Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Literature - ليكنې
Reload this Page ~Din's Contribution Thread~
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#161)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,558
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default د کندهار ولایت په ارغنداو کي څه روان دي ؟ - 05-04-2011, 02:41 AM


ګرانو لوستونکو لکه څنګه چي مو په ( يوازي دي يې کندهار والي او خالد هادي ووايي ) تر سرليک لاندي په يوه ليکنه کي ژمنه کړې وه چي په کندهار کي د مافيايي غړو چي په سر کي يې د بهر څخه راغلي کسان چي په هغه ليکنه کي يې په اړه معلومات ورکړل سوي ول ځاى لري لکه کندهار والي ، د ولايتي شورا رئېس ، د سرحدي پوليس رئېس د ارکانو ، او د هغوى په مټ نور غله ، ډارن ، نا مسلمانه ، د کفر خوښوونکي ، وطن پلورونکي ، چرسيان ، شرابيان ، هېروينيان ، قاتلان ، خماربازان او په کندهار ولايت کي د دې ټولو بدبختيو عاملين را مخ ته سوي او پر چوکيو په نامه ناست دي تر څو د دې کار په پايله کي چي کله ورته والي ، احمد ولي او نور هر څه ورته وايي بايد بېله ځنډه او په پټو سترګو يې ترسره کړي.

نو د دې کسانو څخه يې يو په ارغنداو کي صديق دى .

صديق يوازي او يوازي په دې موخه چي ډېر ظالم ، مستبد ، قاتل ( چي تر مخه يې ډېر ظلمونه کړي ) او په وژنو او ترورو کي ډېره سابقه لري پر دې چوکۍ کښېنول سوى .

صديق په ارغنداو کي د خواجه ملک ولي بابا او سيدانو کلاچې مشري په غاړه لري په ارغنداو ولسوالۍ کي د اوسني ولسوال حاجي شاه محمد خوريى دى او د ځنو کسانو په وينا چي زوم يې هم دى پخپل ماما يا خسر ډېر نازيږي او همدا ډول نومړى احمد ولي خان ، والي او نورو پر اوږو ټکولى چي څه کوې کوه يې . په يوه اصطلاح ويلاى سو چي واى ورسه و ې وژنه بيا راسه ماته ووايه . نوموړي ته تر دې هم ډېر اختيارات ورکړل سوي او هر څه چي يې زړه وغواړي هغه کوي . نوموړي تر دې وخت بې حسابه مړي کړي او هغه هم بې ځايه او يوازي او يوازي د خپلي خوښۍ په خاطر .

د نوموړي په اړه ځيني قيصې دلته را اخلو او ستاسو مخ ته يې ږدو.

لومړۍ قيصه : کله چي د ارغنداو د سيدانو کلاچې او خواجه ملک ولي بابا اوسېدونکو د خپلو باغو او مځکو حاصلات په ډيرو ستونزمو شرائطو کي ترلاسه کړل او د روان کال دپاره يې د باغو تيارى نيوى نو سمدلاسه د صديق دخوا ورته وويل سول چي نور بايد باغو ته ور نه سي ځکه د نوموړي په وينا چي بيا دې سيمو ته طالبان هم راځي نو دوى نه سي کولاى چي د طالبانو او ملکي کسانو تر منځ توپير وکړي نو نور باغو ته د باغوانانو يا د هغوى د مالکانو ورتګ منع دى او نور بايد څوک باغو ته ور نه سي .

چي دا د ټولو اولس پر مخ څرګنده قيصه ده د کندهار خلک خو د دالې ډنډ ته په مېله هر جمعه ځي نو و دي ګوري چي په ټوله سيدانو کلاچه کي يو کور او يا يو کس ليدل کيږي . د باغو د سړک د غاړي ټولي درختي ، ولي ، چناران او توتان د منځه وړل سوي ځکه چي بيا د صيدق پر بادارانو د دې ځايو څخه بريدونه کيږي . نو ځکه بايد دا ټول د منځه يووړل سي . ځکه دا ملک خو د امريکايانو دى نه د افغانانو .

د خداى روى دى والي جانه ولسمشر او نورو ښاغلو دا کومه ازادي دي ؟ دا کومه مرسته ده ؟ دا کوم انسانيت دى ؟ دا کوم عقل دى ؟ دا کوم منطق دي ؟ دا کوم قانون دى ؟ دا کومه محکمه ده ؟ دا کوم قاضي دى ؟ دا کوم حکومت دى ؟ دا کومي پرېکړي دي ؟ چي افغان دي خپل باغ ته نه سي تلاى خو د بهرنيو يرغلګرو دپاره دي د سړک د غاړي درختي د منځه وړل کيږي . که ستاسو په اصطلاحاتو ووايم : دا کومه خرتوبي ده ؟ دا کومه محکمه ده ؟ دا کومه حکومت دى ؟ او ...................

. تر دې مي هغه د جهاني صاحب شعر را پياد سي چي واى خر والي و ، خر مامور و، خر ولسوال و ، خر قاضي و ..............

