Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page لنډه کيسه...ليکوال فيروز افريدي
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 590
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default لنډه کيسه...ليکوال فيروز افريدي - 04-17-2012, 10:35 AM

لنده قيصه

د فيروز افريدي افسانې
رښتونې واقعات
عرض مصنف
ګرانو لوستونکو
زما 28 کاله عمر په عربي هيوادونو کښې تير شو.
زما په وړاندې ډيرې داسې واقعې او پېښې تيرې شوې دي چې که هغه قلم ته وسپارلې شي نو د راروان نسل د پاره پکښې د نصيحت او سبق ډير څۀ موندلې کيږي
ټول واقعات ريښتوني دي .په دې لنډه قيصه کښې نومونه او ځائيونه فرضي دي،او ځيني بيخې د پردې خبرې پکښې نه دي ښکاره کړې شوي نور ټول واقعات ريښتوني دي.
په درناوي
مصنف
------------------------------------------------------------
منظور سره زما ملاقات په داسې عجيبه حواله وشو چې لږې شيبې له په دې پيژندګلو زه پيښمان هم شوم.
د هغوئي د خاندان دا ازادانه ماحول زما خوښ نه وو،په عرف عام کښې داسې کورنئ ته خلک خوشحاله کورنۍ يا برګر فيملي وائي.
منظور چې کله د پاکستان نه عربو دغۀ هيواد ته راغلو نو څو ورځي خپل اوښي سره په کور کښي اوسيدو خو د او خي کور ئې د ښار نه لږ بهر وو
يوملګري سره په ديره کښې ځائي کړو منظور ئې د
چې د دغه ځايه به ځان له کار روزګار وګوري.
منظور هم لکه د نورو خلکو په شان ځان له د موټروانئ لائسنس را واخيستو
په عربي هيوادونو کښې د کاميابئ د پاره اوله پوړئ د ډرئيورئ لائيسنس ګڼل کيږي. اوښي ورله يو درې ټنيز پيک اپ واخيست. چې دغۀ پيک اپ د دې مارکيټ نه چلوه.ځان له په مزدوري کوه.
منظور تر دولسم پورې سبق وئيلې وو ،
په شکل صورت ښائيسته وو. او په وطن کښې ئې لږ ازاد او نيازبين ژوند تير کړې وو
.
څو مياشتې ئې پيک اپ وزغلو خو لکه عربو ته راغلي د هر يو نوي کس په شان منظور هم د زر زر مالداره کيدلو او مخکښې تلو په هڅه د ډيرو پيسو د ګټلو په تکل کښې وو .
ډير زر ئې د پيک اپ د مزدورئ نه ئې زړه موړ شو او چرته د نوې نوکرئ يا بزنس په تلاش پسې ئې هلې ځلې شروع کړي.
اوښئ ئې هم دوړه باز غوندې وو او هغه ته ئې شنې سرې جوړې کړې وې چې دابه کوو او داسې به کيږي.
څه موده پس چې کله کار يا څه نوې بزنس ئې و نه موندو نو منظور تنګ شو او اوښي سره ئې هم تراخې ترشې اوئيلې،مجبورا اوښي ورله ټيکسي واخيستو.
په ټيکسي کښې د منظور دنيا بدله شوه..د کور غم د دۀ سره هسې هم نه وو ،واده ئې نه وو کړې يو ورور يوه کشره خور او يوه مور ئې په وطن کښې هم د اوخي په کور کښې اوسيدل،پلار ئې چرته غير ملکي ښځې سره بل ځائي اوسيدو.
خور ئې په سکول کښې استاذي کوله کشر ورور ئې سبق وئيلو او مشرې خور کومه چې دلته په عربې هيواد کښې د خپل
خاوند سره اوسيده او د خاوند د پيسو واک او اختيار هم د هغې په لاس کښي وو ، د منظور په وطن کښې کورنئ ته مياشت په مياشت خرچه به هم دغه مشرئ خور ليږله .
په منظور د کور ذمه واري نه وه هغه به په ټيکسې کښې ځان له ائيرکنډيشن او ټيپ ريکارډر لګولې وو او د خوند رنګ سوارلئ به ئې پکښې وړلې راوړلې.
