Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Literature - ليكنې
Reload this Page The difference between ...
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Roshina
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default The difference between ... - 06-17-2010, 04:32 AM

This isn't a smart question, but I really, really want to know.

Someone, please tell me what the difference between the following is:

Ghazal
Tapa
Sheryr
Sandara

Sometimes, I listen to a song that is titled "ghazal" or "tapa," and I'm like what?

I think there are some other categories of music as well. Whatever they are, please define them. I asked someone before, but the answer wasn't clear for me.

Thank you in advance!
Reply With Quote
(#2)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 14 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 06-17-2010, 04:58 AM

Soon i well post about these "Asnaaf of pashto literature" (probably today or tomorrow)...and will discuss each in detail....I have already posted articles about "Tapa" and "Marsia" just search these articles in our literature section...that will help you alot.....

Regards,
Yousafzai


Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Yousafzai Pakhtun For This Useful Post:
(#3)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 14 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 06-17-2010, 07:07 AM

اولسي شاعري او د هغې صنفونه


اصناف د صنف جع ده د صنف معني ده قسم. د اصناف معني شوه قسمونه. د اولسي شاعرۍ په اصنافو کښې د ټولو نه مشهور صنف ټپه ده.

ټپه: ټپه په ګڼو نومونو يادېږي لکه لنډۍ، مصرعه، ټيکۍ، ستاينه او ناره.
د ټپې فني جوړښت:
ټپه د يوې نيمې مصرعې نه جوړېږي اول مصرعه ئې نهۀ سېلابه وي. او دوېمه مصرعه ئې ديارلس سېلابه وي. لکه:
زما همځولي ملايان شول
زۀ د جانان مينې له علمه وويستمه
زۀ د ګلاب د ګل دپاره
د باچا لور يم د باغوان سلام کومه
غوټۍ په باغ کښې په خندا شوه
بورا پرې شپې سبا کوي چې ګل به شينه

د ټپې تاريخ:
د ټپې تاريخ دومره زوړ دے څومره چې پښتو ژبه زړه ده. ټپه د پښتو د اولسي يا ملي شعرۍ د ټولو نه وړومبے صنف دے چې تخليق شوے دے. ټپه د پښتنو د عمراني تاريخ يوه دېره لويه ذخيره لري. د اولسي ادب د ماهرانو د تحقيق مطابق......... کاله زوړ تاريخ په ګوته کوي:
سپوږميه کړنګ وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه
د ځينې ماهرينو دا خيال دے چې دا دوېمه ټپه د پشتون قام هغه اجتماعي لاشعور په ګوته کوي کله چې دوي د زردشتې مذهب د اثر د لاندې وو.
مازيګرے دے ښېرې مۀ کړه
تۀ به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه

د ټپې موضوع:
څومره چې د ژوند ساحه پراخه ده دومره د ټپې موضوع پراخه ده. ټپه د پشتون قام د ژوند پوره آئينه ده. د ټپې شاعر يا خالق معلوم نۀ دے. پشتون من حېث القوم د دې خالق دے. وئيلې شي چې د ټپو په جوړولو کښې د ښځو برخه زياته ده.
په ټپه کښې د پشتون د مادي ژوند هر څيز لکه کور، د کور لوښي لرګي، دروازې دېوالونو، بام او برج، کالي پتري، زميداري، د زميدارۍ اوزار، څاروي، پوله پټے، د مذهبي او روحاني ژوند سره تړلې ټولې عقيدې، توهمات، کوډې، تعويذونه، د خوش بختۍ او بدبختۍ وختونه او علامتونه، مرګ او د مرګ سره تړلي غمژن احساسات او جذبات، جنت او دورزخ، دغه رنګ د نفسياتي ژوند سره داخلي ؟؟؟؟؟؟؟ د جمالياتو په حواله د ښائست ښکلے کېفيات ګلونه او رنګونه، فطري نندارې، د مينې او محبت نارينه او ښځينه جذبات او تخيلات د ټپې د نازک مزاج لويه سرمايه ده:
کور دې د لوړو غرو پناه دے
وريځه نۀ يم چې په غرۀ در جيګه شمه
کور دې په کلي کښې معلوم دے
د دروازې په سر دې ګل کرلي دينه
پشتون په توره کښې پېدا دے
په توره لوئے دے هم به مړ په توره شينه

