Announcement

Collapse
No announcement yet.

د امریکا « یوه سلنه شتمن » څوک دي ؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د امریکا « یوه سلنه شتمن » څوک دي ؟

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : ژباړن : نثار احمد صمد
    نېټه : ١ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-23

    منبع : پریس ټی وی
    نېټه : ۲۰۱۱/۱۰/۱۷
    یادونه : دغه په زړه پوری او معلوماتی مطلب د پریس ټی وی انګریزی خپرونی د بېلابیلو مأخذونو او منابعو څخه تهیه کړی دی چی لوستلو ته یې ستاسو پام رااړوم ( ن . صمد ) :
    فارچون ۵۰۰ خپرونې د پنځه سوه خورا سترو پانګوالو شرکتونو یو لیست خپور کړ چی په ۲۰۱۰ کی یې د هغوی مالی تفصیلات هم یاد کړي دي . دغه پنځه سوه شرکتونه د امریکایی بلیونرانو او ملیونرانو په شمول د امریکا د « یوې سلنې شتمنو » اصلی برخه جوړوی . په امریکا کی د پانګوالو پر خلاف اعتراض کونکي همدغه یوه سلنه کسان د خپل ناوړه سپماییزه حالت له امله ترټی .
    د امریکا دا یوه سلنه څوک دي ؟
    دا لاندې هغه خورا ستر نړیوال پانګه اچونکي بانکونه دي چی مالی مشورتی او مالی بانکی اجرأت دواړه کوی . هغوی علاوتأ پلورل ، بازار لټول ، او د مالی تولیداتو یوه پراخه دایره احتوا کوی چی مالی اعتبار ، پور ، بیې ، اسعار ، اجناس ، او د هغوی مشتقات هم پکښی شامل دي ، یعنی :
    ۱ ـ بېنک آف امیریکا

    ۲ ـ برکلیز کپیټل

    ۳ ـ سیټی ګروپ

    ۴ ـ کریډیټ سویس

    ۵ ـ دچ بېنک

    ۶ ـ ګولډ مېن سچز

    ۷ ـ جې پی مورګن چېز

    ۸ ـ مورګن سټنلی

    ۹ ـ نمیورا سیکیورټیز

    ۱۰ ـ یو پی ایس

    ۱۱ ـ ویلز فرګو سیکیورټیز



    لوی مالی شرکتونه
    دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا اته خورا ستر مالی شرکتونه دي :
    ۱ ـ فینی می ............. : ۱۵۳٫۸۲ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ جنرل الکټریک .... : ۱۵۱٫۶۲ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ فریډی مک ......... : ۹۸٫۳۶ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ اینټل ایف سي سټون : ۴۶٫۹۴ بلیونه ډالره ؛

    ۵ ـ ماش اینډ مک لینن.. : ۱۰٫۹۳ بلیونه ډالره ؛

    ۶ ـ امیری پرایز فایننشیل : ۱۰٫۰۴ بلیونه ډالره ؛

    ۷ ـ ایون .................... : ۸٫۵۱ بلیونه ډالره ؛

    ۸ ـ ایس ایل ایم ........... : ۶٫۷۷ بلیونه ډالره ؛


    غټ مالی بانکونه
    دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا لس تر ټولو ستر مالی بانکونه دي :
    ۱ ـ بېنک آف امیریکا ................ : ۱۳۴٫۱۹ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ جې پی مورګن چېز اینډ کمپنی. : ۱۱۵٫۴۷ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ سیټی ګروپ ...................... : ۱۱۱٫۰۵ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ ویل فرګو .......................... : ۹۳٫۲۴ بلیونه ډالره ؛

    ۵ ـ ګولډمېن سچز ګروپ ............ : ۴۵٫۹۶ بلیونه ډالره ؛

    ۶ ـ مورګن سټنلی ..................... : ۳۹٫۳۲ بلیونه ډالره ؛

    ۷ ـ امیریکن ایکسپریس ............. : ۳۰٫۲۴ بلیونه ډالره ؛

    ۸ ـ یو ایس بنکورپ .................. : ۲۰٫۵۱ بلیونه ډالره ؛

    ۹ ـ کپیټل وَن فایننشییل ............... : ۱۹٫۰۶ بلیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ الی فایننشییل .................... : ۱۷٫۳۷ بلیونه ډالره ؛



