Announcement

Collapse
No announcement yet.

درې نور افغان لوبغاړي د هند د غوره لیګ لپار

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • درې نور افغان لوبغاړي د هند د غوره لیګ لپار

    درې نور افغان لوبغاړي د هند د غوره لیګ لپاره واخیستل شول


    - د هند د کرکټ د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو په لیلام یا مزایدې کې نن /یکشنبه/ ۳ نور افغان لوبغاړي واخیستل شول.راشد ارمان، محمد نبي، ظاهر خان او مجیب ځدراڼ هغه ۴ لوبغاړي دي چې سږ کال به د هند د کرکټ په راتلونکي غوره لیګ کې لوبېږي.
    دوی بېلابېلو ټیمونو په متفاوتو بیو اخیستي دي.
    مجیب ځدراڼ
    مجیب الرحمن

    د افغانستان د کرکټ تنکی لوبغاړی مجیب ځدراڼ د هند د غوره لیګ لپاره په ۴ کروړ روپیو واخیستل شو.
    ۱۶ کلن مجیب ځدراڼ، چې د افغانستان د نولس کلنو په لوبډله کې لوبېږي، سږ کال د لومړي ځل لپاره د آیرلنډ خلاف په ملي لوبډله کې ولوبېد.
    ده د نولس کلنو په اسیايي جام کې د افغانستان په اتلولۍ کې مهمه ونډه لرله.
    مجیب به د هند په پریمرلیګ کې له (کینګ ۱۱ پنجاب) سره یوځای شي.
    محمد نبي
    محمد نبي نن /یکشنبه/ یو وار بیا د حیدراباد د سین رایزر له لوري په ۱ کروړ روپیو واخیستل شو.
    نبي تېر کال هم له راشد سره په همدې لوبډله کې و.
    ظاهر خان
    د ظاهر خان په اړه ویل کېږي چې لا سم نه دی پېژندل شوی او ممکن د هند په غوره لیګ کې هم ښه تجربه او هم ښه نوم ترلاسه کړي.
    راشد ارمان
    د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی راشد ارمان پرون /شنبه/ د هند د غوره لیګ یا پریمرلیګ د سیالیو لپاره په لیلام کې په ۹۰۰ لکه هندي روپیو واخیستل شو.
    راشد ارمان بیا هم د حیدراباد سن رایزر لوبډلې واخیست. راشد ارمان تېر ځل هم له همدې لوبډلې سره لوبېدلی و.
    د هند د کرکټ د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو د اخیستلو بولۍ پرون سهار پیل شوې.
    درو ټیمونو د راشد ارمان د خپلولو لېوالتیا لرله.
    د ده لپاره لومړۍ بیه ۲۰۰ لکه هندي روپۍ اعلان شوې، تر دې چې ۹۰۰ له روپیو ته لوړه شوه.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X