zwagg..pashto poetry.. ز و ږ نوے کتاب
د وزير بادشاه جانان د شاعرئ نوے زوږ کتاب چاپ شو

د وزير بادشاه جانان د شاعرئ نوے زوږ کتاب چاپ شو

ليکوال وزير بادشاه جانان
ټول حقونه د ليکوال په حق کښې محفوظ دي
د کتاب نوم _______ زوږ
شاعر _______ وزير بادشاه جانان
تعداد _______ ٥٠٠
کمپوزر _______ آدم خان
اهتمام _______ فېروز آفريدي
ferozafridi@qatar.net.qa
د موندلو درکونه:
õ د پښتونخواه د هر يو لوئے کتابخانې نه
õ پاک پښتو ادبي ټولنه دوحه قطر
õ پېښور پښتو ادبي جرګه (رجسټرډ) پېښور
_________________
پخوا به مونږ د مشرانو نه اورېدل چې فلانکے ډېر دروند پښتون دے.
دروند پښتون
د دروند او سوچه پښتون به دا خوبۍ وې چې هغه به مېلمه دوسته، سخي، خوش اخلاقه، حياناک، په قول او فعل پوره، په وړو کشرانو مشفق او د مشرانو عزت او قدر کونکے، د کمزري ملګرے او د ظالم لاس نيوونکے، په سخت وخت کښې برداشت لرونکے او د هر چا نه وړاندې او په انعام و اکرام کښې به بې نيازه وو. العرض دا چې د پت، ښېګړې، تُورې، وفا او ننګ ټولې خوبۍ لرونکے به سوچه او دروند پښتون ګڼلے شو.
زۀ چې وزير بادشاه جانان ته ګورم نو ماته پکښې د دروند پښتون دا ټولې خوبۍ ښکاريږي. هم دغه وجه ده چې وزير بادشاه جانان په هر ځائے، په هر وخت او په هر چا دروند او خوږ پښتون لګي. او مينه او احترام ورکوي.
په دغه خوبو چې الله تعالٰى جانان صېب ته په بشپړ توګه وربخښلي دي. د جانان صېب شخصيت او فن دواړو ته ځلا او ښکلا بخښلې ده.
د جانان صېب شخصيت چې يو سپېځلے خاصيت لري. د هغۀ فن هم د دغه خوبو عکاس ښکاري د جانان شعر په فني لوازماتو پوره په ادبي محاسنو ښائسته د ژبې او لغت په اصولو تړلې ده.
جانان خپل نسل او پښتون اولس د يو سوچه پښتون په اوصافو مزين ليدل غواړي.
جانان لکه څنګه په ژوند کښې د پښتني اوصافو خپلول د ژوند د ټولو کشالو او ستونزه حل ګڼي، هم دغسې د دۀ په کلام کښې هم د دغه اوصافو ابلاغ محسوسيږي.
د جانان صېب دوه شعري مجموعې "جانان"، د مجنون د کلي خوا کښې" چاپ شوي دي. او يو نثري د افسانو کتاب "لو" ئې هم چاپ شوے دے.
د جانان صېب شاعري پخه، سوچه او د معاشرې د اصلاح يوه ښکلې آئينه ده. هم دغه شان د جانان صېب نثر او د هغۀ افسانې د وطني او قبائيلي ژوند عکاسي کوي. د جانان صېب په افسانو کښې د کلي وال ژوند کردارونه ډېر جوت د "زوږ" شور ډک دي. د هغۀ افسانې هم د کليوالو او اطرافي سيمو د تورو ټکو ښکلې او نادرې نمونې دي.
د جانان صېب په دغه شعري مجموعه "زوږ" کښې د جانان صېب د ټول ژوند د تجربو او مشاهدو راتېره ډېره سوچه او پاخۀ او د نني حالاتو په تناظر کښې ليکلې شوې شاعري ده. چې يقيناً لوستونکي به ورته د قدر په سترګه وګوري.
ما دعا ده چې خدائے تعالٰى دې جانان صېب ته لوئے عمر ورکړي چې هم دغه شان د خوند رنګ ډکه شاعري زمونږ مېنځ ته رامخې ته کوي. او د شعروادب خوږه ژبه به وده مومي.
فېروز آفريدي
صدر
پېښور پښتو ادبي جرګه (رجسټرډ) پېښور
که مې لولې ستا په لاس يم
ما د خپلو مسافرو احساساتو په خوَلو لاندۀ توري د سپين کاغذ په سپين مخ خپلو خوږو لوستونکو ته مخ ته کړۀ په دې اميد چې زما لوستونکي له دې تورو تورو نه د خپلو زړۀ دپاره څۀ نا څۀ قرار و آرام رااوباسي. بل په دې طمع چې زما لوستونکي به ما ته زما لار نېغه کړي چې زۀ نور لۀ غورځېدو نه بچ شم. زۀ د هغه ټولو ملګرو چا چې ماته په دې کاوش کښې لاس راکړے په سترګو مننه کوم.
ډېر دې نۀ حصاره وومه خو بس دومره
لږ مې مخ ته د ګوتو په شمار کښېنه
ښکلو لوستونکو ته په بڼه سلام.
ستاسو په رضا ستاسو جانان
١٢ جنوري ٢٠١٠ء قطر
_________________دروند پښتون
د دروند او سوچه پښتون به دا خوبۍ وې چې هغه به مېلمه دوسته، سخي، خوش اخلاقه، حياناک، په قول او فعل پوره، په وړو کشرانو مشفق او د مشرانو عزت او قدر کونکے، د کمزري ملګرے او د ظالم لاس نيوونکے، په سخت وخت کښې برداشت لرونکے او د هر چا نه وړاندې او په انعام و اکرام کښې به بې نيازه وو. العرض دا چې د پت، ښېګړې، تُورې، وفا او ننګ ټولې خوبۍ لرونکے به سوچه او دروند پښتون ګڼلے شو.
زۀ چې وزير بادشاه جانان ته ګورم نو ماته پکښې د دروند پښتون دا ټولې خوبۍ ښکاريږي. هم دغه وجه ده چې وزير بادشاه جانان په هر ځائے، په هر وخت او په هر چا دروند او خوږ پښتون لګي. او مينه او احترام ورکوي.
په دغه خوبو چې الله تعالٰى جانان صېب ته په بشپړ توګه وربخښلي دي. د جانان صېب شخصيت او فن دواړو ته ځلا او ښکلا بخښلې ده.
د جانان صېب شخصيت چې يو سپېځلے خاصيت لري. د هغۀ فن هم د دغه خوبو عکاس ښکاري د جانان شعر په فني لوازماتو پوره په ادبي محاسنو ښائسته د ژبې او لغت په اصولو تړلې ده.
جانان خپل نسل او پښتون اولس د يو سوچه پښتون په اوصافو مزين ليدل غواړي.
جانان لکه څنګه په ژوند کښې د پښتني اوصافو خپلول د ژوند د ټولو کشالو او ستونزه حل ګڼي، هم دغسې د دۀ په کلام کښې هم د دغه اوصافو ابلاغ محسوسيږي.
د جانان صېب دوه شعري مجموعې "جانان"، د مجنون د کلي خوا کښې" چاپ شوي دي. او يو نثري د افسانو کتاب "لو" ئې هم چاپ شوے دے.
د جانان صېب شاعري پخه، سوچه او د معاشرې د اصلاح يوه ښکلې آئينه ده. هم دغه شان د جانان صېب نثر او د هغۀ افسانې د وطني او قبائيلي ژوند عکاسي کوي. د جانان صېب په افسانو کښې د کلي وال ژوند کردارونه ډېر جوت د "زوږ" شور ډک دي. د هغۀ افسانې هم د کليوالو او اطرافي سيمو د تورو ټکو ښکلې او نادرې نمونې دي.
د جانان صېب په دغه شعري مجموعه "زوږ" کښې د جانان صېب د ټول ژوند د تجربو او مشاهدو راتېره ډېره سوچه او پاخۀ او د نني حالاتو په تناظر کښې ليکلې شوې شاعري ده. چې يقيناً لوستونکي به ورته د قدر په سترګه وګوري.
ما دعا ده چې خدائے تعالٰى دې جانان صېب ته لوئے عمر ورکړي چې هم دغه شان د خوند رنګ ډکه شاعري زمونږ مېنځ ته رامخې ته کوي. او د شعروادب خوږه ژبه به وده مومي.
فېروز آفريدي
صدر
پېښور پښتو ادبي جرګه (رجسټرډ) پېښور
که مې لولې ستا په لاس يم
ما د خپلو مسافرو احساساتو په خوَلو لاندۀ توري د سپين کاغذ په سپين مخ خپلو خوږو لوستونکو ته مخ ته کړۀ په دې اميد چې زما لوستونکي له دې تورو تورو نه د خپلو زړۀ دپاره څۀ نا څۀ قرار و آرام رااوباسي. بل په دې طمع چې زما لوستونکي به ما ته زما لار نېغه کړي چې زۀ نور لۀ غورځېدو نه بچ شم. زۀ د هغه ټولو ملګرو چا چې ماته په دې کاوش کښې لاس راکړے په سترګو مننه کوم.
ډېر دې نۀ حصاره وومه خو بس دومره
لږ مې مخ ته د ګوتو په شمار کښېنه
ښکلو لوستونکو ته په بڼه سلام.
ستاسو په رضا ستاسو جانان
١٢ جنوري ٢٠١٠ء قطر
بسم الله الرحمٰن الرحيم ط
õõõ
لويه خدايه لويه خدايه
وايه وايه وايه وايه
چې پرې تا ته درسېږم
هغه لاره راته ښايه
حجابونه راته لر کړه
چې نور نور شم سر تر پايا
محمد چې پرې دے تللے
په هغې لاره مې بيايه
کله هلته چې مې بولې
کړه ايمان مې د سرسايه
په نبي د انبياؤ
درود وايه سلام وايه
څو چې ژبه مې چليږي
کريم وايه رحيم ستايه
ما جولۍ درته نيولې
روح مې وانخلې بې ځايه
ما کامل انسان کړې ربه
شمار مې نۀ کړې په چارپايه
ډېر کمزور يم انسان يم
ما خالقه مۀ ازمايه
جانان سوال کوم ستاره
ما د عرش سوري ته بيايه
قطر: ٢٠٠٦-٩-٢٨
õõõ
نعت شريف
په طٰهٰ ئې ئې بللے په ضحٰى ئې ئې بللے
مجتبٰى ئې ئې بللے مصطفٰى ئې ئې بللے
د نورونو ښاريو ته
مخ زېبا ئې ئې بللے
حجابونه ئې درته لر کړۀ
په رښتيا ئې ئې بللے
ډېر اعلٰى شو ښکته پاتې
تۀ بالا ئې ئې بللے
اخري راغلې نامداره
په اولا ئې ئې بللے
نشته بل داسې محبوب ئې
په اعلٰى ئې ئې بللے
رېبار ښکته شولو پاتې
تۀ تنها ئې ئې بللے
õõõ
لويه خدايه لويه خدايه
وايه وايه وايه وايه
چې پرې تا ته درسېږم
هغه لاره راته ښايه
حجابونه راته لر کړه
چې نور نور شم سر تر پايا
محمد چې پرې دے تللے
په هغې لاره مې بيايه
کله هلته چې مې بولې
کړه ايمان مې د سرسايه
په نبي د انبياؤ
درود وايه سلام وايه
څو چې ژبه مې چليږي
کريم وايه رحيم ستايه
ما جولۍ درته نيولې
روح مې وانخلې بې ځايه
ما کامل انسان کړې ربه
شمار مې نۀ کړې په چارپايه
ډېر کمزور يم انسان يم
ما خالقه مۀ ازمايه
جانان سوال کوم ستاره
ما د عرش سوري ته بيايه
قطر: ٢٠٠٦-٩-٢٨
õõõ
نعت شريف
په طٰهٰ ئې ئې بللے په ضحٰى ئې ئې بللے
مجتبٰى ئې ئې بللے مصطفٰى ئې ئې بللے
د نورونو ښاريو ته
مخ زېبا ئې ئې بللے
حجابونه ئې درته لر کړۀ
په رښتيا ئې ئې بللے
ډېر اعلٰى شو ښکته پاتې
تۀ بالا ئې ئې بللے
اخري راغلې نامداره
په اولا ئې ئې بللے
نشته بل داسې محبوب ئې
په اعلٰى ئې ئې بللے
رېبار ښکته شولو پاتې
تۀ تنها ئې ئې بللے
مينه وسوه مئين وسوه جانان وسو
له عاشق د اُف و آه اسمان وسو
د وصال باران راښکے کړه ګنې ياره
دا دے وسؤ ژوندون وسو سامان وسو
ستا د سترګو او برچو بڼو د لاسه
د زړۀ کور کښې مې دننه ايمان وسو
دا دې تا مينه فقط ده دې تا مينه
چې ئې وسومه زۀ څۀ چې جهان وسو
را د شونډو دکاسې نه يو څو ګُوټه
ګنې ياره ستا په ذکر زبان وسو
د حرص مهار په لاس يم بې منزله
خدايه وسو کاروان وسو سروان وسو
دا د کوم جرم سزا چې نۀ لنډيږي
په هر لوري هر يو کور د افغان وسو
_________________له عاشق د اُف و آه اسمان وسو
د وصال باران راښکے کړه ګنې ياره
دا دے وسؤ ژوندون وسو سامان وسو
ستا د سترګو او برچو بڼو د لاسه
د زړۀ کور کښې مې دننه ايمان وسو
دا دې تا مينه فقط ده دې تا مينه
چې ئې وسومه زۀ څۀ چې جهان وسو
را د شونډو دکاسې نه يو څو ګُوټه
ګنې ياره ستا په ذکر زبان وسو
د حرص مهار په لاس يم بې منزله
خدايه وسو کاروان وسو سروان وسو