    نفتی ستر شرکتونه
    دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا لس تر ټولو ستر نفتی شرکتونه دي :

    ۱ ـ ایکسان موبیل .............. : ۳۵۴٫۶۷ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ شاورن ...................... : ۱۹۶٫۳۳ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ کونوکو فلپس ............... : ۱۸۴٫۹۶ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ ولیرو انرجی ............... : ۸۶٫۰۳ بلیونه ډالره ؛

    ۵ ـ مرَتن آیل .................... : ۶۸٫۴۱ بلیونه ډالره ؛

    ۶ ـ سنوکو ....................... : ۳۵٫۵۴ بلیونه ډالره ؛

    ۷ ـ هیس ......................... : ۳۴٫۶۱ بلیونه ډالره ؛

    ۸ ـ مورفی آیل .................. : ۲۳٫۳۴ بلیونه ډالره ؛

    ۹ ـ ټیسورو ...................... : ۲۰٫۲۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ هولی ...................... : ۸٫۳۲ بلیونه ډالره ؛



    د تیلو او ګاز وسایل ، خدمات
    دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د امریکا د تیلو او ګاز د سامان آلاتو او کاروبار په برخه کی تر ټولو ستر شرکتونه دي :
    ۱ ـ هلی برټن .............. : ۱۷٫۹۷ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ بیکر هس .............. : ۱۴٫۴۱ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ نیشنل آیل ویل ویرکو : ۱۲٫۱۵ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ کیمرون انټرنیشنل ... : ۶٫۱۳ بلیونه ډالره ؛
    د هوایی او دفاعی تجهیزاتو لوی شرکتونه
    لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له رویه د هوایی او دفاعی سامان آلاتو اړونده لس خورا ستر امریکایی شرکتونه دي :

    ۱ ـ بوینګ ............. : ۶۴٫۳۰ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ بونایټد ټکنولوجیز : ۵۴٫۳۲ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ لاک هیډ ماټین ... : ۴۶٫۸۹ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ نارتروپ ګرومن : ۳۴٫۷۵ بلیونه ډالره ؛

    ۵ ـ هنی ویل انټرنیشنل: ۳۳٫۳۷ بلیونه ډالره ؛

    ۶ ـ جنرل ډینامیکس . : ۳۲٫۴۶ بلیونه ډالره ؛

    ۷ ـ رې تیون .......... : ۲۵٫۱۸ بلیونه ډالره ؛

    ۸ ـ ایل ـ ۳ کمیونیکېشنز: ۱۵٫۶۸ بلیونه ډالره ؛

    ۹ ـ آی ټی ټی .......... : ۱۱٫۳۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ ټیکس ټران ..... : ۱۰٫۵۲ بلیونه ډالره ؛



    د موټرو ، ماشینونو او پرزه جاتو ستر شرکتونه

    دا لاندی د ۲۰۱۰ کال د عاید له مخی د موټرونو او ماشینونو او پرزو د جوړولو تر ټولو ستر لس امریکایی کمپنۍ دي :
    ۱ ـ جنرل موټورز ................... : ۱۳۵٫۵۹ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ فورډ موټورز .................... : ۱۲۸٫۹۵ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ کریسلر ګروپ .................. : ۴۱٫۹۴ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ جانسنز کنټرولز ................ : ۳۴٫۳۰ بلیونه ډالره ؛

    ۵ ـ ګوډ ېر اینډ ربر ................ : ۱۸٫۸۳ بلیونه ډالره ؛

    ۶ ـ ټی آر ډبلیو آټو ماټیو هولډینګز: ۱۴٫۳۸ بلیونه ډالره ؛

    ۷ ـ نېوي سټار انټرنیشنل .......... : ۱۲٫۱۴ بلیونه ډالره ؛

    ۸ ـ لی یر ............................. : ۱۱٫۹۵ بلیونه ډالره ؛

    ۹ ـ پَکار .............................. : ۱۰٫۲۹ بلیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ آش کوش ...................... : ۹٫۸۴ بلیونه ډالره ؛


