخت د خپلو پښتنو ملګرو او خپلوانو سره دا جنجال وي چی اوسنی بحراني حالات او نا انصافیو ته په کتو سره په دغو ټولو تاخوالو چی په بې وزلو افغانانو راغلی ده، دا ټول د کرزی مشر تابه ده او دی یې قصدا خرابوي. خو زما آشنایان یې راسره نه مني او وايي چی کرزی هم مجبوره ده، هغومره کوي څومره چی کولای شي.
لس کاله کېږي چی افغانستان ته هم بهرنیان تش په نامه ډیموکراسی او کرزي سره افغانستان ته راغلي، خو د دوي راتګ دغو بې وزلو او کړېدلو افغانانو د درد دوا نشوه، نه چا سمه ډیموکراسي ولیده نه سم نظام، نه اقتصاد، نه عدالت او نه امنیت. افغانان هم سوله، پرمختګ امن غواړي او افغانانو هم دا نظام ومانه او منلی یې دی، او د یادونې ده د خلکو په ژوند کښې ستر مثبت بدلونونه هم راغلل، خلک یو څه آرامه شول خو له ډېره بده مرغه داسې ښکاري چی حالات ورځ په ورځ بېرته خرابېږي ، بې عدالتي، فاسده اداره، بې ارادې او پرته د کومې ځانګړی او ملي تګلارې په اچولو سره نظام، ګونګه او نامالومه بهرنی پالیسي او یوازې د ۵۰۰ وګړو (چارواکو) لپاره دولت. تردې چی خلکو هم د د دولت څخه واټن اخیستی. داسې مالومېږي چی د اوسنیو مشرانو او هغه چا چی دغه نظام راوستی د هغوی نیتونه پاک نه دي. دا چی اوس په افغانستان کښې ټول وګړي مصروفه دي او د ځان او کورنی لپاره درې وخته ډوډی پیداکولای شي، دا ځکه چی اوس د ډالرو باران ده او کله چی دا باران ودرېږي نو هغو محدودو خلکو (۵۰۰ کسان) چی په نظام کښې دي نو د هغوی خو کار جوړ ده او د ډالرو میلیونران دی او پاتې به شي دغه بې وزله افغانان. د اوسني پرله پسې بحراني ټولو ناخوالو یوې خواته کرزی ده او بلخوا طالبان او د هغوی ړوند سیاست، وچ په زور سیاست ده. دا چی اوس په افغانستان کښې طالبان هم یوه ستره بلا ده نو دا خو ټولو ته جوته ده چی هغوي یاغیان دي او د دوی د سیاست کموالی او یا وروانوالی د دې لآمل شوی چی همدوی د ډېو بدمرغیو او ورانو مسایلو مسؤلین پاتې شي.
د کرزي اوسني تور او سپین، بې ارادې او په ظاهرا احساساتي سیاست ته په کتو سره دا په ډاګه کېږي چی کرزی هر څه په خپله خراب کړی دی.کرزی که وغواړی د دغو بې وزلو افغانانو د لا ښه ژوندانه لپاره ډېر څه کولای شي خو نه یې کوي، حتی د دې کوښښ کوی او کړی یې دی چی دا نظام نور هم ګډوډ کړي او نوره ګډوډي هم راولي، نوموړي په ډېره سپین سترګي سره ویلي دی چی که ده ته ګوډاګی هم وویل شي نو دی به یې فکر ونکړي. کرزی هغه څه کوي چی ده ته یې بهرني باداران وایي. کله چی یوه مسله راپورته شي نو وزیر خو لا څه چی یو عادي ريیس یا قومندان نشي لرې کولای خو بیا کله نا کله د امریکا په شان ستر هېواد ته هم اخطارونه ورکوي، کله نا کله بیا ځان په ژړا خلاصوي، طالبانو ته په یوه وخت کښې ورونه هم وایي او بیا د تروریزم سره د مبارزې خبرې هم کوي، کله نا کله چی دی پخپله اساسي قانون مات کړي بیا په ډېره عادي لحجې په خپلو کړنو اقرار کوي.