دا د کوم جرم سزا چې نۀ لنډيږي
په هر لوري هر يو کور د افغان وسو
پناه له سترګو شي د زړۀ نۀ ووځي
راغلۀ يادونه ئې په کډه راغله
اوس له حجرې دا مېلمانۀ نۀ ووځي
زۀ ئې څارم لارې کوڅې هغسې
جينۍ شوه پېغله له کالۀ نۀ ووځي
مينه عادت لکه د روے په ما
د پرهرونو نه مې خُله نۀ ووځي
زۀ يم شېبرې د سفر نيولے
چې له هډوکو مې ساړۀ نۀ ووځي
دې تا غمونه مې د زړۀ په کور کښې
تر څو ځوانان نه وي واړۀ نۀ ووځي
ستا د محفل نه بې حيا رقيبان
وړۀ ترېنه لاړلو خو پړۀ نۀ ووځي
قطر ٢٠٠٢-٤-١٦
õõõ
õõõ
تګ په سکروټو دے پښې ابله ښائسته ملګرو
زمونږ ژوندون د حادثاتو حادثه ملګرو
يره د مرګ تنګ د ژوندون نه شومه ډېر
تعجب مې يوسي دي حالات څۀ عجيبه ملګرو
مينه مې شته مينه کوم ښۀ په اخلاص مينه خو
هغه له ما ځنې خفه زۀ له هغې نه يم خفه ملګرو
د تن رګونه مې شو جرړې د سفر د ونې
نوره ئې نۀ شمه پاللے شوه زړه ملګرو
ازغنه غېږ د حاجتونو راته وا وي مدام
زما نه ئې هېر کړۀ زما کور زما حجره ملګرو
په سر مې نۀ کړه ال ول پګړۍ د فخر ځکه
په سر د ډېرو پېغلو نشته لوپټه ملګرو
راته خپل مخ شي څو عکسونه څو رنګونه توبه
کله چې ځان ته مخامخ کړم آئينه ملګرو
قطر: ٢٠٠٢-٦-٨
õõõ
õõõ
ستا ځواني چې ګل نکهت نکهت شوله
مينه مې تقوىٰ سره عادت شوله
ذکر په خلوت دننه ستا د مخ
دا مې وظيفه د عبادت شوله
زۀ پکښې د هجر تندې وريت کړمه
ستا زلفې محشر ځواني قيامت شوله
غږ ئې د راتلو دے په دې لوري نن
تبه مې شېبره له هېبت شوله
راغله ورۀ ته راغله په ښکالو زما
جوخته له درشل سره د وت شوله
خدائے زده چې به بيا غوټۍ شي ګل به شي
ونه زمونږ وچه د وحدت شوله
قطر: ٢٠٠٢-٦-١٩
õõõ
õõõ
چرته يخ سوري ته مو نۀ شوله دمه د ژوندون
مونږه د غم په سوري تېره کړه غرمه د ژوندون
د هجر تنده د بېلتون په دشته عمر زما
په آبادۍ مو لکه نۀ کړله خېمه د ژوندون
مونږ د هوس قفس کښې ګېر د حاجتونو قېديان
يو وار مو هم چرې وانخسته بوسه د ژوندون
کلک غاړه وتي يُو خپل زغم ته د اميد په اميد
خو کله کله خُلې ته راشي يو ګيله د ژوندون
غوږو ته لاس خاوره کړه ښکل ژوند ته ورغاړه ووځه
جانانه مرګ ته ورنزدې ده قافله د ژوندون
قطر: ٢٠٠٢-٦-٢٨
õõõ
õõõ
خوښه چې زما خوښه زما شي درته وبه وايم
کله چې رڼا! تيارۀ په شا شي درته وبه وايم
لا خو غلامي د غلامانو مې په غاړه ده
صبر چې لږ واک زما و ستا شي درته وبه وايم
زۀ ئې خصمانه په سرو غرمو چې له مودو کوم
ګوره که هغه کلۍ مې وا شي درته وبه وايم
لا خو رانه تختي لا په منډه زما مينه ده
راغله که په لاسو او رضا شي درته وبه وايم
نۀ يمه وزګار جانان غمونو ته د بل يو شي
ورک که له وطن زبېرګي غوغا شي درته وبه وايم
قطر: ٢٠٠٢-٧-١
õõõ
õõõ
زر دي او که سر زما واړه د دلبر زما
عقل که هنر زما واړه د دلبر زما
زۀ ئې اختيار نۀ لرم واړۀ صدقه د يار
زړۀ او که ځيګر زما واړه د دلبر زما
زۀ خو لېونے فقط يم د ښائسته مخ ئې
سمه او که غر زما واړه د دلبر زما
کله کله وي ديدن کله وريت کړي هجر مې
څۀ روژه اختر زما واړه د دلبر زما
اوس به شي سپرلے سپرلے دا مازيګرے زيَړے
دا لار و ګودر زما واړه د دلبر زما
قطر: ٢٠٠٢-٧-٤
õõõ
õõõ
جانانه روانېږه پاسه پورته ځه چې ځو
له دې کلي نه دېخوا هغه لور ته ځه چې ځو
دې ستړي ستړي ژوند او له پيکه پيکه سفره!
لاس راکه راته لاس کښې هله کور ته ځه چې ځو
بې ځايه تهمتونه د دې خلقو سپورې خُلې
نور نۀ شو ټينګېدلے دې پېغور ته ځه چې ځو
زما او ستا په مينه او بې وسه ورځ خاندي
کاڼۀ هم اودرېدے نۀ شي دې شور ته ځه چې ځو
دا خړ ماښام زما او ستا دې کلي اخري دے
لاسونه به تاؤدۀ کړو لږ تنور ته ځه چې ځو
قطر: ٢٠٠٢-٦-٨
õõõ
õõõ
د جنون او خود خبرې په تکرار وې
لوپټې شملې ببرې په تکرار وې
ما ئې څانګې ټيټَولې دې خوړلې
تورې شونډې او ګورګورې په تکرار وې
لوړو غرو او په غنچک غنچک سپرلي کښې
ما ټپې کړې دې سندرې په تکرار وې
پړوکي پړوکي په ګودر شولې پېغلوکې
په غزل مې وړې سترې په تکرار وې
ما منزل ته په مزل لاره وهله
د هوا سره وزرې په تکرار وې
تکه شنه شوه په ملا ماته له خندا نه
چې مې غږ سره کمرې په تکرار وې
دې تا غم ته مې همه ور نذرانه کړې
د زړۀ وينې اوژورې په تکرار وې
جانان ځکه ترې طلب د سر امان کړه
چې سرې سترګې سرې بمبرې په تکرار وې
قطر: ٢٠٠٢-٧-١٦
õõõ
õõõ
ما د برزخ تيارۀ او نمر د قيامت وليدلو
چې منتشر مې د پښتون جميعت وليدلو
ټيټ ئې شوم خپو ته د پل خاورې ښکله ووم ئې ځکه
چې مې د تورو او سرو زيَړو طاقت وليدلو
زما تقوىٰ غوږو ته لاس کړه توبه ګاره شوله
نن ئې د حسن او غرور شرارت وليدلو
د طريقت رسۍ مې تاؤ کړه له مرۍ څو بنده
چې مې په سترګو د محمود کرامت وليدلو
بس دے ملګرو نورې بس! دلاسې مۀ راکوئ
ما ښۀ په ويخه ۀ په خود خپل قسمت وليدلو
مرګ ته به غاړه ووځم ښکل ئې کړم په مينه جانان
خو که يو وار د پښتنو مې وحدت وليدلو
قطر: ٢٠٠٢-٧-٧
õõõ
õõõ
نه په کور يم نه بې کور يم
زۀ له شور وتلے شور يم
په ما خاندي خپل زخمونه
په لمبو کښې اوسم اور يم
نۀ مې زمکې ته پرېږدي!
نه په غېږه کښې د مور يم
نه خزان په ما اثر کړي
نه سپرلے چرته سمسور يم
د نکهت غوندې بې ځانه
د هوا په اوږو سور يم
راته سپينې سپينې وايه
ستا په تورو سترګو تور يم
تا ته سپک لکه د خس يم
زۀ د پور دپاسه پور يم
په خزه مې ږده لاسونه
ستا مراد يمه نۀ نور يم
چا تپوس له غمه اوکړو
وے سکه د جانان ورور يم
قطر: ٢٠٠٢-٧-٨
õõõ
õõõ
ګل ته بوسه اشنا له ګل نه بوسه
اخلي را اخلي د يو بل نه بوسه
چې ئې يادونه شي شيشکه په ما
واخلمه زۀ د خپل غزل نه بوسه
دا چې نن خاورې باده وومه په سر
نن مې اخستے ئې د پل نه بوسه
زما هوس ورته لمبه لمبه شوه
اوربل ئې اخلي د کاکل نه بوسه
په سپين رخسار ئې دغه تور داغونه
بارودو واخسته کابل نه بوسه
قطر: ٢٠٠٢-٧-٨
õõõ
õõõ
دې تا د بُش نظر بارودو اشنا
زما له زړۀ ځنې کابل جوړ کړو
لکه بچے د فلسطين وو زړۀ مې
تا ترې شارون د وينې غل جوړ کړو
زما ځواني وا د کشمير پېغلوکې
خو ستا ستم ترېنه کارګل جوړ کړو
لکه بوسنيا وومه د ګلو خروار
تۀ شولې سرب تا ورته چل جوړ کړو
صفا سُتره د اقدس غولے وومه
تا اسرائيل پکښې غوبل جوړ کړو
زۀ قبائل د دنګو غرونو زلمے
تا د حجرې نه مې ځنګل جوړ کړو
زۀ د چيچنيا د سيند رڼې اوبۀ ووم
تا ترې روسي مخ ته اوربل جوړ کړو
د وخت ستم په ما څۀ څۀ اونۀ کړل
جانان بې وسه ترې غزل جوړ کړو
قطر: ٢٠٠٢-٧-١٦
õõõ
سوال
دې پرهر پرهر بېلتون ته
دې ازغن ازغن ژوندون ته
دې خپل سر او خپل زنګون ته
دې سکارۀ سکارۀ لړمون ته
وايه کومه نامه ورکړم
دې ته کومه نامه ورکړم
د برزخ د تيارې تور
د محشر نمر ته سر تور
د سقر د تندې سپور
د نمرود د سره سپين اور
وايه ژوند دے که عذاب
که ژوند دے په کوم حساب
د چاړې لاندې ګزران
زمکه تېغنه سور اسمان
د ارمان پسې ارمان
لکه بټ په دانې ګران
دې ته څۀ رنګې مُسکے شم
وايه څنګه خندېدے شم
قطر: ٢٠٠٢-٧-٢٦
õõõ
õõõ
را به مې شي مخې ته که نن نۀ وي سبا که خېر
دا خطا به کيږي خامخا ترې په خطا که خېر
زۀ به ورته ټيټ شم ټوله ووم به ئې د پل خاورې
شي به ښپه نيولے راته ګوري به په شا که خېر
هلته به کاسې د سترګو تشې شي له اوښکو نه
شي چې نظرونه يو او بل ته په ژړا که خېر
اے لږه راسيدها د اشنا د کلي لاره کړئ
کړم به تر منزله دا منزل تني تنها که خېر
ما چې ئې وصال ته انتظار وظيفه کړے دے
سر به شي ملګرو زما دغه مدعا که خېر
ما جانان خوبونه نظرانه چې د شبګير کړلو
نۀ به وي مدام دغه تيارې شي به رڼا که خېر
قطر: ٢٠٠٢-٨-٠١
õõõ
õõõ
ستا په بلۍ د زيَړي نمر سلګۍ دي
په بر ګودر د مازيګر سلګۍ دي
پوره د يو کال انتظاره وروستو
راغلۀ په ما خود اختر سلګۍ دي
ستا د لېمو مورچل ئې وانخسته
د شهيد زړۀ مې په سنګر سلګۍ دي
د کربلا د جل وهلو په حال
فراطه ستا د هر ګودر سلګۍ دي
وصال و هجر کښې تضاد دے دومره
چې څۀ دننه څۀ باهر سلګۍ دي
راشه سورخي که لګوې په شونډو
بيا مې د تن د هر پرهر سلګۍ دي
قطر: ٢٠٠٢-٨-٥
õõõ
õõõ
درد چې مې د زړۀ سودا د سر شولې
سترګو کښې نظر مې د نظر شولې
دا اننګي دا شونډې او ما لره
کورې نفسه کورې شه کافر شولې
دا مې د پښتون غزل پښتو ده چې
ژونده ژوندے پاتې په مرګ بر شولې
مينه وينې وينې هر ارمان شهيد
سم لکه کابل مې زړۀ سنګر شولې
روح مې په لړزان شي په ليدلو ئې
ياره سامير خويه په هنر شولې
قطر: ٢٠٠٢-٨-٢٣
õõõ
õõõ
زمونږه کلے د ښاغلو کلے
ښکلې ده ښکلے دے د ښکلو کلے
د غرۀ په خوا کښې د شنو ونو مېنځ کښې
سم د نظمونو او غزلو کلے
ډکه حجره وي د وړو او لويو
نکهت نکهت دے ټول د ګلو کلے
لر و بر نور هم ښائسته کلي دي
راسره خوا کښې مې خپلو کلے
د پسرلي د هواګانو مرکز
زمونږه کلے د سمبلو کلے
قطر: ٢٠٠٢-٨-٢٢
õõõ
õõõ
شم د مکان او د زمان تلاش کښې
ورک چې له زانه شم د زان تلاش کښې
ښپې مې د زمکې په سر خو دا خودسره سر مې
نه راځائيږي دلته ځي د اسمان تلاش کښې
داسې بې کېفه درد دے داسې رنځوره مينه
اوکړم اظهار ئې څنګه يم د بيان تلاش کښې
زۀ په لټون کښې دې تا فاصله لږه پاتې
اميد مې لاس نيولے د ورک ارمان تلاش کښې
دلته ئې کلے نشته حجره جماعت نۀ لري
ډېر سرګردانه يمه د خوږ جانان تلاش کښې
قطر: ٢٠٠٢-٨-٢٣
õõõ
õõõ
زۀ د ژوندون په هر يو موړ هر څۀ ته پاتې راغلم
تنکي اميد ښائسته ارمان خپل زړۀ ته پاتې راغلم
ستا د درشل پورې درتلو ته مې بلا کوشش دے
خو داسې ښکاري چې ستا بام و وره ته پاتې راغلم
زۀ حاجتونو د سفر دوزخ کښې داسې وسوم
چې خپل جماعت خپلې حجرې کاله ته پاتې راغلم
زما خو قصد وو چې لمدے به سترګې نه کړم له درد
ډېر شولو ډېر دا دے چې خپل لېمه ته پاتې راغلم
سره د عقله مې لوټي ښۀ په خندا ملګرو
