Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page د ځوانانو د سولې ملي جرګې څخه دملاتړ پېغام 
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
IamDZJ's Avatar
IamDZJ IamDZJ is offline
PF VIP
IamDZJ is on a distinguished road
 
Posts: 12,413
Thanks: 17
Thanked 2,604 Times in 1,980 Posts
My Mood: Brooding
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Mar 2010
Location: d ashna pa jaib k
Default د ځوانانو د سولې ملي جرګې څخه دملاتړ پېغام  - 06-26-2012, 06:30 PM


په افغانستان کې دغه اصطلاح ډېره مروجه شوې ،چې : د خلکو زور د خدای زور دې .دا خبره سمه ده ،یواځې انسان دې ،چې د خپل علمي استعداد په مرسته الاهي لوی طاقتونه ، څوک په خپله او څوک د بل په ګټه په کار اچولې شي ، خو ځما په عقیده او ګناهکار به نه شم ،که ووایم ، چې د خدای په مقضي اراده به هم ،وروسته له خدای څخه ،لوی زورور انسان به هغه کس وي ،چې خپل کم طاقت ،په خپله اراده ، دخپلې پوهې په مټ ، دخپلو ګټو لپاره ، په کار واچوي . کله چې د ټولنیز قشر خبره مطرح کیږي ، نو په هره ټولنه کې ، د لوی طاقت ؛لوړ او عصري ،علمي ،تخنیکي درک او فهم ؛تحرک ،Flexibility ( دوضعیت بدلون )او دینامیزم او نوراوصاف خو یواځې په ځوانانو کې لیدل کېدې شي او په لوړ شاخص او افق کې قرار لري، نو په حقه د ځوانانو زور د خدای زور باید وګڼل شي . کوچنیان،البته د راتلونکي په اعتبارد ځوانانو ملاتړي ګڼلې شو او زاړه سره ددې ،چې د پخوانیوکیسو له مخې چا له کمرو غورځولي ،چا د نفس د تزکیي په بهانه ، ځنګل ته لېږلي دي ، خو د اسلام په مقدس دین کې دغه ډول اعمال ناروا ګڼل شوي او مشرانواو خصوصا ً والدېنو ته په زیات احترام او پېر زوینه ،دا ډول تأ کید شوي ،چې : فلا تقل لهما اوف ٍولا تنهر هماو قل لهما قولا ً کریما( جز ۱۵ ،سورة بنی اسرائیل ، ایة ۲۳ ) (ترجمه : مه وایه ته مور وپلار ته کلمه د اف او مه رټه دوۍ دواړه او وایه دوۍ دواړو ته خبره په نرمۍ او ادب سره )او نن زمونږ په ټولنه کې ،د ځوانانو لپاره د لارښوونې او دعاډاډ منه مر جع ګڼل کیږي . البته ، ځمونږ ځوانان ، نن د خپل فهم او پوهې په مټ ، ددې قضاوت لري ، په دې پوه شي چې کوم مشران ورسره په رښتینولۍ چلیږي ، او څوک ورسره ټګي کوي .
نن ،چې ځمونږ ځوانان له نیم قرن تأ مل څخه ،د ځیني مشرانو څخه لار ،بېلول او په نوي روح او تصمیم سره خپله اراده په خپله ګټه عملي کول غواړي ،د ځوانان په طاقت ، هر ډول استعداد او ابتکار دلالت کوي او البته ،چې دځیني مشرانو د اعمالوپه رښتینولۍ به بې باوره شوي او غواړي به خپل تاریخي مسئولیت او رسالت ، په دې حساسو شېبو کې ،په خپل لاس کې واخلي او په خپل آند او خپله اراده یي عملي کړي او پرې نه ږدي ،چې د خپل تاریخي رسالت ، خپل سرمنزل ته په رسولو کې یي تأخیر راشي اودغه عزم او تصمیم د خپل ټولنیز پراخ بنسټه بنیاد په اتکاء دتل لپاره تأخیر ناپذیره او تغیر نا پذیره وګرځوي .