د کرزي هغه ناوړې کړنې چی د نوموړيپه خیانت دلالت کوي او یا هم هغه تېروتنې کوم چی په هېواد کښې حالات د ورځ په تېرېدو سره نور هم بحراني شوي او کېږي په لاندې ډول دي:

1- کله چی کرزی واک ته ورسېدو نو ده ټول جګړه ماران، قاتلین او غله په سترو څوکیو کښېنول کوم چی په نظام کښې یې یو ستر سردرد جوړ کړ او اوس هم روان ده، دا سردرد یوازې د دغو مشهورو جګړه مارانو د لاسه نه وو بلکې یوه بله ډله هم وه چی هغه ډبل پاسپورت لرونکي کسان وو (د وزیرانو، والیانو او سلاکارانو په ګډون) چی نظام یې یو تر بلې ورځې خرابېدو او خرابېږي او دوی یې تماشه کوي، دغه دوه پاسپورت لرونکي کسان چی اصلي د افغانستان وو خو اوس په نورو هېوادونو کښې اوسېږي او یوازې د خپلو بهرني مشرانو په اشاره چليږي. په دوي کښې ښه خلک هم شته او یا که ښه سړی هم وي نو بیا هم هغه څه باید وکړي چی د ده مشر ورته وايي، په دغو کسانو کښې داسې هم شته چی د خپل دویم ټاټوبي ته په مفکورويي لحاظ هم ترجیح ورکوي پرته د دې نه چی په کړېدلو افغانانو زړه وسوځوي، یا هغه څه ورته سم ښکاري چی د نوموړو د مشرانو تګلاره وي.هر جګړه مار په سلګونو خپل بې سواده قوماندانان او وفاداران هم په څوکیو کښېنول، دغو قوماندانانو او بانفوسه وګړوچی پخپله هم بې سواده وو د ولس بې سوادي او ناپوهي ته په کتو سره پارلمان، ولایتي شوراګانې، د والي څوکیو او د امنیې او ملي امنیت رسیاستونو ته لار وموندله، چی اکثریت کسان که په هر ولایت کښې وه، نه مسلکي، نه مخلص او نه یې سواد درلود.
2- کله چی د کرزی لومړی دوره پای ته ورسیده او د دوهمې دورې لپاره هم کرزي ولسمشریزه ټولټاکنو کښې ځان ونوماوه نو ټولو بهرنیانو یې په ډاګه ملاتړ وکړ او همدا به یې ویلې چی مونږ د کرزي ملاتړ کوو دا که افغانانو غوښتی وايی او که نه نو کرزي به هرومرو د دوهم ځل لپاره هم ګټونکی کېده، او زمونږ بله بدمرغي خو لا داده چی عبدالله عبدالله د سیاسي اپوزیسیون په نامه ونومول شو ترڅو ټول اکثریت کرزي ته رایه ورکړي او دا سیاسي اپوزیسیون اوس هم شته ترڅو افغانانو او د نړی نورو ملتونو ته وښوول شي چی کرزی هم سیاسي اپوزیسیون لري، خو په حقیقت کښې هیڅ هم نشته د عبدالله عبدالله بانکي حسابونه ډک شوي دي او هغه یوازې د خپل ژوند څخه په نېشو او تېشو خوند اخلي.
3- کرزي خو ګټله یا په زور، یا په رایو او یا په درغلی. د کرزي بل ستر خیانت د هغه مرستیالان فهیم او خلیلي وو چی دوی هم جګړه ماران دی، کرزی کولای شوای چی د تاجکو او هزاروو ورونو څخه یو یو پوه، وطن دوسته او مخلصه کسان خپل مرستیالان ټاکلی وایی او هیڅ ستونزه به نه وه او دغو دواړو توکمو یې هم ملاتړ هم کاوه ځکه هغوي هم پوهېږي چی فهیم او خلیلي قاتلان او غله دي.
4- معنوي د کرزي لخوا د پارلماني انتخاباتو مشر وټاکل شو ،نه یو مخلصه وګړی چی هغه د هر ولایت څخه وایی او معنوي ته هم خدای ورکړه چی رازه خپل په شان کسان هم راوله پارلمان ته او جب به دې هم ډک شي. پارلماني انتخابات خو د کرزي یوه ستره لوبه وه چی پکښې بریالی شو، (ټول بیکاره، د بېلابېلو استخباراتي شبکو وګړي یا ځینی محدود هوښیار خلک خو ملی ګټو پر ځای شخصي ګټې ورته مهمه وې او په ځانګړي ډول اقلیتو څخه یې پارلمان ډک کړ، چی ډېر محدوده خلک یې کیدای شي یو څه ښه خلک وي که هغه محدوده پښتانه هم وي)،د تېر پارلمان ځینو وطن دوسته او پوه وګړو پارلمان ته لار بنده شوه. داسې یو پارلمان چی ۹۰ ورځې یې د رييس په ټاکلو تېرې کړې، تردې چی غزني ولایت خو لا هیڅ استازی هم نلري. او بیا کرزي لوی څارنوال او ستره محکمه یې د پارلمان پر ضد پورته کړه او کله یو وهڅوي او کله بل (قضایه بمقابله اجرایه). کرزي په یو مطبوعاتي کانفرانس کښې سترګک وهلو سره سره په زغرده وویل: مسله پارلومان حل میشود، هیچ تشویش را نداشته باشید، ای هم یک کوشش برای دیموکراسیست، کشورهای است که پینجا سال هشتاد سال با این مسایل دچار هستند، هیچ مشکلې نیست.
