Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page درې نيم سوه کاله وروستو زمونږ حال نه دې بدل &#
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 591
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default درې نيم سوه کاله وروستو زمونږ حال نه دې بدل &a - 10-31-2012, 02:26 AM


350 کاله پس څه بدلون راغلې؟
فيروز افريدي

فرانسس برنئر يو فرانسوي ډاکتړ /طبيب وو،څوک چې په 1658 د مغل بادشاه شاهجهان د باچاهئ په دور کې هند ته راغلې وو، او تر 1670کال عيسوي تقريبا دولس کاله د مغلو د دربار او باچاهي کورنئ سره د يو طبي او ډاکټر په حيث ميشت وو . دا د شاه جهان باچا د دور اخيري ورځي او د هغه د ځوئي عالمګير باچا دور وو .

فرانسس برنئير يو ماهر طبيب وو نو د مختلفو امراو او صاحب منصب خلکو سره د تعلق په خاطر اخير د هند د مغل باچاهانو تر کورنئ ئې هم رسائي وشوه.

هغه د باچاهانو دربار،د شاهي کورنئ غړو ،حرم سرا،مغل شهزادګان او شهزادګئ د ډير نزدې نه ليدلي وې او د هغوئي د ژوند ژواک او د عام اولس طرز زندګي او د هغوئي سماجي او معاشرتي بود و باش او د هغه وخت اقتصادي او کاروباري حالات ئې محسوس کړي وو او دا هر څه ئې بيا وروستو په خپل سفرنامه کې قلمبند کړي دي.

برنئير شاهجان باچا په خپل سترګو د خپل ځوئي اورنګ زيب عالمګير د لاسه د تخت او تاجه بے لرې کول او بے اختياره کول ، او بيا په زندان يا قلعه کي بندي کول يا نظر بندول ليدلي وو.

برنئر د عالمګير باچا د خپل درې واړو وروڼو دارا شکوه،سلطان شجاع او مراد بخش سره په جنګ او بيا د هغوئي د نيولو اوقتلديدلو منظرونه هم ليدلي وو.

برنئير د دارا شکوه نيول او بيا د خپل ورور اورنګ زيب عالمګير په دربار کې دهغه راوستل او د هغه وړاندې محاسبه کول هم وليدل.

برنئير د عالمګير باچا سره د لاهور بهمبر او کشمير سياحت هم کړې وو .
برنئر چې کله فرانس ته راستون شو نو خپله سفرنامه ئې وليکله او په 1671 کې ئې په پيرس کې چاپ او خپره کړه.
بيا وروستو د دغه سفرنامې په انګريزئ کې ترجمه هم وشوه او په برطانيه کې چاپ شوه .

د دې سفرنامې احوال چې څوک ولولي نو حک حيران شي چې برنئير په 1660 کې کوم هندوستان ليدلې وو او د هغۀ وخت حالات ئې قلمبند کړي وو نن په 2012 کې هم د دې ځائي هند و پاک حالت ،حالات او روايات نه دي بدل شوي .
هم په هغه ان شان او دود دستور سره قائيم دائيم راروان دي.

د دې سفرنامې په ليدلو سره سړې ډير په تاسف سره دا وئيلې شي چې په دغه درې نيم سوه کاله کې د يوې ذرې برابر بدلون هم زمونږ په کلتور او معاشرتي او سماجي رويو کښې نه دې راغلې او مونږ د دې اوږد درې نيم سوه کاله دور نه هيڅ نوې سبق نه دې اخيستي .
فرانسس برنئير د هغه وخت متحده هندوستان په حالاتو د خپل تعجب اظهار په دې ډول کړې دے..

په هند کې منځينئ طبقه بيخي وجود نه لري.
يو خوا په دې ملک کې امرآ دي او يا بيخې مفلوک الحال مسکين غريبانان بد حاله خلک!
امرا او مالداره خلک په محلونو کې د عيش ژوند کوي

په کورونو کې ئې باغونه دي،فوارے دي ،سوارلئ ،او د خدمت د پاره په درځنو نوکران دي .
په مقابل کې غريبانان په جونګړو او چونپړو کې اوسيږي.

او د هغوئي په کورونو کې د يو وخت دوډئ هم نه وي.
برنئير په هند کې د هغه وخت دور ته د خوشامديانو او چاپلوسانو دور وئيلې دے.

