Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Literature - ليكنې
Reload this Page Hamza Baba "حمزا بابا"
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Nokia_Apridey's Avatar
Nokia_Apridey Nokia_Apridey is offline
PF VIP
Nokia_Apridey is an unknown quantity at this point
 
Posts: 10,261
Thanks: 290
Thanked 155 Times in 113 Posts
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default Hamza Baba "حمزا بابا" - 08-31-2011, 10:31 AM



حمزه شينواري
استاد حمزه شينوارى اود پښتو داستاني ادبيات/ م .زرين انځور




استاد حمزه شينوارى(۱۹۰۷ــ ۱۹۹۰ع .) د پښتو معاصرو ادبياتو له مخکښو شخصيتونو څخه دى . هغه ددې په څنګ کې نوميالى غزلبول شاعر دى ، سفر نامه ليکونکى ، ژباړونکى ، څيړونکى ، ډرامه ليکونکى ، کيسه ليکونکى او ناول ليکونکى هم دى . سره له دې چې ښايي ديو نوميالى غزلبول شاعر په توګه دهغه دريځ دومره اوچت او دشهرت لرونکى وي ، چې دغه نور اړخونه يې ورسره سړى سم پرتله نه کړاى شي ، خو بيا هم دهغه هغه هڅې په هيڅ ډول د هيرولو نه دي چې دپښتو ډرامه ليکنې يا داستان ليکنې په لړکې يې کړې دي .

استاد حمزه شينواري لومړنۍ پښتو فلمنامه هم کښلې ده . دغه فلمنامه چې '' ليلي او مجنون '' نوميږي ، په ١٩٤١ع. کال کې د خاطر غزنوي په سپارښتنه په بمبى کې ليکل شوې او فلم ترې جوړ شوى دى . دغه فلمنامه هغه له فولکلوري روايتونو او دکيسو له خپروشويو بند څخه تهيه کړې ده .

په زماني لحاظ په منشورو معاصرو داستاني ادبياتوکې ، د هغه ډرامې اونندارې ترنورو داستاني هڅو وړاندې دي.

دپښتونخوا د هغه دور په ډرامه ليکونکوکې دغه څو نومونه زيات يادېږي : عبدالاکبرخان اکبر (جليا) ، ساقي ، خليق ، رحيم الله ، داودشاه برق ، سمندرخان ، بدرښو ، عبدالکريم مظلوم ، اميرحمزه شينوارى ، سيدرسول رسا ، شوکت الله اکبر ، اجمل خټک اويو شمېر نور . (١) ويل کېږي چې د استاد حمزه شينواري لومړنۍ ډرامه د (زميندار) په نوم ليکل شوې او د هغه وخت دآل انډيا راډيو د پېښور برخې له خوا خپره شوې ده . په ډرامې دزمکوالۍ داړيکو په باب موضوعګانې ځاى شوي او پرغريبو بزګرانو د خانانو نارواوې تصوير شوې دي . د هغه د ځينو ډرامو سرليکونه په دې ټوګه دي :
ژرنده ګړى ، کوچانۍ پېغله ، جهاد ، ښايستو ، د ډمانوکور، د سروزروګوته او نور .

هغه د خپلو ډرامو په اړه خپله وايي : ما د راډيو لپاره دومره ډرامې ليکلې وې چې که په سوونو نه وي نه په شلونو خو هرو مرو وې او که بيا زما مختلف فيچرونه او سندريزې کيسې ورسره يوځاى شي نوهرو مرو به سوونو ته ورسېږي . (٢)

د دغو ډرامو د مضمون اومحتوى په اړه بايد ووايو چې هغه ټولې ډرامې دپښتني ژوند دکليوالي اړخ او دپښتنو د دود او دستور په اړه دي . دغه راز په پښتني ټولنه کې د ناسمو رواجونو او خرافاتو غندنه پکې له ورايه ليدل کېږي . دغه راز دخپل ولس د ژوند ټول اړخونه : ننګ او عزت ، پښتو او پښتونولي ، ديره اوحجره ، کور وکلى ، جرګې اوننواتې ، دوستي اودښمني ، مينه او انسان دوستي ، د پښتنو تاريخي مبارزې ، يووالى او اتحاد او نور دغه ډول مسايل پکې رانغاړل شوي دي .

داستاد حمزه شينواري له ډرامو او نندارو څخه چې راتېرشو ، هغه يوشمېر لڼډى کيسې هم ليکلې دي . سره له دې چې دې کار ته هغه دخپل ادبي ژوند اساسي برخه نه ده ځانګړې کړې ، خو کومې کيسې چې يې ليکلي دي ، که لږې هم دي ، ښې او د لوړ معيار لرونکې دي . د '' پښتو افسانه تحقيق اوتنقيد'' ليكوال ښاغلى محمدعظم د '' نن پرون '' د مجلې د افسانو د ليکوالو په لړکې د استاد حمزه يادونه په دې توګه کوي :

د پښتو دا پنځلسيزه سرکاري مجله په کال ١٩٤٠ ع . کې له ډيلي نه جاري شوه او د حکومت دځينو مخصوصو غرضونو او مصلحتونو په آخوا يې د پښتو ادب ځولۍ هم د رنګارنګ ګلونو نه ډکه کړه او د پښتو ادب د خدمت کوم کار چې په عوامي سطحه (پښتون) وکړلو ، په سرکاري پيمانه (نن پرون) ترسره کړو ، د (نن پرون) په پاڼو باندې د افسانې د ليکوالو بې شمېره نومونه وځلېدل او په دې افسانوکې ځينې معياري افسانې هم په نظر راغلې. د (نن پرون) د ډلې په ليکوالوکې چې کوموکسانو د افسانې په لاره وړومبي قدمونه پورته کړي دي ، هغوى کې دښاغليو سيدرسول رسا اميرحمزه خان شينواري ، سيد نصرالله خان مشواڼى ، محمداکرم فاروق شينواري ، عزيزالرحمن عزيز او د صاحبزاده عبدالحميد نومونه څرګند دي . (٣)