صديق ته په دې اړه خلک ور ټول سوي ول چي دا خو د دوى باغونه دي دوى خو د دې سيمي اوسېدونکي دي د ټولو پلار او نيکه معلوم دى ، ځايونه يې معلوم دي ، مځکي او باغونه يې معلوم دي خو نوموړي تر ډېرو زورو او خواستو وروسته ورته ويلي دي چي سمه ده تاسو باغو ته تللاى سئ يوازي او يوازي په دې شرط چي اسلحې به اخلئ او د طالبانو پر خلاف به جنګېږئ .

تاسي او خداى تاسي هم د ګوډاګي توب په نامه بد وړئ . تاسي او خداى چي د روس په وخت کي د مجاهدينو د خلاف کسانو څخه چي وژل سوي دي که يو ژوندى واى ستاسو پر ژوند به يې لعنت نه وايه ، پر تاسو به يې نه توکلاى ، ځانونه به يې خپله نه واى وژلي او نور ..................

دوهمه قيصه :

د صديق قانون : د صديق قانون دا دى چي باوري ، او د نوموړي نژدې خلک وايي چي کله صديق ته يو کس د ملګرى ووايي چي زه ستا سره ملګرى کېږم نو نوموړى وايي چي ته زما سره انډيوالي نه سې کولاى . هغه ځواب ورکوي چي کولاى يې سم د نوموړو تر منځ دا او دې ته ورته پوښتني څو ځلي تکرار سي . خو کله چي يې هغه کس دې ته اړ کړي چي يا ما به خامخا درسره دروې او زه ستا انډيوال کېږم نو نوموړى ورته د امتحان په توګه وايي چي ورسره هغه سړى چي پر سړک روان دى ويې وله او مړ يې کړه نو بيا دي زه انډيوال کوم او داغسي دي نه انډيوال کوم .

اوس راسئ دې د بشر د حقوقو غوښتونکو ته ، راسئ دې بشر دوستانو ته ، راسئ دې تکړه او ښو ځوانانو ته ، راسئ د دې د ملک جوړه وونکو ته ،

اوس راسئ وګورئ چي دا ملک جوړيږي چي داسي باداران ولري ، دونه په لوړه سويه خلک . دا يې يو ساده قوماندان دى ، زمرى ، زلمى ، د خان محمد ورور او نور خو لا په دې سيمه کي پرېږده .

درېيمه قيصه :

په لومړى قيصه کي چي مو يادونه وکړه چي صديق امر کړى چي باغو ته به څوک نه ځي تېره اوونۍ دوه کسان باغو ته تللي ول نوموړي نيولي او تر اوسه يې پخپل وطاق کي لمر ته تړلي دي او لومړى خو په سيمه کي خلک نسته او يو يو چي هم سته هغه واى چي د شپې يې داسي وهي چي دوى په کور کي ورڅخه طاقت نه سي کولاى او نه هم ورڅخه خوب کولاى سي .

د دې قيصې په اړه هم ټول ژورنالستان که وکړاى سي د خلکو او د نوموړي په وطاق کي ياد تړلي کسان وويني چي نوموړى يې د شپې تر سهاره وهي او د ورځي يې ټوله ورځ لمر ته تړلي وي .

همدا ډول تېره کال نوموي يو کس داسي وواهه چي د سيمي د خلکو په وينا چي چغاري يې د دوى په کورو کي اورېدل کېدې او نوموړى کس يې چي يې کله نور د اخ او ډبه واچاوه نو يې خپلوانو ته ورکړ چي کله يې ميروېس روغتون ته يووړ نو نه يې غوږو کار کاوه نه دماغ او سمدم لېونى ځني جوړ سوى و .

يوه خبره چي دلته بايد ياده سي هغه دا ده چي ياد کس يې تېره کال وهلى و او نوموړى د دې سيمي اوسېدونکى و او هغه وخت يې خلکو په اړه داسي څرګندوني کولې اوس خو په سيمه کي څوک نسته که څوک هم وي د نه سره حساب دي .

نو کوه والي جانه همداسي ظلمو ته دوام ورکړه ، آخر آخرت خو سته ، خداى خو سته ، قيامت خو سته ، مرګ خو سته ، عذاب خو سته ، ژوند خو هم پاى لري او دا به هم درته ووايم چي د ظلم پاى خراپ دى .