د شکل صورت نه سور سپين او ښائسته سمارټ او تعليم يافته ځوان وو، ځان له ئې يوه رنګينه دنيا سازه کړه او بيا به ډير کم زمونږ په نظر راتلو
څو ورځو کښې معلوم شوم چې منظور خو بيخي بدل شوې دے.پينټ شرټ او ټائي چشمې ئې اچولې وي او قسم قسم ښځې ګرځوي.
يو ځل نيم مو په خپله هم وليدو او اواز مو پسې هم وکړو خو منظور ځان ناغرضۀ کړو او ټيکسې ئې په هوا د هغه ځائه اويستو.
منظور به بيا په هغه ځائي کښې نه ګرځيدو چرته به چې د هغه پيژندګلو کسان ګرځيدل.
يوه ورځ منظور ما په يو هوټل کښې ګير کړو چې د سحر ناشتې ته ناست وو.
خير منظوره .
هډو ښکارې نه ظاليمه!!
ژوند دې لکه ښۀ غوړ دے ،ماشالله دا څومره سمارټ شوې ئې؟
ما په اواز وکړو .
هغه هم ما سره ګړه بړه وکړه او د چائ ناشتې ست نه وروستو ئې ډير په خوند کښې اوئيل چې يار شکر دے چې ژوند مې په خوند رنګ دے تاسو خو په ما پيک اپ چلوو توبه خدايه څومره ګرمئ کښې !!!
خدائي دې د فلانکي سره ښه اوکړي چې د ټيکسي مشوره راکړه او پيسې ئې هم راکړي.
منظور ماته داسې د ګيلې او شکايت ډک ځواب راکړو چې ګني دې کښې ټول زما قصور دے.
د کوم سړي نوم چې منظور واخيست هغه هم ښۀ عياش سړې وو او د منظور سره دوستي ئې هم د څه مقصد لاندې جوړه کړې وه.
کال پس خبر شوم چې منظور خپل ټيکسي په يو ولاړ ټرالر کښې وروهلې دے. منظور خدائي پاک بچ کړې دے خو ټيکسي ئې چورلټ ختم شوې او کچرا شوي دے.
منظور يو ځل بيا د اوښي در ته کيناستو او مياشت نه وه تيره شوې چې هلته ئې اوښې سره لاس واچولو او هم دغه ورځو کښې يوه ورځ زما دفتر ته راغلو.
د راتلو سره سم ئې زما منت شروع کړو چې په خدائي به شي او په تا به شي .ستا ډيرو خلکو سره تګ راتګ دے او سوشل حلقه دې هم زياته پراخه ده زما د پاره څه کار روزګار وګوره.
زما په زړه وخوګيدو او ورته مې اوئيل چې ښه سمه ده چا سره به خبره وکړم.
څو ورځې پس يو اشنا ملګري راته اوئيل چې زما د پاره يو تعليم يافته او سوشل مائينډډ ډرئيور پکار دے خو چې خپل کار کښې ايماندار وي.
ما زړه کښې کرل ريبل چې منظور ورله وروليږم که نا
ځکه چې داسې اعتباري هم نه وو او دغه سړې او د هغۀ کورنۍ ډير اعلي تعليم يافته او د يو لوئي ملک باشندګان وو،اګر چې هغوئي هم زمونږ د ملک نه سابقه وطني وو خو اوس ئې جنسيت بدل کړې وو.
خير ما زړه کښې اوئيل چې کيدې شي منظور دلته سم شي او خپل کار سره کار ولري
پردې وطن دے او بيروزګاري د سړي ملا ماتوي.
ماښام زه د منظور سره د هغه سړي بنګلې ته لاړم هغۀ په ډير ښائسته ساحه کښې اوسيدل.
د کور کرايه ئې د حکومت له لوري وه په کور کښې ئې ښځه،بچي او يوه فليپنئ خادمه هم وه
د کور مالک او ميډم په يو ځائيګي کښې په ډيره لوړو عهدو کار کولو.
ما منظور ته خپل پالتو پينټ او شرټ ورواغوستل او د کور مالک سره مې د ده نوکري پخه کړه.
منظور په مرسيډيز ګاډي کښي ماشومان سکول ته وړل او کله کله به ئې ميډم خپل د کار ځائي نه راوستله .
