World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page استرالیايي ټیم په خپل لیګ کې د راشد خان لوب
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,329
Thanks: 10
Thanked 183 Times in 135 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default استرالیايي ټیم په خپل لیګ کې د راشد خان لوب - 05-14-2017, 09:43 AM

استرالیايي ټیم په خپل لیګ کې د راشد خان لوبولو ته لېوالتیا وښوده

- یوه استرالیايي ټیم په خپل غوره ۲۰ اوره لیګ بیګ بش (Big Bash League) کې د راشد خان ارمان لوبولو ته لېوالتیا ښوولې ده.
که راشد خان په دغه لیګ کې واخیستل شو، نو نوموړی به لومړنی افغان لوبغاړی وي چې د استرالیا په لیګ کې د لوبېدو چانس مومي.
د استرالیا ۲۰ اوره لیګ په نړۍ کې شپږم ستر لیګ دی.
د سیډني سیکسرز لوبډلې، چې د استرالیا یو له شپږو غوره ټیمونو څخه دی، له راشد خان سره خپله لېوالتیا د شنبې په ورځ ښکاره کړه.
راشد ارمان د حیدراباد د سن رایزرس لوبډلې لپاره تراوسه پورې په ۱۴ سیالیو کې ۱۷ ویکټونه اخیستي دي.
ده نه یوازې ډېر لوبغاړي سوځولي بلکې لږ منډې یې ورکړي. د ده د ورکړای شویو منډو اوسط په هر اوور کې ۶ اعشاریه ۵ دی.
د هند په روان غوره لیګ کې تر راشد ارمان یوازې دوو لوبغاړو په هر اوور کې تر ۶ اعشاریه ۵ کمې منډې ورکړي دي.
د استرالیا د سیډني سیکسیرز لوبډلې سکیپر موریس هینرکوز، چې په سن رایزرس کې له راشد خان سره یوځای لوبېږي، فاکس سپورت ویبپاڼې ته وویلباید د سیکسیرز لوبډلې د کیپتان په توګه ووایم، له کله چې دلته یم، د راشد په اړه فکر کوم. د ده مخه څوک نیولی نه شي. د ده د توپ اچولو سرعت په هر ساعت کې ۱۰۰ کیلو متره دی او په عین حال کې سپین باولر دی.
نن /شنبه/ راشد ارمان د سیال ټیم ګوجرات لاینز ۳ لوبغاړي وسوځول.
دا لوبه سن رایزرس لوبډلې په ۸ ویکټونو وګټله او ځان یې نیمه پایلوبې ته ورساوه.
په نننۍ مسابقه کې محمد نبي تر ټولو لږ منډې ورکړې. ده په ۳ اوورونو کې، که څه هم کوم لوبغاړی ونه سوځاوه، خو یوازې يې ۱۷ منډې ورکړې او د باولرانو په منځ کې یې د ورکړیو منډو اوسط تر ټولو لږ و.
حاضردمه سن رایزرس لوبډله د هند د کرکټ د غوره لیګ په جدول کې دوهم مقام لري.






Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
راشد, لیګ, خان, غوره, استرالیا

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.