World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page : افغان توپوهونکو هانکانګ بې
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,507
Thanks: 10
Thanked 194 Times in 145 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default : افغان توپوهونکو هانکانګ بې - 10-21-2017, 10:40 AM

کرېکټ: افغان توپوهونکو هانکانګ بې ساری مات کړ

خوشح







د انځور حقوق Getty Images Image caption سیالي د اکټوبر په ۲۰مه پیل شوې وه د ای سي سي نړیوال کپ په څلور ورځینو سیالیو کې افغان لوبډلې هانګ کانګۍ هغې ته بې سارې ماتې ورکړه.
دغه سیالي تېره ورځ د اکټوبر په ۲۰مه په هانګ کانک کې پیل شوې وه.
هانګ په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې منډې جوړولو ته ملا وتړله او ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۴۲ منډو په جوړولو وسوځېده.
د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې راشد خان پنځه او دولت ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړ په له لاس ورکولو سره ۴۶۵ منډې وکړې. او لوبه یې بس کړه.
د افغانستان له لوري جاوید احمدي او اصغر ستانکزي سلیزې ووهلې. محمد نبي عیسی خیل او احسان الله هر یوه ۶۳ـ ۶۳ منډې او ناصر جمال په ۳۷ منډو نا سوځېدلی پاتې شو.
د نبي تر سوځېدو وروسته افغان لوبډلې خپله لوبه ودروله او سیالې لوبډلې ته یې د بیا میدان ته د ښکته کېدو بلنه ورکړه.
د انځور حقوق Getty Images Image caption افغان لوبډلې له هانګ کانګۍ هغې د ځلور ورځینو لوب لړۍ په یوې پاڼۍ او ۱۷۳ منډو وګټله دویمه پاڼۍ
د دویم پاڼۍ لومړۍ توپوهنه هم هانکانګۍ لوبډلې پیل کړه، خو مخکې له دې چې کومه منډه جوړه کړي، یو لوبغاړی یې له لاسه ور کړ.
په دغه لوبه کې له افغان ورو توپ اچوونکي ظاهر خان سره بخت مل و. نوموړي اوو اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول.
راشد خان، محمد نبي او دولت ځدراڼ هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
هانکانګي لوبډله وتوانېده چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۵۰ منډې جوړې کړي.
افغان لوبډلې دغه سیالي د یوې پاڼۍ او ۱۷۳ منډو په توپیر وګټله.
دا د کرېکټ نړیوالې شورا تر بشپړ غړیتوب تر ترلاسه کولو وروسته د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ نړیواله سیالي وه.
دا مهال هانک کانګ کرېکټ لوبډله د افغان لوبډلې په پرتله ډېره پیاوړې نه ده او په کرېکټ کې تر افغانستانه کمزورې بلل کیږي.
افغانستان او ایرلند یو ځای د کرېکټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ خو ایرلند خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه له پاکستان سره برابره کړې ده چې ښايي د لوبغاړو د وړتیاوو او تجربو په لوړولو کې یې لا ډېره مرسته ورسره وکړي.








افغانستان کې د فرسټ کلاس کرېکټ پیل




Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
افغان, لوبډلې, کرېکټ, پاڼۍ, سره

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.