Announcement

Collapse
No announcement yet.

راشد خان د هند د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ۲

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • راشد خان د هند د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ۲

    راشد خان د هند د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ۲ لوبغاړي وسوځول


    راشد خان
    تاند- د هند د کرکټ په غوره لیګ کې راشد خان ارمان د سیال ټیم دوه اصلي او مهم لوبغاړي وسوځول.
    راشد خان، چې د هند د حیدراباد په سن رایزرس لوبډله کې لوبېږي، نن د هند د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍ کې لومړۍ لوبه وکړه.
    لومړی بیټنګ سن رایزرس ټیم وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۰۷ منډې وکړې.
    خو آر سي بي ټیم، چې ګومان کېده په روان تورنمنټ کې تکړه ټیم دی، د راشد ارمان په شان د تکړه باولرانو له کبله ونه کړای شوای چې هدف ته ځان ورسوي.
    د آر سي بي یا رایل چلینجر بنګلور ټیم ټول لوبغاړي په نولسم اوور او ۴ توپونو په داسي حال کې وسوځېدل چې ۱۷۲ منډې یې کړې وې.
    دا لوبه د حیدراباد سن رایزرس ټیم په ۳۵ منډو وګټله.
    راشد خان ارمان تراوسه پوري په ۳۳ نړیوالو شل اوره سیالیو کې ګډون کړی او ۵۶ لوبغاړي یې سوځولي او د ورکړیو منډو اوسط یې په هر اوور کې ۶ دی.
    سره له دې چې په نننۍ مسابقه کې ۸ نور لوبغاړي د سن رایزرس ټیم نورو لوبغاړو وسوځول خو راشد خان ارمان لومړني تکړه بټسمنان وسوځول.
    سن رایزر په نننۍ مسابقه کې محمد نبي ونه لوباوه.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X