او په پاى کي په نامه ناست والي ته چي تر صديق خو دى ډېر په دې ډول پېښو کي غرق دى توصيه کوم چي د نوموړي او همدا ډول په پنجوايي کي د معصوم ، او نور په اړه يو موثر اقدامات وکړي . او زموږ مبارزه به تر هغو روانه وي چي تر څو په دې سيمه کي اصلاحات نه وي راغلي .
په دې اړه خپل نظرونه او نور اړوند معلومات پر لاندي پته راسره شريک کړئ

Eng_hakimullah@yahoo.com

پاى

کندهار

شپږمه ناحيه

١٣benawa.com\٠٢\١٣٩٠


انجنير حکيم الله افغانيار
سرپاڼه
Reply With Quote
(#162)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,558
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان بر - 05-14-2011, 03:30 PM

ونکی : د لراوبر اداره
ليک : جاويد واك
نېټه : ٢٤ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-05-14

د لراوبر يادونه : دنظر له خاوندانو په درناوي هیله کېږي چي ددې موضوع په اړه د متن په پای کي خپل نظر څرګند کړي .
په اخر هم فارسي ژبى تلويزيون په افغانستان كې د پخوا په پرتله په يو ډول اصولي لارو د ايران د لاسوهنو په مو خه د همدې هيواد لخوا د تاجكستان له دريڅې خپرونو ته چمتو شو.
د فارسي ژبي ټولنې د غړيتوب په پرېكړليك لاسليك، د افغان ولسمشر كرزي يو داسې ناوړه كارو، چې د دغه هيواد وګړي به يې تر ډېره په ياد ولري او وبه يې نه زغملى شي.
د ولسمشر كرزي وروستۍ دوره لا روانه ده؛ خو ډېر زر به د تېرو دورو په څېر پاى ته ورسېږي؛ خو ايران ته يې په افغانستان كې د لاسوهنې داسې سند په لاس وركړ، چې مخنيوى به يې د روانو حالاتو په نظر كې نيولو سره افغان ملت ته تر ډېره ناشونى وي .
په دې وروستيو كې د ځينو ايراني رسنيو لخوا خبرونه خپاره شول، چې د ايران تاجكستان او افغانستان ګډ ټلويزيوني چېنل (فارسي ژبى تلويزيون) نشر ته چمتو شوى او نږدې راتلونكي كې به په خپرونو پيل وكړي.
فارسي ژبى تلويزيون خپرونو ته چمتو شو
د ايران د فارس نيوز د انګليسي ويبپاڼې د راپور له مخې د تاجكستان د راډيو تلويزيون رييس د ۲۰۱۰ په جنورۍ كې اعلان وكړ، چې دا هيواد له دوو نورو فارسي ژبو هيوادونو، افغانستان او ايران، سره د ګډ فارسي تلويزيون خپرونو ته چمتو شوى دى.
د تاجكستان د راډيو تلويزيون د كمېټې رييس اسدالله رحمانوف فارس نيوز خبري اژانس ته وويل((د فارسي ژبو لپاره د ايران، افغانستان او تاجكستان په شراكت د يوه ګډ تلويزيون د خپرونو د پيلولو چارې بشپړې شوې دي)).
د هغه په وينا دا تلويزيوني خپرونې به يوازې د دغو درېواړو هيوادونو لپاره د فارسي ژبې د ودې او د دريوو هيوادونو تر منځ د همكاريو د پراختيا لپاره خپرونې كوي.
ده همدا راز وويل چې دا ګډ تلويزيون به د ايران، افغانستان او تاجكستان خلك له هغو مهمو موافقو او تړونونو خبروي، چې د دوه اړخيزو او درې اړخيزو همكاريو لپاره يې لاسليكوي.
د رحمانوف په وينا د دې تلويزيون د پيلولو لپاره ټول تخنيكي او قانوني اسناد برابر شوي او د پروګرامونو د خپرولو او د كاركوونكو لپاره يوه ودانۍ ځانګړې شوې ده.
د تاجكستان د راډيو تلويزيون د كمېټې ريس د ايرانيانو، تاجكانو او افغانانو تر منځ كلتوري، تاريخي، سيمه ييزو، دوديزو اوو ديني ګډولو (اشتراكاتو) ته په اشارې وويل، چې د درېو خواوو تر منځ د اړيكو پراختيا د دغو هيوادونو لپاره ډېره مهمه او ضروري ده.
فارسي ژبى تلويزيون كه د ايران سياسي پروژه:
دغه تش په نامه د همژبو هيوادونو تلويزيون د خپرونو ځاى ځكه تاجكستان ټاكل شوى، چې ايران ته د كلتوري يرغل په برخه كې د افغانستان په پرتله مناسب ځاى دى.
د همژبو كليمه په لومړي ځل په ۱۳۸۵ لمريز كال كې و كارول شوه، چې بنسټ اېښودونكى يې د همدغو دريوو هيوادونو د كلتور وزيران وو، وروسته دى لړۍ دوام وكړ او د ۲۰۰۶ زيږديز كال په جولاى مياشت كې د ياد تلويزيوني چينل د جوړېدو طرحه په رسمي توګه د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد، تاجك ولسمشر امام علي رحمانوف او افغان ولسمشر حامد كرزي لخوا لاسليك شوه.
كه په ژوره توګه د دغو دريوو هيوادونو مذهبي، كلتوري، تاريخي او ژبني جوړښت ته نظر وكړو نو په پوره باور ويلى شو، چې دا درې هيوادونه همژبې نه دي.
لكه څنګه، چې تاريخ په دې ګواهي وركوي، چې ايران تل هڅه كړې په سيمه كې خپل كلتوري او مذهبي ښكېلاك ته لاره پرانيزي؛ نو ښكاره خبره ده، چې دا لوبه هم ايران روانه كړې او په دې ډول غواړي په سيمه كې خپل نفوذ زيات كړي.
بله مهمه خبره داده، چې ايران غواړي د افغانستان په سياسي او ټولنيزو چارو كې د پښتنو رول كمزورى كړي، ځكه چې د پښتنو پايښت د متعصبو ايرانيانو په مغزو كې د فارس د امپراتورۍ د بيا راژوندي كېدو خيال پلو كمزورى كوي.