5- د کرزي دولت په خپلې لومړي دورې کښې پښتانه (کوچیان) او هزاره د ځمکو او د څړځایونو شخړو په پلمه یو تر بل سره په جنګ واچول خو له نېکه مرغه چی نه پښتو او نه هزارو د جګړې سره لېوالتیا وښودله، تر دې چی د کابل ښار په کوټې سنګي کښې د دولت په ملاتړ د هزاروو لاریونونه هم ترسره شول خو د دواړو خواوو ترمنځ کومېخاصې شخړې را منځته نشوې چی د تېرو کلونو په شان کوڅه په کوڅه وجنګېږي. کرزي په خپلې دوهمې دورې کښې اساسي قانون څو څو ځله مات کړ، سترې محکمې د کابل پخوانی ښاروال په درغلی تورن کړ او فیصله یې وکړه چی نوموړی د زندان ته یووړل شی او سزا دې ورکړي، خو کرزي مطبوعاتي کانفرانس راوغوښت او په سترګک وهلو سره یې پیل وکړ داسې وویل: آقای (فکر کوم عثماني نومیده) را مه از نزدیک می شناسم، یک شخص صادق و راستکار است. اوس مالوم ندی چی کرزي رښتیا وویل او که سترې محکمې. کرزي د ایران څخه په کڅوړو کښې روپی اخیستی او اخلي یې، خو نوموړي په یو مطبوعاتي کانفرانس کښېپه ډېره عادي لحجه وویل: ریاست جمهوري اسلامي افغانستان از کشور جمهوری اسلامي ایران پولی را برای مصارف دفتر *میګیرد.
6- د اوسني پارلمان یوې ښځینه غړې دعوه وکړه چی ملا عمر چی د دولت مخالفو وسلوالو مشر یادېږي د دې په کور کې اوسېږي او حاضر دی چی د سولې پروسې سره یو ځای شي، نه پارلمان، نه کرزی او نه د هغه داخلي افغانانو، نه بهرني افغانانو او نه کوم بل چا دا حساسه مسله وڅېړله.
بحران دومره په تیزی روان ده چی رسنی پسې نسي رسیدای او په دې چټک بحران کښې د کرزي ونډه زیاته ده، کله چی طالبانو په کابل کښې خپل وروستی برید ترسره کړ نو لومړی بهرنیانو حقاني شبکه را ټینګه کړه او بیا وروسته ورپسې کرزي را ودانګل او د خپلې لس کلنې پاچاهي کښې په لومړی ځل یې ملت ته خطاب وکړ او یوه شپه نېع په نېغه تلویزیوني چینلونو کښې رامالوم شو او څه نا څه د پنځلس دقیقو لپاره یې خبرې هم وکړې خو که مو پام کړی وي د ده په خبرو کښې داسې کوم خاص مطلب نه وو پرته د دې نه چی یو څه پاکستان ته اشاره وکړي او د ISI مجاهدین (مجاهدین) او د هغوی ړانده سیاست مداران هم مخاطب کړي بله کومه خاصه خبره ونکړه او خلکو څه نا څه داسې ونګېرله چی د افغانستان او پاکستان اړیکې نهایي خرابې دي، همدا وو چی کرزی هندوستان ته لاړه او هلته یې د هند له لومړی وزیر منوهن سنګ سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي خو دغه تړون هم مالومه نده څه دا به څه وي او په عمل کښې به د افغانستان د اقتصاد او یا پوځي قوت سره به څه ډول مرسته وکړي خو څو ورځې وروسته جیو تلویزیون سره په مرکه کښې وویل که هندوستان یا امریکا په پاکستان برید وکړي نو افغانستان به د پاکستان ملاتړ وکړي، دلته بیا افغانان حیران شول او د کرزي په لاس جوړ شوي پارلمان غړو هم چا نیوکې وکړې او چا د کرزی څخه ملاتړ وکړ لکه شکریه بارکزی او یوه د هرات ولایت ښځینه استازي فریده ناهید د کرزی ملاتړ وکړ چی ګواکې دا به یو سیاست وی یا د کرزي په خبرو کښې وران پوهاوی (سؤتفاهم) را منځته شوی.