منظور به چې کله د کور د کارونو نه اوزګار شو نو په خپله کمره کښې به فلمونو ته کيناستو ورو ورو ئې د دې کور د فليپنئ خادمې سره لين دين جوړ کړو،
څه دوه مياشتې پس منظور ما ته فون وکړو چې زه ستاسو دفتر ته درځم خو په داسې وخت کښې چې نور څوک نه وي ځکه چې ما سره به خاص ميلمانه هم وي.
ما تشويش غوندې وکړو خو بيا مې ورته اوئيل چې ته يوه بجه راشه نو زه به دفتر کښي يوازې ووم ځکه چې په عربو کښې د اتو نه تر دولسو ډيوټي وي بيا تر څلورو بجو پورې چهټي وي او بيا د څلورو نه تر شپې اتو پورې بيا ډيوټي وي..اوس د يو شفټ ډيوټي هم شروع شوې ده خو هغه وخت به داسې تقريبا په هر دفتر او عن چې په بازارونو کښې هم چهټي وه.
منظور څه د پاسه يوه بجه زما دفتر ته د دوو پيليپينئو انجليو سره راغلو .
په دفتر کښې نور څوک نه وو زه په خپل کمره کښې ناست ووم او منظور سره مې چې داسې شوخې شنګې انجلئ وليدې نو په وړمبي فرصت کښې وارخطا شوم او بيا مې سم دست د ايم ډي کمرې ته دننه کړل ځکه چې که څوک نه وو بيا هم د چا د راتللو امکان مو نه شو رد کولې.
ما هغه ته اوئيل چې دا څوک دې راوستل او ولې؟
هغه اوئيل چې دا يوه بس زما ښځۀ وګڼه ځکه چې دې سره زه عنقريب واده کووم او دا بل د فلانکې صيب په کور کښې کار کوي او کامرس ګريجويټ ده.
ما ورته اوئيل چې د خدائي بنده دا دې څه مردار کار وکړو که څوک راغلل نو زه به په مفتو کښې بدنام شم.
هغه اوئيل چې نه يره دا خو زه هر وخت چکر له راوباسم.
ما ورته اوئيل چې ته به ئې ګرځوې خو زما ځائي ته دې ولې راوستلې؟
هغه اوئيل!
زما دغۀ ګرل فرينډ لګه بدګمانه شوې ده ما ورته وئيلي دي چې زه تا خپل مشر ته بوځم هغه به تا ته اوائي چې زما بله ښځه نيشته.
ما ورته اوئيل چې دا د ښځو په ازار ما ولې وهې ورک شه مړۀ.
هغه اوئيل چې قسم دے دې سره زه واده کووم ځکه چې دا مسلمانه ده او ښائيسته ايجوکيټيډ ده او زما د وطن د ودونو هسې هم وس نه کيږي پلار مې هم دوئيمه ښځه غير ملکي کړې ده او زه به ئې هم کوم
په ما هيڅ پابندي نشته او نه زه د چا پابندي منم
ما نه هغۀ انجلۍ د دۀ د وړاندې تپوس وکړو چې انکل !!
د منظور بله ښځه شته؟
د دوو بلبلو په مينځ کښې د انکل د ا تورې راباندې لږ* زيګ زيګ غوندې ولګيدو ،ځکه چې زه که هر څو خفه او غصه هم ووم خو دغه د دوو شوخو جينکو دا ماحول بيخې رنګين کړې غوندې وو،او له دومره بوډا خو نه ووم.
ما هغې ته په نيم خوالۍ سره داړې چينګې کړي او ورته مې اوئيل چې له تر اوسه خو ئې واده نه دې شوې ، د مسقبل نه الله خبر دے.
....هغې انجلئ اوئيل.
نو نو...
زه بل واده نه منم.
دا خو ستا په مينه او پوهه پورې اړه لري چې ته دې څومره په کنټرول کښې ساتلې شې.
ما هغې ته ځواب ورکړو.
دواړه انجليو په يو ځائي وخاندل.
دغه بله جينئ ډيره ښائيسته وه او زما نظر په لږ لږ خوږيدل شروع شوي وو.
دا خو ډيره سمارټ انجلئ ده؟
ما د محفل په دې رنګ کښې يوه شګوفه ورلړه کړه .
ولې نا..دا زما خوږه ملګرې انجلينا ده او په ما ډيره ګرانه ده.هغې د خپلې ملګرې نه دواړه لاسونه ارتاؤ کړل او په اننګي ئې بوسه هم ترې واخيسته
خو د دې بوائے فرينډ شته !
