طالبانو د نومبر په میاشتی کشی بیګناه ملکی انسانان وژلی دی
په روان میاشتی کشی طالبانو په بی رحمانه ډول د ملکی انسانانو وژنی ته ادامه ورکړه په هغه کشی ماشومان او ښځی هم شامل ول. سربیره په دی چی طالبان ادعا کوی چی ملکی وګړی ساتی خو خپل د ادعا ګانو په خلاف د نومبر په میاشتی کشی په سو بی توپیره بریدو او حملو کشی په لسګونه ملکی انسانان وژل شوی او د پنځوس څخه هم زیاتره ملکی انسانان تپیان شوی دی. د طالبانو دهشتګری په دوامداره توګه د دوی د تګلاړی د دوه مخی ښکاره کوي. خپل په خبرو او وینا ګانو کشی یو شی واي او بیا په حقیقت کشی روزمره په سمه لاسه او دقیقه د بیګناه ملکی افغانان په وژنی، تپی کول او هم ګواښونو لاس پوری کوی.
په لاندی کشی سو بيلګی د دهشتګړیز پیښو ستاسو د معلوماتو په خاطر په جوته کوم.
د نومبر په ۲۹ نیته د دولت د مخالفین د شخ شوی ماین له کبله دوه ماشومان مره او یو تپی شو، دا پیښه د کندهار ولایت په پنجواي ولسوالی کشی پیښه شوه. د پلتنی په منظور پیښه ته د افغانستان ملی فوځ او نړیوال ځواکونو امنیتی ګزمه ورغله ترسو د پیښي صحنه د نږدی څخه و ویني. تپی ماشوم د ایساف طبی پرسونل لخوا په سیمی کشی د درملنی لاندی واخیستل شو. دیر د خواشینی ځای دی د هیواد ماشومان د دهشتګرو د بیرحمانه بریدنو قربانیان کیږی. زما په نظر طالبانو ته واقعا د شرم ځای دی چی تل د هیواد ماشومان خپل د بی توپیر بریدنو له کبله وژنی او ژوبله وي.
په یوي جلا پیښه کشی چی د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کشی پیښه شوه، ترهګړو چی په دوه بایسکیلینو کشی مخکی له مخه چاودیدونکی توکی ځای پر ځای کړی ول پتاو کړ او دهغه چاودنی په پایله کشی څلور افغانان و وژل شوه او ۳۲ نور کسان تپیان شول. د مهترلام روغتون چارواکو د راپور د مخی په دی پیښه کشی ښځی او ماشومان هم وژل شوي دی. د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د دغه پیښه مسولیت په غاړه واخیست او دلیلی هم دا وړاندی کړ چی دا یو ځوابی حمله د هغه غوندی په خاطر چی په لیسبون کشی د ناتو غړو جوړه کړی وه چیری چی د ناتو او نړی مشرانو د افغانستان د راتلونکی لپاره خپل ژمنی اعلان کړل او په عین وخت کشی د طالبان ناروا اعمالی هم وغندل.
په یوی بیلی پیښه کشی چی د نومبر د میاشتی ۲۷ پیښه شوه دری ملکی بیګناه انسانان وه وژل شوه او د دغه مړه شوی کسانو په منځ کشی دوه ماشومان ول.
ترهګر تل د مختلفه لارو څخه بیګناه او ملکی انسانان ویره وي د بیلګی په توګه د بی توپیره بریدنو او ظلم. ترهګر د دی لپاره چی په هیواد کشی د پرمختګ څخه مخنوی وګړی خپل ایدیولوژیانی په عامه وګړو تحمیل وي. لاندی ستاسو د معلوماتو په خاطر د طالبانو د ظلمونو سو بیلګی چی د افغانی مستقل رسنیو لخوا رپورت شوی دی لینکونه پیدا کولي شی.
د امریکا مرکزي اداره په نماینده ګی زه خپل خواشینی د قربانیانو د کورنی سره شریک وم. موږ د افغانستان د حکومت سره په ګده کار کوو تر سو هغه کسان چی د دغه پیښو مسولین دی پیدا کړو او قانون منګولو ته وسپارو.
د افغانستان ولس د وسا ژوند کولو سزاوار دی او په داسی یو هیواد کی د ژوند کولو حق لری چیری چی روزمره ژوندی د ماین د ګواښ څخه پرته وي.
نورزی جهانی
دی ای تی سنتکام ( د امریکا مرکزی اداره)
تمپا= فلوریدا