بادشاه سلامت ،وزيران،ګورنران او سرکاري اهلکاران دوه دوه ساعته د خپلو نوکرانو او ماتحتانو نه د خوشامدئ مراسم اخلي ،او داسې کول خپل حق ګڼي.
په دربار کې ئې روزانه د سلام سلسله بې له څه ناغې روانه وي.

عام اولس ئې په خوشامدو دومره اموخته شوي دي چې څوک ما ته د علاج د پاره راشي نو اول د القابوتو نه د خپلو خبرو ابتدا وکړي او ما ته د وخت سقراط،بقراط او ارسطو د زمانے او د نن بوعلي سينا اوائي او بيا نبض راوړاندې کړي،چې بيماري مې تشخيص که.
که بادشاه د سرکار په دربار کې تشه خله هم وازه کړي نو درباريان د کرامات ! کرامات ! ورد او چيغې پئيل کړي.

خلک په خپلو جيبونو کې درخواستونه او عرضئ ليکلي ګرځوي او چې کله هم څوک صاحب حثيت منصب دار اويني نو دوئي ورته خپل درخواست او عرضئ ور وړاندې کړي او تر کومه ئې چې په دغۀ کاغز د صاحب نه ليکل او په د اجرآتو حکم نه وي اخيستې تر هغې د صاحب منصب د مخې نه اخوا کيږي.

بازارونه ئې بے ترتيبه او ګنده دي.
تا ته به د يو دوکان نه پشمينه،کمخواب،ريشم او د زرې کپړه ترلاسه کيږي.
او ورسره په خوا کې دوکان کې به تيل غواړي اوړه او شکره خرصيږې.
دغه شان به د کتابونو او څپلو دوکانونه څنګ تر څنګه په نظر رادرومي او د هر يو به خپل خپل نرخ وي کله کله د ګاهک او دوکاندار تر منځه په بيعه تاو تريخوالې هم راشي.
په ښاريو کې د حلوايانو د دوکانونو خو هډو شمير نشته ، په دوکانونو به ئې ګندګي،مچان ،ماشي ،پيشوګان او سپي هم يو ځائي راغونډ وي .
په ټول هندوستان کې به سمه غوښه چرته پيدا نکړې.
قصابان به بيمار يا مرګونې ځناور حلال کړي .او د سپو ،خرو غؤښه هم درباندې خوري.
د ريستوران او سرائي خوارک ناقص وي او د بيمارو سبب جوړيږي،په دې خبره اکثر خلک پوه دي او په کورونو کې خوارک خوړل خوښوي .
ميوه هم ګرانه ده ،په هندوستان کې خربوزه ډيره پيدا کيږي،خو په لسو کې چرته يو نيمه خواږه وي .سرده پکې ډيره ګرانه ده.زه پاو کم د څلور روپو سرده اخلم.
په ملک کې په شرابو پابندي ده لاکن په پټه ئې ټول خلک څښي.دلته شراب اکثر د شيراز نه په غله قاچاق راوړلې کيږي او په ښاريو کې په عامه توګه ترسيل کيږي او په لاس درځي.

البته خکومت عيسايانو له د شرابو څښلو اجازت ورکړې دے
خو دوئي خپل شراب په مسلمانانو خرڅوي.په ټول هيواد کې د نجوميانو او پال کتونکو خلکو سمه ميله لګيدلې ده.دوئي به د لارې غاړي ته خپله دري خوره کړې وي .خلک به ترې ارتاؤ او د قسمت حالونه به ورته وائي.په دې وطن کې د څښلو صفا اوبه نشته.مالداره خلک په اوښانو ځان سره اوبه ليږدي او په سفر اوځي.
د هند زمکه ډيره زرخيزه ده .خو د زراعت طور طريقې ډيرې زړې او فرسوده دي،ځکه ئې دهقانان د زمکه څخه پوره فصل نه شي اخيستلې.
د هندوستان اکثر زمکې بنجر دي ،د نهرونو او نالو خلک صفائي نه کوي
وړوکي کسانان دا ګنې چې زه ئې ولې پاک کړم فائيده ئې لوئي زميندار ته راسي او دغه شان جاګيردار او زمين دار وائي چې دا زما کار نه دے

پيسے به زه خرڅ کړم او فائيده به ئې دهقان خوري!