د منظور ملګرې په دې منځ کښې لکه چې ترې هير وو خبره ورزياته کړه.
په دې خبره زه لږ بې خونده شوم خو ما وئيل مړه دا د عيش دلداده خلک دي نن ئې يو بوائے فرينډ وي سبا بل.
زه د دې ملګرې سره په دې بله کمره کښې د دې ښځې نه پټې لږې خبرې کوم ته تر هغې د دې سره ګپ ولګوه.خو چې خفه درنه نه شي.
منظور ما ته ګواښ ګوندې وکړو.
زه د الله ساده يم فورا مې په هغه يقين وکړو او زړه کښې مې د دغۀ ښائسته انجلئ سره څو د تنهائي لمحو ته هم تادي غوندې شوه.نو ما هډو په منظور څۀ شک ونکړو.
په وتلو کښې ما منظور ته اوئيل چې زر راځه چې بيا زه کور ته هم ځم.
خير چې منظور اوو تو نو دغه انجلئ او زه په کمره کښې يوازې پاتې شو..زما په ذهن کښې يوه رنګينه دنيا ورور ورو سازيدله او د هندي فلم هغه سندره فورا راياده شو
هم تم ايک کمرے مي بند هو
او چابي کهو جائے.
زما په ذهن باندې اوس د نفس غلبه زياتيدله
ستا نوم څه دے؟
هسې د خبرو پئيل کولو په نيت ما يو ځل بيا د هغې د نوم پوښتنه وکړه.
انجلينا
هغه موسکئ شوه او ډير په مکيز سره ئې خپل نوم راښکلې غوندې وښوو.
ستا بوائے فرينډ چرته اوسيږي؟
ما ډير په اشتياق خپله جمله ورلړه کړه.
دا ډېر پرسنل سوال نه دے؟
انجلئ زه لږ رايسار غوندې کړم
سوري.
ما ورته خپله پښيماني ښکاره کړه
زه د خپله ځايه اوچت شوم او دوه درې قدم مخکښې وروستو تلو راتلو نه پس بيرته په صوفه کيناستم
تاسو له چائي راوړم که يخ؟
ما وئيل چې څه د خبرې جوړيدو جواز خو پيدا کړم.
نو تهينکس!!
مونږ به لنچ د پاره کنګ کباب ته ځو او هلته به خوړل څخښل کوو .
اوه ائي سي !!
منظور او د هغۀ فرينډ ډير وخت تير نه کړو؟
ما وئيل که چرته د دې پام هم دغه مزو ته راوګرځيدو!
اوه يس!
پکار خو ده چې راښکاره شي.
ما تندې ترش غوندې کړو او هغې ته مې اوئيل.
دوئي دواړه مزې کوي او زه او ته ساړه ناست يو!!!
زړه کښې مې وئيل که چرته د واورې دا چم وئيلي شو.
امم.
.دوئي نزدې ملګري دي کنه ؟
مونږ نه شو جوړيدې څۀ؟
د هغې د خلې نه د خبرې وتلو وروستو
ما هم د شرم قبا د غاړي اويسته او برجسته مې ورته اوئيل .
نو نو
زه خپل ملګرې لرم.
زما بوائے فرينډ شته.
زه هغه له دهوکه نه شم ورکولې..
تا ته معلومه نه ده چې دا زمونږ کلچرنه دے.
د خپل ملګري پرته بيا بل سره داسې تعلق نه شو ساتلې.
هغې زما ټوله خواري عبث وغورځوله
ما وئيل
هسې د خوند رنګ د پاره کله کله.
نو.نو...!
خير زه هم ورنزدې شوم ما وئيل چې يار دا خو لکه په سمه خبره نه پوهيږي
ما د هغې لاس د نيولو کوشش وکړو ما ورته اوئيل تا ته پته شته چې زه هسې خوار خوشې سړې نه يم د دې شريکې جنرل منيجر يم
ما په دې انجلۍ د خپلې رتبې رعب اچولو يو ناکام کوشش وکړو.
نو زه څه وکړم؟
زه هم بازاري انجلئ نه يم چې هر سړي سره سواريږم؟
هغه بيا زما هر څه په سوړ سيند لاهو کړل.