    امریکایی ملیونران
    د امریکا د ملیونرانو شمیر د هېواد د ټول نفوس یوه سلنه جوړوی .
    د کانګریس ( ولسی جرګې ) د ۴۳۵ پارلماني وکیلانو له جملې نه د اوسني کانګریس ۲۴۴ غړي ملیونران دي چی ۴۶ سلنه یې جوړوی . د دغو څخه ۱۳۸ یې جمهوریت غوښتونکي او ۱۰۶ یې هم دیموکراتان دي... د کانګریس د ملیونرانو شمیر تر دې هم ډیر دی خو پارلماني وکیلان نه غواړي چی د کورنیو نوره شتمني پکښی شامله کړی .
    په ۲۰۱۰ کی د پارلمان د وکیل کېدو لپاره هر ګټونکې کاندید د خپلی انتخاباتی مبارزې ( کمپاین ) لپاره یونیم ملیون ډالره مصرف کړي دي . هغو حریفانو تر دې هم ډیر مبلغ مصرف کړی دی چی د ګټلو چانس به یې سره نږدې و . خو د دغو څخه تقریبأ نیمایی پیسې د خورا شتمنو ملاتړو لخوا ورکول سوي دي .
    شتمن امریکایان د عادی رایه ورکونکو په مقایسه پارلمانی وکیلانو ته خورا ډیره لاس رسي لری .
    په ۲۰۰۹ کی د امریکا د ولسی جرګې د یو وکیل کالنی عاید ۷۲۵۰۰۰ ډالره و ، او د یو امریکایی سناتور کالنی عاید هم ۲٫۴ ملیونه ډالره و .
    د کانګریس تر ټولو بډای وکیل ( ډېریل ایزا ) نومیږی چی شتمني یې د ۱۵۶ ملیونو او ۴۵۱ ملیونو ډالرو تر منځ ده .
    دا لاندی هم د پارلمان د دواړو جرګو د اوسنیو شلو خورا شتمنو وکیلانو او د هغوی د پیسو لیست دی چی په ۲۰۰۹ کی د هر یوه د مالی راپور له مخی تهیه سوی دی :
    ۱ ـ کانګریس وال ډېریل ایزا ( جمهوریت غوښتونکی )..... : ۳۰۳ ملیونه ډالره ؛

    ۲ ـ سناتور جان کیری ( دیموکرات )............................ : ۲۳۸ ملیونه ډالره ؛

    ۳ ـ سناتور مارک وارنر ( دیموکرات )......................... : ۱۷۴ ملیونه ډالره ؛

    ۴ ـ کانګریس وال جېډ پولیس ( دیموکرات )................... : ۱۶۰ ملیونه ډالره ؛

    ۵ ـ سناتور هرب کول ( دیموکرات )............................ : ۱۶۰ ملیونه ډالره ؛

    ۶ ـ کانګریس وال ورنن بوچانن ( جمهوریت غوښتونکی ). : ۱۴۸ ملیونه ډالره ؛

    ۷ ـ کانګریس وال مایکل مک کال ( جمهوریت غوښتونکی ): ۱۳۷ ملیونه ډالره ؛

    ۸ ـ سناتور جېمز ریش ( جمهوریت غوښتونکی )............ : ۱۰۹ ملیونه ډالره ؛

    ۹ ـ سناتور جې راکفیلر ( دیموکرات ).......................... : ۹۸ ملیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ سناتور ریچرډ بلومنتال ( دیموکرات )................... : ۹۴ ملیونه ډالره ؛

