Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page پختو (طنزو مزاح
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Dervaish's Avatar
Dervaish Dervaish is offline
PF Frequent visitor
Dervaish is on a distinguished road
 
Posts: 278
Thanks: 136
Thanked 164 Times in 95 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2010
Location: Toronto, Canada
Default پختو (طنزو مزاح - 10-03-2012, 11:12 PM

پختو

پختو، پختو ده او پختو ژبه هم ده ـ دا ځکه داسې ده چې د پختو ژبې پشان بله ژبه نشته ـ او په بله ژبه کې پختو نشته ـ په کومه ژبه کې چې پختو نه وی هغه د اولس ژبه وی او چې پختو پکې وی هغه شاهی ژبه وی ـ بلا پختنو باچانو په سوونه کاله په هند باچائي کړې ده او د پختو ئې ډیر عزت ساتلې دې ـ مجال وه که د محل د خدمت ګارو سره ئې د پختو نه سیوا بله ژبه وائیلی وی ـ د بیګماتو سره به فارسۍ کې غږیدل او د اولس سره هندکو کې ـ پخپله multi-lingual وه ـ خو په نورو ژبو ئې د پختو درجه ډیره اوچته ګنړله او په دی جوړ ئې د بهرنی الائیشو نه پاکه ساتلې ده ـ که دوئی د اولس سره او سرکاری کاروبار په فارسۍ کې نه وې ساتلې نو نن به د پختو مقام دومره اوچت نه وه او ټوله به د بهرنۍ ژبو د ټکو نه ډکه وه ـ دی پختنو باچانو د پختو ژبې دومره لوئې خدمت کړې دې چې نن ئې مونږ ستائینه کوؤ ـ بس دا شاعران خدائې لیونی کړی دی - ټول عمر ئې شاعری په پختو کې کړې ده - دوئی له پکار وه چې د باچانو په لار تلې او د پختو شاعری ئې په فارسۍ کې کولې ـ نواول خو به پختو ژبه د دې شاعرانو نه پاکه وه او دویمه فائده به د شاعرانو په حق دا وه چې نن به دوئې د پختو د اوچتې پائې شاعران ګنړلی شو د نثر لیکوال په دې لار هډو تیر شوی نه دی ـ د ملانو تعلق خو د اولس سره وی ولې دوئي چرې د باچانو صفت نه دې کړې ـ او د باچانو ژبه کې ئې اولس ته خطبې ورکړې دی ـ دا به منو چې د پختو ژبې عزت ئې قائیم ساتلې دې ـ او تر اوسه ئې ساتي ـ
ډیره موده پس په څه کار کلی ته روان وم ـ هغه زمانه کې سوزوکي او موټر رکشې نه وې ـ سائیکلې هم نه وې ـ هر کلی ته سړک نه وه جوړ نو ټانګې به هم نه تلې ـ مونږ به پیاده سفر کولوـ نو په لاره کې یو کلې پریوتو ـ ورته وراوګرزیدم چې لږه دمه به اوکړم او د چا به د چائیو میلمه شم
د جمعې ورځ وه ـ په جمات ورغلم ـ بلا ګنړه وه ـ او د ملا صیب خطبه ښه په ګرمه روانه وه ـ اتفاق ورته او وایه چې د خطبې موضوع، پختو ژبه وه ـ ملا صیب په خپله خطبه کې د خپل استاذ کوهستان ملا صیب ، په حوا له دا بیان داسې اوکړو چې پختو د جنت ژبه ده او د محشر په ورځ به ټول تپوسونه په پختو کې کیږي او چا چې په پختو کې
جواب ورنکړې شو هغه دې د خپل انجام پخپله اندازه ولږوي ـ زما وینا ته پکې حاجت نشته ـ او هغه دا هم اوې چې په قبر کې منکر نکیر فرښتې هم په پختو کې سوال جواب کوی ـ څوک جې په پختو کې جواب ورنکړې شی نو هغه به برزخ کی تر قیامته په پختو ایزده کولو ژوند تیرَوي ـ