د ايران له اهدافو څخه يو دا هم دى، چى غواړي له افغانستان څخه د غرب پر ضد د يوې وسيلې په توګه كار واخلي او په دې ډول د جګړې سنګر په افغانستان كې ټينګ وي.
پر ۱۳۸۸ لمريز په لندن كې د افغانستان په اړه يو كنفرانس ترسره شو، چې نږدې د ۷۰ هيوادونواو موسيسو استازيو په كې گډون كړى وو.
د غونډې بنسټيزه موضوع په افغانستان كې د امنيت ټينګښت او په سيمه كې د تلپاتې سولې د راوستو خبره وه، چې ايران په كې له گډون كولو څخه ډډه وكړه.
موږ د كنفرانس په اړه نه غږېږو خو دومره بايد ووايو، چې ايران ولې له گډون كولو څخه په شاشو؟
ايرانيو چارواكو د خپل نه ګډون په اړه ويلي، چې له امريكې سره د ښو اړيكو نه درلودو د دې كنفرانس له ګډون كولو څخه په شاكړل.
له دې څخه دا جوتېږي، چې ايران اوس په داسې موقف كې ولاړ دى، چې په سيمه كې هر ګام خپلو هدفونو ته د رسېدو په موخه پورته كوي، نو دهمدې تلويزيون په جوړېدو به په سيمه كې د خپلو غربي دښمنانو پر ضد د يو سنګر په توګه كار واخلي.
د دې پروژې عملي كېدل به د پخوا په څېر يو ځل بيا د افغانانو په زړونو كې د نفاق تخم وشيندي او ايرانيان به په بيا بيا خوند ترې اخلي. ځكه چې د دې پړي سر به د ايران سره وي، چې د اقتصاد له پلوه په افغانستان او تاجكستان ډېر پياوړى دى.
ايران به د دې چينل په جوړېدو په اسانۍ سره خپل هغه پلان، چې له كلونو، كلونو څخه يې د عملي كېدو خوبونه ليدل عملي كړي.
د شيعه مذهب پراختيا، د فارسي ژبې خپرول او د افغانستان په نوم د يو خپلواك هيواد د نوم نفي كول د ايرانيانو هغه پلانونه دي، چې له ډېر پخوا راهيسې يې د عملي كېدو په لټه كې دي.
د لوبې بل لوبغاړى تاجكستان دى، چې غواړي په سيمه كې په يو نوي بڼه ځان مطرح كړي. كه څه هم تاجكستان د روس تر اغېز لاندې هيواد دى او په كوم طرف چې روس ورته د تللو اشاره وكړي، نو دوى په هماغه لار ځي، نو داسې هيواد چې د نورو په خوښه كار كوي او له نورو امتيازات اخلي هغه بيا په اسانه خپل كلتور او فرهنګ د نورو لپاره كارولى شي.
كوم همژبي هيوادونه
كه لږ فكر وكړو كوم همژبي هيوادونه؟
ايا ايران، تاجكستان او افغانستان همژبي دي؟ ايا د دوى كلتوراو مذهب ګډ دى؟ نه، هېڅ منطقي دليل نشته، چې دا درې هيوادونه دې يو وښيوو او بله دا چې هيڅ ايرانى به دې ته حاضر نه وي، چې د افغان دري ژبه او د ايراني فارسي ژبه يوه وگڼي او يا هم د ايران او تاجكستان د وګړو ژبې توپير نه لري؟
يو بل څه هم ددې طرحې د بنسټ اېښودونكو كمزوري را په ګوته كوي، هغه دا چې دوى وايي دغه چينل به په دري ، تاجكي او فارسي ژبو خپرونې كوي. كه د درې واړو هيوادونو ژبه يوه واى بيا دې وېش ته څه اړتيا وه، چې د هرې ژبې لپاره يې معين وخت ټاكلى، د همژبو مانا خو داده، چې په يوه ژبه وغږېږي او پرې ليك لوست وكړي، خو كه وګورو په حقيقت كې داسې نه ده د افغانستان په اساسي قانون كې پښتو او دري ژبې رسمي دي د ايران په اساسي قانون كې فارسي او د تاجكستان رسمي ژبه تاجكي ده، چې هره يوه ځانته بېل ليك دود لري.
له بل پلوه افغانستان څنګه، چې له نوم څخه يې جوتېږي يو فارسي ژبى هيواد نه دى د دې هيواد نږدې ۸۰ سلنه كسان په پښتو او نورو ژبو خبرې كوي، چې غوڅ اكثريت يې پښتانه دي.
د افغانستان په تېر اساسي قانون كې پښتو د ملي ژبې په نوم نومول شوې وه، چې په اوسني اساسي قانون كې بيا دا تورى نه تر سترګو كېږي، خو يو څه چې بيا هم د پښتو ژبې پر مليتوب دلالت كوي هغه دا دي، چې ملي سرود به په پښتو ژبه وي او همداسې تل به په بانكنوټونو كې په پښتو ژبه ليكل شوي وي، نو په داسې يو حالت كې د دغه هيواد ولس څرنګه د خپلې ملي ژبې سره دومره ستر خيانت وزغمي؛ خو بيا هم ښاغلي كرزي صيب ته ګوته نيسو، چې تر كومې به دا ولس د دې ښاغلي د ملي تېر وتنو ښكار وي، چې د هيواد په برخليك منفي اغېز كوي.
سربېره پر دې د درېواړو هيوادونو بېل مذهبونه دي : ايران يو سخت دريزه شيعه هيواد دى، چې په سيمه كې د نورو هڅو تر څنګ غواړي شيعه ييزم هم خپور كړي دا چې د افغانستان ټولنه يوه سني مذهبه ټولنه ده؛ نو څنګه به دا ومني، چې ايرانيان دې د دوى د مذهب جرړې و باسي او دوى دې لاس تر زنې ورته ناست وي.
تاجكستان خو لا له پخوا په وړوكي مسكو مشهور دى او پكې د ښځو نڅا ته د عزت په سترګه كتل كېږي او حكومتي نظام يې سيكولر په مذهب نه ولاړ نظام دى، چې د ايران او افغانستان سره په مذهبي برخه كې ځمكه اسمان توپير لري. كه چېرې د فارسي ژبي تلويزيون پر پرده نيم لوڅه او سكسي تاجكۍ ښكاره شي، نو د ايران اخوندان او د افغانستان ملايان به يې ومني؟