    ۱۱ ـ سناتور ډینی فاین سټاین ( دیموکرات )................... : ۷۷ ملیونه ډالره ؛

    ۱۲ ـ سناتور فرانک لاټن برګ ( دیموکرات )................ : ۷۶ ملیونه ډالره ؛

    ۱۳ ـ کانګریس واله نینسی پیلوسی ( دیموکرات )............ : ۵۸ ملیونه ډالره ؛

    ۱۴ ـ کانګریس وال ګېری میلر ( جمهوریت غوښتونکی ).. : ۵۱ ملیونه ډالره ؛

    ۱۵ ـ سناتور باب کورکر ( جمهوریت غوښتونکی )......... : ۵۰ ملیونه ډالره ؛

    ۱۶ ـ کانګریس وال ډینی لین بلېک ( جمهوریت غوښتونکی ): ۴۹ ملیونه ډالره ؛

    ۱۷ ـ کانګریس وال روډنی فری لینګویسن ( جمهوریت غوښوتونکی ) : ۴۳ ملیونه ډالره ؛

    ۱۸ ـ کانګریس وال ریچرډ برګ ( جمهوریت غوښتونکی ). : ۳۹ ملیونه ډالره ؛

    ۱۹ ـ کانګریس وال نیټا لووی ( دیموکرات ).................... : ۳۹ ملیونه ډالره ؛

    ۲۰ ـ کانګریس وال کینی مرچنټ ( جمهوریت غوښتونکی ). : ۳۸ ملیونه ډالره ؛


    د اوباما سره په ۲۰۰۸ کی غټ مالی مرستندویان
    دا لاندی د هغو مراجعو لیست دی چی د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتی حلقه کی یې خورا زیاتی مالی مرستی ورکړي دي :
    ۱ ـ کلیفورنیا پوهنتون ................. : ۱٫۶ ملیونه ډالره ؛

    ۲ ـ ګولډ مېن سیچز .................... : یو ملیون ډالره ؛

    ۳ ـ هارورډ پوهنتون .................. : ۰٫۸۵ ملیونه ډالره ؛

    ۴ ـ مایکروسافټ کارپوریشن ....... : ۰٫۸۳ ملیونه ډالره ؛

    ۵ ـ ګوګل اِ نکارپوریشن.............. : ۰٫۸۰ ملیونه ډالره ؛

    ۶ ـ سیټی ګروپ اِنکارپوریشن...... : ۰٫۷۰ ملیونه ډالره ؛

    ۷ ـ جې پي مورګن چېز اینډ کمپنی. : ۰٫۶۹ ملیونه ډالره ؛

    ۸ ـ ټایم وارنر .......................... : ۰٫۵۹ ملیونه ډالره ؛

    ۹ ـ سیډلی آسټن ایل ایل پي........... : ۰٫۵۸ ملیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ سټین فورډ پوهنتون ............ : ۰٫۵۸ ملیونه ډالره ؛

    ۱۱ ـ نیشنل امیوزمنټز اِنکارپوریشن: ۰٫۵۵ ملیونه ډالره ؛

    ۱۲ ـ یو بي ایس. اې جي ............. : ۰٫۵۴ ملیونه ډالره ؛

    ۱۳ ـ ویلمر هېل ال ال پي ............ : ۰٫۵۴ ملیونه ډالره ؛

    ۱۴ ـ سکېډن آرپس .................... : ۰٫۵۳ ملیونه ډالره ؛

    ۱۵ ـ آی بی ایم کارپوریشن ......... : ۰٫۵۲ ملیونه ډالره ؛

    ۱۶ ـ کولمبیا پوهنتون ................. : ۰٫۵۲ ملیونه ډالره ؛

    ۱۷ ـ مورګن سټنلی ................... : ۰٫۵۱ ملیونه ډالره ؛

    ۱۸ ـ جنرل الکټریک ................. : ۰٫۴۹ ملیونه ډالره ؛

    ۱۹ ـ د امریکا حکومت .............. : ۰٫۴۹ ملیونه ډالره ؛

    ۲۰ ـ لیتم اینډ وېټ کینز .............. : ۰٫۴۹ ملیونه ډالره ؛
    د بوش سره په ۲۰۰۴ کی غټ مالی مرستندویان
    ۱ ـ مورګن سټنلی .................. : ۶۰۳۴۸۰ ډالره ؛

