افغان سوک وهونکي حمید رحیمي خپل سیال سوک وهونکی ته ماته ورکړه
ولی محمد نورزی
Larawbar.com 2012-10-30
افغان سوک وهونکی حمیدرحیمي خپل سیال بوکسر ۲۳ کلن تانزانیایی حریف ایمبلو ته ماته ورکړه. ایمبلو مخکي ويلي وو،چې دی به رحيمي په څلورم پړاو کې پرځوي اود سوک وهونکې دسیالیو بری به دده په ګټه پای ته ورسیږی. ولی حمید رحیمی ددي سیالیو جګړه وګټله اودافغانستان دسوک وهلواتلوالې یی ځانته خپله کړه.
حمید رحیمی د ۱۹۸۳ میلادی کال دسپتمبر په ۱۲ نیټه په افغانستان کي پیداسویدی او دسوک وهلو په نړیوالو لوبوکي یی د ۲۱ ( مسابقو)سیالیو څڅه ۲۰ سیالي ګټلې دي.
حمید رحیمی د افغانستان سو ک وهونکئ هغه ځوان بوکسر دی چي د آلمان هیواد د هامبورګ په ښارکي اوسیږی او افغانی -آلمانې تا بیعیت لری. هغه د ۲۰۱۲ کال د فبروری په میاشت کي دسوک وهلو په نړیوالوسیالیوکي دبیلاروس هیوادحریف ته ماته ورکړه او دنړیوال سوک وهلودسیالېو اتل شو. رحیمي د مارچ په ۴ نیټه له آلمان څخه افغانستان ته راغلې او دسوک وهلوسیالیو ته یی ځآن تیارکړی. حمید رحیمی دبوکس یا سوک وهلو دنړیوالي اتحادیه غړی هم دی.
دلر اوبر اداره دحمید رحیمي د بری په هکله په خپله ده او ټولو پتمنو افغانانو ته مبارکي وایی اورحیمی ته په راتلونکو سیالیوکی د زیاتوبریا لیتوبونو هیله کوی.
Hamid Rahimi is World Champion - YouTube