Watanpal
04-07-2010, 05:57 AM
د اولسمشر کرزي د بیا ټاکل کېدلو، په پښتونخوا کښې د اوامي نېشنل ګوند د ټاکنې او د ښاغلي مامود خان اڅګزي په مشرۍ کښې د یوه خورا پرتمین او زړور میلي سیاست په پایله کښې د ډېر اوږده مهال له تشې او ځنډ وروسته پښتانه په لومړي ځل داسي انګېري چي دوی داسي مشران لري چي هم د میلت په ستونزو پوهیږي، او هم درې واړه په خپل منځ کښې څه نا څه یوه بل ته غوږ نیسي او پر هر څه سربېره درې واړو په زبات رسولې ده چي غال نه خوښوي بلکې په هیواد کښې روغه جوړه غواړي
خو له بده مرغه کورني او بهرني دوښمن هم په دې پوره پوره پوهېږي نو ځکه خو یې تر ننه پوري یوه ګړۍ په ارام نه دی کښېنستلی
زموږ سوګند خوړلی دوښمن په لاهور او پینډۍ کښې نن هم د پخوا په شان د پښتنو د بربادۍ تابیا نیسي. هغه نه غواړي چي په کابل کښې دي د کرزي سرکار ټینګ او بسیا شي او نه دا غواړي چي په پښتونخوا کښې دي د میلتپالان د اولس په چوپړ کښې بریالي شي
پایله یې دا ده چي خپل ټول ترهګر یې د پښتنو په کلیو، بانډو او ښارونو د لېونو سپيو په شان ورهواله کړي دي
دا دوښمن هر هغه پښتون وژني چي په سر کښې یې ماغزه وي او هیواد پلورنې ته تیار نه وي
ورسره هر هغه ښوونځي سوزوي چي د پښتنو ځوان کول پکښې د پوهنې له رڼا سره بلدیږي
په دې کار سره دوښمن غواړي چي پښتون اولس کښې هم د سر لخوا وژنه وکوي او هم یې له لاندي خوا جرړې ووهي
او پاته اولس په خپل هیواد کښې داسي بېکوره او بې اوره کي چي بروهلی او سروهلی ګرځي او ځان له د سر پنا په سوال غواړي مګر د ازادۍ چورت بېخي ورنه هېر وي
دا خو زموږ د سوګند خوړلي دوښمن کیسه وه چي هم اوس ډېر پښتانه ورسره بلد دي او نړۍ پرې اګاه ده
مګر موږ د لوېدیځ او بیا په تېره د امریکې او اینګلستان په سیاست نه پوهیږي چي دوی د افغانستان په هکله غوره کړی دی
دغه دواړه هیوادونه له ډېره وخته راهیسي د افغان دولت له دریځ سره په ډغره او ټکر کښې دي. لومړی یې د اولسمشرۍ د ټاکنو په مهال د افغان دولت د کېس د کمولو هڅه وکوله او اوس بیا چي ښاغلي کرزي له ځینو تالیبانو او اسلامي ګوندی سره د روغې جوړې او پخلاینې بهیر پیل کړی دی دوی بېخي ناارام شوي دي او هڅه کوي چي کله په یوه پلمه او کله بیا په بله پلمه د دغې پخلاینې مخنیوی کوي
هغوی په دې کار سره خپل ناولی سیاست نور هم رسوا کوي او د افغانانو دا شک په باور بدلوي چي لوېدیځ په افغانستان کښې ارامي او د جنګ پای نه، بلکې جنګ او هغه هم یو اوږد جنګ غواړي. کنې د نړۍ د ۴۲ شتمنو هیوادونو په شتون کښې خو له ۸ کالو پسته افغانستان اوس باید سمسور او اباد هیواد وای
کوم کار چي روسانو د خلک ډیموکراټیک ګوند له پښتنو مشرانو سره وکړو داسي ښکاري چي لوېدیځ هم هغه کار یو وار بیا له پښتنو سره لګیا دی کوي یې
ډېر ارمان دی چي د افغانستان په پارلیمان کښې ځینه غړي د بهرنیانو ته شپه او ورځ لاس په نامه ولاړ دي او هر ناز یې مني
