Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان د صحرا کپ په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان د صحرا کپ په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپ

    افغانستان د صحرا کپ په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپونو وګوټ

    • January 20, 2017


    تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ د صحرا کپ پایلوبه له آیرلنډ څخه په خورا توپیر وګټله.
    د پایلوبې پچه آیرلندي لوبغاړو وګټله. ایرلنډ غوره وګڼله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
    افغان باولرانو ټول ایرلنډي لوبغاړي په ۱۳ اوور او دوهم توپ وسوځول. آیرلنډ ټولټال ۷۱ منډې وکړې.
    محمد نبي ۴ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۰ منډې ورکړې. امیر حمزه ۲، فرید احمد ۲ او کریم جنت ۲ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.
    راشد خان ارماني که څه هم څوک ونه سوځول خو په ۲ اوورونو کې یې یواز ۷ منډې ورکړې.
    نوروز منګل او محمد شهزاد د افغانستان یوازیني لوبغاړي ول چې بیټنګ یې وکړ. دوی دواړه بل لوبغاړي ته د بیټنګ کولو اړتیا پرې نښوده ځکه چې هدف یې په ۷ اوورونو او ۵ توپونو پوره کړ.
    شهزاد په ۴۰ توپونو ۵۲ منډې وکړې. ده ۱ شپږیزه او ۹ څلوریزې ووهلې.
    نوروز منګل په ۸ توپونو ۱۷ منډې وکړې او دواړه تر پایه ونه سوځېدل.
    په دې توګه پایلوبه افغانستان په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپونو وګټله.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X