دهرهیواد دپاره ترټولوسترنعمت دهغه هیواد هغه تاریخی ویاړونه دۍ چی دتاریخ په اوږدوکی یی دډیروسرښندونواوستړیاووپواسطه لاس ته راوړۍ وۍ خوددغه ټولوپه سرکی استقلال قرارلری
ګران افغانستان چی دخپل جیپولوتیک موقعیت اوځینی نورومسایلوپه اساس یی ولس همیشه خپل اوږدتاریخ داستعمارګرانو اودهغوی دجاسوسانوسره په جګړوکی تیره کړی دۍ اودنګریزانوسره تردروجګړووروسته داخری ځل دپاره دافغان میړنی مشر اعلحضرت غازی امان الله خان په مشرتابه اودشهید اعلحضرت محمد نادرخان اودسردارعبدالقدوس خان اعتمادالدوله په تدبیراومیړانه دانګریزانو استعمارپرګونډواودزرګونومسلمان مجاهدینودوینوپه بدل کی اذادي ترلاسه کړه
خودروسانوتریرغل وروسته چی دجهاد ترنامه لاندی کوموکسانو ځانونه داسلام ټیکه داران اومشران بللی وه اوس هم دد غه نامه لاندی دکرزی مزدورحکومت نه باج اخلی اوځانونه داسلام اوجهادمشران بولی خوکله چی سږکال دکرزی لخوا دافغانستان داذادی د ګټلود دوه نیویمی کالیزی دلمانځلومراسم ددوه نویمی کم رنګه سوه نودی رهبرانو پرخوله هم مهر ووهل سو اودهغونه کو م چی ځانونه سیاسی اوجهادی رهبران اومشران بولی دیوه دخولی نه داستقلال داهمیت اودملت دسرښندنی په نامه دستایلو اولمانځلو حرف راونه وتی اوځانونه یی داسی پرټګۍ اچولی و چی دیوه ترمبارکه خوله داستقلال دشهیدانویاد راونه وتی دی کارنه یوازی ددی مشرانوله مخه پرده پورته که بلکه دهغوی پرتندی یی دانګریزانو دجاسوسی داغ له سره نوی کی ، که دوی دافغانستان اوداسلام سره مینه درلودای نودانګریزانونه استقلال خو دهیواد دپاره دافغانستان دمجاهدواومسلمان بچیانودوینوپه بدله کی ترلاسه سویدی دغه کسان چی ځانونه داسلام ټیکه داران اورهبران بولی نوولی یی دانګریزی استعمارنه داستقلال اخیستلوپه هکله خاموش پاته سوه دی کارډیری پوښنی راولاړی کړی دی
اول :یاخوداکسان اصلا رهبران نه بلکه دانګریزانوپخوانی مزدوران وه
دوهم : یاخوددی تش په نامه مشرانوسره داسلام ، استقلال اوجهاد هیڅ مینه اواړیکی نوی دو ی یوازی دپیسو اوچولی لیونیان وه داسلام نه یی دخپلی خیټی دډلودپاره ږیری اوږدی کړی وی
دریم : دامشران اصلازموږ دخلګوانتخاب نه بلکه دروسی یرغلګروسره دجهاد په وخت کی دانګریزانواوامریکایانولخوا دسلاح دډیپوګانو دساتونکواوویشونکو په توګه ګمارل سویوه
څلورم : یاخوددوی په نظر داسلامی جهیدو دینی عالمانوپه فتوا اودافغان میړنی اومسلمان ملت سرښندنه داستقلال جهاد کوم اسلامی اوملی کارنه و اونه هم دانګریزی استعمارسره جهاد و ځګه دهغودپاره دامریکا ډالراودانګریزانو پانډونه نه ویشل کیده
پنځم : داکسانوددی دپاره یی چی خپل پخوانی بادارانګریز یی خوشحاله کړیوی پرخوله یی مهرلګولۍ و په داسی حال کی چی شاید هغه انګریزان اوس مړه وی چی زمو ږ دقهرمان ملت په ضد یی دږیری اوسپینی بګړی نه کاراخیست
ګرانووطنوالو هره ورځ چی تیریږی تاریخ دکرزی دادشاشجاع لمیسی اوددرواغجنورهبرانوله مخه پرده پورته کوی نوباید دافغان ملت اوس په اسانی سره خپل قسم خوړلی دښمنان وپیزنی اونوردچا په غوړوخبرواوسپینوجاموونه غولیږی ،
وسلامbenawa.com
حاجی مهاجر