ځوانان ، په یوه هیواد کې ، نه یواځې فزیکي طاقت ، بلکه ، په خپله ټولنه کې د جمعي شعور ، فهم ،درک ،تعقل او نورو مادي او معنوي لوړوارزشونودحقیقت، معیاراو محک ګڼل کیږي اوخپل تصامیم او رسالتونه په معنوي درایت او فزیکي طاقت ، دواړو سره په متوازن ډول ، په اسانۍ سرته رسولې شي . اوسنې ځوانان، څرنګه چې د موجوده حوادثو او وقایعو په جریان کې زیږیدلي او رالوی شويدي ،هر ظلم او ناروا یي په خپل وجود او یاد ډېر نژدې خواخوږي په ځان تجربه کړې او ځغملې ، فکر نه کوم د خپلو مدعیانو او ګناهکارانو په تشخیص او تفکیک کې سهوه اوخطا وکړۍ او ظلم ،ناروا او تعدی خو ځکه حق نه لرۍ ، چې تاسې د هغې پر ضد مبارزه کول غواړۍ او دې ته ضرورت هم نه لرۍ ، چې د دنیا په مخ د ټولو کتابخانو ،انټر نټ پاڼې،کتابونه ، مجلې او اخبارونه ولولۍ ؛رادیو ګانې وارۍ ،تلوېزونونه وګورۍ او واوري او نورو ډول ډول مطلب اشنا غونډو ، کنفرانسونو، سیمینارونو پسې ملک په ملک ، محل په محل او کوټه په کوټه سر ووهۍ ، ددغه خود ساخته او خود بافته بې سواده اکادمیسنانو ،پروفېسرانو ، ډاکټرانو ،انجنرانو او یا خصوصي سپاره لوستونکو ملایانو ، چې اکثرا ً په ډاکټرۍ او پروفېسرۍ او نورو علمي مقامونو او رتبو ،په اعزازي ډول لکه افتخار ي جمهور رئیسانو ، صدراعظمانو ، مارشالانو ، ستر جنرالانو ، قهرمانانو په څېر مفتخرشوي ،وګرځۍ ، بې شمېره حزبونو ، کلتوري ټولنو سازمانونو ، مطلب اشنا،پېسې چاپوونکو سیاسي دکانونو او نورو انساني حېثیت ، آبرو ، عزت ، وجدان ، شرف ، ناموس او وقار ذلیلوونکو او ضایع کوونکو ، . . . عبثومرکزونو ته منډې را منډې او سفرونه وکړۍ، او خپل قیمت بها وختونه ضایع کړۍ .
تاسې ددې ملک ژوندې تاریخ او د وخت د تقاضا او دخپل رسالت او مسئولیتونو په ټولو نزاکتونو اګاهي لرۍ ، تاسې هر څه د خپل وجود په تار او پود ، هډ او پوست ځغملي او تجربه کړي دي ، تاسې د دنیا په ګوټ ګوټ پردي ملکونو کې د بې کسۍ او بې وسۍ نهر نهورې شپې ورځې تېرې کړي او توهین ، تو بیخ او حقارت مود خپلو څخه د پردو او د پردو څخه د خپلو لا زیات ګاللې ،ظلمونه ، کړاوونه ، ناروا ، تېرې ،تجاوز په خپل ځان او یاپه بل خواخوږي او عزیز ، تجربه کړي ،ددغه خپلو او پردو ظالمانو او جفاکارانو هېڅ ډول ناروا او تجاوز معرض ، پرته ددې مرز وبوم مظلوم انسان او خصوصاً ښځې او اطفالو څخه بل څوک نه وو .خپل وجدان ، خپل خدای او عدل انصاف حاضر حضور وګڼۍ ، هغه څه چې مو په ځان نه لورېدل ، دنو رو په حق کې یي هم روا مه ګڼۍ ، خو دظالمانو لاسونه د مظلومانو له ستوني حتما ً لنډول او دغه ظالمان د حق او عدالت محکمې ته سپارل په کار دي .