له دې ټولو خبرو څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې يوازې او يوازې دا يوه سياسي لوبه ده، چې د ايران لخوا پر لاره اچول شوې ده او هسې يې كرزي صيب ته د خپلو لاس پوڅو په مرسته سياسي دوكه وركړې، چې لا به د دې ډول غږ سبا واوري ياني ايران يې د بوسو لاندې او به تېرې كړي دي.
نو د پورته يادو شويو زيانونو په نظر كې نيولو سره افغان ولسمشر په يوه داسې مسله كې د ټولو افغانانو په اړه فيصله كړې، چې واك يې له ده سره نه بلكې له لويې جرګې سره وو.
دا دى ايران په نره خپل ټاكلي هدف ته ورسېد او د فارسي ژبي تلويزيون د خپرونو د پيل اعلان يې وكړ چې زمونږ د كلتور وزير لا له پخوا ورته نغارې وهلې.
د فارسي ژبي تلويزيون پيل او د افغانستان برخليك
را به شو دې ته، چې ا افغانستان حكومت په دې اساس وخت كې دې پروژې ته څه اړتيا درلوده؟ د دې ځواب ممكن هغو كسانو مخكې له مخكې جوړ كړى وي، چې په ښكاره د افغانيت ادعا كوي، خو په اصل كې يې ځانونه د څو مادي ارزښتونو په بدل كې پر نورو پلورلي او د هغوى په اشارو روان دي، خو يو كس چې په هيڅ ډول ځان نه شي خلاصولاى هغه افغان ولسمشر حامد كرزى دى، چې د دې پروژې په عملي كېدو به د افغانانو لاس وي او د ده ګريوان.
ايا ولسمشر ته د ګاونډيو شوم پلانونه نه و مالوم، چې بيا يې هم له هغوى نه د ملګرتيا تمه وكړه؟
ايا ولسمشر د خپل هيواد تاريخ نه دى لوستى، چې همدا اوسني ايران يې له خلكو او هيواد سره څه لوبې كړي؟
ولسمشر ته په كور دننه غمونه نه و بس، چې ده بيا د فارسي ژبي مثلث بې منطقه طرحه لاسليك كړه بل دا چې ښاغلي ولسمشر په كوم ډاډ دا ومنله، چې د تلويزيون په جوړېدو به د افغان په فرهنګ لوبې نه كېږي، په داسې حال كې چې ايران ورته په كور دننه رسنۍ هڅوي، چې د ده او ولس پر ضد يې تبليغات وكړي، چې ښې بېلګې يې طلوع، تمدن او نورين تلويزيونونه دي، چې د هيواد د ملي ترمينالوژۍ د وركولو هڅې كوي.
د دې پروژې يو تن فعال بنسټ اېښودونكى او د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين د ۱۳۸۸ د سلواغې په مياشت كې له رسنيو سره د مركې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ولې پر افغانستان له هر لوري كلتوري يرغلونه كېږي او ددې د مخنيوي لپاره افغانان څه وكړي، چې د خبريال اشاره د ايران لاسوهنو ته وه.
رهين په لنډو ټكو كې له مسلې تېر شو، يوازې دومره يې وويل، چې په دې وروستيو كلونو كې ځيني انګريزي كليمې افغاني فرهنګ ته راننوتي، چې بايد مخنيوى يې وشي.
كه له يو منطقي نظره د رهين ځواب ته ځير شو نو خپله به ووايو، چې په اوس مهال كې انګليسي دومره د افغانانو كلتور ته مضره نه ده، لكه ايرانۍ فارسي.
او له بله اړخه دا چې كله هم د يو هيواد كلتور ته زيان متوجه كېږي، هغه ډېر د ګاونډيو لخوا وي.
نوموړي ته پكار و، چې د ايران او تاجكستان د كلتوري يرغل د مخنيوي يادونه يې كړې واى، چې ورځ په ورځ زموږ ملي ترمينالوژي له منځه وړي، چې په اساسي قانون كې يې د ساتلو حكم شوى دى.
په داسې حال كې، چې زمونږ د اطلاعاتو او كلتور وزارت د هغو ايران پلوو تلويزيونونو، چې همدې وزارت ورته د كار كولو اسناد په لاس وركړي دي، د دې هيواد د كلتور او ژبې د وركاوي په برخه كې په ازاده توګه كار كوي او دوى يې مخه نشي نيولى، ملي ترمينالوژي هره ورځ زموږ په ډېرى تلويزيونونو كې يوه هېره شوې مسله ده، هره ورځ افغانان د همدې تلويزيوني چينلونو له لارې د افغاني ژبويوه كليمه هېروې او پر ځاى يې يوه ايرانۍ كليمه ذهن كې اچوي.
نو د فارسي ژبي تلويزيون له لارې خو به په نېغه توګه د دې هيواد په كلتور او ژبو باندې تېرى كېږي او مخه به يې هم نشي نيولى، ځكه چې د كار كولو اسناد ورسره دي.
د وروستۍ خبرې په توګه له ښاغلي ولسمشر كرزي څخه د افغان په توګه غوښتنه كوو، چې د دې پروژې د عملي كېدو مخه دې ونيسي، ګني خداى مكړه هيواد به مو له يو داسې فرهنګي ګذار سره مخ شي، چې خداى مكړه خپل هويت به له لاسه وركړي.
ولسمشر ته:
ښاغلى ولسمشر صيب هغه ورځ دې يادېږي، چې د هيواد د هر اړخيزې ساتنې لپاره دې لوړه (قسم) وكړ، نو افغان ولس د هماغې لوړې د پرځاى كولو هيله درڅخه كوي، فارسي ژبى تلويزيون زموږ د ملي هويت د له منځه وړلو په موخه د ايران سياسي پروژه ده، مخه يې ونيسه لا هم وخت تېر نه دى.
پاى
ماخذونه
۱- پسرلى مجله(فارسي ژبي تلويزيون ته ځانګړې ګڼه)

