Announcement

Collapse
No announcement yet.

زاد کپ نړيوالو سياليو کې افغانستان دويم ځ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زاد کپ نړيوالو سياليو کې افغانستان دويم ځ

    زاد کپ نړيوالو سياليو کې افغانستان دويم ځای خپل کړ

    • 8 ساعتونه مخکې

    شریک یې کړئ

    Image copyright AP Image caption د افغانستان په ۱۹ کسیز لوبډله کې تنکيو ځوانانو هم برخه اخیستې و افغان لوبغاړو د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ په نړیواله لوبه کې چې په ایران کې جوړه شوې وه، دویم ځای خپل کړ.
    په دغه سیالۍ کې د څوارلسو اروپايي او اسیايي هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و.
    د افغانستان د رزمي لوبو لسګونه مینه وال د کابل په هوايي ډکر کې د خپلو مډال راوړونکو لوبغاړو هر کلي ته راغونډ شوي وو.
    ۱۹ افغان لوبغاړو په ایران کې د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ په نړیواله لوبه کې ګډون کړی و.
    په دغه سیالۍ کې افغان لوبغاړو د کیک بوکسېنګ په برخه کې ۴ د سرو زرو، ۳ د سپنیو زرو او ۱۶ د برونزو مډالونو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو دویمه درجه اتله لوبډله شوه.
    افغان لوبغاړو په دغه سیالۍ کې د جیتسو لوبې په برخه کې هم ۳ د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او اوه د برونزو مډالونه هم راوړي دي.
    د افغانستان د رزمي لوبو د فدراسیون مشر نورالله شاه رخي وايي، دغه سياليو چې د ډسمبر مياشتې پر ۱۵ پيل شوې وې تر ۱۹ نېټې دوام وکړ.
    د ازاد کپ په سږنیو سیالیو کې افغان لوبغاړو خپل ارمنستاني، ترکي، عراقي او ایراني سیالانو ته ماتې ور کړه.
    د ۲۰۱۵ کال د ازاد کپ د سیالیو دویمه پوړۍ اتل عنایت الله عمري وايي، په د ازاد کپ په سږنیو سیالیو کې د افغانستان د دویم مقام ګټل د دغه هېواد لپاره ارزښتمن دي.
    دی وايي "په دغو سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لاسته راوړنې لرلې او په لوبو کې ښه وځلېدل. زه د خپلو لوبغاړو له ښو لوبېدو خوشاله شم."
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X