مړې ته به کيدې شي هسې ست غواړې.هسې ژوند انجوائے کول پکار دي.
او دې سره لږ غوندې مې ځان ورنزدې کړو.
هغۀ د خپله ځايه پاسيده او ما ته ئې دړکه وکړه که چيري ته نه سميږي نو زه د دې ځايه ځم
نه نه سوري سوري.
ما خو تا سره ټوقې کولې.
زه ستا قدر کوم چې ته د دومره د غټ کريکټر انجلئ ئې.ما سوچ کولو راشه د منظور د چنغلې دغه ملګرې معلومه کړه.چې د دې کريکټر څنګه دے.
ته پخپل ځائي کښينه پليز.
زه بلکل تاسې ته هيڅ نه وايم او پليز چې مائينډ نه کړې*او نه منظور ته اوائې ځکه چې هغه زما ډير احترام کوي او هسې نه چې ما نه خفه نشي.
زما په زړه کښې د منظور د پاره اور بل وو او غوښتل مې چې څومره زر کيدې شي د مصيبت د دې ځايه اوځي.
د انسان نفس ډير ګنده څيز دے کله چې د هغۀ د خوارک شې حاصليږي نو ټوله دنيا په اور اچوي او کله چې د نفس خيټه مړه شي يا ناکامه شي نو بيا ئې ډار او يره راوخلي.او په خپلو کړو پښيمان وي زه هم ويريدم .
ماته هم دا دواړه انجلئ اوس د شيشکو په شان ښکاريدې.
زه والله که په دې خبره پوه ووم چې منظور د خپلې ګرل فرينډ سره يواځي څه کول غواړي ما وئيل ګوندې څه د پردې خبرې به کوي.
په داسې ډيرو موقعو ما کله هم په بل چا څه بد ګماني نه ده کړے.
په منظور مې د کمري ور اواهو او ورته مې اوئيل چې انجلينا تلل غواړي وائي چې ناوخته شو او نه ايساريږي هسې نه چې لاړه شي او بدنام دې کړي زر راووځه..
هغوئي لږۀ شيبه پس راووتل او ما ته ئې اوئيل
تا خؤ به څه ورته نه وي وئيلي؟
زما په زړه کښې يوه لويه کنځله راپورته شوه چې دې اوس زما په ځائي کښې زما نه پوښتنه کوي.
خو دا هر څه مې وزغمل او ورته مې وئيل چې نا . معلوميږي داسې چې د هغې تادي ده.
ښه ښه خير دے..بس مونږ ځو اوس دوئي له به لنچ هم ورکوم نن.
ته ځي مونږ سره؟
ما وئيل زما د پلار هم توبه ده ،خو ځان ورک که د دې ځايه؟
منظور زما په وران شکل پوه شو او ځان سره موسکې غوندې شو .
او هغوئي ته ئې اوئيل چې تيارې شۍ چې ځو.
دوئي زر زر ځان تيار کړو او زما د افس نه اووتل
ما زړه کښې اوئيل يار زه اوس دومره خو بوډا هم نه يم دغۀ 35 -36 کاله عمر څه دومره ډير خو نه وي او دا شکل مې هم دومره بد خو نه دے چې څوک راته انکل وائي او څوک راته هيڅ لفټ نه راکوي
بيا مې يو سوړ اسويلې اويستو او په خپل نفس او شيطان مې لعنت اوې چې هغۀ کرسټنه ځوانه پيغله هم زما نه ښه وه .بيا مې شکر اوباسلو چې د لوئې ګناه نه بچ شوم،.
منظور چې لاړو نو ما هم د دفتر نه خپل ديرې طرف ته پښې سپکې کړې.
په سحر چې دفتر ته راغلم نو پرونې ټول واقعات مې په خيالونو کښې چورليدل.
زه په دې هم پښيمان ووم چې د هغه کور والا پاکستاني نژاد برټش داکټر چا چې زما په خواست دغه منظور بدبخته له نوکري ورکړې وه او دې هــډ حرام ته ګوره چې هم د هغه کور په تالي کښې ئې سورې وکړو په کوم کښې چې خوري څښې.
يوه مياشت وروستو خبر شوم چې منظور پوليس نيولې دے .منظور اصل کښې هغۀ د ډاکټر کور پريښودلې وو چرته چې ما په کار ورسره کړې وو او دغۀ وخت د بل چا انګريز پائيلټ په کور کښې ډرئيور او د کور منتظم غوندې نوکر شوې وو.
