Announcement

Collapse
No announcement yet.

پير سيداحمد ګيلاني له امريکا سره امنيتي س 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پير سيداحمد ګيلاني له امريکا سره امنيتي س 


    پخوانى جهادي او د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني له امريکا سره
    امنيتي سند د هېواد په ګټه بولي او له حکومت څخه غواړي ،چې ژر تر ژرهيې لاسليک
    کړي.نوموړي دغه څرګندونې له پژواک سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.هغه زياته
    کړه، لويې مشورتي جرګې ، چې دى يې هم ګډونوال و، د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي
    سند تاييد کړ ى دى.ګيلاني وايي، چې په هېواد کې د سولې، امنيت او ارامۍ لپاره د
    امنيتي سند لاسليک کول مهم دى.پير ګيلاني وايې چې له دې سره به په هېواد کې د پرديو د لاسوهنې
    مخه هم ونيول شي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانخيست.نوموړي دارنګه له طالبانو وغوښتل،
    چې په هېواد کې دې د يوې جامع سولې رامنځته کېدو لپاره را مخکې شي او د سولې په
    پروسه کې دې ونډه واخلي.د محاذ ګوند مشر د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې د دوى ګوند کانديد
    نه دى وړاندې کړى او نه يې تر اوسه د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ کړى دى.
Working...
X