Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Pashto Language - پښتو ژبه
Reload this Page په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,534
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه - 08-03-2010, 02:28 AM

په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه
دمېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په نوښت درڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹ کال د زمري په لسمه نیټه جوړه شوه . رڼا مشاعرې ته پر کابل مېشتو لسګونو ښځينه ليکوالو او شاعرانو سربېره له نورو ولايتونوڅخه هم د بهيرونو استازې او شاعرانې هم رابلل شوې وې.
رڼا مشاعره د یکشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د کابل په هوټل کې، د سپېڅلي اسماني کتاب د څو مبارکو ايتونو په تلاوت او یوه ډله نجونو له خوادملي سرود په اورولوسره پرانيستل شوه. د لومړنۍ برخې وياندويانې پاریسه خزان او سوله نیازۍ وې.
په پيل کې ،د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغړې اغلې ساهرې شريف پرانستونې وينا واوروله. دمیرمن بهیر کلنی رپوټ دبهیر غړې آغلې تورپیکۍ مومند ولوست
وروسته د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له خوا د ( کال غوره فرهنګيالۍ) دسروزرومډال ورکړ شو . دغه غوره فرهنګيالۍ ليکواله، شاعره او د مېرمن بهير فعاله غړې آغلې ګلمینې یوسفزۍ وه چې لومړی يې د پېژندنې تر څنګ د هغې کړنې او لاسته راوړنې اغلې برښنا ساپۍپه لنډه توګه ګډونوالو ته يادې کړې ورپسې طلايې مډال او ستاينليک ورکړ شو .
او دمیرمن بهیر تکړه غړو همدارنګه هغو ورڼو او سایټونو ته چې په تیر کال کې یې دمیرمن بهیر دفعالیتونو په ځلولو کې مرسته کړې وه له تاند ویبپاڼه ، ټول افغان، لروبر، روهي، شرنګ ، سمسور او ارین ویبپاڼو او هیواد ورځپاڼې او ښاغلي مجیب لودین ته ستاینلیکونه ورکړل سول.. په غونډه کې تکړه شاعر او لیکوال نجیب منلي وینا وکړه ، غونډې ته دکلتوري ټولنو پیغامونه رارسیدلي و چې له ټولو څخه په مننې سره یوازې دقلم دنړیوالې ټولنې پیغام ددغې ټولنې مشر سید فخر الدین هاشمي ولوست.
د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه . د دې برخې وياندويانې لطیفه لالهاند اواوږۍ امیل وې .
مشاعره دبهیر د دارالانشآ مشرې آغلې توباندا ساپۍ پخپلو لنډو خبرو او خپل شعر په لوستلو سره پيل کړه .
په مشاعره کې سلګونو ښځینه شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او دهیواد له ولایتونو څخه هم نجونو شاعرانو خپل شعرونه دټیلیفون له لارې ولوستل.
بیا په انفرادي ډول او هم په ګروپي ډول دشعر سیالي ترسره شوه.
له ډوډۍ وروسته بيا مشاعره پيل شوه چې په مينځ کې يې موسيقي هم ځای درلوده .
په پای کې د ګډونوالو د رايو په اساس درې غوره شعرونه انتخاب شول. چې شاعرانو ته يې د مېرمن بهير له خوا اېوارډونه او سوغاتونه ورکړل شول .
رڼا کلنۍ مشاعره چې د مېرمن بهير په نوښت دبهير د دوهمې کالیزې په مناسبت جوړه شوې وه د مازديګر په څلورو بجې پای ته ورسیده .

په کابل کې رڼا کلنۍ مشاعرې وشوه

Reply With Quote
Reply

Tags
رڼا, وشوه, په, کابل, کلنۍ, کې

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.