Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > General & Leisure > Sports - لوبې
Reload this Page افغان کرکټ اتل ملي ټېم کابل ته راورسیدئ
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,466
Thanks: 1,136
Thanked 941 Times in 702 Posts
My Mood: Happy
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default افغان کرکټ اتل ملي ټېم کابل ته راورسیدئ - 08-19-2010, 04:07 AM

افغان کرکټ اتل ملي ټېم کابل ته راورسیدئ
د افغانستان ملي لوبډله نن سهار ۷:۰۰ بجې د کابل هوائي ډګر ته راوسیدله، د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي لومړی د کابل د کرکټ لوبغالي ته وېوړل شو او له لوبغالي څخه زیات لوبغاړي خپلو کورونو ته ولاړل او ځینې لا په کابل کې پاتې دي.

د لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزی او ویډیو څیړونکی داود بابر او ۱۳ د ملي لوبډلې لوبغاړي کابل ته راورسیدل، د کابل په هوائې ډګر کې د کرکټ بورډ د مسؤلینو لخوا د ګلانو په ګیډیو ټول لوبغاړي بدرګه شول.

د ملي لوبډلې څخه روزونکې کبیر خان او راشد لطیف او لوبغاړی نور علي ځدران په لندن کې پاتې شوي چې ډیر ژر به خپلو کورونو ته راستانه شي، د ملي لوبډلې فیزیو عظیم ملک له لوبغاړو څخه په دوبۍ کې بېل شوی او هغه هم اوس خپل کور پاکستان ته رسیدلئ دئ.

نن په کابل کې د خپلواکې ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د دولت چارواکو لمانځله لارې ټولې بندې وې، د ملي لوبډلې لپاره په کرکټ بورډ کې د دمې لپاره ترتیبات نیول شوي و خو د کرکټ بورډ دفتر د ارګ شاته دی نو لارې یې ټولې تړلې وې، په زیاتو لارو یې موټرو او پیاده خلکو ته هم د تللو ایجازه نه ورکوله نو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته امنیتي کړیو هم ایجازه ورنکړه چې کرکټ بورډ ته د دمې لپاره لاړ شي، همدا لامل و چې لوبغاړي ټول د کابل لوبغالي ته وېوړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو رسنیو لپاره هم په کرکټ بورډ کې د خبري ناستې چارې برابرې کړې وې خو له بده مرغه د کرکټ بورډ مسؤلینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د رسنیو خبریالانو ته امنیتي چارواکو ایجازه ورنکړه چې د کرکټ بورډ دفتر ته ولاړ شي خپله خبري غونډه سرته ورسوي او لوبغاړي ارام وکړي.

کرکټ بورډ په دې اړه ډیر خواشني ښائي چې د افغانستان اتلان په دې شکل امنیتي ارګانونه لمانځي، لوبغاړو هم دمه ونکړه او ستړي ستومانه خپلو کورونو ته روان شول.


afghancricket.af


لــېږل
تبصرې
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to din For This Useful Post:
Reply

Tags
اتل, ته, ملي, ټېم, کابل, کرکټ

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.