په اخرت چې خدائې قاضي شي
زړۀ به کاغذ ستا د جفا وړاندې کومه

په دنيا مۀ نازېږئ خلقه
د شاهجهان باچا نه پاتې شول تختونه

د هندوستان سفر دې لنډ شه
زما په تور اوربل کښې سپين ولګېدنه

ښه ده چې حال دې رامعلوم شو
زۀ خبر نۀ وم په راهر دې نازېدمه

يا د وړې جينۍ خندا ده
يا د مومندو د سر پوښو دي غږونه

د جينۍ درې څيزه مزه کا
زري پڼې، ګېډے پرتوګ، لنډ قدمونه

د ټپې نور بدل شکلونه:
په پښتنو کښې د ټپې د دې عام مروجه شکل نه علاوه ځينې قبيلو کښې ټپه لږ په بدل شکل سره هم وئيلې شي لکه :
١. د اتڼ نارې:
اتڼ دې سپېروان نجونې کوينه
خورک ئې سپين کشمش دے....... سهار ئې د غونډۍ شمال وهينه
٢. د شين خالو نارې:
توره شپه ده توره خونه
شين خالو نۀ ده معلومه
توره شپه به خدائې رڼا کي
شين خالو به خدائې پېدا کي
سور دسمال ئې په اوږو دے
کور ئې لوړ پر کاريزو دے
٣. د کاکړو غاړې:
تۀ راځې وطن ګټې
پر کابل کال تېرګي توتي
تر چڼلي زر اوښان
ولاړ کابل ته کلاخان
ځله مات ئې کړه ګورکيان
تر جرمن سخت دے کلا خان
کلا ځي تا يم ئې مل دے
اور پرسره ګورګانو بل دے

٤. بابولاله:
اسو وتشنل په زوره
جلوونه راطلب کړئ
زمونږ دښين له لويه کوره

اوښ ولاړ زنګون تړلې
تر هغه به ئې خلاص نۀ کم
څو زما جانان نۀ دے راغلے

٥. د مروتو کسرونه
د مروتو د کسورنو په لړ کښې ميرشرف خان وزير ليکي:
((په اصل کښې کسر د عربۍ لفظ دے چې معني ئې ماتېدۀ، حصه، ټوکړه ده. په پښتو اصطلاح کښې تخلص ته وائي. او علم حساب کښې د اکايۍ حصې يا برخې ته وائي خو د مروتو په اصطلاح کښې منظوم کلام ته وئيلې شي چې پکښې د دوؤ يا د دوؤ نه زياتو قبيلو يا خېلونو په منځ کښې د جنګ حالات يا د يوې قبيلې د سردار د مرګ واقعات په يو خاص طرز کښې بيان کړي.))
کسرونه خو د ټپې په طرز په اوږد اواز او غاړه وئيلې شي خو د مضمون په حواله قصيدې ته نزدې ښکاري. د مروتو د يو څو مشهورو کسرونو نومونه دا رنګ دي. د مروتو نيازيوال کسر، د نواز مېدادخېل کسر، د حکيم ګېداخېل کسر، د خټکو او مروتو کسر، المروال کلام، د مانک کلام او داسې نور.
د مثال په توګه دلته د مروتو نيازيوال کسر څۀ برخه ولولئ:
چې په تا باندې بڼيا هغه به وسي
چې په تا باندې بنيا نوره به نۀ سي
سلطان خېل موسيان ګنجيو لشکرې سي
الهي په باندې راولي خواري
خواري په باندې راولي آه سخته
چې به وا ئې د ګنجي خټک له بخته
په غوا و مشو ئې وکړه جواري
غوا و مشې ئې بوتلې ګډې وډې
پس و راغله شاغلي درې پلاري
مخامخ ئې سره لکه کړه جګړه
تورو توپکو چګه شوه لوخړه الخ