۲- بېلابېلې ويبپاڼې
Reply With Quote
(#163)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,558
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default دین او دولت منځ کي بېلتون - 05-21-2011, 12:39 PM

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ژباړن: طارق کاکړ
نېټه : ٣١ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-05-21


لیکنه: پروفیسور دکتور جعفر ادریس

ژباړن: طارق کاکړ
د ژباړونکي يادونه : لاندنی لیکنه د انګریزي ژبي څخه پښتو ته ژباړل سوې ده چي البته د دکتور ادریس اصلي لیکنه خپله عربي کي ده او هغه د الجمعة مجلې له خوا وه انګریزي ته ترجمه سوې. شیخ دکتور ادریس د سوډان د اهل سنت و جمعت د علماءو څخه دی. فلسفه کي پراخ معلومات لري او دکټورا یې د انګلستان د یوه پوهنتون څخه پکي حاصله کړې ده.
دین او دولت منځ کي بېلتون په پراخه توګه غرب کي منل سوی تعامل او لدې لاري یو نړیوال سیاسي فکر ځیني جوړ سوی دی. د تاریخي لیدلوري څخه دغه ایډِیا د مسایلو سره د تَعامُل د یوې عملي ستراتیژي په څېر را منځ ته شوه؛ هغه مسایل چي د نصاری او په غربي کلتور کي نورو اوسېدونکو خلګو سره تعلق لري.
اما په تدریجي توګه دین او سیاست منځ کي جلاوالی د معاصر دولت لپاره مشهور شرط ایښودل سوی دی. ویل کیږي چي سِټِزنشیپ یا اوسيدني، نه دین، باید په دولت کي د عضویت شرط وي ځکه وګړي مختلف دي او مختلف ادیان لري. وایي که دولت یوه دین ته متعاهد وي نو د نورو ادیانو غړي به د بېګانه توب احساس وکړي ولي چي یو پردی دین به ورباندي تحمیل سوي وي. دوی به د خپلو دیني مراسمو د ترسره کولو څخه منع او په دولت کي د ځینو مقامونو د لرلو د حق څخه محرومه وي؛ لکه د ریساست جمهوری د مقام او نور کلیدي مقامونه. وایي دا به مزاهمت او لانجه رامنځ ته کړي او د دولت د پرمختګ ممانعت به وکړي.
له دې امله د دغه د جلاوالي سیاست پلویان فکر کوي چي تر هر څه غوره ده چي یو دولت سیکولر لاره ونیسي؛ نه د یوه دین حمایت وکړي او نه د هیڅ دین څخه مُنکِر وي. د ښاریځ (هستوګنو) انتخاب دی چي کوم دین او کوم ارزښتونه غوروي او کوم عبادات خوښوي او تر سره کوي.
دا د یوه ایډیالي بېطرف سیکولر دولت یو اړخ دی چي غربي سیاستوال خلګو ته غواړي انځور کړي. اما د دین او د دولت تر منځ د بېلتون نظریه ډېري ادعاوي کوي چي حقیقي نړی کي یي زغم دروند دی. راځئ، ځیني ادعاوي يې وګورو.
داسي انګېرل کیږي چي - بناء پر دې خبري چي دین په دولتي چارو کي دخالت کوي او شاید خراب یې کړي - یو سېکولر دولت لپاره ممکنه ده چي د ټولو ادیانو په مقابل کي بېطرفه موقف اختیار کړي. دا هغه وخت کېدای سي کله چي د دولتي اُموراتو او د دین تر منځ هیڅ اړیکي وجود ونلري او واړه دوه بېل څیزه وي. اما ادیان یوازي د عقایدو، عباداتو او اخلاقو مجموعه نه وي چي ټولني باندي هیڅ اثر نلري. اکثره مشهور ادیان - یهودیت، نصرانیت او اسلام - قوانین لري چي د خلګو تر منځ د اړیکو ټاکنه کوي؛ که په فردي اساس وي، د کورنۍ په منځ کي، او یا په عام شکل د ټولني سره؛ دا سربېره پرهغه قوانینو چي د خوراک او څښاک په اړه او دډېرو نورو ورځنیو جزءیاتو په اړه دي چي د دولتي چارو څخه بېلیږي نه.