ته افغان ځوان بچې یي او د افغان ستر قهرمان او لس نمایندګي کوې . ستا تاریخ رنګین او د حماسو او ویاړه ډک دې .مردار خوري او بې ننګي تا لپاره عاردې ، خپل تاریخ د ویاړه ډک او سپېڅلې وساته . نن ټول جهانیان بې وسه شوېدې . نن دټول جهان په بې وزله انسان او اولسونو ظلم او ناروا دوام لري . نن یوځل بیا ټول بې وزله نړیوال انسانان او اولسونه، ستا شازلمي تحرک او دینامیزم ته د امېد سترګې راړولې دي . روس دي مات کړ ، نن یي د دنیاټول اولسونه ، نه پوهېږم په کومه بهانه او انګېزه ، بل نوم خوورته نه پېدا کیږي ، مګر ووایم ،چې د ملوک الاقوامي فساد ، مخدره موادو کر کیله ،نړیوال قاچاق او اعتیاد ،په ښځو او اتیاکلنو نرو او ډېرو تنکیو ماشومانو جنسي تجاوز ،اختلاس،د ماشومانو ،ښځو او نرو تښتونه ،رشوت ،د ملیونونو او ملیاردونو ډالرو او ملي شتمنیو خارج ته تختول ،یا هر نارواکار د جمهور رئیس ،معاونینو ، وزیرانو ، دپارلمان رئیس ، د پارلمان غړو ،والیانو او بل هر یوه کس پورې روا ګڼل او یا په یوه کلمه کې ، انډوخر لپاره راټول کړي او همدغه ډول یوه لوبه د ا یوولسم کال دې ،چې په ملک کې روانه ده او غواړي ستاپه ملک کې، سر له نوي د ځنګل د قانون په بنیاد او یا کاملا ً بې قانونه اوبې مفهومه همغه نړیوال بېن الا قوامي انډوخر او انارشیستي نظام د بنسټ تیږه کښیږدي اوتور یي په تا پورې کړي .ایا د یویشتمې پېړۍ د علمي ،تخنیګي او اقتصادي پرمختګونو ،د اسلام د مقدس دین، سوسیال دمو کراتیزم ، د بشر د حقوقو او نورو بې شمېره ذیروحو موجوداتو حقوقو ته دپاملرنې او توجه تقاضا همدا ډول ده ؟ نن امریکاېې ، اروپاېې ،اسیاېې او ددې نړۍ د بل هر لرې پراته کنج انسان هک پک پاتې دې ، چې دا جاهل او احمق انسانان دا ډول دا ښکلې او دهر ډول نه خلاصېدونکو نعمتونو څخه ډک جهان ولې ،دا ډول په بې رحمۍ سره ورانول غواړي ؟
هو ! نن ددې جهان ټول انسانان ، څوک له مستۍ او څوک له بې وسۍ د خدای په لوی غضب اخته دي ، د امېد سترګې یي تاته در اړولي او یوځل بیا غواړي جفاکارانه تا دخپلو ناوړه او ناروا اهدافو لپاره قرباني کړي . دهرې پدیدي انګېزه اوتحرک تل په افغان او افغانستان پورې تړل شوې او د انعطاف په کګلېچونو او افقونو کې د هر سړښت او بطالت د دینامیزم لپاره ،خو همېشنې علت یواځې افغان او افغانستان پاتې شوې او نن هم ته په حقه را پاڅېدلې یي ، دغه ملوک الاقوامي انډوخر ،چې یي ستا په ملک او ټوله نړۍکې جوړ کړي او دټولو څخه یي د حل لار ورکه ده ، ټول در څخه تښتي او یو ځل بیا تا خپلو سړي خورو ښامارانو او ځناورو ته پرېږ دي او دوۍ به له لرې د څار د دور بینونو څخه خپله ننداره او خوا یخې کوي ، بله چاره دې څه ده ؟ پرته له دې ، همغسې ،چې دې تصمیم نیولې او عزم دې کړې ، قدم په وړاندې ، د خپل مظلوم انسان او ټول نړیوال بې وسه انسان په دفاع او نجات کې ،دعدل ، انصاف او قانونیت تر تحقق او حق حقدار ته د سپارلوتر سرحده پورې ! ایا ته کولې شې د هغه ټولو جنایتونو مسئولیت په غاړه واخلې ، کوم یو چې نړیوالو جنایت کارانو او ستا خپلو خاینو افغانانو ،ستا په ملک کې سرته رسولي ، په غاړه واخلې ؟ ایا ته دا منلې شي ، کوم خپل او پردي جنایتونه ،ظلمونه او ناروا ، تحقیرونه ، . . . ،چې تا په نژدې نیم قرن کې په ځان ځغملي ، ستابچیان یي هم وځغمي او که ته د ځان سپین مخې ونه کړې ، تاریخ ته به مختورې پاتې یي ،ستا بچیان هم مختوري پاتې شي ؟ نه ! ته حق نه لرې . پلار نیکه دې له دې څخه په ډېرو بدو شرایطو کې ، په تش لاس ، دډېرو لویو ظالمانو سره جنګیدلې او تاته یي ازاد هیواد ، پرته له کوم پېغوره په میراث پریيښې دې . ته هم باید دغه رسالت په آمانتدارۍ او ایماندارۍ سره سر ته ورسې !
همغسې ،چې په دې جهان کې هر ملک او اولس ځانګړې د ویاړه او یا د شرمه ډک تاریخونه لري ، د هر انسان ځانګړې تاریخ هم له نېکه مرغه یاله ویاړه ډک او یاله بده مرغه د شرمونو او خجالتونو ډک دې . ته کولې شې ددغه پردو شرمونو او خیانتونو تور په خپله غاړه واخلې او خپلو بچیانو ته یي په میراث پرېږ دې ؟ نه ! داحق هم نه لرې ! پخپله کولې شې هر شرم او تور په ځان ومنې . دا ستا شخصي مرزي او هوډ پورې اړه لري ، خو حق نه لرې ، راتلونکي نسل ته تور تاریخ پرېږدې . او که دې پرېښود ، په همدغه تور نامه به دې یادوي .
ته ولې دغه ډول تورونه او شرمونه په ځان ومنې ؟ ته خو ددې ټولو حقایقو شاهد یي ، ټول تاته معلوم دي ، ټول تا په ځان ځغملي دي ، وېره دې په څه کې ده ،چې سپيناوي ته یي نه راباسې ، پرېږده ،چې هغه پرې وشرمیږي ، چې دغه د شرمه ډک کارونه یي کړي او لا کوي یي .د خلکو له ذهن ، شعور ،درک او قضاوت څخه هېڅ شي پټ نه شي پاتې کېدلې . اولسي او وطني تاریخونه ، خو هر چا لیکلي دي . راشه په تاریخ کې ، د افرادو او ااشخاصو په نومونو د تاریځي اتلانو او شازلمو ویاړونود ډک تاریخ نوې باب ، فصل او متودو لوژي پرانیزه او له دې شرم حضور څخه هم تېر شه ، دوۍ ،چې په خپلو شرمونو نه شرمیږي ، د کلي ، کور ،هم وطن ، ورور ، تربور او نړیوال څخه ، سترګو په سترګو هم شرم نه لري او غواړي د افغان د ویاړه ډک تاریخ ، چې حتا نړیوال پرې ویاړي ، تر ابده شرمېدلې پرېږدي ، ښه به داوي د دوۍ دغه شرمونه د همدوی په نومونو په تاریخ کې ثبت پاتې شي .
هو ! اول خپل تاریخ مردانه وار ،په ایماندارۍ او آمانت دارۍ سره ولیکه اوبیا د ورو ، که خیانت یي کړې وي ، رسوا یي کړه او ورپسې ددغه خاینانو جنایتونه ټکي په ټکي او کلمه کلمه ورپسې ولیکه، خو د شرم او خیانت ځالې په هیواد کې مه پرېږده ! که همدا روش او اصول دې خپل کړل او رښتینې وې .الله دې مددګار او برې دې په نصیب دې .

__________________
ډاکټر حرکت.



I am no bird, and no nest ensnares me.

non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

Last edited by IamDZJ; 06-26-2012 at 06:33 PM.
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to IamDZJ For This Useful Post:
din (06-28-2012)
Reply

Tags
جرګې, د, سولې, ملي, څخه

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.