د تيارې نه ووځه د ورځې غلۀ ته پاتې راغلم
قطر: ٢٠٠٢-٩-١١
õõõ
ادې
وائې ادې سوال سترګې دې پټې نۀ کړې
زما دا خاورې ژوند نور خټې نۀ کړې
غوڅې مې دا کمزورې مټې نۀ کړې
سر مې محتاج د زنګون ګټې نۀ کړې
ساه مې لنډيږي ستا د ساه سره
آه چې اونۀ کړې مرم له آه سره
ستا د تندي ګونجو ارې ارې کړم
د کړيتې مخ کړيتو ذرې ذرې کړم
د درانو سترګو ځمب ايرې ايرې کړم
د پاټ پاټ شونډو دې پارې پارې کړم
چا ته به غږ کړم چې ادې راشه
راشه که لاس مې په سر ږدې راشه
سترګې راپورته کړه خوږې مورې
سترګې مې شوې په ژړا سرې مورې
قطر: ٢٠٠٢-٨-١٦
õõõ
õõõ
ښکلے حېران ښکلا د ښکلو لاړه
ستا په خندا خندا د ګلو لاړه
اوس مې نظر هلته لمبه لمبه شي
بلبله سېل نه د بلبلو لاړه
د نفاق زېلو پکښې جرړې اوکړې
ښائسته حجره د بانډو کلو لاړه
لوپټه راغله د اوږو څوکو نه
جګه شمله چې د ښاغلو لاړه
ورشه رېباره ورته نيسه جولۍ
نن مې له غېږې په ژړلو لاړه
غېر به ئې څنګه اومني راسره
پښتو جانانه چې د خپلو لاړه
قطر: ٢٠٠٢-١٠-٩
õõõ
ياد
مور مې په چغو سورو پرېښوه کور کښې
زما د ژوند ملګرې مخ وهلو
زما د ګل بچو د ګل ګل سترګو
اوښکو ګډا کړه په تنکو اننګو
خوېندې را پنډې وې په ما زۀ ښکلولمه ئې
زما مرۍ ګنډه له ډېره غرېوه
زما بابا چې ما ته غېږه راکړه
په زمکه کښېناست اسوېلے ئې اوکړو
ما ئې سر اونيوو په دواړه لاسه
چې بابا جانه ولې ولې ولې؟
د هغه کړاغې سترګې ډنډ له اوښکو
په تت نري اواز ې اووې راته
زما بچے دا ځواني مرګے بېلتون
وايه تر څو به وي نيازبين بچيه
ما په سلګو کښې ورته اووې بابا
يو زۀ خو نۀ يم مسافر داسې نور
ډېر جدا کړي دې ظالمې پېسې
د خپل وطن خپلو وړو بچو نه
تۀ هم په زړۀ دې کېږده غبرګ لاسونه
ماته رخصت راکړه په مسکو شونډو
چې خپل درشل خپله حيا باباجان
چا ته د لاس نيوو ته پاتې نۀ شې
په سرو سکروټو که ژوندون وي زما
خو چې ملګرے مې دې تا دعا وي
غواړم چې بَت دې د شملې مات نۀ شي
او لوپټې مې وي محفوظې بابا
نو زۀ به وايم بريالے شوم بابا
نور د جانان اوښکو بس وار اونۀ کړو
کړې ورګزار مې د بابا جولۍ ته
او د سفر څپلۍ په ښپو روان شوم
د دريابونو په شاه ننه پورې
کوم پالنه د ګلونو بچو
١٩٨٦-٣-٢٣
õõõ
õõõ
ما ترې وې بهېدلې اوښکې
خبرې نۀ وې څڅېدلې اوښکې
ما اوګي اوګي هر يو مخ ته کتل
سمې شېبې وې ورېدلې اوښکې
زما په زړۀ ئې جوړَولې لارې
د سرو سرو سترګو غورځېدلې اوښکې
دغه لحظې عکس د قيامت کولو
چې د لېمو رابهېدلې اوښکې
زما د صبر ساه هم لنډه شوله
په هر يو مخ چې مې ليدلې اوښکې
د ماشومانو د وړو سترګو نه
ښکته جولۍ ته رغړېدلې اوښکې
جانانه دغه عجيبه منظر وو
په هر ګرېوان چې ګډېدلې اوښکې
١٩٨٦-٣-٢٣
õõõ
õõõ
چې ګداګر دې کړم ګدا به کوم
ستا د درشل نه ابتداء به کوم
ما د بوسۍ هغې له سر نه اووې
چې هغه اونۀ شوله دا به کوم
نن به ئې اخلمه پلو له مخ نه
که وي خطا دغه خطا به کوم
په شا راګورې او که نۀ راګورې
ته مې امام زۀ اقتدا به کوم
شوه دې په نوم د پښتو وچه ژبه
قلمه دا تپوس لتا به کوم
د انتظار ازغي مې سترګو کښې دي
څنګه په ګلو مشغولا به کوم
قطر: ٢٠٠٢-١٠-١٢
õõõ
õõõ
دې تا د کلي په کنډاؤ چې مازيګر واوړېدۀ
اوګڼه خون اشنا په تا زما د سر واوړېدۀ
چې د باګرام کوڅو خفه کړله مرۍ د پښتو
ايلمه لاس ورکړه راپاسه لوئے خېبر واوړېدۀ
دې تا دې وروځو په ابجدو پويه ولو ئې ځان
پورته ملا شوه د محرابه په ممبر واوړېدۀ
په هر سحر مونږه قتليږو مازيګر جنازه
لکه چې پور زمونږ د مرګ هم په سفر واوړېدۀ
ورشه ارمانه انتظار بوځه د زغم کلي ته
راښکاره نۀ شوه په ګودر بلۍ اختر واوړېدۀ
غم د دنيا غم د عقبا غم د بچو و سفر
زما په ژوند جانانه څو وارې محشر واوړېدۀ
قطر: ٢٠٠٢-١٠-٢٧
õõõ
õõõ
زمونږه ګل ګل ځواني ګل ګل ارمان اور اغستے
مونږ د دردونو په محلت کښې ځان له کور اغستے
منم حصاب خو په ژوندو يو خو له ژونده ويزار
داسې ښکاريږي لکه ژوند مو له ژوند پور اغستے
چرته چې لاس مونږ غزولے د نېکۍ دپاره
هم د هغو نه مو په سپينه لمن تور اغستے
هر څوک تروړي رانه لاسونه لوپټې مو شلوي
چې له پښتو نه لاس پخپله پښتون ورور اغستے
په ناوې ناوې پښتو چا چې پورته کړې ګوته
هلته جانان سره د سپينو جامو اور اغستے
قطر: ٢٠٠٢-١٠-٣٠
õõõ
زما دا ښکلے وجود
جوړ دے له خاورو منم
بيا به هم خاورې شي دا
پس له هغې به څۀ وي
عقل مې ړوند شي دلته
هر خوا تيارۀ تيارۀ شي
خو دا ايمان دے زما
چې بيا ژوندے به شمه
ورځم به مخې ته خاص
ما نه تپوس به کوي
زۀ لا جوابه به ووم
پورته کتے به نۀ شم
ماته حيا به راځي
هغه به شي مهربان
ماته به وائي چې زۀ
خو زۀ ولاړ به وومه
خاص له دې طمعې سره
چې ورته کېدم تندے
يووار په زمکه هلته
په ما کښې توان راشي دا
چې ورته اوګورمه
په روڼ نظر يو ځلې
بيا تر کوثره لاړ شم
د خپل آقاء په خوا کښې
لکه ماشوم اودرېږم
هغه په سر زما لاس
ډک د شفقت راکاږي
کوثري جام راواخلي
له دې ځائے وړې تنده
هلته کښې ماته کړمه
پس له هغې چغه کړم
چې بريالے شوم جانان
چې بريالے شوم جانان
١٦ رمضان المبارک
قطر: ٢٠٠٢-١١-١١
õõõ
کاش چې هغسې واړۀ وے
زمونږ دکلي خوا کښې
په هغه لوئے پټي کښې
په هغه دنګه پوله
ونه د توت ولاړه
ما به مرغۍ ويشتلې
دې به ګټکي راکول
زمونږه دواړو توت کښې
و په شريکه يو ټال
هغې به اووې ما ته
چې راشه کښېنه په ټال
زۀ به جوټې درکوم
ما به لينده په غاړه
ټال کښې به کښېناستمه
هغې به راکړې جوټې
کله به مخ ته مې شوه
کله به شا ته لاړه
بيا به شو وار د هغې
په ټال به اوختله
خو دا به ئې اووې راته
ما به رو رو زانګوې
ګورې يرېږمه زۀ
ما وې زۀ يم درسره
تۀ خفه کېږې ولې
چې به جوټه مې ورکړه
لږه په تېزه جوټه
هغې به وئ نعرې کړې
لاړلو زړۀ مې لاړو
اے ځواني مرګې مۀ شې
ګورې خېرې کړم درته
ما به جوټه نوره هم
لږۀ په تېزه ورکړه
هغې به چغې کړلې
لوپټه لړه به ئې شوه
هغه سکڼې زلفې به ئې
خورې ورې کړې هوا
بيا به په دواړه لاسه
ما لړ د ټال اونيوو
چې به راکوزه شوله
وې چې لږ لاس دې راکړه
زما په زړۀ ئې کېږده
څنګه درزيږي ګوره
ما به راجوخته کړله
لږه سينې خپلې ته
هغې به پورته ماته
لږ په حېرت اوکاتۀ
ګورې جانانه چې بيا
تېزې جوټې رانۀ کړې
قطر: ٢٠٠٢-١١-١٣
õõõ
õõõ
راغلله شاه راغلله غمونو سترګې ټيټې کړې
ډېر په احترام ورته ګلونو سترګې ټيټې کړې
لاړو تماشې ته لېوني ئې خو توان نۀ لري
ګرځي په بالۍ پېغله بامونو سترګې ټيټې کړې
زۀ د انتظار لمبو سېزلے خوزېدے نۀ شم
راغلۀ ګران طبيب چې مې زخمونو سترګې ټيټې کړې
تا چې را ټپه کړه د وحشت دشتې آبادې شوې
غلے مې غزل شو او نظمونو سترګې ټيټې کړې
راغلله ملګرو بې فاصده غېږ ئې وا کړله
زړۀ کښې د جانان هم ارمانونو سترګې ټيټې کړې
قطر: ٢٠٠٢-١٠-٣١
õõõ
د روژې وړومبے پېشمنے
خپل قرار ته ديدار غواړم
په ديدار کښې قرار غواړم
د خپل نفس په خواهشاتو
زور د مټو اختيار غواړم
هيڅ کمے دې نشته هيڅ کښې
ځکه هر څۀ بيسيار غواړم
په دې لنډه وړه ژبه
ستا د ذکر امبار غواړم
نور لړومے د ګناه يم
عفوه ستا نه غفار غواړم
بې حسابه خزانې ستا
هم له دينه بې شمار غواړم
زما غم چې له ما واخلي
داسې ښکلے غم خوار غواړم
چې سکون ته زما خوب شي
غواړم غواړمه يار غواړم
قطر: ٢٠٠٢-١١-٦
õõõ
نوټ: زۀ په ١٣ دسمبر ٢٠٠٢ء د مور د فالج د اټېک په وجه اېمرجنسي کلي ته لاړم. ديارلس (١٣) ورځې مې د خپلې خوږې مورې په خوا کښې تېرې کړې خو په ٢٦ دسمبر ٢٠٠٢ء د ١١٩ کالو په عمر کښې مې الله ته اوسپارله.
õõõ
زما معزورې مورې
زما کمزورې ادې
ما ته دې زار او نۀ وے
غېږه دې وا نۀ کړله
نه دې کړم ښکل په تندي
نۀ دې قربان اووئيل
ګونګه شوې شله مورې
ما دې تندے چې ښکل کړو
تا هر کلے په اوښکو
خپل مسافر بچي ته
زما مرۍ ګنډه شوه
تۀ خوځېدلے نۀ شوې
زما نيازبينې ادې
ما ته کاتۀ زير زير
خو ژبه غُټه وه ستا
راډنډ شوې سترګې دې تا
د غړپ غړپ اوښکو مورې
شونډې دې اورپېدې
زۀ ښکلوے دې نۀ شوم
زما بې وسه مورې
ما دې منګلې ښکل کړې
ما دې بوسه له سترګو
تا ښۀ نېغ نېغ راکتل
خو زار دې اونۀ وئيل
قربان دې اونۀ وئيل
ما سر دې ستا په سينه
کېښود زړګي دې وئيل
هر کله راشې بچے
زما نيازبين بچيه
دغه ارمان وو زما
چې ستا په لاس ښخه شم
ما ته يٰسين اووائې
بيا مې په خپلو لاسو
اوتړې زنه بچے
لحد ته کوزه کړې ما
مخ په قبله کړې زما
بيا اوکړې غږ چې ادې
شه نوے کور دې رڼا
په ما د خاورو څادر
خور کړې په خپله بچے
رانه روان شې کور ته
سترګې لوندې بچيه
سترګې لوندې بچيه
قطر: ٢٠٠٣-٥-٧
õõõ
õõõ
پرخه د ګل په پاڼو نشته پرخه خار نيولې
داسې زما خندا مُسکا نه اوښکو لار نيولې
ما به ملا تړې چې د ننګ و پت کولې ترېنه
هغه سنګر هغه مورچه رانه اغيار نيولې
ورد به کومه ستا د نوم چې وظيفه ده زما
نوره خو هغسې د رقيب خوا زما يار نيولې
هغۀ بې حسابه پېرزوئنې بې حسابه مينه
ما بې وفا ورته دانې ګوتو کښې شمار نيولې
را ډنډ شي سترګې مې له خوبه خوب نزدې نۀ راځي
بې قرارے مې د سينې پورې قرار نيولې
ابدالي راشه لږ ئې اووينه په خپلو سترګو
زما نه نۀ شي خاورې دوړې دې دستار نيولې
قطر: ٢٠٠٣-٦-٨
õõõ
õõõ
لاس په بره ښپه په ښکته درشل واه واه
تبسم سرۀ اننګي ئې غزل واه واه
ما چې لاس له احترامه په تندي کړۀ
رپېدې ئې ګلاب شونډې کنځل واه واه
پټَولو ئې زما نه لوپټه کښې
خو اوربل کښې راځائے نۀ شو کاکل واه واه
انډيرې مې د ګلونو ورته راوړل
خو ثاني ئې ګلاب نۀ وو سمبل واه واه
تور اوربل ئې جوړَولو چې پېغلوکو
کاش راغلے دغه وخت وې اجل واه واه
اوس به کوم نظر په زير ورته وګوري
دنداسه په نرو شونډو کاجل واه واه
اداګانې ئې تېرے دي له چړونه
په ژړا کښې د چلاکې خندل واه واه
جدائي دې راته زړۀ چَوي جانانه!
