World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page افغانستان له ایرلنډ دویمه پنځوس اوره لوبه
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,329
Thanks: 10
Thanked 183 Times in 135 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default افغانستان له ایرلنډ دویمه پنځوس اوره لوبه - 03-17-2017, 09:56 AM

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې مقابل لوري ته د ۳۴ منډو په توپیر ماتې ور کړه.
دا لوبه هم د هند پر ګريټر نويډا لوبغالي کې روانه ده.
د جمعې ورځې لوبه کې افغانستان د ایرلنډ لپاره ۳۳۹ منډې هدف وټاکه، خو ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره هدف پوره نه کړ او لوبه افغان لوبډلې وګټله.
د ایرلنډ لوبډلې پیل ښه او ډېر تیز وو، لومړی لوبغاړی یې هغه وخت له لاسه ورکړ چې ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې وې.
خو دا راشد خان وو چې سیالې ډلې شپږ ویکټو په اخیستلو سره یې له افغانستان سره په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې زیاته مرسته وکړه.
* محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو
* نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول
* افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ
د ایرلنډ لوبډلې په ۴۷ اورونو کې ۳۰۴ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
په افغان لوبډله کې دولت ځدراڼ درې ویکټې واخیستلې او ګلبدین نایت هم یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د دواړلو لوبډلو ترمنځ بله پنځوس اوره سیالي هم د مارچ پر ۱۹ ده په همدې لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغان بوبډلې تر ټولو ډېرې منډې

د انځور حقوق @ACBOFFICIALS Image caption افغان لوبډلې په پنځوس اوره لوبو کې نن تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. په نننۍ لوبه کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له لوري تر ټولو زياتې منډې لوبډلمشر اصغر ستانيکزي۱۰۱، رحمت شاه زرمتي۶۸، شهزاد محمدي۶۳ منډې جوړې کړې.
ننۍ لوبه د افغانستان ۷۶ مه نړیواله رسمي لوبه ده او دا ۳۳۸ منډې په یوه لوبه کې د افغانانو تر ټولو ډیرې منډې دي.
* محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې
* د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل
* افغانستان له ایرلنډه دریمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله
له دې پخوا افغان لوبډلې له اماراتو سره په سیالۍ کې ۳۰۵منډې جوړې کړې وې.
افغانستان له ایرلنډ تېره پنځوس اوره سیالي هم ګټلې او له هغه مخکې یې د شل اورو سیالیو لړۍ درې د صفر په مقابل کې وګټله
نه ماتېدونکې افغان لوبډله

د انځور حقوق Getty Images Image caption راشد خان په نننۍ لوبه کې شپږ ایرلنډي لوبغاړي وسوځول. افغان لوبډلې تر دې دمه له ایرلنډ سره په وروستیو سیالیو کې هیڅ یوه لوبه هم نه ده بایللې.
په دویمه درجه هېوادونو کې ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې تر ټولو ځواکمنه سیاله لوبډله بلل کېده، خو دغو پرلپسې ماتو ته په کتو سره ښايي اوس د کرېکیټ نړیوالې شورا فکر هم بدل شي او افغان لوبډله تر ایرلنډ لوبډلې غوره وګڼي.
افغان او ایرلنډ ملي لوبډلې درې نورې یو ورځنۍ لوبې سره لري، چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کیږي





Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
لوبه, افغان, لوبډلې, ایرلنډ, افغانستان

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.