په پختوئې ډیر وسیع او عالمانه بیان وه ـ زما علم کې ئې بلا اضافه وکړه ـ دا ئې هم وئیل چې پرَدی ټکی په پختو کې راننوستل ډیر سخت ګناه دې او د قیامت په ورځ به دا ټکی لکه د سرو سروټکو د هغه په وجود کې ننوځي ـ په دې خبره زما ټول وجود ورپید ـ دا ګناه خو زما د لاسه څو څو ځله شوې دې ـ پوښتنه مې ترنه وکړه چې :
” یا حضرت! د دې ګناه د خلاصون څه کفاره خو به وي کنه ؟“
جواب ئې راکړو ـ ” بالکل شته ـ یو د پاسه سل ډالرکه دې جمات له ورکړې ـ او بیا د پاره خیال ساتې “ - ما ورته اووې ” ملا صیب ! ډالرې به د کومې راؤړم ـ په روپو پیسو کې راته وایه“ ـ نو جواب ئې راکړو ـ ” د روپۍ هیڅ اعتبار نشته ـ چې صبا له به روپۍ د دوه پیسو وي او که نه وی“ ـما ورته اووې ـ ” ملا صیب که تاسو نه وئې نو مونږ به چا پوهه کولو ـ د پیښور غټو غټو ملانو چرې داسې دَ پوهه خبرې راته نه دی کړې“
جواب ئې راکړو چې ”هغۍ په څه پوهیږي ـ په سرکاری مدرسو کې ئې سبق وئیلې دې ـ د هغۍ استاذان هم د سرکاری مدرسو دي ـ نو علم به ورڅخه د کومې راشي“ ـ
ما د کوهستان استاذ پوره یو کال شاګړدی کړې ده او یو روغ کال مې ورته د کوهستان په غرونو کې د علم په زده کړه تیر کړې دې “ ـ
” ملا صیب مخکې تاسو څه کول ؟“
” ته میلمه ئې ـ ستا نه څه پړده ـ مخکې مې د خان ټانګه چلوله“
ما ترنه نور تپوس اوکړو ـ ” که یو پردې ټکې په پختو کې د سره هډو نه وي نو بیا ؟“
” نو بیا څه ! په پختو کې ورله ټکې جوړ کړه“
” که ټکې نه جوړیږی نو بیا ؟“
” څه بیا بیا دې جوړ کړی دی ـ غټ جاهل ئې ـ چې ټکې درنه نه جوړیږی نو اسان چل دې ـ کلمه ورته ووایه، مسلمان ئې کړه“-
” د کلمې دا چل خو ډیر اسان دې “
” دومره اسان هم نه دې ـ د ټکی جوړولو سل ثوابه دي ـ او د مسلمانولو لس زره ـ چې ټکې مسلمانوې نو اول به په خوَړ کې په انګریزي صابون ولامبې
اِسرې کړې پاکې جامې به وا غوندې، یو ځل به بیا اودس وکړې ـ نو پس له هغې نه به ورته په یوه ناسته کې لس زره د پاسه سل ځله کلمه وائې“
د ملا صیب په چل مې سوج اوکړو نو دې نتیجې ته ورسیدم چې اول خو ما پخپله په ټول ژوند کې لس زره د پاسه سل ځله کلمه نه ده وئیلې ـ دوئیم که یو کافر له سل ډالرې ورکړم او ورته اووائیم چې مخې ته مې چپ کینه ـ زه به درته لس زره ځله او سل د پاسه، کلمه وائیم او ته به ئې اؤرې ـ نو یقین مې دې، نیمې ته به نه یم رسیدلې چې هغه به په چغو شی ـ په غوږو به لاسونه کیږدی او هغه سل ډالرې به هم واپس کړی چې بس دې وشوه مسلمان شوې یم ـ خدائې خبر چې دا پردي ټکی د کومې خټې نه جوړ دې ـ چې پختو کې ئې راړول دومره ګران دي ـ
درې ټکی مې مخې ته راغلل ـ ټوله شپه مې په ویخه تیره کړه او چې سحر کیدو نو پختو ته مې راړَولي وو ـ
۱ـ ټمبکټُو: ډکشنری وائي د افریقې یو ښار دې ـ ډیر په ګرانه مې ورله پختو جوړه کړه ـ تمبا کو ـ
۲ـ برازیل : ډکشنری وائي ـ په لر امریکه کې د یو وطن نوم دې ـ ما ورله د پختو نوم جوړ کړو ـ
د بَر ذ لیل ـ
۳ـ امریکه : ډکشنری کتو بغیر راته پته ده ـ پختو مې ورله جوړه کړه ـ ورکه ئې که ـ
د ملا سره دِ خدائې ښه شی ـ لار ئې راته برابر کړه ـ اوس که خیر وی نو پختو به ترقي کوی ـ
****
وائي اغیار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
حمزه


The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.

