BLS_1919v2.0
03-29-2010, 05:32 PM
Salamoona, two great poems by Mashal Takkar saib
لوبه
دا که د لر اؤ که د بر لوبه د ه = پښتنو دا ځمونږ د سر لوبه ده
لارے دی ټولې غلچکو نيولی = که د شمشاد که د خيبر لوبه ده
خلقو د پلار نيکه په نوم دهوکه کړو = ښه په ښکاره د رونړسحرلوبه ده
څوک مې کابل څوک پيښور ټکوی = ټوټې ټوټې مو د ځيګر لوبه ده
نيلام شروع د ننګ ناموس دے ځمونږ = دا د کرک او هشتنغر لوبه ده
منګی شو مات د بنګړو شور نشته دې = د پختونخواه سپيره ګودر لوبه ده
په سر سرتور د خويندو ميندو په نوم = يه پښتنو اوس د سنګر لوبه ده
ځمونږ د يو زړګی په څوکه باندې = دا د غليم تيره خنجر لوبه ده
د پلار نيکه کور ته مې اور لګوی = کوئټے ، کابل او پيښور لوبه ده
چې شهيدان مې په دنيا خرڅوی = که د ميوند که د ټکر لوبه ده
کله به ويښ شئ پښتنو بس نور روکيږو ګوارے
په خپل وطن پسې به ټول عمر ژړيږو ګوارے
د پښتنو په نوم قربانه څه شوے = يه نر پښتونه پير روښانه څه شوے
وطن ځما يئ لوټي لوټي کړلو = احمد بابا ميرويس خانه څه شوے
خپل شو مغل د پښتنو جامه کښ = يه غيرتمنده خوشحال خانه څه شوے
تورے تيرے د پښتنو شولې زنګ = يه دريا خانه ايمل خانه څه شوے
چې پښتانه درباندئ ننګ کوی تل فخرے ا فغانه باچا خانه څه شوے
د جنوبی هوا سړه غوندئ ده = عبدالله خانه ، صمد خانه څه شوې
محل د شګو دئ تاله واله شو = يه ليونيه غنی خانه څه شوے
په خپله غاړه ستا کچکول ګرځوم = اجمل خټکه ملنګ جانه څه شوے
زه خو مشال په لاس تيارو خپل ارمان ګټمه
ورانوم کرښےځان له لوئ افغانستان ګټمه
------------------------------------------------------------------------
وطنه
اے ځما د لوړو غرونو تاترو وطنه = چې ازمری پکښ اوسيږی سردرو وطنه
جګه شمله زه ستا په پت کښ په دنيا ګرځوم = چې دی عالم درته حيران د ننګ پښتو وطنه
په سر سرتورد خويندو ميندو د سلګو نه لوګې = د خپلو ورونړو شو ے کفن د لوپټو وطنه
څو که غليم يو جدا کړی يو تر بله سره = کوئټے ، کابل اؤ پيښور د دپښتنو وطنه
د پير روښان ، د احمدشاه ، د باچا خان په شا نتے = د درنو غټو پښتنو لوړو شملو وطنه
چي ستا غيرت ته سکندر د مچ وزر ښکاری = چې کړو يرغل پے يوسفزو د شاه ځلمو وطنه
چي د ايمل اؤ دريا خان وينه غورځنګ اووخی = دغليم کور کښ بے پايانه ذلذلو وطنه
دخوشحال ننګ چې د پښتو توره کښ او پړقيږی = مغل په کور کښ کړی ماتم د ميړنو وطنه
د ميرويس روح په لړزان دے تپوسونه کوی = د پښتنو کور کښ بے ځايه تربګنو وطنه
ځان به کړم خاؤرے ستا په سر باندے به سر ورکوؤم
د ټول جهان د پښتنو نه دا خبر درکوؤم
چې کړی اولس پکښ ميلې سخی مزارمې قسم = چي وی ګل ګل ، ميوه ميوه په کندهارمې قسم
چې د باګرام له لوری درومی ګل ورين بادونه = د سرو ګلونو چې وی ډهک په نګرهار مې قسم
هسکه غړ ے کښ د پنجشير د بدخشان لالونه = په ورشوګانو دکندوز باغ و بهار مې قسم
چې ننګ ناموس ورته ډالئ د مشرانو پاتې = د تودې وينې د پکتيا په سور انګار مي قسم
چې د تاريخ په تندی بريښی دسپوږمئ په شا نتے = دهنرمندو د باميانوو په شاهکار مې قسم
چې د امو دريا غورځنګ کړی په چپو راشی = د اټک سيمه کښ په ښکلی نوبهار مې قسم
چې د چترال ذولفې خورې شی د جهلم په سينه = په سرو ګلونو د پغمان قطار قطار مې قسم
د پېښور ارته سينه کښ چې ميشته دی سره = د لر اؤ بر د پښتنو په ښکلی ښار مې قسم
دملاکنډ ، مدين ، بحرين هم د کالام په لمن = په سندريزو ابشارونو نغمه زار مې قسم
د قيصه خوانې اؤ هتی خيلو سربازانو په نوم
هم د ميوند اؤ د ټکر د شهيدانو په نوم
سلګئ اخره چې اضغر کړله په غيږ کښ د مور
د پاکې وينې د بابړې ماشومانو په نوم
د پلار نيکه د کور تاوان له درست جهان غواړمه د امن ډهک به ترې اوس لوے افغانستان غواړمه
• علی اضغر يو ماشوم وو چې د بابړې په خونړې واقعه کښ د مور په غيږه کښ د پاکستانی فوځيانو په ګولئ باندې اولږيدو اؤ شهيد شو