ښاغلي ډاکټر اعظم د دغه دور افسانون د ځانګړتياوو او موضوعاتو په اړه هم يولړ په زړه پورې خبرې لري ، هغه ليکي : ددې دور افسانو شريک خصوصيت دادى چې دا نه يوازې په پښتوکې افسانې دي ، (پښتوافسانې) هم دي ، او هغه په دې چې ددې افسانو چاپېرچل پښتني دى ، کړه وړه يې پښتني دي ، موضوعات يې دپښتونخوا نه اخيستى شوي دي ، کردارونه يې پښتانه او دهغو کردارونو خويونه ، عادتونه او روشونه د پښتنو دي ، دا بېله خبره ده چې په دې افسانو کې لاهغه فني پوخوالي او تکنيکي خوبۍ او باري

زرین انځور
کۍ نه وې راغلې کومې چې اردو د بهرنيو ژبو دترقي يافته افسانې نه راخپلې کړې وې . ولې بيا هم په دې کې خال خال داسې افسانې مخې له راشي چې هغې ته موږ د نن په تله معياري افسانې ويلى شو . د (نن پرون) د ليکوالو د افسانو موضوګاني يو د بل نه بېلې بېلې دي . ولې د مقاميت په يو رنګ کې ډوبې دي او ټولې ديوې معاشرې په چار ديوارۍ کې راګيرې دي . دټولو سترګې د پښتنو په غلطو دودونو ، دستورونو او رسمونو ، رواجونو لګېدلي وي او مسألې يې ټولې ولسي مسألې دي . په يوشکل کې دا افسانې د اصلاحي او تعميري رحجاناتو علمبردارې دي ...)) (٤)

د استاد حمزه شينواري د لنډو کيسو موضوعات هم زياتره دپښتني ټولنې د ناسمو رواجونو رابرسيره کولو ته ځانګړي شوي دي . په دغو کيسو کې څرګنده موخه داده چې پښتانه خپلو کړو وړو ته اوخپلو نيمګړتياووته ملتفت کړي او له بدو رواجويې راوګرځوي . ښاغلي اعظم دقبايلي رواجونو په لړکې د (ميراته) په نوم د استاد حمزه پرلنډه کيسه ليکي :

(ميراته په قبايلي رنګ کې ډوبه د غرونو د زېږېدلې پښتني معاشرې په يو وحشي او تور رسم باندې يو ستخ او تريخ تنقيد دى . (ميراته) دپښتو افسانې په تعمير کې د يوخاص سبک او طرز رده ده چې اميرحمزه خان شينوارې کېښوده او وروستو پرې بيا نورو ليکوالو هم افسانې وليکلې ... (ميراته) په يو خونړي قبايلي رسم د تېرې تورې ګوزار دى او دا توره د فن په صيقل ښه ځلېدلې ده . (٥)

استاد حمزه شينواري خپله لومړۍ افسانه په اردو ژبه ليکلي او بيايې وروسته پښتو افسانه ليکل پيل کړي دي . لکه چې هغه خپله وايي : په پنځم جومات کې وم چې زما شاعرانه فطرت غزونې وکړې او ما د شاعرۍ ابتدا په اردو ژبه وکړه ...
په اردو ژبه مې افسانې اوغزلې ليکلې ...

هغه وخت چې هغه په پښتو ژبه شاعري پيل کړه ، نو افسانې يې هم په پښتو ژبه وليکلې . د مېرمن زيتون بانو په قول : حمزه صيب هم د نفسياتي افسانو د ليکلو لار پرانيستله .

داستاد حمزه شينوارى دمضمونونو او نثرونو هغه مجموعه چې د '' ژورفكرونه '' ترسرليک لاندې چاپ شوې ده ، دهغه ځيني ادبي او داستاني نثرونه هم پکى راغلي دي . په دغه ټولګه کې له ١٩٤٤ څخه تر ١٩٥٧ ع . کلونو پورې د استاد حمزه هغه ليکنې راغلي چې د '' خيبرميل '' ،'' نن پرون '' او '' الفلاح '' په خپرونو کې خپرى شوې دي.

په دغه لړکې په '' خيبرميل '' كې دهغه د ١٩٤٤ کال خپرې شوې لنډې کيسې هم شته دي چې ديو څو نومونه يې دادي :

دروغ دې خداى لري، دبره زو اکهاړه ، شاتول کاکا ، دشاتول کاکا قرباني او نور .
دغه ليکنې تر ډيره دلنډې کيسې ځانګړنې لري . نثريې خوږ اوله ښکلاوو ډک دى ، ځاى ځاى دطنز او خندا مالګه ددغو کيسو خوند زياتوي . (٦)

'' دښکارغلي مورچه '' هم دهغه په کيسو کې ديادونې وړ ده چې د افغانستان د ١٩١٩ ع . کال (دافغانستان دخپلواکۍ دجګړې ) پېښوته پکې اشاره شوې ده . (٧)

په دې توګه نو موږ وينو چې استاد حمزه شينواري دپښتو ډرامه ليکنې اوپښتو لنډې کيسې يا افسانې په ليکلو کې د يادونې وړ شخصيت دى . البته ډرامې يې زياتې ليکلې او خپرې کړي ، خو دافسانو شمېريې لږ دى . لکه چې دهغه دخپلې خولې (له يوشفاهي روايته ) چې يادونه وشوه لس لنډې کيسې يې ليکلي چې د خارغلي مورچه (غالباً دښکارغلي مورچه) اوميراته نومونه يې څرګند دي.

خو له دې چې راتېرشو ، دپښتو داستاني ادبياتو په لړکې هغه يوبل مهم کار ترسره کړى دى . هغه د (نوې چپې) په نوم پښتو ناول ليکلى او له همدې کبله دپښتو په لومړينو ناول ليکونکو کې يې نوم ديادونې وړ دى .

(نوې چپى) نومى ناول په (٤١٤) مخونوکې په ١٩٥٧ ع . کال کې چاپ شوى دى . دا دپښتو ناول ليکنې له لومړينو آثارو څخه ګڼل کېږي . له تاريخي پلوه دا د استاد راحت زاخيلي له (ناول دماه رخې يا نتيجه عشق) او د صاحبزاده محمد ادريس له (پېغله) نومي نانولونو وروسته درېم پښتو خپور شوى ناول دى .