دي تړلي مې دي لاس په ګوګل واه واه
قطر: ٢٠٠٣-٦-١٠
õõõ
õõõ
پاتې دے زما نه زما زړۀ پاتې
خدائے زده د کوم ښکلي په کالۀ پاتې
ما خو درلوګے کړله ځواني خپله
واخله که وي نور راسره څۀ پاتې
نوم لرم د يار او يو نشان لرم
دي راسره خاورې ئې د پلۀ پاتې
ډېر مې د هجران پېشمني اوکړلو
پاتې د وصال روژه روژه پاتې
ستا دا غر غرور پرې ماتولے شم
لا مې اسوېلو کښې دي تاودۀ پاتې
ما ورته وئيل خو اومې نۀ وئيل
را مې غله د زړۀ نه خو په زړۀ پاتې
قطر: ٢٠٠٣-٦-١٧
õõõ
õõõ
ښکلے ئې اشنا له هر څۀ ښکلے ئې
ما په سر و سترګو زړۀ منلے ئې
ورک مې شو نظر چې تۀ ورک شوے ئې
راشه چرته لاړې چرته تلے ئې
اوس مې اسويلي اوښکې څوک نۀ پوښتي
تۀ د حسرتونو مې کور کلے ئې
اے که راواپس دې راته زړۀ کړلو
او د زړګي غله ولې غلے ئې
تا خو رانه اوس لمنه غونډه کړه
ما خو څۀ موده مخکښې ژړلے ئې
ما چې له کوم اوره اور اخستے دے
تۀ هغه اور کله سوزولے ئې
راکړو غېرو لاس زۀ ئې راپورته کړم
خپلو خو جانانه غورځولے ئې
قطر: ٢٠٠٣-٦-١٥
õõõ
õõõ
ما چې مې آهونه راتاؤدۀ کړلو
تا د اسوېلو غوندې ساړۀ کړلو
ما په سينه غبرګ لاسونه اوتړل
تا تېرۀ سيخونه چې باڼۀ کړلو
ما کړلو زلمي د اميد غېږه کښې
تا مې ارمانونه ټول زاړۀ کړلو
ما وې ټينګ نيولے د زړګي پورې
تا راسره خوږه اشنا څۀ کړلو
ما به ستا د آه سره زړۀ اونيوو
تا مې پرهرونه ټول خُله خُله کړلو
ما دې د قاصد لاسونه ښکل کړلو
تا مې رقيبان ټول مېلمانۀ کړلو
ما د سود تندے په زمکه کېښودو
تا چې قدمونه مې په پلۀ کړلو
ما چې د بوسي جانان ته اووئيل
شړق شوه چې لاسونه ئې په زړۀ کړلو
قطر: ٢٠٠٣-٦-٢٢
õõõ
õõõ
تا اودرولے د غريب په اوګو
ځکه دې چاؤدے دے هر ګوټ د محل
ډېر دي د لوږې اپوټه په زمکه
لږ خو دې اوګوره په څټ د محل
قطر: ٢٠٠٣-٦-٢٥
õõõ
õõõ
که ستا ښائست ته حجابونه نشته
زما د مينې سرحدونه نشته
چې کړم راټول ئې اننګو ته دې تا
خو دې سپرلي کښې آ رنګونه نشته
زما دا زيَړ زبېخلے رنګ چې وينې
نشته اشنا نشته خوبونه نشته
تور کړلو واړه د بارودو لوګو
چې په اوربل شملې ګلونه نشته
حالات بدل شولو وختونه بدل
هغه په کاڼو ليک نومونه نشته
څنګه به تېرې شي دا پاتې ورځې
چې د همزولو محفلونه نشته
جانانه پاتې شو غزل نيمګړے
نن په لېمو کښې ئې ستونه نشته
قطر: ٢٠٠٣-٦-٢٥
õõõ
õõõ
تۀ د هندو بچے وې
اے فرېب جن مکاره
خو ما انسان ګڼلې
ځکه نزدې شوم درته
تۀ ډېر په ښکته لاړ وې
له انساني مقامه
زما کوشش وو دغه
چې دې راپورته کړمه
خو تۀ ذرې ذرې وې
ما ټولولې نۀ شوې
ځکه چې تا پخپله
قدر د ځان اونۀ کړو
تۀ په تندي د انسان
تور سوزېدلے داغ ئې
ستا غبرګې سترګې ړندې
کوڼ له غوږونو وې تۀ
ما خونظر درکوو
خو تۀ بې نوره وې ټول
ښۀ ده چې بچ شوم درنه
توره تيارۀ وې تک تور
لکه د اور لړومے
يا د تنور لړومے
قطر: ٢٠٠٣-٦-٢٨
õõõ
õõõ
کله نا کله مې خبر اخله
لکه ګل پرخه مې په سر اخله
چې پرې نظر ستا د خُمار ماتيږي
لږ د نظره مې نظر اخله
هغه د خاورو شين غړولکے منګے
په رو ئې د خدائے هر مازيګر اخله
سترګې ئې ښکته کړې راست ئې کړله
اخله بوسه خو په هنر اخله
تۀ شوې سندره د انګڼ دننه
ما را ټپه پاسه په غر اخله
جانانه جوړې ګنګوسې دي هله
لاس مې په لاسو کښې زر زر اخله
قطر: ٢٠٠٣-٦-٢٩
õõõ
تقسيم
لاړم لتا نه لرې
لاړم ډېر لرې لاړم
د دريابونو په شا
ورځې مې شپو اوخوړې
شپې مې د ورځو نه زار
ستا تصور راسره
بل يو نيمګړے تصوير
په دې به کړم تسلي
وايه تر کومې پورې
مونږ تقسيم ولې شو
مونږه ويشلي چا يُو
کله به بيا يو تن شو
يقين خو نۀ لرمه
په دې ژوندون نيمګړي
خو داسې ښکاري لېلٰى
چې پس له مرګه به مونږ
هغه يو تن وجود شو
هغه يو تن وجود شو
قطر: ٢٠٠٣-٦-٣٠
õõõ
õõõ
ستا اننګو نه چې رنګونه لاړل
زما د سترګو نه خوبونه لاړل
ډېر په حسرت ورپسې ګورم په شا
د ځوانې مينې ځوان وختونه لاړل
يم د سفر ازغنه غېږه کښې پروت
د جدايۍ مې دېرش کلونه لاړل
زما به آه ستا د تنور لوګے وو
څۀ ځواني مرګي ماښامونه لاړل
اوس به په څۀ مشغولَوومه زړګے
چې مرور ترې ستا غمونه لاړل
چې به مسکي مسکي پښتو وه پکښې
هغه حجرې هغه کورونه لاړل
کړنګ د جرس غپ غپ د سپي جانانه
نشته اوس هغه کاروانونه لاړل
قطر: ٢٠٠٣-٧-٢
õõõ
õõõ
خُلې له نۀ راځي چې څۀ په زړۀ غواړم
له تا نه ئې غواړم چې هر څۀ غواړم
ستا چې وه خوښه راپېرزو دې کړله
بس هم په هغه لاره تلۀ غواړم
داسې رضا شه چې بيا نۀ شې ناراض
ياره نور نۀ غواړم څۀ نۀ غواړم
زړۀ مې دې تاخ د ډيوې ډېر خيرن دے
دغه زړګے صفا سُتره غواړم
زمکه مې تخت تاج مې په سر د اسمان
کور مې دے خېر د دې کالۀ غواړم
ډېره حياء راضي شرمېږمه ډېر
نۀ غواړم نۀ غواړم خو وه غواړم
تۀ خو ښۀ وينې جانان هر وخت وينې
خو زۀ دې يو وارې کاتۀ غواړم
قطر: ٢٠٠٣-٧-٥
õõõ
õõõ
رنګ د شفق نۀ دے د سالو مازيګر تېروتۀ
آ په بام ولاړه په بالۍ مې نظر تېروتۀ
غېږه ئې کړه ويړه هر کلے ئې ورته اووئيل
ښکاري راته داسې چې سپين ږيرے خېبر تېروتۀ
تف په هغه لاره چې خطا مې د لار ښوده وي
نۀ مې دے پکار ملګرو دا سر لښکر تېروتۀ
ماته د نظام د تعين ضرورت نشته دے
څوک چې ځي له دينه ښکته! بر تېروتۀ
اے زما ځيګره تسلي ورکړه قرار ئې کړه
دا مسلمان زړۀ مې چې په هغه کافر تېروتۀ
حسن ته سلام ئې د غرور نه ئې لوګے لوګے
يه همزولو تېروتۀ جانان برابر تېروتۀ
قطر: ٢٠٠٣-٧-٨
õõõ
õõõ
انتظار دې تا شوګير اشنا ستم زۀ
غوڅ کړم وريت سکارۀ ډېر غم زۀ
د دنيا حالاتو هم سرپه اونۀ کړه
خو نيم و خوړم کاغذ و نيم قلم زۀ
په قيام لاس په نامۀ دې تا په لار کښې
انتظار دې د رکوع په شانې کړم زۀ
داغ به ولې په تندي د تهمت نۀ ږدم
ځم راځم چې د پې مخو په کوز چم زۀ
امانت مې دي په زړۀ کښې ستا يادونه
تر لحده به ئې د ځان سره وړم زۀ
نور څادر مې د تيارې ل تنه تاؤ دے
د رڼا په لوري نه ږدمه قدم زۀ
ستا رښتيا لکه دروغ هسې خواږۀ دي
لکه وخت يمه روان جانانه ځم زۀ
_________________
رانه قصور رانه خطا اوشوله
پرون مې کړې وه نن بيا اوشوله
چې ستا د مخ نه مې پلؤ واخستو
لويه ګناه راځنې دا اوشوله
يار مې په خوا وو خندېدم په رقيب
هغه خندا اخر په ما اوشوله
ګوتې زما ئې وې ګومنځ زلفو کښې
د لوپټې سايه ئې په چا اوشوله
په سپينه ورځ ښۀ مې کتلو ورته
چې له سينې مې د زړۀ غلا اوشوله
جانانه نۀ شي په دارو او تعويذ
په خوږ اشنا مې څۀ بلا اوشوله
قطر: ٢٠٠٨-٧-٢٣
õõõ
زما همزولے
زما وطن
مونږه همزولي دواړه
يُو د شلمې صدۍ
تر يوويشتمې راغلو
غاړه غړۍ په مينه
کلکه مو ملا تړلې
ځو د اسمان په لوري
مزل نزدې دے راته
په رسېدو يو دواړه
هلته چې اورسېږو
دے به سپوږمۍ راواخلي
زۀ به يو ستورے راوړم
په سپين او شنۀ نشان کښې
به دواړه اولګوؤ
دغه بې رغ به دواړه
خاص په تندي د اسمان
لک کړو ملګرو او بيا
ورسره اوبه ليکو
د ستر اسمان په لمن
زما وطن پاکستان
زما همزولے بُستان
زۀ به روان شم ترېنه
د خپلې خاورې په لور
دلته تندے به کېدم
د شکرانې په زمکه
زما همزولے به وي
لکه د نمر په اسمان
بره د ټولې دنيا
بره د ټولې دنيا
قطر: ٢٠٠٣-٧-٢٦
õõõ
õõõ
د تقوىٰ لمن مې څيرې کړه دا څۀ کړم
د ګناه سوري ته ناست يمه دمه کړم
ما د خپلې وعدې مخ دے اړَولے
زۀ به يار لره جواب په کومه خُله کړم
نوي نوي ارمانونه زړۀ ته راغلل
زړو درومو چې دا نوي لږ پاخۀ کړم
زما سر دې صدقه شه له هر نوم نه
چې رضا شې اشنا کوم يو وظيفه کړم
دلته ښکته سر اوچت وي هغه ځائے کښې
خو سرکشو ته دا څنګه ور اِزده کړم
جانان دا صِله تر لاسه کړه له مينې
چې د لوړو غرو په څوکو ئې ټپه کړم
قطر: ٢٠٠٣-٨-١٨
õõõ
õõõ
دومره دې توانه کړم چې ناتوانه شوم
ځان کښې مې ځائے نۀ کيږي بې ځانه شوم
دا په کوم پړاؤ مې د ژوند ښپه کېښوه
نشته ارمانونه بې ارمانه شوم
څيرې مې سينه چې د وحشت کرله
دشت مې هرکلے کړي بې کاروانه شوم
ما ته چې توبې توبه توبه اووے
ځکه پښېمانے باندې پښېمانه شوم
اوس به مې جانان په زار قربان بولي
زۀ شومه جانان چې بې جانانه شوم
قطر: ٢٠٠٨-٩-٢
õõõ
õõõ
ستا د پيو اننګو چم دې آباد وي
چې زما رنځور غمونه پکښې ښاد وي
چې غرمې د پشکال ترې امان غواړي
زما برخه هغه اور لړلے باد وي
ما به اور په انغري کښې سمَولو
تا به چائے راپخې کړې که دې ياد وي
سپېلنو ئې نظر مات نۀ کړو رېباره
ورشه راوړه که په کور کښې دې شمشاد وي
پېښور ته به ئې په پښو کښې ورلوګے کړم
که لاهور ملتان پېنډۍ اسلام آباد وي
٢٠٠٣-٩-٢٧
õõõ
لاړو نظر مې لاړو
راکړئ لږ لاس خو راکړئ
لږ مې ورپورې باسئ
هغه د يار کلي ته
هيڅ ترېنه نۀ غواړمه
بس دے يو موټے خاوره
خاص د اشنا د کوڅې
که راته راکړله چا
چې ئې په سترګو کړمه
که مې نظر راغللو
بېرته ړندو سترګو ته
بېرته ړندو سترګو ته
٢٠٠٣-٩-٨
õõõ
õõõ
مونږ پکښې واړۀ لوئے شو سپين ږيري شو
غم د دنيا هغسې په زور کښې دے
لاړ دې شي فنا دې شي له سترګو نه
ما چې خوندي کړے د زړۀ کور کښې دے
درې څلوېښت کالو نه په سفر زما
څنګه د ژوند نوم ورکړم چې اور کښې دے
سپين زما وېښتۀ او ملا مې خم شوله
درد د مينې هغسې په شور کښې دے
دا زړۀ مې بې خونده عادت شوے دے
اېښے سپين او تور ته مې په سکور کښې دے
٢٠٠٣-٩-١١
õõõ
څنګه دې اوستايمه
ما د سپوږمۍ نه يو ټکړه راوړله
دې تا د وروځو مېنځ کښې کېښوده ما
درنه په شاه يو دوه قدمه لاړم
ښۀ په زير زير مې درته اوکاتلو
هغه ټکړې د سپوږمۍ اووې راته
ما له دې ځايه واخله لرې مې کړه
له دې جبين سيالي کولے نۀ شم
ما کښې وړوکے شانې داغ خو شته دے
ستا د لېلٰى جبين نه نۀ رسېږم
لرې کړه ما له دغه ځايه لرې
جانانه هسې نا بدنامه شمه
سياله دې تا دې اشنا نه يمه زۀ
دې تا لېلٰى په جبين داغ نۀ لري
٢٠٠٣-٩-١٢
õõõ
õõõ
مونږه د هاړ و پشکال د نمر سيالي کړې ده
مونږه هيڅ طمع د غوټۍ او ګل سپرلي کړې ده
نه مو لېلٰى چرته ليدلې نه نزدې يُو ورته
مونږۀ تر اوسه ټوله مينه بس خيالي کړې ده
