Announcement

Collapse
No announcement yet.

افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه او د لوبو 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه او د لوبو 

    د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په درو وېکټو ماتې ورکړه او د روانو لوبو لړۍ اوس ۲-۲ برابره شوه.
    محمد شهزاد او نور علي ځدران د لوبې ښه پیل وکړ او د لومړۍ وېکټې لپاره یې د ۷۲ منډو ملګرتیا وکړه.
    نور علي ځدران په ۲۳ منډو وسوځېد.
    محمد شهزاد نیمه سلیزه پوره کړه او په ۸۱ توپونو یې ۸۰ منډې وکړې.
    نوموړي ۳ شپږيزې او ۷ څلوریزې ووهلې او په ۸۰ منډو چوسورو په توپ وسوځېد.
    افغانستان د ۱۸۵ منډو هدف په ۴۷ اورونو کې پوره کړ.
    له دې وړاندې زمبابوې په ټولو ۵۰ اورونو کې ۱۸۴ منډې وکړې او ۸ لوبغاړي يې وسوځېدل.
    د زمبابوې په توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې سکندر رضا وکړې.
    نوموړي د پنځو څلوریزو او یوې شپږيزې په مرسته ۸۶ منډې وکړې او وسوځېد.
    د افغانستان په توپ اچوونکو کې دولت ځدران درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
    افغانستان د توپ اچونې ښه پیل وکړ او ۴۵ منډو یې د زمبابوې څلور لوبغاړي وسوځول.
    داسې ښکارېده چې ښايي د زمبابوې ټوله لوبډله تر ۱۵۰ زیاتې منډې ونه شي کړای خو د جانګوې او سکندر رضا تر منځ د ۶۵ منډو ملګرتیا وشوه.
    همدې سره د زمبابوې لوبډله وتوانېده چې خپلې منډې ۱۸۴ ته ورسوي.
    د روانو لوبو لړۍ اوس د دواړو لوبډلو تر منځ ۲-۲ برابره ده.
    وروستۍ او پنځمه لوبه به د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) ترسره شي.
    دا راپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات



    بېرته پورته
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X