دغه ناول څوارلس څپرکي يا بابو نه لري او دليکوال له خوا داسې اهدا شوى دى :
(دپښتون ملت دلوى خواخوږي او داتحاد دداعي او د (لوى پښتون ) محمدثمين جان خان په نوم چې ددې قصې بنيادي تصور يې ماته راکړى و .)

د ناول اصلي پېښه يا پېښې دادي چې ( دعظيم خان په نوم د اپريدو دکوکي خېلويو ځوان و. په کوچنيوالي کې يوځل له خپل پلار سره افغانستان ته تللي و . د خپل پلار له مرګ وروسته پرې ډېرې خوارۍ راغلې او مجبور شو چې بيرته افغانستان ته د خپل پلار دوست او غلجيويو خان محمدامين خان ته افغانستان ته ورشي. محمدامين خان يې قدر وکړ او چې دده ستونزې يې وليدلې له ځان سره يې نوکرکړ . شل کاله يې ورسره تېرکړل.

محمد امين خان اوس په پېښورکې و، د ميوې کاروباريې کاوه او وطن ته تګ ته نه وزګارېده . خپل زوي سليم يې په خپله خور (ګلرخ) پسې ولېږه . له هغه لوري عظيم خان ډير ټينګار وکړ چې دواړه به زما سره دتيرا سيل ته ځئ . دوى دهغه ډېرټينګار مجبور کړل چې ورسره لاړشي . لومړى يې د هغوى ډېر قدر وکړ ، خو سبا ته بيا خبره بل ډول وه ، سليم ورته وويل چې موږ به ژر بېرته ځو . عظيم خان ورته ځواب ورکړ چې تاسو نشى تلاى ځکه چې تاسو ما ولجه کړئ اوکه پلار ته ځواب واستوې چې لس زره روپۍ بونګه راوليږي نوخوشې به موکړم . هغه حيران پاتې کېږي چې عظيم خان څنګه داسې ورسره وکړل . د عظيم خان له کلي سره نږدې د سليم يو دوست اوټولګيوال و چې اکبرخان نوميد. دشپې يې ليک وليکه ، سهار دصحرا ګشت په نامه بهر ووت . ساتونکى يې ورسره و ، هغه ته يې څه پيسې ورکړې اوليک يې اکبرخان ته واستاوه .

اکبرخان لومړى څوک عظيم خان ته ور واستول چې دوى خوشې کړي ، خوکله چې يې ونه منله نو يې جګړه ورسره وکړه . بيايې روغه وکړه . هغوى يې خپل کورته بوتلل . هلته يې د دوى ډېرعزت وکړ او کله چې يې رخصتول او (ګلرخ) يې (ليدله) ډېره يې خوښه شوه. اکبرخان او مور يې حليمه هم ورسره روانيږي اوخپل کورته يې رسوي . د اکبرخان يوه خور (صفيه) هم په پېښور کې اوسي .

په پېښور کې د دوى ترمنځ تګ راتګ زياتيږي . بيانو دا اړيکي په دوستۍ بدليږي . داکبرخان خور (صفيه) سليم او دسليم خور (ګلرخ) اکبرخان ته وديږي ، خو د مينې ددغو څپو په څنګ کې دپښتو د اتحاد موضوع هم ځآن راڅرګند وي . د سليم نور دوستان لکه : اکبرخان ، د اکبرخان پلار ، عصمت الله ، رفيق ، يوسف خان او نور د بېلابېلو عقايدو اوسياسي نظريو لرونکي دي ، د دوى ترمنځ اوږده بحثونه روان وي ، خو په پاى کې دپښتو د يووالي لپاره د يوې ټولنې بنسټ ږدي او د دغه اتحاد د عملي کولو لپاره ملا تړي .))

د استاد حمزه شينواري (نوې چپې ) نومى ناول د اجتماعي ،سياسي حوادثو لرونکى ناول دى . د دغه ناول پېښي د هند د لويې نيمې وچې د خپلواکۍ دنهضت له بهير سره برابرې دي . اوپه داسې يوه زمانه کې پېښېږي چې د هند دآزادۍ او ورسره جوخت د هند د وېش پيلامه ده . د ناول دحوادثو دويمه برخه د هند ترآزادۍ او وېش وروسته زمانه ده .

په (نوې چپې) کې استاد حمزه د سياسي ، اجتماعي او اخلاقي ځانګړو عقايدو لرونکى ليکوال دى . په حقيقت کې په هغه ځانګړي موقعيت او دوران کې او په هغو ځانګړو حوادثو کې په همدغه ناول کې د استاد حمزه نظرونه موږ ته په صراحت سره را څرګنديږي . دا موقعيت او دغه دريځ څه دى ؟ موږ يې په څرګنده توگه په (نوې چپې) کې په ډې ډول ليدلى شو :

د هغه په نظر په پښتونخواکې په هغسې ګرمو اوحساسو شېبوکې چې موږ مخکې اشاره ورته وکړله ټول پښتانه بايد سره يو لاس شي . د هغوى هر اړخيز اتحاد ته بايد په لومړي ګام کې غور وشي دوى بايد خپله سياسي خپلواکي ، د يومستقل ولس په عنوان دهند په لويه نيمه وچه کې ترلاسه کړي او بيا کيداى شي دهند د لويې نيمي وچې د ټولو ولسونو د نهضتونو په کتار کې خپل دريځ له هغوى سره په ګډه وځلوي .

(نوې چپې ) په حقيقت کې يوپښتني او روښنفکري ناول دى او د ځانګړو اجتماعي اوسياسي هدفونو په منظور کښل شوى . د ناول څو اړخونوته تم کېږو :

د ناول ژبه خوبه ، روانه ، خوشاعرانه او رومانتيکه ده . د نمونې لپاره يې د پيلامې دغه برخه لولو :
'' نمر دزوال زنکدن په مخه اخيستي و . زيړو زيړو رپېدونکو پلوشو ، د دنګو دنګو غونډيو دړۍ ايښې دي . ستړې ورځ دتېرې لښکر په مخه اخيستې وه . سوري ساعت په ساعت اوږديدل او د ماښام دستړى مشي دپاره دسيند په شان ته روان وو .