خدايه چې تا څۀ شروع کړي وي هغه به کېږي چې په تا بڼيا وي چې تا خوشه وي چې تۀ څۀ کول غواړې هغه به کېږي. ستا رضا څوک نشي نورولې. سلطان خېل يو قوم دے. ګنجے د خټک نوم دے ګنجے د خټکو قوم ته وائي چې د هغو سردار ګنجے خټک وۀ. آه ټکے دلته په دوؤ معنو کښې راځي يو د هغه په معني کښې دوېم د او په معني کښې. د ګنجي خټک له بخته به څۀ ورته وايم. مشه (مېښې) ته وائي. تنګے د غرونو منيځ کښې خوړ ته وائي. درې پلاري د قوم نوم دے. سمدستي ئې جنګ شروع کړو د تورو ټوپکو تور لوګے وچت شو.

چاربېته
چاربېته د پشتو د اولسي او ملي شاعرۍ يو ډېر مشهور او مقبول صنف دے. چاربېته د اولسي او ملي موسيقۍ او زړۀ پورې آهنګ لري. د چاربېته مطلب دے څلور بېته يعني د فارم په لحاظ د چاربېتې بندونه د څلورو مصرعو نه کم نۀ وي زيات هر څومره کېدې شي.
د موضوع په حواله چاربېته په هر قسمه موضوع باندې ليکلې شي. يعني عشقيه، رزميه، نعتيه، مرثيه، داستاني، ابجري، زميداره، اپوټه، اواره، ستاري او معمه چاربېته. د فارم په لحاظ د چاربېتې دوه غټ قسمونه دي:
١. ساده يا روانه چاربېته: د دې هم ګڼ قسمونه دي د مثال په توګه نيمکۍ چابېته، کړه بند چاربېته، او فني چاربيته.د ساده يا روانې چاربيتې دا يوه نمونه ولولئ:
نم د سترګو چې راځي بدن مې اور کړے دے
رانه لرې شه چې ساه مې په ارام وخېژي
درسره ياري کول د خدائې غضب دے نه
زۀ د خدائې په غضبونو ګرفتار شوم نن
د بې قدرو د يارۍ دغه مطلب دے نه
بې ګناه و عشق دلاسه خواروزار شوم نن
دا افسوس د زمانې مې روزشب دے نه
د قفس غوندې ستي په سور انګار شوم نن
بې ننګۍ علي حېدره څومره زور کړے دے
نم د سترګو چې راځي بدن مې اور کړے دے
اصيل نۀ وي چې دوستۍ کښې د يګرام وخېژي

٢. زنځيرۍ چاربېته: د زنځيرۍ چاربېتې د مثال دپاره عبدالواحد ټيکيدار د چاربيتې د وړومبے بند ولولئ:

وګوره دبدب زما
سل مې په اردل کښې ځي
سل مې غلامان دي
سل اسونه په سل لارې ځي
سل پکښې رېبارې ځي

سل مې محلونه دي
سل مې بورجلونه دي
سل پکښې ډالونه دي
سل پرې اوېزاندې کټارۍ دي د غضب زما...... وګوره دبدب زما
سل دي جلاتيان پکښې، سل دي دروانجيان پکښې، سل دي نوکران پکښې
سل چې لګېدلي خنجرونه په وربل کښې ځي، سل مې په اردل کښې ځي
سل دي سوېلۍ زما، سل ګډې چېلۍ زما، سل پرې سېلۍ زما
سل مې کجاوې د سلو سترګو راته دارې ځي، سل پکښې رېبارې ځي.