د دې شيء د رعایت لپاره غربي سیاستوالو جوړه کولو ته مجبوره سوه. دوی فیصله وکړه چي د خپل دین - نصرانیت - ځیني ارزښتونه د دولتي احکامو په جوړولو کي داخل کړي. او یقیناً چي نصراني ارزښتونه غربي بهرني سیاست کي ژوندی رول لري؛ په خاصه توګه د هغه په تَعامُل کې د عالم الاسلام سره. عین وخت کي د نصراني دین ځیني مهم اړخونه خارج وساتل سول. ورستنیو لیبرال غورځنګونو د نصرانیت مقدس کتاب باندي حمله کوي او مدعي دي چي هغه څه چي د هغه په اړه تل دغه اعتقاد وو چي د الله کلام دی فقط د خلګو لیکني دي چي د هغه کلتور څخه متاثره وه کوم کي چي یې ژوند کاوه. دوی د دغه نظر ملاتړ د بایبل د مختلفو چاپونو په وجود چي یو له بل سره متضاد دي وکړ. وايي، ځکه باید ځیني نُصوصي قیوداتو ته - لکه د همجنس بازی تحریم - د ټولني له خوا په یوه معین زمان کي وضع سوي قانون په سترګه وکتل سي څو د دغو قوانینو د مُتابعت لپاره دلیل پاته نسي. دغه غورځنګ د سیاستوالو، مشرانو او حتی د دین د علماءو له خوا ملاتړ موندلی. نتیجه دا سوه چي سېکولاریزم مستقل سوی او نور بېطرف یا بې جانبه موقف ندی. کولای سو ووایو چي هغه خپل ذات کي خپله یو دین دی چي په غرب کي خپل پلویان لري چي نصرانیت باندي حمله او جنګ ورسره کوي.
نو مسلمانان باید د دین او دولت د معاصر موډ په هکله چي د دوی هیوادونو ته راغلی څه موقف اختیار کړي؟ په اسلام کي بنسټیزه عقیده ده چي قرأن سل په سل کي د الله کلام دی او سنت هم د الله وه خپل نبي صَلی الله علیه و سلَّم سوي هدایت په نتیجه کي رامنځ ته شوه. اسلام د دولت څخه بېليږي نه ځکه مسلمانانو ته د دولت او د خپلو ژوندونو د چلولولو لپاره هراړخیزه لارښونه کوي. مسلمانان بله لاره نلري مګر دا چي سېکولاریزم ورټي ځکه چي هغه د الله احکام له خپل مقامه غورځوي.
د سېکولر دولتونو حامیان دلیل وايي چي د یوه دین ارزښتونه د نورو ادیانو پر غړو چي زموږ هیوادونو کي شتون لري نسي تحمیلېدای. په هر حال، که غیري مسلمانان په یو دولت کم یا ډېر وي، سېکولاریزم صحیح جواب ندی. یا خو به غیر مسلمانان په مسلمان دولتونو کي خپله سېکولارسټان وي چي په دولت کي د اسلام د احکامو د ړنګولو پلوي کوي او یا به د خپل دین وفاء داره غړي وي چي غواړي دولت د هغه دین د احکامو تابع داري وکړي. نو د اسلامي نظر مطابق واړو حالتونو سره روغه جوړه نسي کېدای. د کوم شيء یادونه چي باید وسي، دا چي اسلامي احکامو کي نور ادیان ممنوع ندي [یعني اسلامي دولت کي د نورو ادیانو پلویان د خپل دین تابع داري کولای سي]. همداراز اسلام خلګو ته د تشریع او دولت رهبري کولو لارښوني وړاندي کوي چي هغه د دولت د ټولو وګړو تحفظ کوي.
په غرب کي سېکولارسټان به د دې سره موافق سي، مګر بیا دېته ګوته نیسي چي د اسلام تر احکامو لاندي خلګ مساوي ندي. وایي د بېلګي په توګه یو غیر مسلم ریس جمهور کیدای نسي. ښه، د دې حقیقت په جواب کي، سیکولاریزم هم بل شان ندی. هیڅ مسلمان نسي کولای سیکولر دولت کي ریس جمهور سي ځکه اساسي قانون ته د وفاء په عهد کي باید د خپلي عقیدې یوه برخه پریږدي او د سیکولاریزم عقیده ومني چي هغه اصلاً بېل دین دی. د مسلمانانو لپاره د دین لفظ یوازي د عقایدو او عباداتو د مجموعې معنی نه ورکوي، بلکه د یوې ضابطه حیات معنی ورکوي چي هغې کي عقاید، اخلاق، عبادات او د ژوند کولو هراړخیز معلومات دي.
سیکولاریزم نسي کېدای د داسي هیوادونو لپاره حل واوسیږي چي مسلم اکثریت ولري ځکه چي د الله له خوا ورکول سوي عقاید په یوې د انسان له خوا جوړ سوي، کاملاً بېلي مجموعې د عقایدو بدلوي. د دین او دولت تر منځ بېلتون د مسلمانانو لپاره ښه چاره نده ځکه هغه زموږ څخه دا غواړي چي د الله احکام د انسان د احکامو لپاره ترک کړو.
Reply With Quote
(#164)
Old
zaibi1230
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 06-09-2011, 10:12 AM