د ځينې غوڼډيونه لا دپسرلي ګرمۍ د واورو لوپټې نه وې وړې ، ولې دغرونو سخت زړونه يې نرم کړي وو . د اړخيو دپاسه داوبو واړه واړه رودونه د نمر پرېواته په وخت دزرو لښتي ښکارېدل . د پسرلي په مسته هوا کې د ونو پاڼو تاړۍ وهلې او پورته کارغانو اتڼ اچولى و . د ماښام راتګ په هرڅيزکې د ارام د پاره بې قراري پيدا کړې وه .

دتيرا داشنه دره دشور شر نه ډکه شوه . کرړو دماښام دليلى په ثنا خولې پرانستې . په خاموش او هيبت ناک ځنګل کې د بازار خبر لوڅي پيدا شوه . فضا سندريزه شوه . کله کله به دبانډيچيانو سندرې هم دهوا په اوږ سورې تېرې شوې او د مخامخ اړخ نه به بېرته راستنې شوې . شپون به يوه شيبه د شپېلۍ سره پام غلط کړ او بيا به يې څاروو ته شپېلى وکړ. هر ژوندى څيز د شپې له مخه کور ته روان و . د پسرلي په دې رنګين ماښام کې يوه وړه غوندې جوپه دلرې نه راروانه ښکاره شوه ، څومره چې رانزدې کېده ، د رفتار نه يې معلومېدل چې دټولې ورځې سفر ستړې کړې ده ... (٨)

لکه چې وينو نثر خوږ روان اوشاعرانه دى . سره له دې چې دليکن همدغه سبک او د ليکنې شاعرانه او رومانتيکه بڼه ، د ناول ترپاى نه ده تعقيب شوې . خو بيا هم تر دغه وخته (او ان تر را وروسته وختو نو) پورې د کښلو شويو ناولونو په تناسب د ژبې اوبيان له پلوه دغه ناول په زړه پورې ليکل شوى دى .

له ژبني اړخ او د نثر له ځانګړنو چې راتېر شو ، په دغه ناول کې د پښتني ټولنې بېلابېل اجتماعي او اخلاقي خصوصيات راغلي او په حوادثوکې ځاى شوي دي . د پښتنو د ژوند د بېلابېلو عنعناتو او لارې دکلتور دچالېو اړخونو تصويرګري په دغه ناول کې موندلاى شو . د پښتني قبايلو د رسم او رواج ، دودونو ، نرخونو او نورو مسايلو په باب په ناول کې د پاملرنې وړ برخې راغلي او ځاى شوي دي . د ناول د داستاني بيان په څنګ کې لوستونکي کولاى شي چې د پښتنو د ځينو دودونو او نرخونو په هکله هم ځان پوه کړي .

د دغسې راجونو دودونو او د دوى دکلتور د په زړه پورې اړخونو په څنګ کې موږ وينو چې د پښتنو د ژوند نيمګړو اړخونو ته هم اشارې شوې دي . په هرهغه ځاى کې چې دليکوال په نظر دپښتنو دژوند په بهيرکې څه نيمګړتيا او کمزورۍ ليدل شوي ، انتقاد يې پرې کړى دى او دغه خواوې يې غندلې دي . په دغه ځاى کې نو ناول د يو اصلاحي ، انتقادي ناول په توګه ځان راڅرګندوي.

لکه چې مخکې مو اشاره وکړه ، په (نوې چپى ) کې د ځانګړي موقعيت او دوران د حوادثو په اړه د استاد حمزه شينواري سياسي او اجتماعي عقايد بيان شوي دي. په حقيقت کې دلته نو همدغه استاد حمزه دى چې د ناول د قهرمانانو په څيروکې يې خپل ځان او خپل عقايد راڅرګند کړي دي . په ناول کې موږ جالب سياسي اوټولنيز بحثونه ليدلاى شو او موږ يې وينوچې دليکوال عقايد د څيرو په عقايدوکې څنګه راڅرګنديږي. دنمونې لپاره د ناول دغه برخې ته پاملرنه کوو:

سليم : بې شکه دحدنه زياته نرمي خونقصان ده ، خو زما دا نرمي دنامردۍ او بزدلۍ له کبله مه گڼه ، بلکه دا د هغه محبت اثردى ، كوم چې زما د نوم پښتون سره دى .

اکبرخان : يعنې ته لوى قام پرست يې ؟
سليم وخندل او د اکبرخان په سترګوکې يې سترګې واچولې .
سليم : او ته خو بالکل نه يې کنه ؟
اکبرخان : زه خو اوس د خاکسارو سالاريم ، خبريې اوکنه ؟
سليم : ښه دايې لابله . ددې نه دې اوس خبرکړم .

اکبرخان : مطلب دادى سليمه چې زه اکثر په پېښور ښار کې يم اوهلته د پارټيو زور دى . سړى خوامخوا يوطرف ته کېږي . ماته د علامه مشرقي دا تحريک ښه ښکاره شو . زه خو به راى درکړم چې ته په دې کې شامل شې . بالکل يو اسلامي عسکري تحريک دى اومسلمانانو ته خپل پخوانى اسلامي دور وريا دوي .

سليم : ستا په خيال کې کانګرس څرنګه جماعت دى ؟
اکبرخان : ډېر منظم او طاقتور .

سليم : نو بيا په هغه کې سړى ولې شامل نه شى چې د خاکسار تحريک نه پخوانى هم دى .
اکبرخان : په کانګرس کې د مسلمانانو دپاره هيڅ خيرنشته . هغه د هند اکثريت ټولى دى اوخالص د هندوانو حفاظت کوي .

سليم : ولې په هغه کې د هندوستان جمعيت العلما ، دديوبند علما او مولانا آزاد صاحب امام الهند غوندې هستۍ شاملې نه دي ، چې زما اوستا نه ډېر ښه مسلمانان او د مسلمانانو په مفاد پوه دي .
اکبرخان : په اول کې چې کانګرس جوړ شوى و ، نو دهندوستان هريو قوم ته په هغه کې دآزادۍ او مساوات رڼا ښکارېده . قيدي ته چې د آزادۍ کوم سبب په لاس ورشي ، هغه دې ته خيال نه کوي چې آيا دا سبب خو به ما په دويم قيدکې نه مبتلا کوي ، خو بس عمل پرې کوي او ځان خلاصول غنيمت ګڼي ... (٩)

او بيا په بل ځاى کې د همدوى دواړو خبروته دوام ورکوي:
اکبرخان : سليمه : زه حيران يم چې آخر ستاخپل اصول څه دي ؟
سليم : په داسې ماحول کې چې مسلمانان د دري اويا فرقو نه هم وړاندې تېرشوي دي ، که زه خپل جدا اصول درته بيان کړم ، نو دا به په ملت کې ديوې نوې فرقې پيدا کولو تکل وي . هوسۍ پخپله لږه ګړندۍ ده چې لا ګونکړي ورته واچوي .

