World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page افغان ۱۹ کلنو بنګله دېش ته په ۵۶ منډو ماتې و&#
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,562
Thanks: 10
Thanked 197 Times in 147 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default افغان ۱۹ کلنو بنګله دېش ته په ۵۶ منډو ماتې و&# - 01-09-2018, 10:46 AM

افغان ۱۹ کلنو بنګله دېش ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

  • C خبریال: فضل الرحیم رحیمي د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کشرو لوبغاړو لوبډلې تر نړیوال جام وړاندې لومړنۍ رسمي تمریني مسابقه له بنګله دېش څخه په ۵۶ منډو وګټله.
د نولس کلنې لوبډلې په تمریناتي لوبوکې دل څلورمه بریا وه چې د نړیوال جام وړاندې یې خپلوي.
دوی تر دې وړاندې د نیوزلینډ یوځايي کلب سینټرل لوبډلې ته درې ماتې ورکړې وې.
د بنګله دیشي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې د دوشنبې په ورځ /جنوري ۸/ د ۲۰۱۸ د نړیوال جام لپاره په لومړنۍ تمریني مسابقه کې مخامخ شوې.
افغان لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او ۲۰۶ منډې یېجوړې یې جوړې کړې خو بنګالي لوبغاړو یوازې ۱۵۰ منډې وکړای شوې.
له دوو لومړیو پرانستګرو بنګالي لوبغاړو پرته نور هیڅ لوبغاړي جفت (یعني ۱۰) منډې ونه کړای شوې.
بنګالي رسنیو د افغان لوبغاړو د لوبې په اړه ډېر څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې عظمت الله عمرزي ۸۱ منډې په ۶۶ توپونو وکړې. همداراز بشیرشاه او ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او ۳۲ منډې وکړې.
خو د تاند له معلوماتو سره سم افغان نولس کلنې لوبډلې په نهه څلویښتم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدا (۲۰۷) منډو هدف ټاکلی و.
نوین الحق د بنګله دېش ۴ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې، چې د جنورۍ په ۱۳په نیوزیلنډ کې پیلېږي، په ډي ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او آیرلنډ سره په یوه ګروپ کې دی.
د افغانستان لومړۍ مسابقه به هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ وي. پاکستان د مخکنیو جامونو ګټونکی دی خو د افغانستان له لوبډلې سخته اندېښنه لري ځکه چې افغان لوبغاړو د اسیايي جام په سرلوبه او پایلوبه کې سختې ماتې ورکړې.
په دې سیالیو کې د افغانستان دوهمه مسابقه به د جنورۍ په ۱۷ له سریلانکا او د جنورۍ په ۲۰ مه له ایرلنډ سره وي.


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
لوبډلې, افغانستان, لوبغاړو, افغان, بنګله

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2018 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2018 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.