Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان ايرلنډ ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان ايرلنډ ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه

    افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې له ايرلنډ سره د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه په ۷۹ منډو وګټله.
    د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
    افغانستان مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، خو ايرلنډ په دې و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په۴۰ اوور کې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
    افغان منډه جوړونکو کې راشد ارمان او محمد نبي تر ټولو ښه وځلېدل دوی په ترتيب ۶۰ او ۵۰ منډې جوړې کړې.
    پر دوی سربېره رحمت شاه ۴۸، محمد شهزاد ۲۲، ميرويس اشرف ۱۴، سميع الله شينواري ۱۱ او نور علي ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې.
    د توپ اچوونې په برخه کې هم رشيد ارمان ښه لوبه وکړه او د ايرلنډ پنځه لوبغاړې يې وسوځول. پر ده سربېره رحمت شاه دوه، يمين احمدزي او دولت ځدراڼ يو يوه وېکټه واخيسته.
    د ايرلنډ لوبغاړو هم ښه توپ اچوونه وکړه، مک براين او چېس دوې دوې وېکټې واخيستې. خو توپ ووهنه کې بخت ورسره ياري ونه کړه.
    د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان دوې او ايرلنډ د يوې لوبې په ګټلو توانېدلی دی.
    لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، دوهمه افغانستان او درېيمه ايرلنډ ګټلې.
    د دغې لړۍ وروستۍ لوبه دې سې شنبې په ورځ ترسره کېږي.


    15
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X