د پښتنو د مشرتابه درې واړو مرکزونو ته پکار ده چي خپل اولس ته په سپینه وینا وکوي. او هم له جنګي ډلو سره تماس ونیسي او هغوی ته باور ورکي چي جنګ نه بلکې پخلاینه او ارامي بهرنیان زموږ له هیواده وتلو ته اړ ایستلای شي
د اسلامي ګوند او د ځینو تالیبانو د پخلاینې اوسنی نوښت پکار ده چي په هیڅ نرخ هم ناکام نه شي. او هم د اسلامي ګوند او تالیبانو مشرانو ته پکار ده چي نور نو سوګند خوړلي دوښمن له منګولو ځانونه ازاد کي او هم هیواد وژغوري
<LI class="postbit postbitim postcontainer" id=post_86023>ایا پنجابیانو، تالیبانو او امریکایانو په ګډه د پښتنو مرګ ته ملا تړلې ده؟
که موږ د وژنو سمه شمېرنه ترسره کو نو له تېرو ۸ کلونو راهیسې امریکایانو چي چي څومره وژنې کړې دي په هغو کښې تر ترهګرو زیات یې ملکیان وژلي دي
او ملکیان هم زیاتره هغه کسان چي د ښاغلي کرزي د واکمنۍ او په هیواد کښې د روان سیاسي بهیر پوره پوره ملاتړ کوي
امریکایان خو له هرې وژنې وروسته وايي چي تېروتنه وشوه او ورسره دا هم وايي چي ترهګر ملکیان د اینساني ډال په توګه کاروي نو ځکه خو چاره نشته
خو موږ له امریکایانو دا پوښتنه کوو چي په تېروتنه خو مو ډېر شکومي او دوستان پښتانه ووژل تاسي ولې خپلې څارګرې الوتکې تر وزیریستان پورې الوزوئ او یوازې د پښتنو په سیمو کښې بمبارئ کوئ
موږ دا نۀ وايو چي تاسي هغه ترهګر مۀ وژنئ چي د وزیریریستان پتمن اولس یې یرغمل کړی دی
بلکې ورسره ورسره له تاسي څخه په کلکه دا غوښتنه کوو چي نور مو الوتکې لږ پرمخ کش کئ د پښتونخوا تر سیمو واوړئ او د پنجاب په زړه کښې د ترهګرو په ځالو، روزنتونو، مدرسو باندي هم چپاونه وکوئ. تاسي ولې د «لشکر تیبه » مرکز چي د لاهور په مریدکې کښې دی ، نه بمباروئ؟؟؟
تاسي ولي ای ایس ای یوه ترهګره ډله نۀ پېژنئ؟؟؟
تاسي د همید ګل په شان کسان د نورو ترهګرو سره یو ځای په تور لیسټ کښې نه اچوئ؟ تاسي ولې پاکستان د یوه ترهګر دولت په نامۀ نه پېژنئ؟
هر ځل چي کله له اسمان څخه ستاسي د اور توپان لا تېر شوی نه وي ، نو د جنت د هورو په ښکلا مین ځانوژونکی د سلګونو پښتنو په منځ کښې داسي په ځان چاودلو سره د مځکې په سر یو داسي تاترین جوړ کي چي ستاسي ډېرې پرمختللې وسلې هم ورته بېوسه شي. او لا د دغه تاترین لوګی لا ورک شوی نۀ وي چي له راولپنډۍ څخه د رنجیت سینګ د زامنو ناپاک پوځ په پښتو راوخېژي چي په ښکاره خو په ترهګر پسې راغلی وي
مګر ریښتونې موخه یې د پښتنو بې پته کول ، بې کوره کول او برمه پرې ایستل وي
دا لړۍ همداسي له تېرو ۸ کالو دوام لري. لومړی د امریکایانو تېروتنه، ورپسې د ۷۰ هورو پتنګ او بیا د رنجیت میرات خواره زموږ په پتمن او سیال اولس هغه ناکړدې کوي چي تر ټولوژنې هم لوی جنایت پکار ده چي ورته ووایو
نور چي تاسي په خپلو منځو کښې وبله هرڅه کوئ، مګر يو کار مو سره ورته دی او هغه ده د پښتنو وژنه
ایا داسي خو نۀ ده چي تاسي درې واړو د پښتنو وژنې ته په ګډه سلا کړې ده؟؟؟ که تاسي موږ ته ځواب ویل نۀ غواړئ
پښتنو ته پکار ده چي د دغې پوښتنې ځواب پخپله پیدا کي