غزل:
په پښتو ادب کښې د غزل دوه قسمونه دي:
١. يو ته فني او کلاسيک غزل وئيلې شي چې د عربۍ د عروضو او بحرونو د لاندې ليکلې شي.
٢. او دوېم غزل ته اولسي يا ملي غزل وئيلې شي. اولسي غزل د عربۍ د عروضو او بحرونو نه ازاد وي. د پښتو اولسي غزل د اريائي ژبو د اشعارو په شان د سېلابونو په اساس جوړولې او وئيلې شي. د پشتو د اولسي غزل مطلع هم لکه د عروضي غزل د مطلعې په شان وي. خو د مضمون په حواله دا خالص د مينې او محبت احساسات، جذبات او خيالات وي. په پښتون اولس کښې د اولسي غزل د خوښۍ وجه هم دغه عشقيه جذبات دي.
د جوړښت په لحاظ اولسي غزل هم د پنځو مصرعو نه کم نۀ وي. او د زيات شمېر په لحاظ دې غزل کښې تر سلو پورې مصرعې هم راغلي دي.
د پښتو اولسي غزل خپل رنګ او اهنګ څۀ دا شان وي:
(ا)
دا تورې زلفې دې ځنګېږي ولونه ولونه
وربل شانه کا په سر واچوه لاسونه

د محمد نور سلام ته ورشه په اخلاص
دعا ترې غواړه چې در پورته کاندي لاس
سوال ئې قبلېږي ورته بل ځي عام و خاص
محمد نور زانګي د فکر په ټالونه
وربل شانه کا په سر واچوه شالونه

(ب)
په موسم راغلې صراحي غاړه غندل
لېلي کړي قتول
تۀ کړې قتلول، ضمې تۀ کړې قتول
لېلي کړي قتلول
د محمد دين شعر دے رنګين
وهي کوکين پاس په جبين
په سرزمين ئې ټول عالم وائي غزل
لېلي کړي قتلول
تۀ کړې قتلول ضمې تۀ کړې قتلول
لېلي کړې قتلول

(ج)
د پشتو په اولسي شاعرۍ کښې د غزل داسې نمونه هم شته چې هئيت ئې د عروضي غزل په شان وي خو د اولسي موسيقۍ د اهنګ له مخه هغه خالص پښتون اولسي سر لري.
بارې څوک چې ما ته وائي ستا په مينه کښې پندونه
هغه واړه بې بقا دي اباسين لره بندونه
بارې چا موندلي نۀ دي معشوقې په دوشاله کښې
بارې واخله قلندر شۀ پهميرا پسې کندونه

رباعي:
((الرباعي)) د عربۍ ژبې ټکے دے. معني ئې ده هغه چې د څلورو نه مرکب وي. رپاعي ديوان صنف په حواله هغه صنف ته وائي چې په څلورو مصرعو اړه لري. د مثال په توګه د خوشحال خان خټک دا رباعي:
هغه استاد ګڼه چې درته څۀ ښئي
کشر هم مشر وي چې درنه ښۀ ښئي
په سپينه ږيره به ئې منت لرم
کۀ وړوکے راشي راته څۀ وښئي

دا قسمه رباعي د عربۍ ژبې او ادب د عروضو د اثر لاندې وي. د پښتو اولسي رباعي هغه رباعي ده چې د عربۍ ژبې د عروضو نه ازاده وي او د پښتو د روايتي موسيقۍ د اثر لاندې وي. د پښتو اولسي رباعي لکه د عروضي غزل، مطلع او مقطع لري او دا کم نه کم پنځۀ شعرونه لري. د پښتو ژبې اولسي رباعي هم لکه د عروضي رباعۍ د پند او نصيحت او د حکمت موضوع لري خو د عشق او محبت احساسات او واردات هم بيانوي.
اولي رباعي د موسيقۍ په محفل کښې سندرغاړې اکثر د مجلس په شورو کښې وائي. د دې يو خپل طرز او اهنګ دے چې په اوږده غاړه او د صوفيانه سوز او تخيل سره وئيلې شي د پښتو اولسي رباعي د محفل د متوجه کېدو دپاره ډېره ښه ذريعه ده.

