د افغانستان د فوټبال لوبډلې کمبودیا ته ماتې ورکړه
تاند- د فوټبال نړیوال جام ته د غوراوي د مسابقو په دوام کې د افغانستان ملي ټیم په دوهمه مسابقه کې له کمبوډیا سره مخامخ شو.
دا مسابقه تر ۸۷ دقیقې پوري صفر په صفر مساوي روانه وه خو د لوبې پای ته په پاتې درو دقیقو کې مصطفي ځاځي کمبودیا ته ګول ورکړ.
د سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې سره له دې چې افغانستان لاسبری و ونه توانېد چې ګول ووهي.
خو په دوهمه نیمايي کې د افغان لوبغاړو لوبه لا ښه شوه تر دې چې د عصمت شینواري او فیصل ښایسته په پاسونو ځاځی وتوانېد چې دا لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوي.
د افغانستان د فوټبال ټیم لومړۍ مسابقه، چې د ایران په مشهد ښار کې وشوه، شپږ پر صفر پر سوریې وبایلله او دې ماتې د دوی روحیه تر ډېره خرابه کړه.
ستاسو تبصره
- سې شنبه, 16 جون 2015 18:53
- خپرونکی: تاند
- تبصره ولیکئ
- Category: سپورت
- permalink
-
خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د فوټبال نړیوال جام ته د غوراوي د مسابقو په دوام کې د افغانستان ملي ټیم په دوهمه مسابقه کې له کمبوډیا سره مخامخ شو.
دا مسابقه تر ۸۷ دقیقې پوري صفر په صفر مساوي روانه وه خو د لوبې پای ته په پاتې درو دقیقو کې مصطفي ځاځي کمبودیا ته ګول ورکړ.
د سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې سره له دې چې افغانستان لاسبری و ونه توانېد چې ګول ووهي.
خو په دوهمه نیمايي کې د افغان لوبغاړو لوبه لا ښه شوه تر دې چې د عصمت شینواري او فیصل ښایسته په پاسونو ځاځی وتوانېد چې دا لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوي.د افغانستان د فوټبال ټیم لومړۍ مسابقه، چې د ایران په مشهد ښار کې وشوه، شپږ پر صفر پر سوریې وبایلله او دې ماتې د دوی روحیه تر ډېره خرابه کړه.
ستاسو تبصره