هغه پائيلټ د چا شاهي خاندان د يو اعلي وګړي سره نوکر وو اکثر به په هفتو او مياشتو نه وو.
نو په دغه دوران کښې به منظور د هغۀ په مرسيډيز کښې کله يوه پليپنئ او کله بله څوک ګرځوله او دغه کور ته به ئې راوستله.
څوکسان پښتانه او پنجبيان ملګري ئې په هم په دغه عياشئ کښې ځان سره ملګري کړي وو.
خو منظور دا ځل د فيلپنئ سره نه بلکه دې يوې پښتنې کوژدن شوې انجلئ سره نيولې شوې وو.
او د ټولو نه زياته خطرناکه خبره هم دغه وه .اکثر به مونږ په خپلو مجلسونو کښې نورو کشرانو ملګرو ته هم دغه تاکيد کولو چې په پښتانه معاشره کښې يوه ښځه که د هر څومره کمزوري سړي لور خور وي بيا هم د هغې د عزت او عصمت بدل د هغې تربور عزيز هم نه پريږدي.
دغه طرف ته هډو پام ونکړئ.
په دغه شپه منظور دغه جينئ د کوره راويستې وه او خپل د مالک په کور کښې ئې دوه درې ساعته ورسره د تيرولو وروستو چې د بانګونو په وخت کور ته بيرته ستنوله، نو پوليس ورته د انجلۍ د پلار د کور په دروازه کښې ولاړ وو.
د شپې د ښځې مور چرته اوبو څښلو له راپاسيدلې وه .د لور کټ ئې خالي وو هغه اخوا ديخوا ولټوله خو چرته ښکاره نه شوه
زر زر ئې خپل ځامن راپاسول بيا هغوئي هم چې هر طرف انجلئ لټولې ده ،او انجلئ ئې پيدا نه کړه نو پوليس ته ئې ټيليفون وکړو .پوليس په لسو دقيقو کښې راورسيدل.
او دوئي ته ئې اوئيل چې بس نور کار زمونږ دے تاسو دننه په ارام کښينئ.
منظور چې څنګه د هغې د کور ور ته خپل ګاډې ودرولې دے پوليس ئې په سر نيغ ودريدلي دي او سره د دغه پيغلې ئې مرکز ته رسولې دے
په داسې کارونو ټول پښتانه خواشيني کيږي.
چې څوک هم پښتون په داسې تور کښې ونيولې شي نو بل سنجيده پښتون خامخا خفه کيږي بيا چې په پردي وطن کښې د وطن ښځه بدنامه کيږي نو په هغې خو څو ورځي خفګان وي .
زه هم خفه شوم چې ظاليمه منظوره.
اول خو دا کارونو نه د اسلام د لوري ښه دي او هم په پښتنه ټولنه کښې د داسې سړي سترګې د خپل خاندان او وطنوالو په مخکښې ټيټي وي.
دا خو پردې وطن دے خو په وطن کښې د داسې پيښې علاج صرف د ټوپک ګولئ ده.
خير خبره په ديرو او حجرو کښې خوراه شوه..د داسې کارونو ملګري هم وي هغوئي منډې ترړې جوړې کړې د انجلئ پلار او وروڼه ئې رضا کړل،چې اوس هسې هم غلط کار شوې دے ،پردې وطن دے او لور ته به دې کوړي او د بند سزا ورکولې کيږي نو روغه جوړه وکړه دواړه به يو بل ته په نکاح کيښې ورکړو .
پلار او وروڼه ئې غريبان رضا شول په شريکه قاضي ته لاړل او قاضي ته ئې اوئيل چې مونږ به دا دواړه سره يو بل ته په نکاح کړو..
قاضي د دوئي دا خبره و نه منله او
منظور او هغه انجلئ چا چې د اول نه د پوليسو او قاضي په وړاندې اقرار کړې وو، شپږ مياشتې جيل او 80 کوړې سزا ورته واوروله.
دوئي جيل ته وليږل شول ،د منظور هغه اوښې به کله کله زمونږ د ملګرو ميځ ته راښکاره شو او شور او وير ئې جوړ کړې وو چې زما خبره ئې نه منله او د فلاني فلاني د لاسه دا ټول کارونه وشول.