د مثال په طور:
په دنيا کښې غټ دښمن دے لياقت خپل
ګوټ د زهرو دے شريف ته شرافت خپل
په کوهي کښې وروڼو نۀ دے غورځولے
غورځولے يوسف حسن د صورت خپل
بلبل خپل اواز ګېر کړے په قفس دے
ګل له بوټي شوکولې نزاکت خپل
په منګل باتور معني دے کښېنولې
د مشکار په لاس ګېر کړے شجاعت خپل
غل قدم چې ږدي په کور د دولتمندو
رابللے خپل مالک ته وي دولت خپل
چا ټپوس په منګل نۀ دے کښېنولے
ازادۍ ورته ورکړے رذالت خپل
عبدالله ته تمام خلق دښمنان کړل
خودرايۍ او حق ګويۍ او قناعت خپل

بګتۍ:
بګتۍ چې لوبه ورته هم وائي د پښتو ژبې د اولسي او ملي شاعرۍ يو خوږ صنف دے. دا صنف د پشتو د اولسي شاعرۍ يو خپل صنف دے. بګتۍ اکثر د چاربېتې او غزل تر مينځه په ګرم تال سره وئيلي شي. بګتۍ يو کس هم وائي او د يوې ډلې له خوا هم وئيلې شي. د اولسي شاعرۍ هر صنف ګڼ شکلونه لري. دغه رنګ بګتۍ هم ګڼ شکلونه لري. بګتۍ هم لکه د چاربېتې او غزل يو ((سر)) لري چې زياتره يو بېت وي. د دې بېت د دواړو مصرعو قافيه سره برابره وي. د بګتۍ د ((سر)) نه وروستو د بندونو په اخر کښې د بګتۍ سر ورسره بيا سردوباره کولې شي: لکه:
(١)
د مازيګر اوبو له مسته په نخرو راځي
شور ئې د ګنګرو راځي
د مازيګر اوبو ته لاړه
ښه صراحي غندل ئې غاړه
مئينه امن د سر غواړه
د سوېلو ورپسې ډله د سېرو راځي
شور ئې د ګونګرو راځي

(٢)
راولېږه دلال کۀ غواړې مې وصال
وهلې مې شين خال
وهلې مې شين خال تا له به درکړمه قلنګ
لرم لباني رنګ
لبان ئې دي نبات
خواږۀ دي لکه شات
ديدن دے په ما قات
ديدن دے په ما قات نامردې مۀ ګرځه په څنګ
لرم لباني رنګ

نيمکۍ:
نيمکۍ هم د پښتو د اولسي شاعرۍ يو مقبول او مشهور صنف دے. نيمکۍ دوه مصرعې لري چې يوه اوږده او بله لنډه وي. او کله دواړه مصرعې لنډې هم وي او قافيه پکښې هم شرط نۀ وي. نيمکۍ کښې اکثر سر وئيلې شي او بيا پکښې ټپې يا مصرعې ورداخلولې شي. نيمکۍ اکثر په اتڼ کښې وئيلې شي چې ورته د اتڼ سرونه وئيلې شي. د نيمکۍ يو څو مثالونه ولولئ:
(١)
امېل د غاړې جوړومه.......شيرينه جانانه بېګا له راشه
غاړه غړۍ به در قربان شم........ امېل د غاړې جوړومه
کۀ دې د جنګ په مېدان وکړل يرغلونه........ شيرينه ياره بېګاه راشه
امېل د غاړې جوړومه........ شيرينه جانانه بېګا له راشه

(٢)
توره بهرام خانه نوابه....... څڼې دې غوړې که چې باد ئې رپوينه نوابه
ستا د خمارو سترګو ځار شم ..... نوابه
چې تازه کېږي پرې زما د زړۀ ګلونه....... نوابه
توره بهرام خانه نوابه...... څنې دې غوړې که چې باد ئې رپوينه نوابه

(٣)
د اکوړي په مېدانونو...... شاهي روانه ده.... او يار له غشي ليندۀ وړينه
د هندوستان لېوان دې وخوره..... شاهي روانه ده.... د اکوړي په مېدانونو
زما په تور اوربل کښې سپين ولګېدنه....شاهي روانه ده.... د اکوړي په مېدانونو
د اکوړي په مېدانونو...... شاهي روانه ده.... او يار له غشي ليندۀ وړينه


Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho

Last edited by Yousafzai Pakhtun; 06-17-2010 at 07:14 AM.
Reply With Quote
The Following 3 Users Say Thank You to Yousafzai Pakhtun For This Useful Post:
Admin Khan (06-18-2010), Feroz Afridi (06-18-2010)
(#4)
Old
Roshina
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 06-18-2010, 01:00 AM

Da nar bachiya! Pa de pase kho ba maa la salor starge pakaar wee! Can you increase the font for it, please? . . . It's really difficult to read it this small.

And thank you so much! I wholeheartedly appreciate it!
Reply With Quote
(#5)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 14 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 06-18-2010, 01:20 AM

Quote:
Originally Posted by Qrratugai View Post
Can you increase the font for it, please? . . . It's really difficult to read it this small.
"Hindu stary au khuday naraza" haha
Moderator ta ye, ka za?

Actually i increased the font size but pata nishta waley che kala mey submitt ko no daa shey trey jorr sho...
Maa laa wey che admin khan sara ye discuss kam....ta ye pakhpala na shey teek kawaley?...akhir ta moderator da tsa khabarey ye? au oss kho la fairy humm shwey...

Regards,


Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Reply With Quote
(#6)
Old
Admin Khan's Avatar
Admin Khan Admin Khan is online now
Administrator
Admin Khan is on a distinguished road
 
Posts: 8,546
Thanks: 588
Thanked 4,623 Times in 2,297 Posts
My Mood: Stressed
Mentioned: 172 Post(s)
Tagged: 1 Thread(s)
Join Date: Mar 2010
Location: C:\
Default 06-18-2010, 01:23 AM

Graana wrora, dera manana sta da post sara,

Ma size dar sam ki.


Even Adobe Photoshop can't change me.

A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."

The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

-Ferishta, 1560–1620
Reply With Quote
(#7)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 14 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 06-18-2010, 01:27 AM

lag justify ye humm ka ......matlab right side ta ye ka...mehrubaani grana


Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Reply With Quote
(#8)
Old
Admin Khan's Avatar
Admin Khan Admin Khan is online now
Administrator
Admin Khan is on a distinguished road
 
Posts: 8,546
Thanks: 588
Thanked 4,623 Times in 2,297 Posts
My Mood: Stressed
Mentioned: 172 Post(s)
Tagged: 1 Thread(s)
Join Date: Mar 2010
Location: C:\
Default 06-18-2010, 01:39 AM

Pa dwaro storgo, done.


Even Adobe Photoshop can't change me.

A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."

The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

-Ferishta, 1560–1620
Reply With Quote
(#9)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 593
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 7 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default 06-18-2010, 06:38 AM

yusafzai wrara....da toley lekaney dairey da qadar war di kho taso da dey reference na warkwai..da zeeyatey dey da leekwaal sara..
aw de copy right
violation

ham dey...za pohegam che da har taso na di leekalee aw mumken da che staso walid sahib leekalee wi kho da agha num reference rawastal ham zaroori di.



nur dair ala article dey ...mashallah
Reply With Quote
(#10)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 14 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 06-21-2010, 04:38 AM

Afridi kaka....khabara daa da chey maata da dey article leekwal na dey maaloom...bakhana ghwaram..
Zama pa khayal ka darogh da khey dapara oowayaley shee noo bad na vee....Da Qrratugai kaaki demand woo ...noo maa post kral...ka oss taaso warta da copy right violation waaye au ka har ,sa kho za sirf domra pohegam che ka zama pa post kawalo cha ta payeda rassee nooo..noo da violation maa karey dey au kom ba ye....hmmm da koshish ba kom chey da shayir naama rata maalooma vee noo zaroor ba ye mention kom...
Regards,
Yousafzai


Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Reply With Quote
Reply

Tags
difference

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.