World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page د زیمبابوې له ماتې وروسته افغان لوبډلې ته 
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,230
Thanks: 10
Thanked 182 Times in 134 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default د زیمبابوې له ماتې وروسته افغان لوبډلې ته  - 01-10-2016, 08:10 PM

د زیمبابوې له ماتې وروسته افغان لوبډلې ته څه پکار دي؟


تاند د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په شارجه کې د زیمبابوې لوبډلې ته په دوهمه شل اوره لوبه کې د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا تر دریو میاشتو په لنډه موده کې دوهم ځل دی چې افغانستان د زیبمابوې له لوبډلې د لوبو لړۍ ګټي، یو ځل په زیمبابوې کې او بل ځل په عربي متحد اماراتو کې.
په ننۍ ( یکشنبه د جنوري لسمه) لوبه کې محمد شهزاد په ۶۷ توپونو ۱۱۸ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دا لومړی ځل دی چې یو افغان د شل اورونو په لوبو کې سلیزه جوړوي. د هغو ټولو هیوادونو په لوبغاړو کې چې تر اوسه یې ټیمونه د ټیسټ لوبو مرحلې ته نه دې رسیدلي تر اوسه کوم لوبغاړي دومره منډې نه دې جوړې کړې لکه نن چې شهزاد جوړې کړې.
همداراز په شل اووریزو سیالیو کې تر دې وړاندې د کرکټ په تاریخ کې یوازې ۳ نورو لوبغاړو تر شهزاد زیاتې منډې جوړې کړي دي.
په ۲۰۱۳ کې د استرالیا فرینچ د انګلنډ او استرالیا په مسابقه کې په ۶۳ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې.
په ۲۰۱۲ م کال د نیوزیلنډ بي مک کولم په ۵۸ توپونو د بنګله دېش په وړاندې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.
په ۲۰۱۵ م کال د جنوبي افریقا لوبغاړي (F du Plessis) د ویست انډیز په وړاندې په مسابقه کې په ۵۶ توپونو ۱۱۹ منډې جوړې کړې.
او نن د افغانستان محمد شهزاد د زیمبابوې په وړاندې په ۶۷ توپونو ۱۱۸ منډې وکړې.
د شهزاد د لوبې کمال دا و چې ورو یې پیل کړه، پسې تیز شو او چې کله ډاډه شو داسې شپږیزې او څلوریزې یې واخیستې چې د زیمبابوې باولران یې حیران کړل. شهزاد هغه لوبغاړی دی چې د پنځوس اورونو په تیر نړیوال جام کې له ملي ټیم څخه ایستل شوی و ، ځکه چې هغه وخت ښه نه لوبیده خو دا ځل به وکتل شي چې یوشمیر لوبغاړي لکه کریم صادق او په خپل کپتان اصغر ستانکزی چې په متحد عربي اماراتو کې له زیمبابوې سره ښه نه دي ځلیدلي بیا به هم په لوبه کې شامل شي که به وایستل شي.
البته غوره خو دا ده چې ځیني لوبغاړي د رییس احمدزی په شان په خپله دې چمتو شي چې ځوانانو ته لاره هواره کړي او اعلان وکړي چې له ملي ټیمه استعفا کوي. له ملي ټیم څخه د رییس احمدزي اعلان داسې پریکړه وه لکه د نړۍ د ځینو پیاوړیو لوبډلو ځینو لوبغاړو چې په خپله نتیجې ته رسیدلي چې د هیواد په ملي ډله کې یې نوي کسان پکار دي، ځوانان پکار دي.
د نړۍ د یوې لوبډلې مثال کې ورکړو، د انګلستان کرکټ ټیم په تیر نړیوال جام کې د افغان لوبډلې په څیر دوهمې مرحلې ته ونه رسیده. تر نړیوال جام وروسته د انګلستان ټیم له دغو لوبغاړو څخه تر نیمایي زیات وایستل او د هغوی پر ځای یې داسې ځوانان په ټیم کې ځای کړل چې د استرالیا ملي لوبډلې ته یې په خپل کور کې په ټیسټ میچ کې ماتې ورکړه او اوس په جنوبي افریقا کې له کوربه هیواد سره په ټیسټ میچ کې یو صفر مخکې ده چې دوې لوبې یې لا پاتې دي.
د دې لپاره چې افغان لوبډله د دې جوګه شي چې د نړۍ پیاوړي ټموینه لکه د استرالیا، جنوبي افریقا، انګلستان او هند مات کړي نو پکار ده چې د اوسنۍ پیاوړې ډلې هغه کمزورې ټکي لرې کړي او د هغوی پر ځای ځوانانو ته زمینه برابره کړي. په اوسنۍ ډلې کې د شهزاد او نبي بریالۍ تجربه د ګلبدین، حمزه او رشید خان په څير د ځوانو لوبغاړو له کمال سره یوځای شوې ده چې د زیمبابوې په څیر پیاوړې ډلې ته ماتې ورکوي.


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
ته, د, , له, ماتې

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO v2.0.31 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.