زما دومره تاوان وشو .ما له به دا اوس څوک راکوي؟
شپږ مياشتې پس منظور چې کله د جيل د سزا خلاصيدو وروستو د يوې اونئ په ضمانت راووتو. دغه انجلئ او منظور د جرګه والو په فيصله د نکاح د پاره د قاضي دفتر ته بوتلې شول .
نکاح ئې وتړلې شو خو د عربو په ملک کښې مجرم که قاضې پريږدي هم خو پوليس ئې نه پريږدي.
سم دستي ئې ورته د ټکټونو راوړلو اوئيل.
چې دا به د دې ځايه شړل کيږي
د انجلۍ وړوڼؤ او پلار ورله پيسې هم ورکړې چې په وطن کښې بس په خپل کور کښې اوسيږه او مونږ به درله د کور خرڅ درليږو.
منظور د نوو اوښيانو سره په موټر کښې کله يو ځائي کله بل ځائي ته منډي ترړې وهلې. ډيرو خلکو زور ولګوو چې دا دواړه هم دلته پاتې شي خو د عربو پوليس زمونږ د وطن د پوليسو په شان رشوت خواره خو نه دي .هيڅ کار ئې جوړ نه شو.
منظور په خپلو کړو پښيمانه نه وو،او نه ئې سترګې ټيټې وې .
مشر اوښي ئې زما په وساطت يوه جرګه ګۍ غوندې په منظور وکړه چې زما هغۀ ټولې پيسې به څوک پريکوي؟
منظور زما په مخکښې ورته اوئيل چې د څۀ شي پيسې؟
او چورلټ انکار ئې وکړو چې ستا هڅ پيسې ميسې نشته.
خبره دې حد ته ورسيده چې منظور ورته دا هم اوئيل چې په وطن کښي په کوم کور کښې زه اوسيږم د هغه کور ذکر ونکړې،او نه ئې نوم واخلې ګني ګيلټ به درباندې ويلې*کړم.
خبره هم دغسې ورانه پاتې شوه په مقرره تاريخ منظور سره د دغۀ نوې ښځې په جهاز کښې وشړل شول.
څه موده خو منظور او د هغه ناوې ښځه په مزو کښې وو
د منظور د سترګو نه شرم الوتلې وو او هيڅ پرواه ئې نه وه چې ګني ما چرته بد کار کړې دې.
هلته ئې د ژوند ژواک د پاره منډې ترړلي شروع کړې.
دلته ئې سخر خواښي ته هم زور ورکولو او د پيسو ورليږلو غونښتنې ئې هم زياتې شوې.
کال نه وو تير چې منظور د سخر له خو په ليږلې شوو پيسې پسې د سخر کلي ته لاړو .
هغلته چا د دغه جينئ چنغول خبر کړو چې هغه کس ستاسو کلي ته راغلې دے کوم چې د هغه په نامه منسوبه انجلۍ اول بدنامه کړه او بيا ئې په نکاح کړه.
منظور په ښار کښې ستر شوې وو هغه ته د کلو او قبائيلي معاشرې کښي د داسې قسم پېښو او ورپسې د بد انجام نه څه اندازه نه وه.
منظور ښۀ ډاډه وو چې بس ټولې فيصلې شوي دي او ما ته هيڅ خطره نشته خو په پښتنو کښې خلک د ښځې ،لور خؤر د عصمت بدل ضرور اخلي.
په حجره کښې چې څنګه منظور ورننوتې دے هغه هلک ئې په سر پورې تماچه ونيوه او هيڅ څۀ د خوزيدو موقع ئې ورنکړه.
پوره شپږ ډزه ئې اويشتو.
منظور په ټکي مړ شو او خلکو د هغه هلک په دې کارنامه افرين اوئيل.
د منظور ښځه نن هم د يوه ځوئي سره کوم چې د منظور د مرګ نه وروستو پيدا شوې وو د منظور د مور
سره ناسته ده.
هم دغسې د يو کس په لاپرواهئ او بې ځايه ازادئ ټوله کورنئ تالا ترغه شوه.
----------------------------------


Reply With Quote
The Following 2 Users Say Thank You to Feroz Afridi For This Useful Post:
badmash_khel (04-21-2012), din (04-18-2012)
Reply

Tags
لنډه

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.