اکبرخان : نورو اصولو ته څه حاجت دى ؟ دا به بس وي چې نه خاکسار شې ، څه حرج شته ؟
سليم: که ماته ستا په شان يوکانګرس دوست ووايي چې که ته په کانګرس کې شامل شې نوڅه حرج شته ؟ نو زما ځواب به څه وي ؟
اکبرخان : هغه به غلط ووايي ، په کانګرس کې د مسلمان څه فايده ؟
سليم : که مسليم ليک ووايي ؟
اکبرخان : هغه به هم غلط ووايي .
سليم : خير احرار واخله
اکبرخان : هغه هم درست نه وايي احرار دکانکرس د تصوير دويم اړخ دى .
سليم : نوبس رښتيني يوازې تاسو خاکساران يي ، نور ټول په بلو بلو سردي .
او ددې سره سليم په خندا شو .
اکبرخان : شابسې آشنا ، ته خو د ټولو وکيل شوې .
سليم : که ماسره اوس يو کانګرسي يا احرار خبرې کولى او هغه په خاکسار تحريک اعتراض کړى واى ، نو هغه ته به مې هم دغه جواب ورکړى و .
اکبرخان : سليمه خوږه وروره : چې چېرته هغه دښاپيرکه کانه درباندې ونه شي ، چې مرغانو به په جنګ کې ګټه وکړه ، نو ويل به يې چې زه ما رغه يم ، واخلئ ، وګورئ دامې وزرې ، او چې ځناورو به برى وکړو ، نو نارې به يې کړې چې زه ځناوريم ، که يقين مونه کېږي ، نو راشئ وګورى ، دامې غاښونه او دامې په سينه کبلې شوده .
سليم : او چې کوم وخت د مرغانو او ډنګرو صلح وشوه ، نوښاپېرک يوه ټولي هم په ځان کې نه پرېښوده .
اکبرخان : هو !
سليم : دا خوبه هله رښتيا و چې ما د يوې ډلې سره د ملګرتيا اتفاق خو ظاهر کړى واى ، چې زما د يوسره هم اتفاق نشته ، نو د ښاپيرک مثال به په ما ولې رښتينېى کېږي هو ! دومره وايم چې په دې پرو جنبو زموږ پښتونخوا ته نقصان رسېدلى دى .
اکبرخان : څرنګه ؟
سليم : پښتانه په دې ډلو کې شامل شوي دي او د هندوستان د آزادۍ فکر د خپل کور دتعمير نه غافله کړي وي .
په دې کې شېراحمدغږوکړ : وېړکو دعا وکړى ، چې خداى خيرکړي او د ملک خيرات قبول کړي اوسليم خان خداى هرکله راولي .
دې غږ داکبرخان اوسليم پرې کړ ... ( ١٠ )

په د غو بېلابېلو اجتماعي اوسياسي بحثونوکې د بېلابېلو سياسي عقايدو او د هندوستان د هغه وخت دبېلابېلو سياسي ګوندونو استازي ګډون لري . سليم په دغه منځ کې داسې ځوان دى چې دغه دبېلابېلو سياسي عقايدو لرونکي اودبېلابېلو سياسي ګوندونو استازي يې اشنايان دي . تل سره راغونډېږي ، خبرې اوبحثونه سره کوي او همدغه سليم چې په حقيقت کې د استاد حمزه د نظرونو اوعقايدو هنداره راڅرګندېږي ، ددې بحثونو مرکزي برخه ده . په پاى کې د دغو بېلابېلو سياسي عقيدو لرونکي کسان ،دهمده په نظر سره يوځاى کېږي او د پښتنود اتحاد اويووالي لپاره لاسونه سره ورکوي .

د دغو مسايلو مطرح کېدل کله کله په ناول کې د شعارونو ترحده رارسېږي اوخپل لازم هنري ښايست او داستاني په زړه پورې والى له لاسه ورکوي . دغه راز کله کله دغه بحثونه ښايي لوستونکي ته زيات ستړي کوونکى ښکاره شي ، ځکه چې له حده زيات اوږدېږي . دا بحثونه سره له دې چې مهم دي ، خوکله کله د سياسي ډيرو جدي ، بحثونو په يوه کتاب بدلېږي . دغه جدي برخې ډېرې نه دي ، يوازې دوه درې ځايه بحثونه ډير زياتېږي .

موږ د استاد حمزه په دغه ناول کې د سياسي عقايدو په څنګ کې ، د نورو مسايلو په باب او د پښتنو د معاصر او متمدن ژونددنورو اړخونو په رابطه هم د هغه دنظرونو جاج اخيستلى شو .
دخپلې ژبې د ارزښت په اړه د يو بحث يوې مهمې برخې ته پام را اړوو ، دا په تېره بيا د پښتونخوا په بېلابېلو برخوکې د غور وړ مسأله ده :