که مو په لاسو کښې د يو بل لاس کلک اونۀ نيوو
ورک به شو دا خبره ما ته ابدالي کړې ده
نزدې ده لاس مې ئې ګرېوان ته رسېدلے بوله
چا چې زما د خاورې غېر ته دلالي کړې ده
نور په دې لور ګورے اونه بلوسي جانانه زما
دغه خبره په بڼو راته لالي کړې ده
٢٠٠٣-٩-٢٠
õõõ
õõõ
مازيګر يم په سلګو يم
ماښام زېرے د تيارو يم
لکه وخت بې وفا هسې
بيا په چا د نۀ راتلو يم
لکه نمر عادت په منډو
تماشه دې تماشو يم
د نظر په شانې تېز يم
د ککو نه په وتو يم
لکه شپه په ګناه تور يم
سر په زمکه په توبو يم
اسمان ما ته اشاره کړي
درنه زمکه په اوګو يم
د اشنا د قدم لاندې
خاورې خُلې د کوڅو يم
د اغيار د سترګو خار يم
ګل د پېغلو د کمڅو يم
چې مې سترګې غړېدلې
په ژړا او په سلګو يم
د اوبو په فرش ليکل کړم
چې سردار د لېونو يم
د سپوږمۍ نه خراج اخلم
زۀ لار ښود د قافلو يم
چې په فرش مې قدم کېښود
پورته عرش ته په ختو يم
قد مې ځکه تر اسمان دے
چې وړوکے له وړو يم
حسن ښې کانې رااوکړې
له وحشته په نارو يم
د جانان د وصال شپه ده
ناست يم لاس ورته په ښپو يم
٢٠٠٣-٩-٢١
õõõ
õõõ
يار مې د زړۀ په تل کښې ځائے اونيوو
اوس ئې پاښۀ برجل کښې ځائے اونيوو
وروستے ووم سر ته شوم له ټولو ځنې
ما د هغۀ درشل کښې ځائے اونيوو
ولې به نۀ تړم دستار د فخر
چې مې پښتو غزل کښې ځائے اونيوو
د رقيب سترګې شوې په زمکه ښخې
چې مې د يار اوربل کښې ځائے اونيوو
تږي باڼۀ ئې د زړۀ وينه غواړي
ما د لېمو مقتل کښې ځائے اونيوو
جانان ترې ټول کړلو ازغي په لېمو
چې مې ګل مخي ګل کښې ځائے اونيوو
قطر: ٢٠٠٣-٩-٢٥
õõõ
õõõ
لکه چې تور ووم هسې تور شومه
د سپينو سپينو د پېغور شومه
په تورو سترګو شونډو سرو اننګو
سکارۀ سکارۀ شوم خدايه اور شومه
ګل ټوله ول غنچې غنچې ګلونه
زۀ لکه څانګه پرې راخور شومه
چا مې خړوب نۀ کړله للمه د زړۀ
ګل د بېديا ووم خو سمسور شومه
وسوه ځواني مې د چا لو لپه کړه
غاښ مې چې پرېوتو په کور شومه
قطر: ٢٠٠٣-٩-٣٠
õõõ
õõõ
غړه وومه ئې لا هغسې بِنا دي
ډېرې غټې زما سترګې بې حيا دي
زۀ وحشي لکه حېوان يمه بد مسته
خروارونه په ځان بار مې د دنيا دي
په بدل زما قيام رکوع سجده ده
ما نېکۍ خپلې سپارلې په ريا دي
چې پرې پوهه شم هغه پويه مې نشته
ما تيَرې قبولې کړې په رڼا دي
په ړندو سترګو خو لار وهلے نۀ شي
ستا تر کلي ټولې لارې مې خطا دي
خروارونه مې د نفس کوهي نه کوز کړه
د حرص کوتري لا وږي په غوغا دي
په کوم مخ به تش لاسونه ورځم مخ ته
چې دې تاؤ نن جانانه د بل چا دي
قطر: ٢٠٠٣-١٠-٤
õõõ
چې په شا مې اوکتل
اے تاته ياد شي کنه
هغه د کلي د درند
په هغه کوزه سر کښې
چې به ګوډيانې مو کړې
هلته به کور مو جوړ کړو
د وړو کاڼو لوټو
نه وو په نمر څۀ خبر
نه په ساړۀ پوهېدو
ورځ به شوه تېره داسې
د ماښام خړه به شوه
تا پسې مور به راغله
پاسه ميراته مۀ شې
له پاسه شپه راغلله
تۀ لوبوې ګوډيانې
دا ځواني مرګې خو هيڅ
هډو کور پېژني نا
د لاسه اوبه ئې نيوے
ځان پسې رابه ئې ښکلې
چې شابا تېزه راځه
تا به په شا اوکتل
ما ته به اودې وئيل
راځه جانانه راځه
چې زۀ ډوډۍ وخورمه
رابه شم ستاسو کور ته
هلته ميرغاټ به کوو
د انغري په غاړه
خو اوس راځه جانانه
لاړ شه خپل کور ته لاړ شه
زۀ به راځمه درته
اے پاسه کور ته لاړ شه
قطر: ٢٠٠٣-١٠-١٥
õõõ
õõõ
هر يو اميد ته مې ارمان تکيه دے
د زړګي خوف ته مې ايمان تکيه دے
څۀ عجيبه او څۀ بې کېفه کار دے
يهود هنود ته مسلمان تکيه دے
راشه که ګورې صبر دې ته وائي
زمکې ته اوګوره اسمان تکيه دے
زهد تقوىٰ مې زړۀ کښې ځائے نۀ نيسي
دا چې يقين ته مې ګمان تکيه دے
لږ د خندا په شان نظر دې ستون کړه
هر يو سرور سره خفګان تکيه دے
جانانه هر قدم په فکر اخله
دغه جهان ته بل جهان تکيه دے
قطر: ٢٠٠٣-١٠-١٩
õõõ
õõõ
هر يو مخ کښې ننداره دې تا د مخ ده
بې نوا له ديدن يم دامې سخ ده
چې بېلتون نشته زما او ستا تر مېنځه
وخت تېريږي په وصال کښې زړۀ مې يخ ده
ستا يارۍ مې کړۀ مزل د پښو لاندې
د دنيا که د عقبا که د برزخ ده
ډک دے ډک دے ستا له مينې نه تر خُلې ده
اچولے مې کچکول چې په خپل ترخ ده
را عطا دې کړه قرار بې قرارۍ کښې
ستا د يادو مې چې غشے په زړۀ خخ ده
د ازل لکيرې تا ته دي معلومې
دومره پوهه شومه جانانه چې دې تاخوښ ده
قطر: ٢٠٠٣-١١-١٠
õõõ
õõõ
ژوند راته قيامت مخې ته کېښودو
ما خپل محبت مخې ته کېښودو
ټولې د مجاز پوړۍ مې سر کړلې
اوس مې حقيقت مخې ته کېښودو
ستا د پېرزوئنو خروارونه دي
ما ترې قناعت مخې ته کېښودو
کله به صفا نۀ شي دا تور مخ مې
دا که مې دولت مخې ته کېښودو
مينه د هوس د کور زينت شوله
چا دا بداعت مخې ته کېښودو
خوښ چې زما زړۀ کور د يقين کړلو
دا مې امانت مخې ته کېښودو
نور پرې نۀ پوهېږم جانان ګرَم نۀ کړې
نن مې صداقت مخې ته کېښودو
قطر: ٢٠٠٣-١١-١١
õõõ
õõõ
په سکروټو مې د ګل کړو ګمان ولې
سوزي سوزي مې په لبو لبان ولې
دا د مينې کوم پړاؤ دے نۀ پوهېږم
د ارمان پسې کومه ارمان ولې
موده پس مې بخت له خوبه رابېدار شو
غېږې ئې راکړه په ژړا شو جانان ولې
ما ئې دواړه سترګې ښکلې کړې بې يرې
ورته وې مې بس دے بس دے قربان ولې
مشغولا مې د محفلو ځان ګڼلو
ستا په مخې کښې مې بند شو زبان ولې
قطر: ٢٠٠٣-١١-١٥
õõõ
õõõ
چې له کور د دېوالو مې خټه لاړه
اوس په سر به توان اخلم ګټه لاړه
د حجرې ور مې اړم شولو افسوس دے
د سر ښپه مې د ناستۍ د کټه لاړه
چې به زۀ ورته مدام په سوري ناست ووم
له انګڼ مې هغه غټه څټه لاړه
زۀ ئې ناست ووم د کوڅې ګوټ کښې ديدن ته
د ديوال په سوري پټه پټه لاړه
زما مرګ پسې زما تر کوره راغله
خو په لاس کښې ئې چاړۀ واسمټه لاړه
نورې ټولې دې په سر سترګو جانانه
د بوسې ګيله مې زړۀ نه غوټه لاړه
قطر: ٢٠٠٣-١١-٢٢
õõõ
õõõ
شونډې مې وسولې په اور د شونډو
بلې لمبې وې په تنور د شونډو
سپينې پولۍ مې شولې سپينې شونډې
شونډې مې يوړې چې په لور د شونډو
ما په ګاڼه ورکړله ټوله ځواني
د هغې خلاص نۀ شولو پور د شونډو
د زړۀ په کور کښې مې غوغا جوړه شوه
ماته ئې نن راکړو پېغور د شونډو
اوس به د سترګو جنګ له چا سره کړم
تور شومه تور شومه په تور د شونډو
دا چې پتري نيولي شونډو زما
راته معلوم شولو نن زور د شونډو
نن ئې د شونډو په سر اووې راته
وانخلې نوم جانانه نور د شونډو
قطر: ٢٠٠٣-١١-٢٥
õõõ
õõõ
له نظر اووځي له زړۀ نۀ ووځي
هغه تصوير مې د لېمۀ نۀ ووځي
غم مې بې سته شوه مېلمه د زړګي
دا دے کوربه شوه د کالۀ نۀ ووځي
زمونږ د تن هډوکي زبيخي ياران
د پاکې خاورې نه دا غلۀ نۀ ووځي
د هجر تاؤ مې اسويلي تاؤدۀ کړۀ
د سړې مينې سوړ ساړۀ نۀ ووځي
څۀ اپوټه غوندې دستور د مينې
غمونه وړۀ لاړ شي خو پړۀ نۀ ووځي
ډېره موده مو غېږ په غېږ تېره کړه
نوم د هغې مې بس لۀ خُلۀ نۀ ووځي
نور خو جانان د زغم په توره پرېکړه
ګيله له مېنځه يو بوسه نۀ ووځي
قطر: ٢٠٠٣-١٢-٢٦
õõõ
õõõ
چې مستي مې په زړګي کښې په درزا شي
د هوس سترګې شي برندې واوېلا شي
چا د زغم د مرۍ ګنډه وي نيولې
توبه راشي خو چې راشي وارخطا شي
له تقوىٰ د حيا ټيټې سترګې څاڅي
چې بد مسته شي مستي او په ګډا شي
د شېطان د مشري ناقور غږيږي
غېرت لړه کړي پګړۍ او په ژړا شي
د حيا لوپټه لاندې شي له ښپو نه
بې ننګي چې ورته ګوري په خندا شي
کړي کرام الکاتبين هم سترګې پټې
چې انسان له ځناور نه هم بلا شي
د جانان سترګې ورښخې شي په زمکه
عاجزي ئې چې له نفس سره پخلا شي
قطر: ٢٠٠٣-١٢-٢٦
õõõ
õõõ
ستا له ياده غافل نۀ يمه کاهل يم
خورم څپېړې د موجونو چې ساحل يم
ستا په در مې د ګدا لمن نيولې
خېر درښائي ښکته سترګې چې سائل يم
چې په شک مې يقين غبرګې پښې کېښوې
په دې پوهه شوم چې جاهل نۀ يم عاقل يم
سترګې شته نظر مې رسي تر اسمانه
خو دا نۀ شمه وئيلے چې کامل يم
دا صله ستا د يارۍ ګڼمه ياره
چې دې خپلو خواهشاتو ته قاتل يم
چې فقط تاته ئې سترګې تاته ګوري
زۀ په هغه څو کسانو کښې شامل يم
تۀ دانا ئې زۀ دانه د خاورو لاندې
جانان ځکه د سزا جزا قابل يم
قطر: ٢٠٠٤-١-١٣
õõõ
õõõ
د مينې غم مې دومره خپل کړلو
چې مې له ډېره سوخته ښکل کړلو
لاړه وفا جفا له مېنځه لاړه
له عشقه پس چې مې توکل کړلو
د يار د پل خوشبو په شونډو زما
نن چې بوسه مې ئې درشل کړلو
ما ئې عزالې سترګې وليدلې
چې آئينه مې دا غزل کړلو
اوس به طواف کوم د پاتې کوره
اغيار چې خپل رانه کابل کړلو
شوه پرېشانه د جانان پرېشاني
چې پرېشانه ئې کاکل کړلو
قطر: ٢٠٠٣-١٢-٢٥
õõõ
õõõ
لاس رانه تاؤ کړه راشه ښکل مې کړه
ماته مې تنده مات دا جل مې کړه
لوګے لوګے دې د غزالو سترګو
لږ ئې راپورته کړه غزل مې کړه
ځان کړه اودۀ خېر دے پرکاله شانې
بس د ګسي اننګي غل مې کړه
چې خپلوې مې نۀ شې خپل دې نۀ کړم
کنډر کنډر مې کړه کابل مې کړه
وريت کړه سکارۀ مې کړه په اور د نظر
د باګرام پېغلو ته کاجل مې کړه
ساه په سينه واخلي بيا سر ته خيژي
ستا د منګي غوندې کښې خپل مې کړه
جانان بخښي د سر قصاص دربخښي
يو وار دا سر خو په څنګل مې کړه
قطر: ٢٠٠٣-١٢-٢٩
õõõ
õõõ
ستا په دې دومره پېرزوئنو چې شمکور يم
نور څۀ نۀ دي بې وفا يم په زړۀ تور يم
محتسب شم کله کله چې ځان جاج کړم
نور کودے هسې په زمکه پروت نسکور يم
ژوند و مرګ مشت و ګرېوان زۀ تماشه کړم
ورته چقى ټکومه ګډ په شور يم
هلته څوک به مې لاس نيسي بې لۀ تا نه
دلته زۀ د ډېرو پلار د ډېرو ورور يم
چې مې خاورې دے نسبت د ويړې زمکې
بيا نو ولې سرګردان د کور و ګور يم
آئينه د حقيقت مې مخ نه کېښوه
زۀ پخپله دې خپل ځان لره پېغور يم
ماته تنده د حرص نۀ شوه جانانه
که هر څو د قناعت د مټو زور يم
___________
نوټ: نن مې د قطر په وخت پنځه منټه باندې شپږ بجې د بي بي سي نه دا خبر واورېدو چې د کابل پنځه سوه تني جرګې په يو اتفاق دا فېصله اوکړه چې د افغانستان ترانه به په پښتو کښې وي او قومي ژبه به ئې پښتو او بيا تري وي. د دغه تاثر لاندې مې دا غزل هم په دغه موقع اوليکلو.