په دې بې پراوائي کې کال د سره اوبه ضائع کيږي.
د لاهور ښار په مضافاتو کې اکثر سيلاب رادرومي او د سونو خلکو کورونه فصلونه او مال مويشي يوسي.
دغه شان هر کال دغه لوبه روانه وي خو د چا سره ئې د مخ نيوي څه بندوبست نشته.

برنئر د هندوستان د خلکو په حکله ليکي چې د دې ځائے خلک ښه کاريګر دي خو کاريګرئ ته د صنعت درجه يا ترقي نه ورکوي.
دغه وجه ده چې د دې خاورې کاريګر او فن کار د لوږې مري.
که چرې دوئي خپل فن او هنر ته د کارخانے شکل يا منظم انداز ورکولې نو ډير به خوشحاله وې،او د نورو خلکو ضرورتونه به هم ورسره پوره کيدلې.

د هندوستان خلک روپئ او پيسه په کاروبار کې نه لګوي.خپله پيسه پټه ساتي.
عوام ئې د کالو پترو زيواراتو شوقين دي .پخپله به د لوږي مري خو ښځو له به کالي پتري جوړوي.
د تعلم نظام ئې انتهائي ناقص دے. دوئي به خپلو اولادونو له فقط ژبي ورزده کوي،دوئي نور علم يا دکار کسب د زده کړې ارزښت نه محسوسوي.
پخپله اورنګ زيب باچا ماته وئيلي وو چې زما د وړوکوالي زيات وخت په عربئ ژبه زده کولو کې تير شوې دے.
دا خلک د بيمارئ په حال کې څه نه خوړل د بيمارئ علاج ګڼي.
او په تبه کې هيڅ شې نه خوري او نه ئې څوک ورکوي.
په دې وطن کې رشوت عام دے په خپل کاغذ يا دستاويذ چې سرکاري مهر لګوي نو هم رشوت به ورکوي.

د صوبيدارانو سره ئې بے کچه اختيارات وي.دوئي په يو وخت کې صوبے دار هم وي،خزانچي هم وکيل او قاضي هم وي،د شوری غړې او صوبے دار وي ،د جيل داروغه هم پخپله صوبه دار وي .
سرکاري اهلکاران په دواړه لاسه لوټ مار کې بوخت وي.
بادشاه د خپل ناستي د پاره په درې کروړه(1660)
تخت جوړ کړې دے.
کله چې سرکاري صاحب منصب د کوره ووځي نو مکمل په اب تاب سره د نوکرانو او خدمتګارانو په ولقه کې راوځي.په هاتهيانو سور وي د ده د قافلې نه مخکې سپاهيان روان وي د ټولو مخکې ماشکي روان وي په لاره به د اوبؤ شيندل يا چړکاو کوي چې د صيب پوزې او خلې ته دوړه غبار لاړ نه شي.
د ملازمانو پوره دسته ورسره روانه وي .
لوئي لوئي مورجلونه(باد پکي(ئې په لاسونو کي نيولي وي او رئيس اعظم ته هوا وهي.دوه کسان ورسره د توکاڼو يا نور څه شيانو د خلې نه توکولو د پاره اګل دان وړي.

دا خلک خپل کورونه ډير بې ډوله جوړاوي .د دوئي په کورونو کې د اب و هوا او رڼا هيڅ انتظام نه وي.
په اوړي ئې په کورونو کې حبس او سخته ګرمي وي او په يخنې کې سم د واورې غارونو وي.

بادشاه او امرا ئې چې کله د سيل سپاټې د پاره يو ځائے بل ځائے ته درومي،نو شپږ شپږ زره نوکرانو ورسره د دوئي د استعمال سامان راوچت کړي وي.

د دې ځائے اشرافيه د ډمامو ډمو او طوائيفو شوقيان دي.
د دې وطن په ټولو وړو لويو ښارونو کې د ډمو او رنډو خپلې اډې دي. د دې ځائے اميران په ډمو بے کچه پيسې شيندي.
او دا خپل شان ګڼي.د دې ځائے ډمې د شاهي خاندان په غونډو دستورو کي هم رادرومي .او باقاعده
رابللې کيږي.
او په دربار کې ناست ټول خلک ئې په مينه رقص ګوري .

د دې وطن وزيران دوه ځل سحر ماښام د بادشاه په دربار کې حاضريږي.
که څوک دربار ته رانشي نو هغه بيا د وزارت څخه لري کوي.
په هندوستان کې ګرد غبار ګندګي او بے ترتيبي بے کچه زياته ده.په ښارونو او قصبو کې *ئې بې شميره جرمونو کيږي.
اول خو مجرم څوک نه نيسي او که چرته ونوے شي نو د امرا په سفارش يا په رشوت بيرته خوشې کړي شي.

د فرانسس برنئير د سفرنامې دا يو څو ملاحظات تاسو ولوستل .
د هغه وخت واقعات هم په فکر کې وساتئ او د نن حالات هم په نظر کې راولئ.نو انشاالله تاسو به په دې خبره مطمئين شئ چې زمونږ په کلتوري ،سماجي او رواياتي معاشرتي اقدارو کې هيڅ بدلون نه دې راغلې.
مونږ 1660 عيسوي کال او 2012 عسوي کال ترمنځه هيڅ نوې سبق نه دې زده کړي.

د اورنګ زيب عالمګير په زمانه کې چې څنګه زمونږ دود دستور او سماجي روئې وې نن هم هغه دي
زمونږ په خوږ وطن کې نن هم د خر غوښه خرڅيږي.

رشوت خوشامد ،سفارش هم هغه شان دے .
زمونږ مشران او ليډران هم هغه شان دي .

د شان او شوکت وږي دي هم هغه د هاتهي د سوارلئ په شان په موټرو کې د پروټو کول سره راوانيدل او بيا د هغه هرکلې کول هم هغه شان دي.
،د هغې زمانے ډندورچي او د نقارچي غږ او جرس د نن په سائيرن کې بدل دے.
د هغه وخت د تخت او تاج د سينګار کروړونه خرڅي او مصاريف د نن د پارليمنټ هاوس په اسائيش او ارائيش او د وزيرانو په فضول پروټو کو ل باندې بدل شوي دي.
نن هم سيلابونه دي مچان ،ماشي ،سپي پيشوګان لوږي تندې، نظام تعيلم ،هر څه هم هغه شان دي.

د خوشامديانو کمې نيشته.
مونږ به نور هم درې نيم سوه کاله هم دغه شان وو.ځکه چې په دې ملک ک نن هم هغه شان شاه جهانان او اورنګ زيبان حکومت کوي .
چې په جاتي عمره کې محل جوړوي خو په رائے وينډ کې ميښې او مال مويشي خلاص ګرځي.
خلک ئې د فيکټريانو ،کارخانو او ګټرو زهر الوده ابه څښې .
دوئي بلاول هاوس ،بے نظر هاوس او زرداري هاوس په جديد ترن کاټيجونو کې جوړوي ولې د کراچي ،لاړکانے او نواب شاه کوڅو کې د سپو موج ميله اوس هم لګيدلې وي

د دوئي په کورنو کې جشنونه کيږي او په کوڅو کې خلک د لوږو او فاقو د لاسه مري.
بې اسه او بې بسه زنانه د خپلو تندو ماشومانو سره دريابونو او کوهو ته دانګي خو د حکمرانانو په عيش عشرت کې هيڅ فرق نه راځي .

چې حکمرانان داسې وي نو په خلکو به څنګه ښه وخت راشي ؟.
دوئي به نور هم داسې در په در خاوري په سر ګرځي او ټوکري به وهي.
او درې نيم سوه کاله به نور هم دا مردارې غوښې خوري او هم دغه شان به د زرداريانو او ميا صاحبانو قصيدې وائي تيرا اقبال بلند هو تاسو زمونږ مور پلار ئې مونږ په تاسو قربان !! زمونږ مور پلار په تاسو قربان!!!

او هم هغه شان خوشامدي به کوي ځکه چې د دويئ په نن او پرون کې هيڅ فرق نه دې راغلې .

_________________



Last edited by Feroz Afridi; 11-02-2012 at 12:28 AM.
Reply With Quote
The Following 2 Users Say Thank You to Feroz Afridi For This Useful Post:
din (11-01-2012), mirwaiskhan786 (11-02-2012)
Reply

Tags
بدل, حال, درې, دې, سوه, نه, نيم, کاله

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.