ګلرخ : خير دا هم غنيمت دى . زه درسره پوره پوره بحث کول نه غواړم ، ځکه چې زما مطالعه محدوده ده . ماتر اوسه دمغربي دنيا دخيالاتو پوره مطالعه نه ده کړې . کوشش کوم چې اردو او انګريزي زده کړم .
صفيه ډېره خوشحاله شوه .
صفيه : دا خو به زما د زړه کار وشي . که وايې چې درته دټيوشن انتظام وکړم .
ګلرخ : ټيوشن څه ته وايي ؟
صفيه : يعنې چې سبق در زده کړي .
ګلرخ : ښه ټيوشن زده کړې ته وايې ، خيرګورو به فى الحال خوماته لالا انګريزي ،اردو ښايي .
صفيه : زما خط خو په هغه نه وکتلى . ماته د پښتو رسم الخط نه راځي .
ګلرخ : هغه ته ما اجازت ورکړى و چې ستا خط ولولي . موږ دواړو ډېر افسوس وکړ چې يوه پښتنه پېغله ، سره ددومره پوهې ، د خپلې مورنۍ ژبې درسم الخط نه بې خبره ده ، خو دا ووايه صفيې چې هغه شعرونه ستاخپل وو؟
د صفيې په مخ ديوې کچه خندا اثرات ښکاره شول :
صفيه : ولې څنګه وو ؟
ګلرخ : لالا د وړومبي شعر ډېر تعريف وکړ او د دويم !
صفيه : ولې چپ شوې ، ددويم په حقله يې څه ويل ؟
ګلرخ : تا ته خو به ورور ذکر کړى وي چې سليم يو ډېر لوى او___ شاعر دى .
صفيه : ماته يې ذکر خوکړى دى ، ولې مايې تراوسه شعرونه دي اورېدلي، ټوله ژړا هم دغه ده چې خپله ژبه مو پريښې ده ، ګنې زما دا دعوه ده چې پښتو د ټولو ژبونه زړه ژبه ده . د نن نه درې زره کاله پخوا هم پښتو ويله کېده .
صفيه : ماخو تر اوسه هم دغه اورېدل چې پښتو کې ادبي ذخيره نشته .
ګلرخ : دا زموږ د فيرنګي حکومت دپروپيګنډي کمال دى او زموږ دکمترۍ احساس لعنت . يعني که ستاپه شان هرقابل پښتون دا عذر بيان کړى چې زموږ په ژبه کې ادبي ذخيره نشته ، ددې دپاره زه هم خپل قميتي وخت پرې نه ضايع کوم ، نو داڅومره ادبي جرم او د خپل ملت په مرۍ چاړه راکښل دي . زما خيال دى چې تا دخپلو ملي شاعرانو ديوانونه هم نه دي کتلي .
صفيه : بالکل نه ، او هسې سرسري مطالعه په مطالعه حساب نه ده .
ګلرخ : اوس ته ووايه چې داګناه د پښتو ادب شوه ، که ستا ؟ محبوبې هغه سامان څه شو ؟
ګلرخ : خير زماخيال و چې ځان سره مې د خوشحال خان بابا ديوان راوړى دى ، خومعلومه شوه چې کورکې پاتې شوى دى . هغه په قندهار کې چاپ شوى دى اوکه ودې لوست خوښ به دې شي ... زما خو فکر نه و، نسيم خانه واخله دا يو ام ستاشو .
نسيم خان له شرمه سرښکته کړ .
صفيه : واخله وروره وخوره .
نسيم خان ام واخيست ، خو د صفيې ددې سره محبوبې ته هم فکر شو ... (١1)
دنوې چپې ناول دټوکو ټکالو اوطنز ځينې برخې هم لري . د ناول دغه برخې په زړه پورې دي، په تېره بيا د ځينو هغو بحثونو په منځ منځ کې چې مخکې مو اشارې ورته کړي :

يوسف خان : تاسو ماته حيران حيران ولې ګورئ ؟ ډېره موده کېږي چې زما ښځه مړه شوې ده ، خو زما تراوسه دويم واده ته خيال نه و ، خو آخر زه پوه شوم چې ښځه د کوټې ساه ده . داننني انتظام مې هم په خدمتګارو کړى دى . تاسو به حيران شئ خو په دې کې د حيرانۍ هيڅ خبره نشته ،زما د نننۍ ميلمستيا د واده په ميلمستيا کې منظوره کړئ .
سليم : څه عجيبه شپه ده ، نن خو .
اسلم خان : يوسف خانه زه دې خبرنه کړم .
يوسف خان: ستا هم شوق کېږي څه ؟
په دې خبره د خندا شور جوړ شو .
سليم : موږ حيران يوچې تا به دچا خورکړې وي ؟
يوسف خان : ما د ژوند د ملګرتيا لپاره يوه قابله پښتنه غوړه کړې ده . تاسو په لطيفه بېګم ډېره ښه پېژنئ .

په دې خبره نو يو توفان جوړشو . په زنانه ځاى کې داسې شور پيدا شو چې دسړو شور هم په کې ورک شو . لطيفه بيګم جينکو په مخه واخيسته . لطيفه ډيره زور وره ښځه وه خو د جينکو اجتماعي طاقت ته يې وسله کيښوده . يو ساعت هغه د ماتې خوړلي سپاهي په څېر وه خو بيايې يو نوي خيال انفصالي تاثراتو ته ماتې ورکړه اوځان يې سنجيده کړ.