õõõ
مونږ پرې ځواني شيندو سرونه شيندو
په ګل ګل ناوې پښتو سره سره ګلونه شيندو
دا تربيت مو شوے خاص په سيزنے اورڼي کښې
چې په دې خپل کلتور به زر و ځانونه شيندو
نن دا اعلان وشولو د افغان لوئے کالۀ کښې
وي ترانه به پښتو ځکه خپل زړونه شيندو
وشولو زېرے په ما پښتو خپل کور ته راغله
مست يمه ښۀ ډېر مست يم نۀ څکم جامونه شيندو
بيا به شي غږ دربار کښې هر کله راشې راځه
راغلو جانان ښپې ابله وائي شعرونه شيندو
قطر: ٢٠٠٤-١-٤
õõõ
õõõ
له دې ځايه تر برزخه تر فردوسه
خپل کالي و تن صفا درسره يوسه
لږې سترګې د ګرېوان په نخښه شيش کړه
چې په ګټه که توان کښې ئې تر اوسه
څۀ که ګران لکه د ځان وي درته خېر دے
قدم مۀ ږده په درشل ئې بې تپوسه
هندوګي ته صرف سرې سترګې ورښايه
خو هوښيار د کشميري بنګالي اوسه
پام چې عذر راوي وال ته ښکاره نۀ کړې
مېوه نۀ نيسي کاږۀ ازغي پلوسه
د ارمان د جنازې ماتم شروع دے
جانان مروړي خپل لاسونه له افسوسه
٢٠٠٤-١-١٢
õõõ
õõõ
مينه زما نه رنګ د وينې غواړي
شوخ اننګي شونډې رنګينې غواړي
بړاس د هجر چې ټپه کړم پکښ
زړۀ مې د غرو څوکې واورينې غواړي
زما شډل خواهش شډله ځواني
سکڼې سکڼې زلفې ريښمينې غواړي
لکه مچۍ شولې راپنډې په ما
رانه غزل د کلي جونې غواړي
انې بهانې مې ګل ته ډېرې اوکړې
جانانه نن خبرې سپينې غواړي
خوړين شومه خوړين په رياضت د مينې
غواړي د زړۀ نه غوښې خوړينې غواړي
قطر: ٢٠٠٤-١-١٣
õõõ
õõõ
رڼا مو نۀ شو سحرونه په تيارو کښې پټ دي
لا مو خوبونه دي بې خوبه شوګيرو کښې پټ دي
د سر وېښتۀ مې د زلمو سيالي د پېغلو کوي
لاړې شملې لاړل پټکي په اديرو کښې پټ دي
د چا ګيله د چا تپوس اوکړمه ګو ته چاته
زنانه غر راغه کوي سړي کورو کښې پټ دي
په ژړا نۀ شي په زبېرګو او اوښکو اونۀ شوله
زمونږ نه خپل ننګ و حيا خپلو لېمو کښې پټ دي
څوک به زما لوئے ته سر په ادب څنګه ټيټ کړي
چې تاتره ايلم باګرام کابل لوګو کښې پټ دي
لوڅ ئې لغړ يې خو لا ځان ته دې کتلي نۀ دي
ستا نه ئې اوويستې هغه دې تا جامو کښې پټ دي
قطر: ٢٠٠٤-١-١٤
õõõ
õõõ
ناست د زړۀ په تخت مې تۀ لکه د شاه ئې
سپک زما زغم ته اے غمه تر ګياه ئې
سپېلنے يم د خېبر په توده زمکه
تۀ زرغون د بنګو بوټے په تيراه ئې
لکه پرخه د سحر يم اوښکه اوښکه
تۀ غوټۍ لکه په نيم نسيم واه ئې
مينې دا پېرزو که کموي نو وايه
په تا پايم تۀ مې ژوند ئې تۀ مې ساه ئې
تور کاکل دې په دا سپينه لوپټه کښې
لکه سوري کښې د لفظ پټه معنٰى ئې
نوټ: دا غزل ما ډېر مخکښې ليکلے وو خبر نۀ يم چې زما کتاب کښې چاپ دے کنه. دلته مې د څو شعرونو د اضافې سره اوليکلو ځکه چې دغه دوه بره ليکلي شعرونه ماته ياد دي. دا درې اوسني دي خو دې غزل ته دا اعزاز حاصل دے چې بابائے غزل امير حمزه مرحوم ته مې واورولو نو هغۀ راته وے شعرونو کښې دې رنګ و خوند شته خو ليکل کوه ورسره ئې دا تپوس رانه اوکړو چې څوک ئې؟ ما ورته وے افريدے يم خو آدم خېل.
õõõ
دواړه سترګې غړومه جانان چرته
جوړ د سَتَر اعتکاف کړي خوبان چرته
د بارودو په دې تور سکارۀ کابل کښې
مينه نشته سکون نشته امان چرته
ژبه يو څۀ زړۀ دې بل څۀ بل څۀ وائي
درنه تلے دے بې ايمانه ايمان چرته
خپل نظر چې نذرانه ورته يعقوب کړو
ګنې نۀ وو يوسف چرته کنعات چرته
هجر نشته بېلتون نۀ منم يارۍ کښې
که يار نشته ياد ئې شته دے هجران چرته
ټوله ګټه ده د مينې جوارۍ کښې
خلق دې وائي ما اونۀ کړو توان چرته
زۀ دانه د دواړو مېنځ کښې مېده کېږم
ما اونۀ ليدله زمکه اسمان چرته
قطر: ٢٠٠٤-١-٢٥
õõõ
õõõ
معلوميږي چې د شنډې ونې بُور يم
د سزا او د جزا په رنځ رنځور يم
نمر پرست لکه د نمر پسې چورليږي
زۀ هم داسې د نمر مخو نه مجبور يم
توره شپه د ګناهونو مې په سر ده
زۀ د نور په جلوه سوے کوه طور يم
چې دې ځان ته منتخب خاورين صورت کړم
زۀ په دې دې ډېر ممنون او ډېر مشکور يم
ما خو خپله د ښپو لاندې غورځولے
ستا لوئي مې په سر سترګو پرې مغرور يم
کله کله د توبې بريدونه مات کړم
ګنې زۀ خو کائنات لره منشور يم
د کوثر د جام ارمان زما جانان دے
غرضي نۀ د غلمانو نۀ د حور يم
قطر: ٢٠٠٤-١-٢٦
õõõ
پښتنه پېغله
سرۀ دې لاسونه د خپل ورور په وينو
پښتونه وژنه پښتانۀ روڼه دې
کۀ لر و بر دي تۀ پرې لوبې کوه
سرۀ کړه لاسونه د خپل ورور په وينو
تاته چې ښۀ لګي هم داسې کوه
خو لږ زما لوري ته هم اوګوره
د سرو ګولو په مېنځ کښې دا پښتنې
په سره ډولۍ کښې ناستې سره جوړه کښې
په سرو لاسونو ئې ټټر وهلے
سره اننګي ئې په سرو اوښکو سرۀ وي
لا خندېدلې پښتنه مور نۀ ده
تل د سينې نه يې وريت بوئ راخيژي
د ځوانۍ بوئ نه ناخبره ده لا
تل د شهيد د کټ په لنګه ناسته
يو يو ارمان ئې سوزولے زړۀ کښې
د هغې زلفې سپينې شوې نۀ دي
تل ريژېدلي ئې تک تور وېښتۀ دي
په خپل شهيد بچي سر نۀ شُوکَوي
خو چې شهيد وي د غېرت په نامه
õõõ
õõõ
ستا د مخ په آئينه کښې چې ځان ګورم
سترګې ښکته کړم شلېدلے ګرېوان ګورم
له مودو مې د هوس مرۍ نيولې
نن توکل دے د بوسې خپل ايمان ګورم
د سينې بورجل کښې ښکار ئې زما زړۀ کړو
باڼۀ غشي ئې د وروځو کمان ګورم
ستا غرور ته لکه زمکه په څټ پروت يم
په لوئے دې چې ګواه دے اسمان ګورم
ستا د مينې کوره کي کښې کله کله
لږ دمه شي راشي کښيني شېطان ګورم
لوپټه ئې د پښتو کړه چيرړې چيرړې
ليشتکي ليشتکي راغلۀ ياران ګورم
چې دې نوم زما د نوم سره پېوند شو
ناروا دي چې د خپل سر توان ګورم
نن ئې ټولو سهېلو ته په جار اووے
د حجرې د وريه وت کښې جانان ګورم
قطر: ٢٠٠٤-١-٣٠
õõõ
õõõ
د تهمت دستار په سر مې ستا د تور
د ازغو څپلۍ په ښپو جامې د اور
عجيبه ډېر عجيبه د مينې کار دے
چې نۀ زر دلته چليږي او نۀ زور
ښکته سترګې چې رسوا نۀ ووم په عشق کښې
د پټکي وَل کښې مې ګل شو ستا پېغور
سرکشي دې له جفا له بريده واوړي
ځکه ماته خوښ له کوره شولو ګور
د حجرې غولے جارو کړه کړکۍ لرې
په جرګه درځي تيار کښېنه څلور
کۀ تۀ پړ ئې ما منلے دلته وړ ئې
پس له مرګه به حساب کتاب وي نور
قطر: ٢٠٠٤-٢-٨
õõõ
õõõ
ستا د وعدو ستا د وفا او اقرار
په نرو سرو شونډو قسم مې خوښ دے
د ډېر شهرت دولت او جګې شملې
د مينې سوے لوئے غم مې خوښ دے
ستا د لوئۍ قائل تر دې حده يم
په سر ئې اخلم ستا قدم مې خوښ دے
ساقي پيالے په خندا مۀ راکوه
ستا شرارت دې تا ستم مې خوښ دے
ستا د محل د بلۍ سوري ته ناست
ستا لېونے وائي دا چم مې خوښ دے
زۀ چينارونه د کشمير څۀ کوم
د تاترې سر و ايلم مې خوښ دے
ستا د غندل ځوانۍ صفت پرې ليکم
ګوتو کښې دغه تور قلم مې خوښ دے
اوښکې شوې وچې د جانان د سترګو
اسمان ستا اوښکې شبنم مې خوښ دے
قطر: ٢٠٠٤-٢-١٣
õõõ
õõõ
ما د شهرت د کلي ور وليدو
هلته مې ټيټ دغه جګ سر وليدو
زما نه يره د محشر هېره شوه
ما د څلورو سترګو شر وليدو
چې خندېده زما د اوښکو پورې
نن د هغۀ مې ګرېوان تر وليدو
نۀ لوپټې وې نۀ منګي په ترخ کښې
خوار مې د کوز کلي ګودر وليدو
د نوي دور سيالي نۀ شي کوے
ما چې مې زړۀ خپل پېښور وليدو
بيا الواني جوړه فراط اغوستے
بُش و شارون که مې شمر وليدو
قطر: ٢٠٠٤-٢-١٢
õõõ
کاش
کاش چې لږه بې غمي وے کاش چې لږ شانې مستي وے
مېخانه پيالے ساقي وے د رنګين ذوق غلامي وے
د پېغلوکو اتڼونه د سرود سُر وے تارونه
ښائستونه رڼاګانې شبنمي فضا سپرلي وے
سترګې ښخې وے په سترګو شونډو کړے خواږۀ ستونه
احساس نۀ وے د ګناه څۀ بس د حسن بندګي وے
نۀ وے سپين وېښتۀ په برېت کښې نۀ دا ګنجې په تندي وے
لکه ګل سرۀ اننګي وے د چينار پشان ځواني وے
په دمان ټپه ټپه وے کائنات په ننداره وے
د خواهش په خوښه ژوند وے بې توبې نۀ زندګي وے
ما غزل غزل تۀ اووے غزاله سترګو ئې اووے
کاش چې نن خو مې جانانه لوګے کړي سپېلني وے
قطر: ٢٠٠٤-٢-٢٥
õõõ
õõõ
تنها وومه تنها پاتې بې تا بېل سېل
غم يم ځان ته راګېر کړے اشنا بېل سېل
ستا د حسن تماشې په تماشه کړم
لېونے هسې شم سر په خندا بېل سېل
ما د صبر کند په غاړه ستا له رويه
