Announcement

Collapse
No announcement yet.

د هند د غوره لیګ د سیالیو بولیو ته ۵ افغان لو&

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د هند د غوره لیګ د سیالیو بولیو ته ۵ افغان لو&

    د هند د غوره لیګ د سیالیو بولیو ته ۵ افغان لوبغاړي وړاندې کېږي



    - هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د غوره لیګ په سیالیو کې کې به نه یوازې محمد شهزاد بلکې څلور نور افغان لوبغاړي هم واخیستل شي.
    د سپورټس کیدا (sportskeeda) د پنجشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې د هند د ۲۰۱۷ د غوره لیګ (IPL) لپاره د لوبغاړو د رانیولو بولیو ته به د افغانستان ۵ لوبغاړي وړاندې شي.
    د سپورټس کیدا د راپور پر اساس، د منل شوي تکړه لوبغاړي محمد شهزاد ترڅنګ به محمد نبي، راشد خان ارماني، دولت ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ په دې سیالیو کې واخیستل شي.
    په مجموع کې د ۷۹۹ لوبغاړو نومونه لیلام ته وړاندې کېږي.
    د دوی په منځ کې به ۶۳۹ لوبغاړي له پاکستان او بنګله دېشه پرته د ۸ لومړی درجه ټیمونو لکه هند، استرالیا، جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، سریلانکا او ویسټ اندیز لوبغاړي وي.
    په اسوشیېت لوبډلو کې به د افغانستان د ۵ لوبغاړو ترڅنګ د آیرلنډ ۲ او دغه راز د متحده عربي اماراتو او هالنډ یو – یو لوبغاړی لیلام ته وړاندې شي.
    د هند په غوره لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون د افغانستان د کرکټ له ودې سره خورا زیاته مرسته کولی شي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X