پاکستان چی د میاشتو راهیسی پر افغانستان راکټي بریدونه کوي نو کرزی وايي چی رسنی مبالغه کوي او دا خبره یې هم په هغه مطبوعاتي کانفرانس کښې وکړه کله چی د جرمني لومړی وزیر هم ګډون درلود او دا خبر د هېواد نه په بهر کښې هم داسې خپره شوه چی کومه خاصه مسله نده، حالانکه د ده خپل والیان او امنیتي چارواکي دا خبر تاییدوي.
په اوسني نظام کښې اداري فساد ډېر زیات ده ځکه خو یې په نړی کښې اول که دوهم مقام ګټلی دی، تر دې چی د حج او اوقاف وزارت کوم چی د آخروي مسایلو لپاره کار کوي هم ترې خلاص ندی، او دلته د عالمانو شورا هم باید ګرم وبلل شي. اصلي ستونزه داده چی هر څوګ غواړي چی په خپل مقام کښې پاتې شي. دلته یوازې هغه محدوده خلک (۵۰۰ چارواکي) چی په هغو کښې پښتانه هم دي (وزیران، ريیسان، پوځي او ملکی مشران، د پارلمان غړي) جیبونه یې ډک کړي دي. د کرزي اداره دومره ضعیفه ده چی د کابل د ښار ترانسپورټي سیستم یا ترافیک نشي اصلاح کولای او یا کولای شي خو نه یې کوي. په لسو کلونو کښې هیڅ داسې فابریکه جوړه نشوه کوم چی نه یوازې دغو بې سوادو ځوانانو ته کار وموندي بلکې د هېواد د ښه اقتصاد او د ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته توکو مخنیوی هم وکړي، خو دا به هیڅ کله هم ونشي دا ځکه چی بیا به د پولیسو او ملي اردو لیکو ته څوګ نه وي ترڅو په دغې نامالومې جګړې کښې ونډه واخلي او بیا بې ځایه وژل کېږي. که چېرې کرزي د دغو پنځو میلیونو وګړو چی په کابل کښې اوسېږي زړونه خپل کړي وایی نو نن به د دولت مخالف وسلوال دومره پیاوړي نه وايی. اوسني اقتصادي حالت ته که وکتل شي نو ورځ تر بلې د هر ډول توکو بیې لوړېږي تر دې چی هغه محدودې او کوچنی کورنی کوم چی په میاشت کښې تر ۱۰۰۰ ډالرو هم عاید لري د بیو څخه کړېږي. کله لندن کانفرانس، کله کابل کله بن کله ترکیه او کله لویه جرګه دایره شي خو هیڅ داسې څه ترلاسه کیدای نشي، کرزی څخه نن سبا ټول وګړي که هغه چارواکي هم وي د بېلابېلو لآملونو له وجی ناراضه دي، او پوهېږي چی کرزی لوبه پیل کړې ده.
اوس څه کول پکار دي؟ د افغانستان جغرافیايي موقیعت، بې شمېره کانونه او اوسني نفوس ته په کتو سره دا هېواد هم د نورو هېوادونو په شان پرمختګ کولای شي او شونی دی بل دا چی ټول افغانان د جګړې نه ستړي دي او ټول پوهېږي چی غوا توره ده او شيدی یې سپنې دي نو بیا ولی یو ولسي سیاسي اپوزیسیون جوړ نشي ترڅو دغه بحراني حالت ته د پای ټکی کېښودل شي. دا کار شونی دی، او دا به یوازینی د حل لار وي، بله لاره نشته. الحمدالله ډېر پوه او وطن دوسته افغانان لرو چی کولای شي د دې هېواد رهبري وکړي. اوس د ګران لوستونکي خپل نظرونه ورکړي چی څنګه په عملي توګه یو ولسي سیاسي اپوزیسیون رامنځته شي، دا کار یوازې د پښتنو تر منځ هم شونی دی او کیدای شو چی نورو توکمو ته هم ونډه ورکړل شي، بهرنیو پرمختللو هېوادونو سره هم اړیکې ولري. که څه هم پدې ورځو کښې دوستم، محقق او د مسعود ورور هم یو سیاسي اپوزیسیون جوړ کړی خو په یاد ولری چی دا سیاسي اپوزیسیون به هیڅ مثبته پایله ونلري تر دې چی که دوی کوم پښتون هم ځان سره ودروي، خو اوس ورسره نشته، دوی به یې هیڅ کله ونګټي ددې لپاره چی دوی جګړه ماران دي، يا نا پوهه او یا اقلیتونه. زه په راتلونکي کښې د دغه نوي سیاسي اپوزیسیون په هکله یو څو کرښې ولیکم بیا دې ګران لوستونکي هم خپل نظرونه ورکړي. بل دا چی یو څو پېژندل شوي کسان به هم در معرفي کړم.
په درنښت
هجران الکوزی benaea.com
سرپاڼه