سر مې اېښے په کچکول يم ګدا بېل سېل
د کابل غوندې غلبېل زما سينه شوه
چې نيولے يم په شيش کښې دنيا بېل سېل
نور بس نۀ تېريږي خدائے شته که تېريږي
بې لتا نه دا بېګاه و سبا بېل سېل
لکه ګل د صحرا چا هم بوسه نۀ کړم
تېر شو تېر شو داسې عمر زما بېل سېل
ځکه لفظ مې د توبې په زبان نشته
چې پرېښے يم حسد و ګناه بېل سېل
قطر: ٢٠٠٤-٣-٧
õõõ
õõõ
پردے نۀ يم ځائے کمڅو کښې راکړه خپل يم
نکهتونه پرېشانۍ کښې شيندم ګل يم
نور هم تور کړه د بارودو نور لوګي چې
د کابل د لورې پېغلې سپور کاکل يم
زما سر د خاورو لاندې خفه نۀ يم
وسوسه دې تا په سر کښې به تر تل يم
ما وے سترګو کښې خبرې کړه هوښيارې
هغې اووے پېغله نۀ يمه لا جل يم
ستا د سر په لوپټه کښې مې راټول کړو
زۀ اندام اندام شهيد د خوږ کابل يم
حاسدانو ته ازغے يم په ککو کښې
ګنې زۀ خو په دستار د شملې ول يم
شور مې اووتو له سره شوم بې شوره
لکه بت هسې ولاړ دې په درشل يم
نور څۀ نۀ غواړم تر سره مې مراد شوه
ستا په سرو شونډو ټپه يمه غزل يم
د قلم اوښکې دې تاندې دي جانانه
په سنګر کښې د پښتو ناست په مورچل يم
قطر: ٢٠٠٤-٤-٩
õõõ
õõõ
چې له ګناه او د تقوىٰ ورتېر شوم
سم له سزا او د جزا ورتېر شوم
د سکون کلي کښې مې کور پېدا کړو
چې له ډېر شور ډېرې غوغا ورتېر شوم
هلته وحشت وو ټيټې سترګې ولاړ
زۀ چې په دشته او صحرا ورتېر شوم
اوس د وفا او د جفا څۀ تميز
چې له خندا او د ژړا ورتېر شوم
ځان ته چې زير شوم ځان مې وليدلو
چې له تيارو او د رڼا ورتېر شوم
جانان څۀ بل مقام ته اورسېدم
چې له ژوندون او مرګ په شا ورتېر شوم
قطر: ٢٠٠٤-٤-١٨
õõõ
تنور
هر مازيګر به چې تۀ
خپلې کوړې ته راغلې
غېږ له خشاکو نه به
چې تا راډکه کړله
نيمه په سر لوپټه
نيمه د پوندو لاندې
په منډه منډه به تلې
د خپل تنور په لوري
خشاک ګزار به دې کړو
لوپټه سمه په سر
بيا غرغره به دې کړه
تنور په خړ ماښامي
د اور لمبه به ئې خاص
تر بلۍ اورسېده
چې به لمبه کمېده
داسې تيارۀ به راتله
اخر فنا به شولې
زما له سترګو ځنې
ستا د تنور لمبې به
زما ځواني سېزله
لاړه ايرې ايرې شوه
هغه دېوال چې تور وو
ستا د تنور په لوګي
اوس په چونه سپين شوے
زۀ ناست په هغه ګټه
ګورمه هغه لور ته
خو ستا تنور نشته دے
نۀ دې کوړې د لرګو
نۀ دې کوړې د لرګو
قطر: ٢٠٠٤-٥-٢٥
õõõ
شپون
دې تاسو سپينې ګډې
زمونږه تورې بيزې
دواړو به غرۀ ته بوتلې
زما لينده په غاړه
په بډه توره شپېلۍ
تا سره لور او پړے
غرۀ ته به اورسېدو
ما به شپېلۍ پو کړله
تا به سندره شروع
فضا به مسته شوله
تا به را وکتل چې
ښکته د سترګو لاندې
لږه مُسکۍ به شولې
بيزې به لرې لاړې
بيا به دې اووے راته
چې هله سره غرمه شوه
لاړ شه بيزې راوله
زۀ به راپنډه کړمه
دغه د ګډو رمه
چې ئې چينې ته بوځو
هلته دمه به شو مونږ
بيزې اوبۀ به اوڅکي
ما به بيزې راوستې
خاص د چينې غاړې ته
په شين کبل به مې چې
سر په يو ګټه کېښود
تا به مې ښپې کتلې
پکښې ازغي به مات وو
يو يو ايستلو به تا
ښپه به مې وينې چې شوه
تا به تود کاڼے راوړو
راته ټکور به دې کړه
جانانه خوږ مې کړلې
دغه ازغے ميرات شه
دغه ازغے ميرات شه
قطر: ٢٠٠٤-٥-٢٦
õõõ
زۀ هم هغه قبائل يم لکه ووم
لا اورېدلے مې
اذان د ملا جان نۀ وو
چې د غوګين ډز مې تر غوږ شو
دجي ترې پيرونه
اے د کچه ذهن خاونده
نيلامي غلامه
زۀ په ژوندونې خوښه ووم
ځان ته د قبر څلے
مرګ چې راځي نو ما ته
سوال کوي يريږي له ما
تۀ په اوبو تۀ په دانو
مخه نيوے مې نۀ شې
تۀ دې سنبهال کړه دا
بمونه ميزائل
چرته پکار به دې شي
زما وېښتۀ ترې نۀ کږيږي
يروے مې نۀ شې
ماته که غېږه راکوې
لاس راسره اونيسې
بيا مې تر مرګه خوره
په مينه! يم د مينې اوږے
د نېغو سترګو جواب زۀ
په برندو سترګو کوم
لږ دې په پاڼو د تاريخ کښې
که لټون اوکړلو
زما فطرت زما پښتو به
آئينه شي درته
تۀ که د نوي دور ازمېښت کوې
په ما! نو ګله
سر ټيټول زما د خاورې
دا فطرت مې نۀ دے
هسې له ځان پورې دا نوره
دنيا مۀ خندوه
که دې کاکا رضا کوې نو
بله لار اوګوره
اے نيلامي غلامه
نور جانان ته شا کړه
درومه
٢٠٠٤-٩-٢٩
õõõ
داسې غم سره اشنا شوم
هلته هم يره د نار
دلته هم ژوندون په دار
داسې شونډې ئې تړلې
نۀ اقرار کړي نۀ انکار
د بېګا و سبا قېد کښې
بې قرار مې دے قرار
په بڼو ئې ځکه وړمه
دے د يار د ښپو غبار
کل د دۀ سره مزه کړي
خو زۀ هم لرم اختيار
د وصال د شپې په طمع
ډيوه وړمه تر مزار
تا کږه چې لوپټه کړه
ما هم اوتړو دستار
داسې غم سره اشنا شوم
له غمونو شوم اوزګار
زۀ له مېنځه يم وتلے
ژوند د مرګ په انتظار
لا په دې نۀ يم پوئے شوے
چې په لار يم که بې لار
سترګې اومنډه په ښپو دې
که سودا کړې له بازار
هم زبېرګي کوم له درده
هم يم خوښ داسې بيمار
ايله اوس په ځان خبر شوم
نه مې خپل شته نه اغيار
پاس د لوړې تماشه کړي
څوک بچے کاندي څوک پلار
څو سپرلي څو خزانونه
جانان تېر کړلو په شمار
قطر: ٢٠٠٤-٦-١٠
õõõ
õõõ
مونږ پرې ځواني شيندو سرونه شيندو
په ګل ګل ناوې پښتو سره سره ګلونه شيندو
دا تربيت مو شوے خاص په سيزنے اورڼي کښې
چې په دې خپل کلتور به زر و ځانونه شيندو
نن دا اعلان وشولو د افغان لوئے کالۀ کښې
وي ترانه به پښتو ځکه خپل زړونه شيندو
وشولو زېرے په ما پښتو خپل کور ته راغله
مست يمه ښۀ ډېر مست يم نۀ څکم جامونه شيندو
بيا به شي غږ دربار کښې هر کله راشې راځه
راغلو جانان ښپې ابله وائي شعرونه شيندو
قطر: ٢٠٠٤-١-٤
õõõ
õõõ
له دې ځايه تر برزخه تر فردوسه
خپل کالي و تن صفا درسره يوسه
لږې سترګې د ګرېوان په نخښه شيش کړه
چې په ګټه که توان کښې ئې تر اوسه
څۀ که ګران لکه د ځان وي درته خېر دے
قدم مۀ ږده په درشل ئې بې تپوسه
هندوګي ته صرف سرې سترګې ورښايه
خو هوښيار د کشميري بنګالي اوسه
پام چې عذر راوي وال ته ښکاره نۀ کړې
مېوه نۀ نيسي کاږۀ ازغي پلوسه
د ارمان د جنازې ماتم شروع دے
جانان مروړي خپل لاسونه له افسوسه
٢٠٠٤-١-١٢
õõõ
õõõ
مينه زما نه رنګ د وينې غواړي
شوخ اننګي شونډې رنګينې غواړي
بړاس د هجر چې ټپه کړم پکښ
زړۀ مې د غرو څوکې واورينې غواړي
زما شډل خواهش شډله ځواني
سکڼې سکڼې زلفې ريښمينې غواړي
لکه مچۍ شولې راپنډې په ما
رانه غزل د کلي جونې غواړي
انې بهانې مې ګل ته ډېرې اوکړې
جانانه نن خبرې سپينې غواړي
خوړين شومه خوړين په رياضت د مينې
غواړي د زړۀ نه غوښې خوړينې غواړي
قطر: ٢٠٠٤-١-١٣
õõõ
õõõ
رڼا مو نۀ شو سحرونه په تيارو کښې پټ دي
لا مو خوبونه دي بې خوبه شوګيرو کښې پټ دي
د سر وېښتۀ مې د زلمو سيالي د پېغلو کوي
لاړې شملې لاړل پټکي په اديرو کښې پټ دي
د چا ګيله د چا تپوس اوکړمه ګو ته چاته
زنانه غر راغه کوي سړي کورو کښې پټ دي
په ژړا نۀ شي په زبېرګو او اوښکو اونۀ شوله
زمونږ نه خپل ننګ و حيا خپلو لېمو کښې پټ دي
څوک به زما لوئے ته سر په ادب څنګه ټيټ کړي
چې تاتره ايلم باګرام کابل لوګو کښې پټ دي
لوڅ ئې لغړ يې خو لا ځان ته دې کتلي نۀ دي
ستا نه ئې اوويستې هغه دې تا جامو کښې پټ دي
قطر: ٢٠٠٤-١-١٤
õõõ
õõõ
ناست د زړۀ په تخت مې تۀ لکه د شاه ئې
سپک زما زغم ته اے غمه تر ګياه ئې
سپېلنے يم د خېبر په توده زمکه
تۀ زرغون د بنګو بوټے په تيراه ئې
لکه پرخه د سحر يم اوښکه اوښکه
تۀ غوټۍ لکه په نيم نسيم واه ئې
مينې دا پېرزو که کموي نو وايه
په تا پايم تۀ مې ژوند ئې تۀ مې ساه ئې
تور کاکل دې په دا سپينه لوپټه کښې
لکه سوري کښې د لفظ پټه معنٰى ئې
نوټ: دا غزل ما ډېر مخکښې ليکلے وو خبر نۀ يم چې زما کتاب کښې چاپ دے کنه. دلته مې د څو شعرونو د اضافې سره اوليکلو ځکه چې دغه دوه بره ليکلي شعرونه ماته ياد دي. دا درې اوسني دي خو دې غزل ته دا اعزاز حاصل دے چې بابائے غزل امير حمزه مرحوم ته مې واورولو نو هغۀ راته وے شعرونو کښې دې رنګ و خوند شته خو ليکل کوه ورسره ئې دا تپوس رانه اوکړو چې څوک ئې؟ ما ورته وے افريدے يم خو آدم خېل.
