Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان په ۱۳۸ منډو آیرلنډ ته ماتې ورکړ 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان په ۱۳۸ منډو آیرلنډ ته ماتې ورکړ 

    افغانستان په ۱۳۸ منډو آیرلنډ ته ماتې ورکړه

    د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /سې شنبه/ آیرلنډ ته په ۱۳۸ منډو ماتې ورکړه.د دې سیالۍ پچه آیرلنډ وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی افغانستان بیټنګ وکړي.
    افغان لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۳۸ منډې وکړې.
    که څه هم د افغانستان دوه پرانستګر لوبغاړي جاوید احمدي او احسان الله ژر وسوځېدل خو رحمت شاه او ناصر جمال ښه لوبه وکړه. د رحمت شاه ۵۰ او د جمال ۵۳ منډو د افغان لوبډلې ملا ټینګه کړه.
    د افغانستان بیټنګ

    ورپسې درو نورو لوبغاړو منډې ونه کړای شوې خو راشد ارمان او شفیق الله ښه لوبه وکړه.
    د راشد ۴۸ او د شفق ۳۶ منډو د افغانستان له لوري آیرلنډ ته هدف د مخکیني اټکل خلاف لوړ کړ.
    د افغانستان په ملي لوبډله کې نوي ځای شوي لوبغاړي مجیب ځدراڼ ل د آیرلنډ ټیم له پیله له وارخطایۍ سره مخامخ کړ.
    مجیب د آیرلنډ تکړه لوبغاړي یو په بل پسې وسوځول. د ده ۴ ویکټونو په نننۍ بریا کې خورا مهم رول ولوباوه.
    راشد ارمان ۳ او دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول خو محمد نبي د آیرلنډ د ټیم د کار لوبغاړی وسوځاوه.
    مجیب نه یوازې ۴ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول بلکې ډېرې لږې منډې یې ورکړې. مجیب د نننۍ مسابقې غوره لوبغاړی شو.
    ده په ۱۰ اوورونو کې یوازې ۲۴ منډې ورکړې.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X