Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Literature - ليكنې
Reload this Page takal...khoob key bosaarey...by feroz afridi
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 591
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default takal...khoob key bosaarey...by feroz afridi - 06-15-2011, 05:08 AM

خوب کښې بوساړے
تکل......
دا راته ياد نه دي چې ما له دعوت چا راکړې وو خو دومره ئې تاکيد کړې وو چې تاسو به زمونږ مشر ميلمه يې اول به ستاسو په مشرۍ کښي يو ن
(واک) کيږي بيا ماښام به (غالبا) په ګولډن نائيټ هوټل(غالبا) کښې ستاسو په درناوي کښې يوه ادبي دستوره کيږي چې آخير ستاسو څه نه څه حق کو ادا شي کنه چرته خدائي مه که ايسار نه شئ؟خامخا به راځئ. او !!!.

داسې قسم دعوتونه به څوک داسې وي چې قبول ئې نه کړي او زما د پاره خو بيخي ناممکن دي چې قبول ئې نه کړم ،ځکه چې مونږ اوريدلي دي چې دعوت به خامخا قبلوئ او بيا زما په دې کښې نقصان څه وو؟ ټوله ګټه ګټه وه.په مفتو کښې لوئې سړے جوړيدم .يعني ګويا زه دوئي درنولم نو دا خو زما د پاره ضروري وه چې خپل درنښت په خلکو باندې زباد اوينم.

خير سحر زه هغه د واک ځائي ته لاړم هغه يو کلب غوندې وو چې ورسره لګيدلے خپل ګراونډ هم وو او د دغه ګراونډ په غاړه غاړه واکنک ټريک هم جوړ وو داسې بريخيدو لکه چې ګيرزن پارک وي .
واک شروع کيدو نه مخکښي يو پوليس نما غوندې ايس پي ټائيپ سړي ، نه پوهيږم چې ريټائيرډ وو او که حاضر سروس خو سم راته نه ياديږي اعلان وکړو چې اوس به د فلاني ايس ايس پي د مشرئ لاندې واک شروع کيږي او تاسو ټول به په هغه پسې لکه د پريډ کونکيو په شان روان يئ .ما زړه کښې اوئيل چې دا مشرې خو زما وه چې دا کومه لوبه روانه ده خو خير واک شروع شو ما وئيل کيدې شي په اخير کښې زما د مشري نمبر وي ،ورسره روان شوم خو سر مې په نه خلاصيدو.
چې دا څه معامله ده.
چې کله يون (واک) تمام شو نو يو ځل بيا اعلان غوندې وشو چې اوس به څو کسانو ته د کلب ممبرشپ ورکولې شي د هغوئي نومونه واخيستل شول او د ټولو نه وړاندې يوه هندې نژادې پښتو سندرغاړې شيرون اوسير نوم واخيستل شو ورپسې دوه نور کسان وو چې اوس ئې نومونه رانه هير دي.

په اخير کښې ما ته داسې محسوسه شوه لکه چې زما نوم ئې هم د ممبرشپ ورکولو د پاره اخيستې وي.او ورسره ئې دا هم زياته کړه چې دوئي يعني ما په کرکټ لوبه کښې 140 رنزونه جوړ کړي وو.نو ځکه دا ممبرشپ ورکولے کيږي .زه حيران غوندې شوم چې والله که ما خو په ژوندکښې چرته باقاعده کرکټ کړې وي ،چې دا اعلان کونکي د چا نه دا معلومات اخيستي دي؟
او اخير دا کومه لوبه روانه ده؟ .

زه د نورو کسانو په مينځ کښې ولاړ ووم او ځان مې ورتګ له چمتو کولو چې لاندې مې خپو ته وکتل هلته بوټان پراته وو ما کوشش وکړو چې دغه بوټان په پښو کړم، او ورشم چې خپل ممبرشپ وغيره تر لاسه کړم خو هغه بوټان زما د کوشش باوجود زما په پښو نه سميدل ځکه چې دا بوټان لکه د دوؤ کالو د ماشوم ډير واړه وو.
چې لاسونو ته مې خيال شوو نو زما خپل دواړه بوټان زما په لاسونو کښې نيولي شوي وو ژر ژر مې هغه پښو ته واچول ، لږ شان په ورتګ کښې وځنډيدم خو خير چې ورسيدم نو داسې يودوکان نما غوندې کوټڼئ وه د هغې مخې ته يو سړے ولاړ وو هغه ته ودريدم .چې ګويا هم دغه به اوس ما له څه راکول غواړي!!!

د هغه سړي چې کله زما په طرف پام شو نو ماته ئې اوئيل چې څه دي؟
زه داسې وترهيدم او خفه غوندې شوم ،چې دا څنګه خلک دي چې پرون ئې راته وينا کړې وه او اوس ما نه پيژني؟
حالانکه دا هر څه زما په درناوي کښې روان دي.

ما وئيل دلته نه زما نوم چا اخيستې وو د ممبرشپ څه کاغذونه وو !!!
دغه سړي ورسره خوا کښې بله کوټنۍ طرف ته اشاره وکړه او چې کله هغوئي ته ورسيدم نو داسې په ميز يو زنګ وهلې شان شيلډ او يو ملف شوي قاعده نما شان کاغذونه پراته وو،په هغوئي کښې يو کس اوئيل دغه راواخله او راته ئېدا هم اوئيل چې ماښام د چهاوڼۍ سره لګيدلې بازار(غالباصدر بازار) کښې فلانکې ګولډن هوټل کښې دستوره دې چې هيره دې نه شي چې هلته به ستاسو خبرې اترې هم وي او ......