õõõ
دواړه سترګې غړومه جانان چرته
جوړ د سَتَر اعتکاف کړي خوبان چرته
د بارودو په دې تور سکارۀ کابل کښې
مينه نشته سکون نشته امان چرته
ژبه يو څۀ زړۀ دې بل څۀ بل څۀ وائي
درنه تلے دے بې ايمانه ايمان چرته
خپل نظر چې نذرانه ورته يعقوب کړو
ګنې نۀ وو يوسف چرته کنعات چرته
هجر نشته بېلتون نۀ منم يارۍ کښې
که يار نشته ياد ئې شته دے هجران چرته
ټوله ګټه ده د مينې جوارۍ کښې
خلق دې وائي ما اونۀ کړو توان چرته
زۀ دانه د دواړو مېنځ کښې مېده کېږم
ما اونۀ ليدله زمکه اسمان چرته
قطر: ٢٠٠٤-١-٢٥
õõõ
õõõ
معلوميږي چې د شنډې ونې بُور يم
د سزا او د جزا په رنځ رنځور يم
نمر پرست لکه د نمر پسې چورليږي
زۀ هم داسې د نمر مخو نه مجبور يم
توره شپه د ګناهونو مې په سر ده
زۀ د نور په جلوه سوے کوه طور يم
چې دې ځان ته منتخب خاورين صورت کړم
زۀ په دې دې ډېر ممنون او ډېر مشکور يم
ما خو خپله د ښپو لاندې غورځولے
ستا لوئي مې په سر سترګو پرې مغرور يم
کله کله د توبې بريدونه مات کړم
ګنې زۀ خو کائنات لره منشور يم
د کوثر د جام ارمان زما جانان دے
غرضي نۀ د غلمانو نۀ د حور يم
قطر: ٢٠٠٤-١-٢٦
õõõ
پښتنه پېغله
سرۀ دې لاسونه د خپل ورور په وينو
پښتونه وژنه پښتانۀ روڼه دې
کۀ لر و بر دي تۀ پرې لوبې کوه
سرۀ کړه لاسونه د خپل ورور په وينو
تاته چې ښۀ لګي هم داسې کوه
خو لږ زما لوري ته هم اوګوره
د سرو ګولو په مېنځ کښې دا پښتنې
په سره ډولۍ کښې ناستې سره جوړه کښې
په سرو لاسونو ئې ټټر وهلے
سره اننګي ئې په سرو اوښکو سرۀ وي
لا خندېدلې پښتنه مور نۀ ده
تل د سينې نه يې وريت بوئ راخيژي
د ځوانۍ بوئ نه ناخبره ده لا
تل د شهيد د کټ په لنګه ناسته
يو يو ارمان ئې سوزولے زړۀ کښې
د هغې زلفې سپينې شوې نۀ دي
تل ريژېدلي ئې تک تور وېښتۀ دي
په خپل شهيد بچي سر نۀ شُوکَوي
خو چې شهيد وي د غېرت په نامه
õõõ
õõõ
ستا د مخ په آئينه کښې چې ځان ګورم
سترګې ښکته کړم شلېدلے ګرېوان ګورم
له مودو مې د هوس مرۍ نيولې
نن توکل دے د بوسې خپل ايمان ګورم
د سينې بورجل کښې ښکار ئې زما زړۀ کړو
باڼۀ غشي ئې د وروځو کمان ګورم
ستا غرور ته لکه زمکه په څټ پروت يم
په لوئے دې چې ګواه دے اسمان ګورم
ستا د مينې کوره کي کښې کله کله
لږ دمه شي راشي کښيني شېطان ګورم
لوپټه ئې د پښتو کړه چيرړې چيرړې
ليشتکي ليشتکي راغلۀ ياران ګورم
چې دې نوم زما د نوم سره پېوند شو
ناروا دي چې د خپل سر توان ګورم
نن ئې ټولو سهېلو ته په جار اووے
د حجرې د وريه وت کښې جانان ګورم
قطر: ٢٠٠٤-١-٣٠
õõõ
õõõ
د تهمت دستار په سر مې ستا د تور
د ازغو څپلۍ په ښپو جامې د اور
عجيبه ډېر عجيبه د مينې کار دے
چې نۀ زر دلته چليږي او نۀ زور
ښکته سترګې چې رسوا نۀ ووم په عشق کښې
د پټکي وَل کښې مې ګل شو ستا پېغور
سرکشي دې له جفا له بريده واوړي
ځکه ماته خوښ له کوره شولو ګور
د حجرې غولے جارو کړه کړکۍ لرې
په جرګه درځي تيار کښېنه څلور
کۀ تۀ پړ ئې ما منلے دلته وړ ئې
پس له مرګه به حساب کتاب وي نور
قطر: ٢٠٠٤-٢-٨
õõõ
õõõ
ستا د وعدو ستا د وفا او اقرار
په نرو سرو شونډو قسم مې خوښ دے
د ډېر شهرت دولت او جګې شملې
د مينې سوے لوئے غم مې خوښ دے
ستا د لوئۍ قائل تر دې حده يم
په سر ئې اخلم ستا قدم مې خوښ دے
ساقي پيالے په خندا مۀ راکوه
ستا شرارت دې تا ستم مې خوښ دے
ستا د محل د بلۍ سوري ته ناست
ستا لېونے وائي دا چم مې خوښ دے
زۀ چينارونه د کشمير څۀ کوم
د تاترې سر و ايلم مې خوښ دے
ستا د غندل ځوانۍ صفت پرې ليکم
ګوتو کښې دغه تور قلم مې خوښ دے
اوښکې شوې وچې د جانان د سترګو
اسمان ستا اوښکې شبنم مې خوښ دے
قطر: ٢٠٠٤-٢-١٣
õõõ
õõõ
ما د شهرت د کلي ور وليدو
هلته مې ټيټ دغه جګ سر وليدو
زما نه يره د محشر هېره شوه
ما د څلورو سترګو شر وليدو
چې خندېده زما د اوښکو پورې
نن د هغۀ مې ګرېوان تر وليدو
نۀ لوپټې وې نۀ منګي په ترخ کښې
خوار مې د کوز کلي ګودر وليدو
د نوي دور سيالي نۀ شي کوے
ما چې مې زړۀ خپل پېښور وليدو
بيا الواني جوړه فراط اغوستے
بُش و شارون که مې شمر وليدو
قطر: ٢٠٠٤-٢-١٢
õõõ
کاش
کاش چې لږه بې غمي وے کاش چې لږ شانې مستي وے
مېخانه پيالے ساقي وے د رنګين ذوق غلامي وے
د پېغلوکو اتڼونه د سرود سُر وے تارونه
ښائستونه رڼاګانې شبنمي فضا سپرلي وے
سترګې ښخې وے په سترګو شونډو کړے خواږۀ ستونه
احساس نۀ وے د ګناه څۀ بس د حسن بندګي وے
نۀ وے سپين وېښتۀ په برېت کښې نۀ دا ګنجې په تندي وے
لکه ګل سرۀ اننګي وے د چينار پشان ځواني وے
په دمان ټپه ټپه وے کائنات په ننداره وے
د خواهش په خوښه ژوند وے بې توبې نۀ زندګي وے
ما غزل غزل تۀ اووے غزاله سترګو ئې اووے
کاش چې نن خو مې جانانه لوګے کړي سپېلني وے
قطر: ٢٠٠٤-٢-٢٥
õõõ
õõõ
تنها وومه تنها پاتې بې تا بېل سېل
غم يم ځان ته راګېر کړے اشنا بېل سېل
ستا د حسن تماشې په تماشه کړم
لېونے هسې شم سر په خندا بېل سېل
ما د صبر کند په غاړه ستا له رويه
سر مې اېښے په کچکول يم ګدا بېل سېل
د کابل غوندې غلبېل زما سينه شوه
چې نيولے يم په شيش کښې دنيا بېل سېل
نور بس نۀ تېريږي خدائے شته که تېريږي
بې لتا نه دا بېګاه و سبا بېل سېل
لکه ګل د صحرا چا هم بوسه نۀ کړم
تېر شو تېر شو داسې عمر زما بېل سېل
ځکه لفظ مې د توبې په زبان نشته
چې پرېښے يم حسد و ګناه بېل سېل
قطر: ٢٠٠٤-٣-٧
õõõ
õõõ
پردے نۀ يم ځائے کمڅو کښې راکړه خپل يم
نکهتونه پرېشانۍ کښې شيندم ګل يم
نور هم تور کړه د بارودو نور لوګي چې
د کابل د لورې پېغلې سپور کاکل يم
زما سر د خاورو لاندې خفه نۀ يم
وسوسه دې تا په سر کښې به تر تل يم
ما وے سترګو کښې خبرې کړه هوښيارې
هغې اووے پېغله نۀ يمه لا جل يم
ستا د سر په لوپټه کښې مې راټول کړو
زۀ اندام اندام شهيد د خوږ کابل يم
حاسدانو ته ازغے يم په ککو کښې
ګنې زۀ خو په دستار د شملې ول يم
شور مې اووتو له سره شوم بې شوره
لکه بت هسې ولاړ دې په درشل يم
نور څۀ نۀ غواړم تر سره مې مراد شوه
ستا په سرو شونډو ټپه يمه غزل يم
د قلم اوښکې دې تاندې دي جانانه
په سنګر کښې د پښتو ناست په مورچل يم
قطر: ٢٠٠٤-٤-٩
õõõ
õõõ
چې له ګناه او د تقوىٰ ورتېر شوم
سم له سزا او د جزا ورتېر شوم
د سکون کلي کښې مې کور پېدا کړو
چې له ډېر شور ډېرې غوغا ورتېر شوم
هلته وحشت وو ټيټې سترګې ولاړ
زۀ چې په دشته او صحرا ورتېر شوم
اوس د وفا او د جفا څۀ تميز
چې له خندا او د ژړا ورتېر شوم
ځان ته چې زير شوم ځان مې وليدلو
چې له تيارو او د رڼا ورتېر شوم
جانان څۀ بل مقام ته اورسېدم
چې له ژوندون او مرګ په شا ورتېر شوم
قطر: ٢٠٠٤-٤-١٨
õõõ
تنور
هر مازيګر به چې تۀ
خپلې کوړې ته راغلې
غېږ له خشاکو نه به
چې تا راډکه کړله
نيمه په سر لوپټه
نيمه د پوندو لاندې
په منډه منډه به تلې
د خپل تنور په لوري
خشاک ګزار به دې کړو
لوپټه سمه په سر
بيا غرغره به دې کړه
تنور په خړ ماښامي
د اور لمبه به ئې خاص
تر بلۍ اورسېده
چې به لمبه کمېده
داسې تيارۀ به راتله
اخر فنا به شولې
زما له سترګو ځنې
ستا د تنور لمبې به
زما ځواني سېزله
لاړه ايرې ايرې شوه
هغه دېوال چې تور وو
ستا د تنور په لوګي
اوس په چونه سپين شوے
زۀ ناست په هغه ګټه
ګورمه هغه لور ته
خو ستا تنور نشته دے
نۀ دې کوړې د لرګو
نۀ دې کوړې د لرګو
قطر: ٢٠٠٤-٥-٢٥
õõõ
شپون
دې تاسو سپينې ګډې
زمونږه تورې بيزې
دواړو به غرۀ ته بوتلې
زما لينده په غاړه
په بډه توره شپېلۍ
تا سره لور او پړے
غرۀ ته به اورسېدو
ما به شپېلۍ پو کړله
تا به سندره شروع
فضا به مسته شوله
تا به را وکتل چې
ښکته د سترګو لاندې
لږه مُسکۍ به شولې
بيزې به لرې لاړې
بيا به دې اووے راته
چې هله سره غرمه شوه
لاړ شه بيزې راوله
زۀ به راپنډه کړمه
دغه د ګډو رمه
چې ئې چينې ته بوځو
هلته دمه به شو مونږ
بيزې اوبۀ به اوڅکي
ما به بيزې راوستې
خاص د چينې غاړې ته
په شين کبل به مې چې
سر په يو ګټه کېښود
تا به مې ښپې کتلې
پکښې ازغي به مات وو
يو يو ايستلو به تا
ښپه به مې وينې چې شوه
تا به تود کاڼے راوړو
راته ټکور به دې کړه
جانانه خوږ مې کړلې
دغه ازغے ميرات شه
دغه ازغے ميرات شه
قطر: ٢٠٠٤-٥-٢٦
õõõ
زۀ هم هغه قبائل يم لکه ووم
لا اورېدلے مې
اذان د ملا جان نۀ وو
چې د غوګين ډز مې تر غوږ شو
دجي ترې پيرونه
اے د کچه ذهن خاونده
نيلامي غلامه
زۀ په ژوندونې خوښه ووم
ځان ته د قبر څلے
مرګ چې راځي نو ما ته
سوال کوي يريږي له ما
تۀ په اوبو تۀ په دانو
مخه نيوے مې نۀ شې
تۀ دې سنبهال کړه دا
بمونه ميزائل
چرته پکار به دې شي
زما وېښتۀ ترې نۀ کږيږي
يروے مې نۀ شې
ماته که غېږه راکوې
لاس راسره اونيسې
بيا مې تر مرګه خوره
په مينه! يم د مينې اوږے
د نېغو سترګو جواب زۀ
په برندو سترګو کوم
لږ دې په پاڼو د تاريخ کښې
که لټون اوکړلو
زما فطرت زما پښتو به
آئينه شي درته
تۀ که د نوي دور ازمېښت کوې
په ما! نو ګله
سر ټيټول زما د خاورې
دا فطرت مې نۀ دے
هسې له ځان پورې دا نوره
دنيا مۀ خندوه
که دې کاکا رضا کوې نو
بله لار اوګوره
اے نيلامي غلامه
نور جانان ته شا کړه
درومه
٢٠٠٤-٩-٢٩
õõõ
داسې غم سره اشنا شوم
هلته هم يره د نار
دلته هم ژوندون په دار
داسې شونډې ئې تړلې
نۀ اقرار کړي نۀ انکار
د بېګا و سبا قېد کښې
بې قرار مې دے قرار
په بڼو ئې ځکه وړمه
دے د يار د ښپو غبار
کل د دۀ سره مزه کړي
خو زۀ هم لرم اختيار
د وصال د شپې په طمع
ډيوه وړمه تر مزار
تا کږه چې لوپټه کړه
ما هم اوتړو دستار
داسې غم سره اشنا شوم
له غمونو شوم اوزګار
زۀ له مېنځه يم وتلے
ژوند د مرګ په انتظار
لا په دې نۀ يم پوئے شوے
چې په لار يم که بې لار
سترګې اومنډه په ښپو دې
که سودا کړې له بازار
هم زبېرګي کوم له درده
هم يم خوښ داسې بيمار
ايله اوس په ځان خبر شوم
نه مې خپل شته نه اغيار
پاس د لوړې تماشه کړي
څوک بچے کاندي څوک پلار
څو سپرلي څو خزانونه
جانان تېر کړلو په شمار
قطر: ٢٠٠٤-٦-١٠
õõõ

