World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page رېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره ک
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,507
Thanks: 10
Thanked 194 Times in 145 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default رېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره ک - 03-24-2017, 01:49 PM

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په ۴۸ اور کې د ایرلنډ لوبډلې ۲۳۰ هدف پوره کړ او د پنځوس اوره سیالیو لړۍ یې وګټله.
لوبه د افغان لوبډلې په کوربتوب د نوی ډېلي په ګریټن وایډا لوبغاړي کې د تېرو سیالیو په څېر سهار مهال پیل شوه.
پچه ایرلنډ لوبډلې وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره یې په ۴۸ اور کې افغان سیالانو ته ۲۳۰ منډې هدف وټاکه.
په يو ورځنيو لوبو کې د افغان لوبغاړو سليزې

شهزاد محمدي ٤
نوروز منگل ٢
رحمت شاه ٢
کريم صادق ٢
محمد نبي ١
اصغر ستانکزى ١
نور علي ١
عثمان غني ١

* کرېکټ: اوس باید څه وشي؟
* محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو
* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل
افغان لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اور کې ټاکلی هدف پوره او د دې لوبو لړۍ یې په خپل نوم کړه.
د افغانستان او ایرالنډ ترمنځ د پنځوس اوره سیالیو لومړنۍ دوه لوبې افغان او دریمه او څلورمه لوبه ایرلنډ ګټلې وې، ځکه وروستۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې وه.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د وروستۍ سیالۍ نندارې ته د افغان اجراییه رییس عبدالله عبدالله سربېره د ولسي جرګې ځینې غړي هم ورغلي وو.
د کوربه هېواد هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم د دې سیالۍ ننداره کوله.
د راشد خان پنځوس ویکټې
د انځور حقوق Getty Images Image caption په نننۍ لوبه کې راشد خان څلور ویکټې واخیستې او په دې سره یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ ویکټې پوره کړې. په افغان لوبغاړو کې راشد خان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او په دې سره راشد خان نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۰ وېکټې هم پوره کړې.
نورو دوو لوبغاړو فرید احمد او دولت ځدراڼ هم په ترتیب سره د سیالې بولډلې درې او دوه لوبغاړي وسوځول.
* د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې
* افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ
* افغانستان له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله
د افغان لوبډلې لپاره د رحمت شاه منډې هم مهمې وي، ځکه نوموړي د ۱۰۸منډو په جوړولو سره د سیالې لوبډلې په ماتولو کې ډېر رول درلود.
له نوموړي سره سمیع الله شینواري د ۶۲ منډو په جوړولو هم د توپونو په لوبولو کې ښه ملګرتیا وکړه.
کرېکټ نړیواله شورا کې د افغان لوبډلې د پرمختګ هیلې
د انځور حقوق Getty Images Image caption د رحمت شاه ۱۰۸ منډو د افغان لوبډلې بری باوري کړ. افغانستان له پنځوس اوره سیالیو مخکې له ایرلنډ لوبډلې سره د شل اوره لوبو درې سیالۍ هم لرلې.
افغان کریکټ ملي لوبډلې نه یواځې د شل اوره سیالیو ټولې لوبې وګټلې، بلکې په هغو اتلولیو کې یې مختلف ریکارډونه هم جوړ کړل.
* شاهد اپریدي افغان کرېکټ لوبډله ستایلې
* کرېکټ: افغان ملي لوبډلې 'صحرا کپ' وګاټه
د افغان لوبډلې له دې بریاوو سره سره ایرلنډی لوبغاړي پي ار سټرلېنګ د روانو کرکېټ سیالیو د لوبغاړي ویاړ وګاټه.
د کرېکټ په دویمه درجه هېوادونو کې ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې تر ټولو ځواکمنه سیاله بلل کېده، خو په دغو پنځوس اوره ترې مخکې او شل اوره سیالیو کې پرلپسې ماتو ته په کتو سره ښايي اوس د کرېکټ نړیوالې شورا فکر هم بدل شي او افغان لوبډله تر ایرلنډ لوبډلې غوره وګڼي.
د انځور حقوق Getty Images Image caption ایرلنډی لوبغاړي سټرلېنګ د دې سیالیو غوره لوبغاړي شو.

اړونده مطالب


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
افغان, لوبډلې, سره, سیالیو, کرېکټ

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.