deeer ala, rora deera deera manana che taso dumra mazidar, ao zra poray sharing oko, hila laro che bya ba hom ta dasi mazidar maloomat share kay
Reply With Quote
Reply

Tags
،, ؟, آداب, آدم, آيا, آیا, اتل, ادبي, ادم, اشرف, الفا, الله, امير, اهد, او, اور, بانک, بدن, بر, برخه, بلخ, بک, بیتا, بی , بې, تر, ترور, ته, توره, تړون, جان, جرګې, جرگې, جنډې, جوړي, جګړه, جګړې, حامد, حقوق, حکم, خ&, خان, ختم, خو, خو،, خوښه, خپل, خپله, خپلو, خېبر, د, دا, دزړه, ده, دولت, دوه, دي, دی, دین, دې, د۵۲, ر&#, راته, راځئ, روان, روح, روز, رول, زموږ, زه, زيری, سره, س , سفير, سمیع, سند, سور, سوری, شاعر, شال, شاه, شخصي, شرعي, شو, شی, شیر, صیب, Ÿ, ضد, غني, فاتح, فيس, قصې, كي, كې, لاره, لايق, لایق, لخوا, لرو؟, لطی, لم&#, لندن, لنډ, لنډه, له, لوی, لړۍ, لکه, لیک, مž, مط , مقرر, ملي, منځ, موسی, موږ, مې, مېن, نه, نو, نوي, نوی, نړي, نړۍ, ه, هغه, هلې, هم, هند, هندي, واجب, وايي, وحدت, وخت, ورته, ورځ, وزلو, وزیر, وفات, ولي, ولی, وياړ, وی, وې&#, يوه, يې, ټولو, پ&#, پرله, پسي, پسې, په, پيل, پيژ, پ©, پښتو, پیسې, ځلې, څخه, څنګه, څه, څو, څیره, چور, چوپړ, چي, چټکې, چی, چې, ژبه, ژبي, ژواک, ژوند, ښاري, ښه, کابل, کار, کافر, کتاب, کرزي, کرزی, کلی, که, کولو, کولی, کي, کيسه, کړۍ, کی, کې, ګاما, ګواښ, ګټه, گرځم, گټې, ی, یو, یوه, یی, ۱۶, ۲, ۲۷۸, ۸۸۸, 0100, 1211, 1222, abdul, afridi, allama, badi, bari, bayan, blog, bloggers, book, cars, cia, commuting, discrimination, empire, evil, gas, guest, gul, habibi, hai, jahani, kandaharay, kgb, khatir, layeq, letter, literature, lost, money, mushayera, muslim, narang, obama, pashta, pashto, pashtuns, poem, poetry, president, saving, stori, sulaiman, the afghan pablo neruda, tips, understanding, word, world, yorkerد, zabhi

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.