لطيفه : شريرو ، تاسو د اصل حال نه څه خبريئ . صبروکړئ دا حال په هر چاراځي حليمه داسې بې غمه ناسته ده چې تاسو به وايئ چې بس ، هغه په امن امان پاتې شوه .
په دې خبره ټولې جينکۍ حيرانې شوې ، او حليمې ته په کتو شوې ، او حليمه په دې خبره پوره پوره پوهه نه شوه خوشک غوندې يې پيدا شو .
حليمه : خورې دادې څه وويل ؟
لطيفه : پريږده خورې په مايې مه وايه .اوس به يې خپله واورې .
حليمه : آخر څه چل دى ؟ څه خو ووايه :
لطيفه : ګل اندامې ته لاړه شه قهوه تياره کړه .
چې ګل اندامه بهرته ووته ، نو د هغې د تګ نه پس لطيفه بيګم بيا خپله خبره شروع کړه .
- خبره داده کنه حليمې ، چې ستاسو داګل اندامه لاهم ځوانه ده ګورې نه ايله به زما همزولې وي هغه ورځې د خورشيد پلار د صفيې د پلار سره څه خبره کوله .
حليمه بې قراره شوه . د هغې په زړه کې پريشانو او خوفناکو خيالونو اړخونه بدل رابدل کړل .
حليمه : څه خبره يې کوله ؟
لطيفه : هسې دايې ويل چې ګل اندامه هم ځوانه ده او ...
حليمه : يه ښځې وايه کنه . دا چپ ولې شوې ؟
لطيفه : ويل يې چې د اکبرخان مور اوس ډيره زړه شوي ده او چې صفيه هم واده شي نو په کور کې به هيڅوک دکارکولو قابل پاتې نه شي ، نوکه داګل اندامه ...
دا اوريدل وو چې د حليمې اکربکر بدل شو اولطيفې هم دا خبره څه په داسې سنجيده او قدرتي اندازکې کړې وه چې دحليمې پوره يقين وشو ، اور پرې بل شو . له ځايه پاڅيده اوغږيې وکړ : .‎
اکبرخان بچيه ته راشه .
په دې خبره جينکۍ ټولې خندا ته جوړې شوې . خو لطيفه بيګم ټولوته د چپ کيدو اشاره وکړه
اکبرخان په دو دو راننوت .
اکبرخان : ولې ادې ؟
حليمه : ته دې بابا راوېله دا يې څه تماشه جوړه کړې ده؟
اکبرخان : ولې ادې ؟ خيرخودې وي ؟
حليمه : زه درته وايم چې بابا دې را وغواړه .
اکبرخان لاړ او يوساعت پس يې اسلم خان د ځان سره راوست . ورپسې يوسف خان هم راننوت
حليمه : د صفيې پلاره دادې څه وکړل ؟ زما خو ستا نه داسې طرح نه وه .
سليم خان : ولې داکبرخان مورې ؟ خير دې وي ؟
حليمه : په تاخو زما داګمان نه و . اى هى د صفيې ابا . ما خو ستا سره خپل هډونه ويلي کړل . هغه دخوارۍ شپې مې درسره تيرې کړې ، اوس چې خداى راحته راوسته نو داسې دې سترګې بدلې کړې .
په دې خبره حليمه غريو ونيوه . جينکو نوره خندا ټينګه نه کړى شوه په کټ کټ په خندا شوې . يوسف خان ، اکبرخان اواسلمخان حيران وو چې دا څه قصه ده . هغوى دا ستفهام په نظر څوڅو ځله جينکو ته وکتل . خو جينکو به خندل اوڅه يې ويل نه . لا په دې کې به لطيفه بيګم بياد تأسف سره هم وخوځاوه او د حليمې سره به يې دهمدردۍ مصنوعي اظهار وکړ په دې به د حليمې غريو لازيات و .
يوسف خان : حليمې خورې ، ستا په مطلب خوزه پوى نه شوم .

اسلم خان : بيخ دې اوځه ، داڅه ټسکه ټسکه دې نښلولې ده ،سمه خبره خووکړه کنه .
حليمې په ژړا ژړا خبره شروع کړه .

حليمه : اول خو د صفيې پلاره ستا سره دا کار مناسب نه و او خيوکه بيا درباندې دومره سترګې پټې وې ، نو زمانه خوبه دې يوه خوله پوښتنه کړى واى .ماڅه کولى شول ؟ څه به ښځه وي او څه به دښځې خفګان وي.

او ددې سره يې نو سمه ژړا شروع کړه .
اسلم خان : يارب العالمينه ، داڅه په بلا واوړيدو. ښځې څه خو مو په مطلب خبر کړه کنه .
حليمه : مطلب ؟ مطلب خو دادى کنه ،دصفيې پلاره چې کله زما هډ زوړ دى نو زړه مې لاځوان دى . صفيه دې خداى لري . که هغه واده شي نو هم دکور په کارکې هيڅ فرق نه شي راتلى . او ستاهم ټول دکور کارونه په ما دي نو ته فکر وکړه چې اوس که ...
په دې خبره بيا په ژړا شوه نو جينکو دخندانه ټول کور په سر واخيست .
اسلم خان : دا څه بوس د لوې راځه يوسف خانه چې ځو.
اکبرخان په خندا شو .
اکبرخان : دادې سره مې دغوجينکو څه ټوکه کړې ده زه پرې پوه شوم .
يوسف خان: زما هم لږلږ شک راغى .
اسلم خان : زه خو په هيڅ پوى نه شوم .
حليمه : ته به ولې پوهيږې ؟ چې څوک پوى وي ،هغه دې يوخداى پوى کړي. اوس دې ځان للى ګلى کړ ، مړ ، زه خو اول هم پوهيدم . تادا ګنل چې ګوندې دابه هيڅ له خبره نه وي . زه دې په سترګو پوى وم .

په دې خبره بيا ټول په خندا شول .
اسلم خان : خداى راستي چې ددې ښځې په مطلب خو زه ټکى هم پوى نه شوم .
يوسف خان جينکو ته مخ کړ اوويې ويل : دا شيطاني کومې يوې کړې ده ؟
جينکو سرونه زوړند کړل پټ پټ يې خندل او هيڅ يې نه ويل .
اسلم خان : يوسف خانه ته مې پوى کړه کنه . دا څه په بلا واوړيدم .
په دې کې ګل اندامې قهوه راوړه . حليمې چې ګل اندامه وليده ،مخ ته يې پلو ونيو . په دې نوجينکۍ دخندانه نسکورې پريوتې يوسف خان د اسلم خان په اوږه لاس کيښود او ويې ويل :
- حليمه خور چاخبره کړې ده چې اسلم خان په ګل اندامه نکاح تړي .
اسلم خان : وئ کوريې خورشه ، دا خويې پوره ډزکړى دى .
او ددې سره په خندا شو اوبيايې وويل : د اکبرخان مورې دا درته چا درويغ ويلي دي .
حليمه : درويغ نه رښتيا :
په دې وخت کې د ګل اندامې په اننګو کې د شرم سرخي پيدا شوې وه او په کړه وړه يې خفګان شخړه څرګنده شوې و .
اسلم خان : چا درته ويل ؟
حليمه : لطيفه لګياده ، ويل يې چې .
په دې خبره جينکۍ بيا په خندا شوې لطيفه بېګم سرښکته کړ ، ځکه چې يوسف خان هغې ته په موسکو موسکو ملامته کوونکو نظرونو کتل .
يوسف خان : حوزې هغې شرارت کړى دى .
اسلم خان : ګل اندامه خو زما لور ده .
په دې خبره د حليمې په مخ کې رڼا پيدا شوه او ورسره ورسره انفعالي تاثراتو تاثراتو هم په مخه واخيسته . هغې اوس په هسکو سترګو جينکو ته نه شول کتى .

