Yousafzai Pakhtun
05-03-2010, 02:24 AM
ستا لوپټه باندې سوګند نۀ خورمه
ماته دَ ګل قسم نيمګړے پروت دے
مانه هر ځلې بې لوظې شوې ده
ماته دَ هرې وعدې پړے پروت دے
حال دَ وطن جانانه دغسې دے
چې پۀ کوڅه کوڅه کښې مړے پروت دے
پۀ دې حالاتو کښې اوس هم راسره
هغه رومال پۀ مقيش کړے پروت دے
مختيار احمد شاهين هزاره
ماته دَ ګل قسم نيمګړے پروت دے
مانه هر ځلې بې لوظې شوې ده
ماته دَ هرې وعدې پړے پروت دے
حال دَ وطن جانانه دغسې دے
چې پۀ کوڅه کوڅه کښې مړے پروت دے
پۀ دې حالاتو کښې اوس هم راسره
هغه رومال پۀ مقيش کړے پروت دے
مختيار احمد شاهين هزاره