    ۲ ـ میریل لینچ ...................... : ۵۸۶۲۵۴ ډالره ؛

    ۳ ـ پرایس واټر هاؤس کوپرز ... : ۵۱۴۲۵۰ ډالره ؛

    ۴ ـ یو بي ایس. اې جي ........... : ۴۷۴۳۲۵ ډالره ؛

    ۵ ـ ګولډ مېن سیچز ................ : ۳۹۴۶۰۰ ډالره ؛

    ۶ ـ لیهمن برادرز .................. : ۳۶۱۵۲۵ ډالره ؛

    ۷ ـ ایم بي ان اې کارپوریشن..... : ۳۵۰۳۵۰ ډالره ؛

    ۸ ـ کریډیټ سویس ګروپ........ : ۳۲۶۰۴۰ ډالره ؛

    ۹ ـ سیټی ګروپ اِنکارپوریشن... : ۳۲۰۸۲۰ ډالره ؛

    ۱۰ ـ بیېر سټرنز ................... : ۳۱۳۱۵۰ ډالره ؛

    ۱۱ ـ ارنسټ اینډ یانګ ........... : ۳۰۵۱۴۰ ډالره ؛

    ۱۲ ـ د امریکا حکومت ........... : ۲۹۵۷۸۶ ډالره ؛

    ۱۳ ـ ډیلایټی ال ال پی ........... : ۲۹۲۲۵۰ ډالره ؛

    ۱۴ ـ واچوویا کارپوریشن ...... : ۲۷۹۳۱۰ ډالره ؛

    ۱۵ ـ د امریکا د دفاع وزارت... : ۲۷۹۱۵۷ ډالره ؛

    ۱۶ ـ امریکویسټ کپیټل.......... : ۲۵۳۱۳۰ ډالره ؛

    ۱۷ ـ د امریکا خارجه وزارت.. : ۲۲۵۳۳۰ ډالره ؛

    ۱۸ ـ بلېنک روم ال ال پی....... : ۲۲۵۱۵۰ ډالره ؛

    ۱۹ ـ د امریکا بانک ............. : ۲۱۸۲۶۱ ډالره ؛

    ۲۰ ـ اې ټی اینډ ټی اِنکارپوریشن: ۲۱۴۹۲۰ ډالره ؛


    د امریکا بلیونران
    لاندی د ۲۰۱۱ کال له مخی د هغو شلو بلیونرانو لیست دی چی د فوربز ۴۰۰ لخوا خپور سوی دی :
    ۱ ـ د مایکرو سافټ څښتن بیل ګېټس .................. : ۵۹ بلیونه ډالره ؛

    ۲ ـ وارن بفیټ ( د برک شایر هیت اوې مالک )..... : ۳۹ بلیونه ډالره ؛

    ۳ ـ لیری ایلیسن ( د اورېکل څښتن ) .................. : ۳۳ بلیونه ډالره ؛

    ۴ ـ چارلیس کوچ ( د ډای ورسیفایډ مالک ) .......... : ۲۵ بلیونه ډالره ؛

    ۵ ـ ډیویډ کوچ ( د ډای ورسیفایډ شریک )............. : ۲۵ بلیونه ډالره ؛

    ۶ ـ کریسټی والټن ( د وال مارټ څخه )................ : ۲۴٫۵ بلیونه ډالره ؛

    ۷ ـ جورج سوروس ( د هیج فنډ څخه ) ................ : ۲۲ بلیونه ډالره ؛

    ۸ ـ شیلډن اډیل سن ( د قمار خانو څخه ) .............. : ۲۱٫۵ بلیونه ډالره ؛

    ۹ ـ جیم والټن ( د وال مارټ څخه ) .................... : ۲۱٫۱ بلیونه ډالره ؛

    ۱۰ ـ ایس والټن ( د وال مارټ څخه ) ................. : ۲۰٫۹ بلیونه ډالره ؛

    ۱۱ ـ ایس. روبسن والټن ( وال مارټ ) ............... : ۲۰٫۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۲ ـ مایکل بلوم برګ ( بلوم برګ ال پي )............ : ۱۹٫۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۳ ـ جیف بیزوس ( د امازون ډاټ کام څښتن ) ..... : ۱۹٫۱ بلیونه ډالره ؛

    ۱۴ ـ مارک زکر جرک ( د فېس بوک څښتن ) ...... : ۱۷٫۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۵ ـ سرجی برین ( د ګوګل څښتن ) .................. : ۱۶٫۷ بلیونه ډالره ؛

    ۱۶ ـ لیری پېج ( د ګوګل څخه ) ........................ : ۱۶٫۷ بلیونه ډالره ؛

    ۱۷ ـ جان پاولسن ( د هیج فنډ مالک ) ................. : ۱۵٫۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۸ ـ مایکل ډیل ( د ډیل څښتن ) ....................... : ۱۵ بلیونه ډالره ؛

    ۱۹ ـ سټیو بېلمر ( د مایکروسافټ څخه ) ............. : ۱۳٫۹ بلیونه ډالره ؛

    ۲۰ ـ فوریسټ مارس ( د کېنډي څښتن ) .............. : ۱۳٫۸ بلیونه ډالره ؛
    پای
Working...
X