اسلم خان ، يوسف خان او اکبرخان په خندا خندا حجرې ته ننوتل او يو ساعت چې جينکو قهوه څښله ، دسړو په منځ کې دخندايو زوږ پورته شو . (١٢)

د استاد حمزه (نوې چپې ) ناول په اړه خپلې خبرې په دغو ټکوکې رانغاړل شو:
١. په دې اثرکې ليکوال دموضوع اومحتوى له پلوه دوخت دپښتني ټولنې پرعمده اړخونو پښتانه فکر کولو ته وربللي دي . د پښتونخوا د يووالي اواتحاد او ديو داسې نوي ، مهذب او متمدن ژوند پر لور يې د دوى دژوند اميدونه کړي دي چې خپل مذهبي ، اوملي روايات او د خپل ولس د تاريخ روايات هم په نظرکې ولري او د نوي ژوند غوښتنې هم .

٢. په زړه پورې ده چې په دغه ناول کې او دناول په څېروکې د لرې اوبرې پښتونخوا استوګن د يووالي دنښو او سمبولونو په توګه د ناول په پېښوکې نقش لوبوي. هغه له همدې کبله اپريدي اوغلجي د دواړو خواوو دنښو په توګه په شعوري توګه غوره کړي دي .

ښايي د همدغه يووالي اواتحاد د غږونو د راتلونکو د غېزو له کبله ووچې د مارشال ايوب خان واکمنۍ کې په کوزه پښتونخواکې دغه ناول بندي شو .

٣. دکوزې پښتونخوا د ډېرو ناولونو په تناسب ددې ناول ژبه خوږه او روانه ده . د نورو ژبو بې کچه اغېزې پکې نشته . ژبه يې ترډېره ځايه سپيڅلې او ترکيبونه يې د پښتوخپل ترکيبونه دي . دکوزې پښتونخوا د ځينوناولونو په څېر نه دى چې نيم يې پښتو دى او نيم يې دنورو ژبو ، لغتونه ، کلمي او ترکيبونه .

٤- لکه چې موږ له تفصيلې بېلګو سره هم اشاره ورته وکړه، (نوى چپې) يوسياسي ناول دى . په دې لړکې د پښتونخوا د نوميالي ليکوال او د ناول د څېړونکي محمداعظم اعظم نظرهم وړاندې کوو هغه دپښتو مجلېپه يوه ګڼه ليکي: (پېغله پسې دپښتو ناول په ارتقايې لړۍ کې وښاغلي اميرحمزه خان شينواري (نويې چپې ) يو اهم مقام لري . د (نوې چپې) مرکزي خيال د وطن دآزادۍ نه مخکې د هغې مسالې سره تعلق لري کومې چې د پښتون وګړي د سياسي مستقبل سره اړه لري . د موضوع په لحاظ دې ناول ته موږ خالص سياسي ناول ويلى شو ، نور حدنه هورته مو قيديت او بې ضرورته سياسي بحٍثونو د ناول ښايست ، پلاټ او کوټلي کردارونه د فني مرام نه ښکته راغور زوي (١٣)
٥ . داستاد حمزه دغه ناول په ډېرو برخوکې د ننداره ليک او ډرامې خصوصيات هم را اخلي او دا د لومړنيو ناولونو او رومانونو يوعامه ځانګړنه هم ګڼلاى شو .
د پښتو ناول او رونان په تاريخي څېړنه کې د استاد حمزه شينواري (نوې چپې) د يو نوي منزل پر لورې د نويو ګامونو لومړنۍ نښې نښانې دي اوله همدغه کبله په دغه تاريخي مطالعه کې د يادولې وړ ځاى لري .

لمن ليک :
١. دحمزه ياد (دحمزه شينوارى په باب دمقالو مجموعه ) د استاد حمزه ډرامې او افسانې ، افضل ټکور ، د قومونو او قبايلو وزارت ، د نشراتو اوفرهنګي چارو رياست ، ١٣٦٦ هـ . ش (١٩٨٧ع) (٢٠٣) م .
٢. همدغه اثر(٢٠٥ ٢٠٧ ) م ، م .

٣. پښتوافسانه (تحقيق اوتنقيد) محمداعظم اعظم ، پېښور ، ١٩٧٦ ع . (١٠٩) م .
٤. همدغه اثر . (١١٠) م .
٥. همدغه اثر. (١١١- ١١٢) ، (١١٨) م ، م .
٦. وګورئ : ژور فکرونه ، حمزه شينوارى ، پبلک آرټ پريس پيښور ، (دچاپ کال نه لرى) (١٢٨- ١٧٩) م ، م .
٧دحمزه ياد (٢٠٩- ٢١٠) م ، م .
٨.نوې چپې .اميرحمزه شينواري ، پېښور ، ١٩٥٧ع. (١- ٢) م ، م .
٩. همدغه اثر . (٥٩ . ٦٠ ) م ، م .
١٠. همدغه اثر . (٦٤ ٦٦) م ، م .
١١. همدغه اثر . (١٢٨ ١٣١) م ، م
١٢. همدغه اثر . (٣٩٤- ٤٠١) م ، م .
١٣. پښتو ادب اوناول ،دمحمداعظم اعظم مقاله ، پښتو مجله ، پيښور ، پښتو اکيديمي (کليزنمبر) ١٩٨٧. (٣٠) م.


تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سائله
د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی

Reply With Quote
The Following 4 Users Say Thank You to Nokia_Apridey For This Useful Post:
din (09-12-2011), Levanaye Zalmaye (09-01-2011), Shehbaz Khan (08-31-2011)
(#2)
Old
graveyardofempires
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 08-31-2011, 10:40 AM

د افغان په نګ مي و تړله توره
نګيالی د زماني خوشحال خټک يم
خوشحال خان خټک افغان
.........................................
د فټان او فاکستان جواب
Reply With Quote
(#3)
Old
shehram
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 09-01-2011, 01:59 PM

zama khwast
zma sara da pukhto fonts sa gad wad razee da de sa tareeq shta da che da saheeh shee Deera manana.

Deer kha Nokia Hamza Baba kho yaw nar Shaer woo
Da Khapl Qaam wafadar aw Ghamkhwar
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to For This Useful Post:
Nokia_Apridey (09-01-2011)
Reply

Tags
baba, hamza

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.