Last edited by Dervaish; 10-03-2012 at 11:29 PM.
Reply With Quote
The Following 7 Users Say Thank You to Dervaish For This Useful Post:
Afghanistan2010 (10-08-2012), Arooj Khan (10-04-2012), Breshna (10-04-2012), Feroz Afridi (10-08-2012), Naveed Safi (10-10-2012), Yousafzai Pakhtun (10-04-2012)
(#2)
Old
Arooj Khan's Avatar
Arooj Khan Arooj Khan is offline
PF Frequent visitor
Arooj Khan is on a distinguished road
 
Posts: 351
Thanks: 337
Thanked 161 Times in 113 Posts
My Mood: Innocent
Mentioned: 8 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default 10-04-2012, 07:37 PM

Quote:
۱ـ ټمبکټُو: ډکشنری وائي د افریقې یو ښار دې ـ ډیر په ګرانه مې ورله پختو جوړه کړه ـ تمبا کو ـ
۲ـ برازیل : ډکشنری وائي ـ په لر امریکه کې د یو وطن نوم دې ـ ما ورله د پختو نوم جوړ کړو ـ
د بَر ذ لیل ـ
۳ـ امریکه : ډکشنری کتو بغیر راته پته ده ـ پختو مې ورله جوړه کړه ـ ورکه ئې که ـ
د ملا سره دِ خدائې ښه شی ـ لار ئې راته برابر کړه ـ اوس که خیر وی نو پختو به ترقي کوی ـ

Der kha tehrer mo share kery de jee taso tanz -o- mazah na bhr pur , da de mazmoun likhwal cherta Taj-Raheem kho nady waly aghy yu tehrer "Pakhto or Pakhtun" bilkul daga shant likhaly de ,,,,,



هر څه راته وايه خو وطن ته مې څه مه وايه
دا مې د اغيارو نه په سرو وينو ګټلے دي

Har Sa Rata Waya Kho Watan Ta Mai Sa Ma Waya
Da Mai Da Aghyaro Na Pa Sro Weeno Gataly Dy




Last edited by Arooj Khan; 10-04-2012 at 08:22 PM.
Reply With Quote
(#3)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 591
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default 10-08-2012, 01:50 PM

ji belkul bejtareen....dair khaista tanzeeya thereer dey well done dervish malang bacha!!!!


Reply With Quote
(#4)
Old
Naveed Safi's Avatar
Naveed Safi Naveed Safi is offline
PF Frequent visitor
Naveed Safi is on a distinguished road
 
Posts: 354
Thanks: 212
Thanked 89 Times in 66 Posts
My Mood: In Love
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2011
Location: Peshawar
Default 10-10-2012, 10:06 AM

Quote:
Originally Posted by Dervaish View Post
پختو
ـ ملا صیب په خپله خطبه کې د خپل استاذ کوهستان ملا صیب ، په حوا له دا بیان داسې اوکړو چې پختو د جنت ژبه ده او د محشر په ورځ به ټول تپوسونه په پختو کې کیږي او چا چې په پختو کې
جواب ورنکړې شو هغه دې د خپل انجام پخپله اندازه ولږوي ـ زما وینا ته پکې حاجت نشته ـ او هغه دا هم اوې چې په قبر کې منکر نکیر فرښتې هم په پختو کې سوال جواب کوی ـ څوک جې په پختو کې جواب ورنکړې شی نو هغه به برزخ کی تر قیامته په پختو ایزده کولو ژوند تیرَوي ـ
aey wrora! de mula sahib kho ba munz am pa pukhto kai kao bia kho? LOL daair kha lik mo karhai dai manana da share wai toba toba, agha che warta wai da aghe kawalao


Za REHMAN da aagha ilm a pannah ghwarham…
Che la deena la mazhaba wee sewa…

Last edited by Naveed Safi; 10-10-2012 at 10:08 AM.
Reply With Quote
Reply

Tags
طنزو, مزاح, پختو

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.