ميان افتحار حسين۔
زما خيال دے چې پښتنو ليډر وموند۔
ګرانو دړديدلو، زبيخل شوو و هلو شوو او هر وخت په غم لړل شوو پښتنو۔
نن چې کومې خبرې ما په ټيلويزيون د ميا افتحار حسين د خلې د هغه د ايکي يوازې ځواني مرګ ځوئي ميا راشد حسين شهيد په دريمه واوريدې نو زما دا يقين راغلو چې پښتانه راهبران اوس پيدا کيږي۔
د هغوئي د بهادرئ ،شجاعت،دليرئ او په الله پوخ يقين او د دومره لوئي غم زغمل يقينا چې د يو پښتون مشر هغه اوصاف ، سيمبول او نمونه ښائي کوم چې په پښتنو کښې د سوؤنو کالو راهسې مفقوده او په نشت بدله وه۔
زه هغه ته سلوټ کوم چې د پښتون قام د خدمت له پاره ئې هر څه چې لرل ، قربان کړل او بيا هم لکه د غر نيغ ولاړ دے۔
لکه ونه مسقيم په خپل مقام يم
که خزان راباندې راشي که بهار۔
د دوئي لوئي زړه او بيا بيا ترهه ګرو ته د امن په نوم يو پيغام چې زما ځوئي خو قربان شو زه خپل ځان هم قربانولو ته تيار يم بيا هم زه تاسو ته امن صلح پيغام درکوم۔
اها۔۔افسوس ۔۔
ميا افتحار حسين
۔۔تاسو يقينا چې يو عظيم پښتون ياستئ۔
تاسو په رښتيا هم دا ثابته کړه چې هغه ټول پښتني اوصاف چې په يو لوئي سړې او مشر کښې پکار دي۔
په تاسو کښې په بشپړ توګه شته دي۔
تاسو يقينا چې د ذبيخلي شوؤ دړديدلي شوؤ پښتنو مشرئ کولائ شئ۔
تاسو د کنډو رنډو يتيمانو غم په سر اخيستلائ شئ۔
تاسو د پښتون قوم غرقه بيړئ راپورته کولائ شي۔
تاسو سره چې څه وو هغه مو قربان کړل ۔تاسو هم لکه د بې وسه پښتنو ودړديدئ۔وتړکيدئ او وژړيدئ۔
ستاسو غم او د بې وسه پښتنو غم يو دے۔
رامخکښې شه۔۔۔ستا په قول فعل زمونږ اعتماد دے ۔۔ته زمونږ مشر ئې ۔ مونږ ټول درپسې يو انشاالله۔
مونږ خوارانو سره سر دے يا زړګې دے
که پکار دې وي دا دواړه درنه ځار شه۔
_________________
ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو