Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page فيضي : د ډيورند د رسميت په اړه د امريکا نظر بې
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,590
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default فيضي : د ډيورند د رسميت په اړه د امريکا نظر بې - 10-25-2012, 04:34 AM

کا نظر بې *ارزښته دی


د ډيورند د کرښې په اړه د امریکایي دېپلوماتونو څرګندونې به د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هېڅ ډول اغېز ونه لري.
پښتنه اميد
د ډيورند د کرښې په اړه د امریکایي دېپلوماتونو څرګندونې به د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هېڅ ډول اغېز ونه لري.
د ولسمشر ویاند اېمل فیضي، چې پرون یې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، د ډیورند د کرښې په اړه د امریکایي دېپلوماتانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: د ډیورند د کرښې په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې د دغه هېواد همېشنی دریځ دی؛ خو د هغوی دا څرګندونې د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هېڅ ډول اغېز نه لري.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي مارک گروسمن د يکشنبې په ورځ په کابل کې له يوه خصوصي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي وو، چې واشنګټن د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي. چې تر هغه وروسته د افغانستان لپاره د امريكا د متحده ايالتونو سفير، د مارک ګروسمن هغه څرګندونې، چې وايي د امريکا متحده ايالتونه د ډېورنډ کرښه په رسميت پېژنې، په رسمي ډول تاييد كړې.
د امريکا سفير جيمز بي کنينګهام په کندهار کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې هېواد يې د ډېورنډ ګرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسميت پېژني.
خو ایمل فیضي وویل، چې د ډیورند مسله یوه ملي، تاریخي او حقوقي موضوع ده، چې حکومتونه او بهرني هېوادونه یې په اړه پرېکړه نه شي کولای؛ بلکې دا د افغانستان خلک دي، چې په دې اړه به تصمیم نیسي.
همدا راز د ولسمشر ویاند په ۲۰۱۴ زېږدي کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په ترسره کېدلو باندې ټینګار وکړ او ويې ویل، چې د افغانستان دولت هوډمن دی، چې ولسمشريزې ټاکنې باید په خپل وخت، رڼې او په عادلانه ډول ترسره شي.
د ولسمشر وياند، د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدلو په کميسيون کې، د دوو بهرنیانو غړیتوب د افغانستان له اساسي قانون او ملي واکمنۍ سره په تضاد کې وباله او ويې ویل: انتخابات د افغانستان خپله کورنۍ موضوع ده او افغانستان اوس هغه د لس کاله پخوا افغانستان نه دی؛ بلکې نننی افغانستان د دې توان او وړتيا لري، چې په خپله انتخابات ترسره کړي.
د نوموړي دغه اندېښنې، چې ګویا د افغانستان حکومت به په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، بې ځایه وبللې او ويې ویل، چې افغانستان ډېموکراسۍ ته ژمن او ولسواک هېواد دی، د بیان آزادي، مدني ټولنې، ډله يیزې رسنۍ او ملي شورا لري، چې د دوی هر یو کولای شي پر ټاکنو څارنه وکړي او په هغو کې کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنۍ بربنډې کړي.
ایمل فیضي همدا راز په دغه خبري ناسته کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلینو لپاره په ځانګړې شوې بوديجه کې د زیاتوالي خبر هم ورکړ او ويې ویل: د افغانستان حکومت هغه لس میلیونه ډالره، چې پخوا یې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلینو د لوړو زده کړو لپاره له ملي بوديجې څخه بېل کړي وو، پېنځلس میلیونو ته لوړ کړل، چې له دې وروسته به هر کال پېنځلس میلیونه ډالره، په بهرنیو هېوادونوکې د افغان ځوانانو د لوړ زده کړو لپاره ځانګړي شي.
د ډېورڼډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو ناندريزه موضوع ده او ډېرې افغانان په دې اند دي، چې په افغانستان کې روانه ناامني او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې د همدغې کرښې له امله دي.




Reply With Quote
Reply

Tags
اړه, بې, د, فيضي, نظر, په

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.