زه حيران پريشان غوندې روان شوم ..ما زړه کښې اوئيل چې کيدې شي هغه د ماښام واله دستوره زما په درناوي کښي وي دغلته به معامله بدله شوې وي ځکه ززما ذکر ونه شو .
خير زه داسې په نه زړه کله چې ماښام د هغه هوټل هال ته ورسيدم نو مشر ميلمه خو څه کړې چې چرته وروستو په کرسو کښې هم سم د ناستي ځائي راته په نظر رانغلو .
اوس راته دا معلومه نه ده چې چا زما په حکله څه وينا هم وکړه او که نه خو په څه نه څه طريقه چې زه مائيک ته ورسيدم نو ما د زړه غبار راويستل شروع کړل.

ما وئيل چې زه په دې ونه پوهيدم چې په سحر په هغه واک واله دستوره کښې چا چې زما په حکله د يو سل څلويښت رنزونو اعلان کړې وو هغه ما کله جوړ کړي دي او زه خو والله که په کرکټ هم پوهيږم چې دا کرکټ څنګه کيږي؟
ما اوئيل چې کله مې د قبائيلي سيمې د يو سکول څخه لسم جماعت پاس کړو او په کالجونو پسې پېښور ته راغلم نو بيا وروستو وپوهيد م چې د فټ بال او هاکئ او باسکټ بال نه علاوه دا کرکټ هم يوه لوبه ده چې په وطن کښې به مونږه هغه ګلي ډنډا(ککچي) کوله هغه هم دغسې لوبه وه.

بيا ما ورته اوئيل چې ما ته خپل ادبي قد او قامت هم معلوم دے او زه ګويا په کومه غلط فهمئ کښې هم نه يم خو دا وائيل هم ضروري ګڼم ، چې خلک دا دستورې کوي نو بيا هر کس و ناکس ته ته ولے وائي چې ته به خامخا رادرومې چې ستا نه بغير دا دستوره نه ترسره کيږې او ته خو به صدر يا مشر ميلمه وے او چې کله بيا هلته په رښتيا زما غوندې ساداګان په دې تمه راجمه شي چې دلته به ځان ځکه رسوم چې فلاني دومره په مينه وئيلي دي او هن رښتيا ته وګوره په دومره خلکو کښې ايله زه ورته دروند سړے وبريخيدم چې زما په مشرئ کښې دا دستوره کول غواړي نو څنګه به نه ځم والله چې په قرض به د کرايه پيسې دا چا يار دوست نه را اخلم خو د غه دستورې ته به ځکه ځم چې زما نه بغير ئې دا خلک نه کول غوړي.
دوئي به څومره کچه شي چې مشر ميلمه نه وي او خلک راغونډ وي.

او بيا چې داسې کسان چې دغه د دستورې کونکي هر يو کس ته ئې بيل بيل وئيلي وي چې هم ته مشر ميلمه ئې او چې دا ټول ساداګان ورله راشي نو هغه ځان کوڼ ړوند کړي .مشران کشران بې ترتيبه کښېني چا له ځائي په ګوتو ورشي او څوک ولاړ وي .
دستوره شروع شي او چې کله دغه زما غوندې ساده تيرباسلي مشر ميلمه د يو عام شاعر يا مقرر په توګه راوغواړي نو هغه غريب لکه زما زوړند غوږونه ډير په ناخوالۍ مائک ته رانزدې شي نو په مزه غوندې چې نور خلک ئې وا نه وري د هغه غوږ سره نزدې سټيج سيکريټري يا دستوره کونکے اوائي چې دا فلانکې مشر ميلمه هم دے.
نو راشه که توديږي!!!!مړه خو دا کوار مشر ميلمه چې څه وئيل غواړي هغه هم ورسره ګډ وډ شي او شخ د سټيج نه کوز شي او په مخه روان شي.لکه چې چا سپے ورپسے خوشے کړې وي ځان سره سل قسمونه وخوري چې بيها به داسې بې عزته خلکو له نه راځم .
ما زياته کړه چې زه نه پوهيږم چې دا خلک دومره دروغ ولے وائي؟
ما يو ځل په يو افغانې ويپاڼه کښې د افضل شوق مرحوم يو ليک لوستلې وو
هغه هم د دغه شان ادبي بنډل مارو نه سر ټکولې وو .
وئيل چې په څه بهانه به درله چرته په يوه دستوره کښې رانزدې شي او درته به اوئي چې شوق صيب ستا غزلې او نظمونه مې ډير خوښ دي او ستا په شان شاعري څوک کولې شي؟
بيا به نور هم در خوږ شي .
شوق صيب اوئيل چې په يوه دستوره کښې هم دغه شان يو بنډل مار رانزدې شو او ماته ئې اوئيل چې شوق صيب هغه بله ورځ مې ستا کتاب اوه ګامه مزل په يونيورسټي بک ايجنسي کښې په بيه واخيستو .واه څومره ښکلې شاعري دې په کښې يوځائي کړې ده او ډير شاهکار نظمونه دې پکښې ليکلې دي.
شوق صيب مخکښي ليکي چې کله ما دا واوريدل نود سر او غوږونو نه مې شنه لوخړه پورته شوه او په ډير قهرجن انداز کښې مې ورته وکتل .
ځکه چې اومه ګامه مزل کښې نظمونه د کومې راغلل ؟دغه کتاب زما شعري مجموعه نه بلکه سفر نامه ده .

زماد غصې ، غم او الم دغه بيان له جاري وو چې زما کورودانې ورو غوندې زما وجود وخوزولو چې پاسه که ويښ ئې !!!
د سحر مونځ درنه قضا کيږي.
فيروز افريدي
15 جون 2011
قطر



Last edited by Feroz Afridi; 06-16-2011 at 04:13 AM.
Reply With Quote
Reply

Tags
afridi, bosaareyby, feroz, key, takalkhoob

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.