افغان کرېکېټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ بلفاسټ کې له ايرلنډ سره خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه په ۳۹ منډو وګټله.
افغان لوبډلې لومړی منډې وکړې، او ايرلنډ ته يې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. خو د ايرلنډ ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې په ۲۱۱ مندو وسوځېدله.
د افغانستان منډو جوړوونکو کې محمد شهزاد ۶۶، نجيب ځدراڼ ۵۹، جاوېد احمدي ۲۹ او سمیع الله شينواري ۲۴ منډې وکړې.
د ایرلنډ له لوري اي ډي جویسي تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې جوړې کړې. نوموړي ۸۷ توپونو لوبه وكړه.
د افغانستان بري کې د ورو توپ اچوونکو رول ښه روښانه و، محمد نبي د ايرلنډ ۳، راشد خان هم ۳ وسوځول، او تېزو توپ اچوونکو کې بيا دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړي له مخې لرې کړل.
د افغانستان لوبډله له سکاټلنډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته وړمه ورځ ایرلنډ ته لاړه.
افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلی، خو د ایرلنډ تجربه کاره لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې به خوندوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.
ځینې شنونکي په دې باور وو، چې له لوبغالي سره نابلدي او هم کوربانه نندارچیان ښايي پر افغان لوبغاړو فشار راوړي خو دوی داسې هم ویل، چې سیاله ډله یې ښايي د افغانستان د وروستیو بریاوو تر اغیز لاندې وي.
د افغانستان په لوبډله کې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نوي ځوانان هم ډېر ښه ځلېدلي دي چې په راتلونکې کې ښايي ډېره تکیه پرې وشي.
Image copyright د پنځو لوبو دغه لړۍ کې اوس افغانستان د یوې لوبې په ګټلو ۱:۰ برلاسی دی.
د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ لوبه چې د جولای پر ۱۰ مه د يکشنبې پر ورځ وه، د باران اورښت له امله له پيله مخکې لغوه شوه.
د دواړو لوبډلو تر منځ به بله لوبه د پنجشنبې پر ورځ ستورمونت کې کېږي.
د هوا پېژندنې ځايي ادارې د پنجشنبې ورځې لپاره د راڼه موسم وړاندوینه کړې ده.
افغانستان له دې وړاندې سکاټلنډ ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ اتلولي هم خپله کړې ده.
دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات
بېرته پورته
د لوبې نور مطالب
ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
بشپړ متن ولولئ ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
یورو ۲۰۱۶: د پرتګال اتلولي؛ د رونالډو د خوب رښتیا کېدو شپه
بشپړ متن ولولئ یورو ۲۰۱۶: د پرتګال اتلولي؛ د رونالډو د خوب رښتیا کېدو شپه
فوټبال: د کوربنې فرانسې او پورتګال پايلوبه
بشپړ متن ولولئ فوټبال: د کوربنې فرانسې او پورتګال پايلوبه
مهم خبرونه
ایټالیا کې دوو اورګاډ*و ټکر کړی د ایټالیا سویل کې دوو اورګاډو مخامخ ټکر کړی، چې پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه.
12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395
نړیوالې محکمې د چین پر سوېلي سمندر د پیکنګ ادعا رد کړه 12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395
کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي 12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395
ځانګړي مطالب
یو باز د ماشوم تښتولو هڅه کړې
'ملټي ویټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'
ګوتې رودل یا نوکان ژوول؛ د حساسیت ګواښ کموي؟
د پښتني ژوند کړه وړه
د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل
فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره
ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم
د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته
فیسبوک میسنجر ته د 'پټ پیغام' اسانتیا ورزیاتېږي
ډېر لوستل شوي

- بریښنالیک
- Google+
بېرته پورته
د لوبې نور مطالب
ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
- 11 جولای 2016 - 21 چنګاښ 1395
بشپړ متن ولولئ ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
یورو ۲۰۱۶: د پرتګال اتلولي؛ د رونالډو د خوب رښتیا کېدو شپه
- 11 جولای 2016 - 21 چنګاښ 1395
بشپړ متن ولولئ یورو ۲۰۱۶: د پرتګال اتلولي؛ د رونالډو د خوب رښتیا کېدو شپه
فوټبال: د کوربنې فرانسې او پورتګال پايلوبه
- 10 جولای 2016 - 20 چنګاښ 1395
بشپړ متن ولولئ فوټبال: د کوربنې فرانسې او پورتګال پايلوبه
مهم خبرونه
ایټالیا کې دوو اورګاډ*و ټکر کړی د ایټالیا سویل کې دوو اورګاډو مخامخ ټکر کړی، چې پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه.
12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395
نړیوالې محکمې د چین پر سوېلي سمندر د پیکنګ ادعا رد کړه 12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395
کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي 12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395
ځانګړي مطالب
یو باز د ماشوم تښتولو هڅه کړې
'ملټي ویټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'
ګوتې رودل یا نوکان ژوول؛ د حساسیت ګواښ کموي؟
د پښتني ژوند کړه وړه
د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل
فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره
ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم
د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته
فیسبوک میسنجر ته د 'پټ پیغام' اسانتیا ورزیاتېږي
ډېر لوستل شوي
- 1 افغانستان ايرلنډ ته په ۳۹ منډو ماته ورکړه
- 2 یو باز د ماشوم وړلو هڅه کړې
- 3 نړیوالې محکمې د چین پر سوېلي سمندر د پیکنګ ادعا رد کړه
- 4 'ملټي وټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'
- 5 د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل
- 6 تهران درې بهرني تابعیت لرونکي ایرانیان محاکمه کوي
- 7 ایټالیا کې دوو اورګاډ*و ټکر کړی
- 8 د امریکا میشیګن محکمه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي
- 9 کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي
- 10 پوځي خدمت د امریکایي پولیسو وژونکي حالت "بدل" کړی و