hasratoona is a great book to read u will find everything related to pashtuns and pakhtun khwa in the book
HASRATOONA 2nd Edition Colour.pdf
تعارُف
يو ښـائسته سړے چې خوږې پستې خبرې کوي-
کله کله زما دفترته راشي اؤ دشعروادب په حقله پوښتنې اؤبحثونه راسره کوي- يوه ورځ يې راته
يوه قلمي نُسخه”حسرتونه“ راوړه چې په دې څۀ اوليکه- د ټولو نه اول خودې خوند راکړو چې دا
شا زلمے نه يواځې پښتو وائي، پښتو کوي بلکې
پښتو ليکي هـُم- دغه خوږ اؤ دروند بنيادم حافـظ
سيد افتخارعلي شاه حسرت دے څوک چې د جنون
ترحده په شعروادب مئين دے- دپښتواؤپښتونولۍ
اثرات ئې نه يواځې په شخصـيت کښې برېښي،د
قـلم نه وتې ملغـلــرې يې هُـم د پښتنو عظمت اؤ
دراناوي، د مينې اؤ امن د ودې دپاره دي-الله دې وُکړي چې ددوۍ دفکراؤفن دغه انځورګري پښتو
درنه کړي اؤ دپښتو مينه دا ښاغلےدروند کړي-
مننه
ابـاسيـن يـوسـفــزے
چــئرمېن پښتـو څــانګــه
اســـــلا مــيـــــه کــالــــج
يـونيـورســـټـي پـېښــــور نېټه: ١٧ نومبر ٢٠٠٨
د حسرت ژونـد
حافظ سيدافتخارعلي شاه حسرت په کال۱۹۶۰
کښې په ابدره کلي پېښـورکښې وُزږېـد- د پلار
نوم يې عبدالحنان،چې په بابُو صاحب به يادېدو
اؤ د نيکۀ نوم يي شيرين باچا وو اؤ په اسلاميه
کالـج پيښـور کښې د اسـلاميات استـاد وُو -
حسرت د اخوند پنجـو بابا نمسے دے اؤ سلسله
شجـره نسب يې بنت رسـول حضرت فـاطـمـة
الـزهره سـره يوځاۓ کيږي- د حسرت د ژوند
حالات څۀ په دا ډول دي- دے لا د څلورو کالـو عمـرته نه وو رسېدلے چې پلار يې حق وُرسيد
اؤ دے تـرې يتيـم پاتې شوو- د پلار د وفات نه
پس يې د ژوند هـره لـوړه ژوره وُلـيده اؤهم په
دې نـاسـازګار حالاتـو کښې يې ابتـدائي تعليم د
خپـل کلي سکول نه اؤ وړاندې يې د اسـلاميـه
کالـج پېښـورنه د سـائنس اؤ د خـېبـرلا*ء کالـج پېښوريونيورسټۍ نه يې دقانون ډګرۍ ترلاسـه
کـړې اؤ د ديني علـومو تنـده يې جـامع محمـديه
پېښورټاؤن نه ماته کړه- يووارې بيايې داسلاميات ماسټرډګرۍ دپاره يې پېښوريونيورسټۍ ته رجوع اوکړه- حسرت يوبهترين خطاط دےاؤدمصورۍ خصوصيات پکښې د وړوکوالي نه کوټلي وو خو
د شاعرۍ ابتداء يې په ځوانۍ کښې وُکړه- تقريبا
شل پنځويش کاله يې شاعرۍ داسې وکړه چې څۀ
به يې ووليکل نوهغه به يې ضائع کړل- خو اوس
د پښتون حـالـت زار، د مسلمـان بېوسۍ اؤ ملکي حالاتو دومـره مجـبور کـړو چې پښتون راويښ
کړي، د مسلمان دا زړۀ وُلـړځوي اؤ خود پخپله
په ملکي حالاتو باندې د وينواُوښکې تلې کړي اؤ
د حسرتونو په نوم د پېغـامونو اؤ پېـرځونو ډالـۍ
نوي کـُول ته وړانـدې کـړي-
مننه
ډاکټـرسيد لطـف الله کاکا خيل
سابقه چئيرمين فزيکل کيمسټري
وائس چانسلر سرحد يونيورسټي
پيښـور، کـوهـاټ يونيـورسـټي
نېټه: ٢٣ نومبر ٢٠٠٨
حسرتونه
حسرتونه د اشعارو يوه داسې مجموعه ده چې شاعرپه کښې دژوند اؤ ايمان نازک اړخونه را لـړځولي دي- هر يو شعريې د شيرينۍ نه خوږ
اؤ د ژوند د ترخو نه تريخ دے- د اشعارو ژبه
ډېره ساده، سليسه، روانه اؤ آسانه ده- روزمره
الفاظ په کښې استعمال شوي دي- باوجود د لوې
تنقيده شاعـر دا ټوله مجموعه دعنواناتو لاندې د ليکلوکوشش کړے دے اؤ دژوند خوږې، ترخې
تجربې يې په ډېر ښـۀ انـداز بيان کړې دي- کۀ
چرته يې غزل ليکلےدےنو زوريې پرې مسلسل ورکړے دے اؤ کوشش يې دا دے چې دا غزل
دې مسلسل اؤ د عنوان لاندې دې وليکلے شي-
د حـسرتونو يو عـام خاصيت دا دے چې يو لوستونکي له نه ده ضروري چې دخپلې خوښې
په لټون کښې دې ټول ديوان وُلولي بلکه څۀ چې
هم لوستل غواړي نو په ډېره لنډه اؤ آسانه طريقه
هم هغه باب وعنوان ته وُرسي- دحسرتونو دويم خاصيت د دا دے چې ټولـه مجموعه په ابـوَابُـو
کښې منقسيم ده اؤ هـرلوستونکے دخپلې خوښې
اؤ مقصدي اشعارو ته په آسانه وُرسي کۀ هغه د ايمانيات دلاندې دي، کۀ پُښتونولي ده يا د جانان
نازو ادا يا ستم- دحسرتونو دريم خاصيت دادے
چې شاعـرموجوده اؤ ننني حالات اؤ مسـائل را
نيولي دي اؤ لوستونکـو ته يې په ګوته کوي- د حسرتونو څلورم خاصيت دا دے چې واړه ټول اشعاردحقيقت دنظره تېرشوي دياؤهرلوستونکے محسوسوي چې داهرڅۀ دهغه په خپل ځان تېر
شوي دي- دحسرتونو پنځم خاصيت دا دے چې
په د ې کښې شاعر دخپل ځان په ځاﮰ د وګړو
اؤ د اولس خيال ساتلےدےاؤهـرشعر د پيغام په
توګ وړاندې کوي- د حسرتونو شپږم خاصيت
دادے چې هرعنوان يې بدل اؤمضمون يې نوے
دے اؤ دباربار وېنا يا تکراراحتمال پکښې نشته- دحسرتونو اُووم خاصيت دا دے چې دلته شاعر
اکثر ځان ته مخاطب دے اؤ د سوي زړۀ وېنا اؤ
خپله کمزوري ښکاره کوي اؤ په دغه رنګ هر لوستونکي ته دلته خپله کمزوري په ګُوته کيږي-
سيد رشاد مُعـزز آزاد
مېنېجنګ ډائـــريکـټــــر IT
ګورنمنټ آف اېن ډبليو اېف پي

لټون